د اهل بیتو اصحاب(۳۸)

پيغمبر(ص) او د امامانو د اصحابو کيسې

توره مرغلله

قنبر، د امام علی(ع) غلام

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ماشومانو او زلمکيانو لپاره

"حجاج بن يوسف ثقفی" چې د اهلبيتو(ع) له ډير و سختو او بې رحمه دښمنانو ګڼل کيده، د خپلی باچاهۍ په تخت ناست و او له سترګو يې د نفرت او غصې اور شغلې وهلې، له هغه ګير چاپير جنګي او توره په لاس کسان ولاړؤ چې حجاج د قتل کوم يو حکم ورکوي هغوي يې تر سره کوي.

هميشه به د حجاج په حکم د امير المومنين(ع) ډير شيعه د هغه په حکم نيولے شو او وژلےبه شو. حجاج به د علی(ع) د ملګرو له وژلو خوند اخسته او هر ورځ به يې د علی(ع) د شيعو د وژلو ته حرص زياتيدۀ.

اخر له ډيری چپتيا وروسته هغه خپله چپتيا ختمه کو او د دربار جاسوسانو ته يې وويل: "غواړم چې د علی(ع) له ملګرو يو کس ونيسم او د هغه په وينې تويولو سره خدای ته نور هم نزدې شم". هغوي وويل: "مونږ له قنبره پرته بل کس نه وينو چې له نورو يې د علی(ع) زيات خدمت کړے وي." بيا حجاج حکم وکړ چې هغه وينسي او هغه ته يې راولي، د هغه له حکمه لږ ساعت وروسته د حکومت فوځيانو هغه وينوه او لاس تړلے يې حجاج ته راوسته. بيا په دربار کښې چپتيا شوه. د حجاج او قنبر سترګې يو تر بله مخامخ شوې او يو تر بله يې سترګې نه اړولې.

حجاج له هغه پوښتنه وکړه "قنبره دا ته يې؟ ويې ويل: هو! " حجاج وويل: " ته د علی ابن ابی طالب هماغه مشهور غلام يې؟" قنبر ورته په ځواب کښ وويل: " علی ابن ابی طالب زما مولیٰ او زما ولی نعمت دے" حجاج وويل: "د علی له مذهبه لاس واخله او هغه ته کنځل وکړه چې آزاد دې کړم." قنبر ورته ځواب ورکړ:" که زۀ د اميرالمومنين علی(ع) له مذهبه لاس واخلم نو تا ته له هغې بل ښه دين معلوم دے چې زۀ يې پيروي وکړم؟"

حجاج چې د هغه دښکلی او پوخ ځواب په وړاندې عاجزه پاتے و، وويل: "هر څه چې وي، زۀ ستا قاتل يم، کوم رنګ قتل چې خوښ وي ويې ټاکه." قنبر وويل:" د قتل ټاکل تا ته پريږدم." حجاج ترې پوښتنه وکړه "ولې؟" ويې ويل: ځکه چې ته ما په کومه طريقه ووژنې په هغه طريقه به وژل کيږې" حجاج پوښتنه وکړه: " تا به د علی لپاره څه کول؟" ځواب يې ورکړ: مابه هغه حضرت ته د وضو سامان برابروۀ" حجاج پوښتنه وکړه: " له وضو وروسته به علی ابن ابی طالب(ع) څه ويل؟"

قنبر ورته ځواب ورکړ: زما مولی به له وضو وروسته دا آيت تلاوتول:" کله چې نصيحتونو او پندونو څه اثر ونه کړ او څه چې ورته ښودل شوي وو هغه يې هير کړل، د هر څه (نعمتونو) دروازې مو ورته خلاصې کړې تردې چې (پوره) خوشحال شو او (هغه څيزونو پورې يې زړه وتړل) ناڅاپه مو هغه (څيزونه) واخستل (او هغوي نه موسخته سزا ورکړه) دغه وخت ټول ناهيلي شو" او د هيلې دروازې په هغوي بند شوې" او (په دې طريقه) د هغه خلکو (ژوند) ختم شو چې زياتې يې کړے ؤ او ستاينه يوازې الله لره ده چې د علمينو رب دے".

حجاج چې ډير غصه شوے و وويل: ګمان می کيږي چې علی(ع) دا آيت زمونږ په هکله تلاوتاوۀ". قنبر ورته وويل: "هو" حجاج بن يوسف چې د هغه بزرګوار انسان د پوخ ځواب په وړاندې عاجزه شوے و وويل: " که سر دې پرې کړم نو څه به کوې" ويې وويل: "په داسې حال کښې به زۀ خوشبخت او ته بد بخت شې. ماته اميرالمومنين دا خبر راکړے دے چې زما مرګ به په دې طريقه وي چې په ظلم او ناحقه به قربانی شم" حجاج وويل: " نو حکم کوم چې قربانی دې کړي"

اخر دا چې د حجاج په حکم يې د قنبر سر جدا کړ او هغه پرهيزګار سړے يې شهيد کړ. يوه ورځ له قنبره چا پوښتنه وکړه: د چا غلاميې هغه ځواب ورکړ؛ زۀ د هغه چا غلام يم چې په دوو تورو وجنګيد او دوو نيزو سره يې جنګ وکړ، دو قبلوته يې لمونځ وکړ او اوه ځله يې د خدای رسول سره بيعت وکړ او دوه ځله يې هجرت وکړ او يوځل يې هم چرته کفر ونه کړ. زۀ د هغه چا غلام يم چې په خلکو کښې له ټولو ښه کس، د پيغمبر(ص) وارث، په اوصياؤ کښې له ټولو ښه، په مسلمانانو   کښې له ټؤلو لوړ، د مومنيانو مشر، د اوسنو رڼا، له ټولو ښه قنوت کوونکےاو د ربق له خوا د استازي په توګه خبرې کوونکے دے.

هغه لومړنې کس دے چې په اسلام يې ايمان راوړ.هغه لومړنې کس دے چې د خدای او د هغه د پيغمبر(ص) بلنه يې قبوله کړه. هغه د خلکوترمينځ د پيغمبر(ص) جانشين د هغه امين دے او په ټولو خلکو کښې زيات فضيلت لرونکے او د مشرکانو ختموونکے دے.

هغه د خدالی غشې دے چې د منافقانو په لور خوشې شوے دے او د عبادت کوونکيو په ژبه د هغه نوم دے د خدای د دين مرستيال، د هغه ولي او د ځمکې په مخ د خدای د دين مدد کوونکے دے. د خدالی د علم خزانه او د هغه ددين لپاره د پناه ځای دے هغه د نيکانو مشر، يو سخی بخښونکے، د يوې داسې حيا لرونکے دے چې ټول فضيلتونه او نيکۍ په هغه کښې راجمع شوي دي. خبر، هوښيار، پاک لمنې، مکی، ميړنۍ، د لوړې حوصلې خاوند، فائده من او هغه کس دے چې ډيرې روژې به يې لرلے.هغه د خلکو هدايت کوونکے دے، د کافرانو دنسلونو ختموونکے، د احزابو خپرونکے، او دزړه په راکښلو او حکومت چلولوکښې له ټولو تکړه کس دے. هغه په اخلاق او کردار کښې له ټولو زيات صلاحيت لري د شير غوندی ميړنۍ، طاقتور، کلکی ارادی والا، کلکی فيصلې والا، هوښيار ويناوال په ټينګو دليلونو سره او يو شرافتمن کس دے. علی د ميړنتوب  د ځای شير او د بدر له سپايانو او مولود کعبه اود ابراهيم خليل(ع) زوے دے.      .             

پيژنګلوي

نامه: قنبر

د پلار نامه: ابو حمدان

کنيت: ابو  حمدان

شهرت: د اميرالمؤمنين (ع) غلام

قاتل: حجاج بن يوسف ثقفی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرچينې

خوئی، معجم رجال الحديث، 14ټوک، 86مخ.

مفيد، الاختصاص، 73مخ.

کلیدي کلمې:

اړونده منځپانګې