د اهل بیتو اصحاب(۳۲)

د امام حسين (ع) لور بي بي سکينه (س)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ماشومانو او زلمکيانو لپاره

ژباړه: محمدرحيم دراني

بي بي سکينه به کربلا کښې موجوده وه هغه خپل پلار خپلو وروڼو او د اهلبيتو نورو کسانو سره په دې غمجنې پيښې کښې کربلا کښې وه. بي بي سکينه چې دعاشورا په ورځ يې د روڼو، برونو او برۀ زامنو د شهادت مصيبتونه ليدلي وو په آخرنی وخت کښې يې د امام حسين(ع) جدايي ونه زغمل شوه او ډير زيات يې وژړل.

پلار يې ميدان ته لاړ او شهيد شو. دښمنانو خيمې ولوټلے اهليبتو(ع) د يوولسم محرم شپه ډير په ويرې او په غم کښې تيره کړه.

 کله چې يې دا بنديان د کوفې په لور روان کړل نو له قتلګار يې تير کړل بي بي سکينه د خپل پلار په وينو سور دن په غيږ کښې ونيوه او هغه ته يې د زړه درد بيان کړ سکينه د عاشورا د تاريخ او د اسلام د تاريخ يوه بيلګه بي بي وه. د هغې بي بي نامه به تل د امام حسين(ع) پاک نوم او د کربلا مصيبتونه ياده وي. چې هر يو پاک او سالم زړه او سترګې به ژاړوي.

د کربلا پيښه پايی ته رسيدلې وه او د  امام حسين(ع) دښمنانو د هغه اهلبيت بنديان کړي وو او د شام په لور يې روان کړي وو.

له قافلې وړاندې به په نيزو کښې د کربلا د شهيدانو سرونه روان وو. د دې بنديانو کښې د امام حسين(ع) ګرانه لور بي بي سکينه هم وه بي بي سکينه د اهلبيتو(ع) په کورنۍ کښې يو بيلګه مقام لارل. هغه يوه پاکه، پرهيزګاره، سخاوتمنده، ميړنۍ، عاقله او مهربانه بي بي وه. هغی خپل پلار امام حسين(ع) سره ډيره مينه لرله. او امام حسين(ع) هم هغې سره ډيرۀ مينه لرله.

   کله چې به بي بي سکينه ته د خپل پلار د مينې خبرې ياديدې نو په سترګو کښې به يې اوښکې راتلے او مرۍ به يې له غمه اوچيده.

کله چې د بنديانو قافله د شام ښار (چې بنی اميه و د حکومت مرکز) ته ننوته نو د هغه ځای خلک چې د اهلبيتو دښمنان وو او د يزيد ملګري وو د بيديانو د تماشې لپاره د شام بازار ته راغلي وو. کله چې بي بي سکينه په زرګونو نامحرم وليدل چې د علی(ع) بچي په مصيبت کښې ويني نو يو فرياد يې وکړ او سترګې يې له اوښکو ډکې شوې. بيايې هغې نيزې والا ته، چې د امام حسين(ع) مبارک سر ورباندې و، وويل: "زما د پلار پاک سر زمونږ نه ليرې کړه چې زمونږ تر مينځ وټ زيات شي او خلک هغې ته پام وکړي او رسول الله حرم ته لږ ګوري او د هغې مبارک مخ له شاميانو پټ وي". وخت ورو ورو تيريده او غمونو او دردونو د هغې بي بي زړه ورو ورو پرې کاوۀ.

ژړا او خفګان به بي بي سکينه د عاشورا ورځه يادوله هغه ورځ چې پکښې د امام حسين(ع) ياران او اصحاب شهيدان شوي وو.

هغه وخت چې امام حسين(ع) يوازې پاتے شوے و او د جنګ لپاره سړي نه وو پاتے چې له اهلبيتو دفاع وکړي.

 بي بي سکينه ته هغه وخت ياديده کله چې امام حسين(ع) د مدد لپاره غږونه کول او فرمايل يې: آيا څوک مدد کوونکے شته چې زمونږ مدد وکړي؟ د هغې وختونو فکر به د سکينه بي بي زړه ډير دردول او اوښکې به يې ورله مخ روانولے هغې ته هغه وخت راياد شو کله چې يې پلار په تږو شونډو سره يوازې د جنګ ميدان ته روان شو او د آخری رخصت او خدای ملي لپاره د ښځو خيمو ته راغے. په هغه سخت وخت کښې د بي بي سکينه له سترګو د اوښکو سيلاب روان و.

 د بنديانو قافله د خلکو تر مينځ تيره شوه او اخر دا چې د يزيد دربار ته ورسيده هغه دربار چې له ستنو يې د خدای د ښو بندګانو وينې بهيدے. د هغې ظالم باچا يزيد سترګې چې کله د شهيدانو په سرونو پريوتے او حسينی کورنۍ يې بنديوانه وليده نو ډير خوشحال شو او کوم ظلمونه يې چې کړي وو په هغې يې فخر کاوه او خپلو کوماندانانو به يې افرين وويل. بي بي سکينه ليدل چې د اهل بيتو د زوړ دښمن زوے د هغې د پلار سيد الشهداء بې عزتي کوي او لويي لويي خبرې کوي. هغې ته پته وه چې يزيد په دې طريقه د هغې له نيکه اميرالمومنين چې خپلی تورې سره يې سرکش دښمنان او مشرکان په خاورو غورځولی وو.

 بي بي سکينه هم د خپل پلار په څير هيڅ کله ذليل ژوند ونه کړ او يزيدسره يې بيعت ونه کړ او خپل ورور امام زين العابدين او ترور بي بي زينت کبریٰ سره د يزيد ظالم په شرمولو لګيا شوه او هغه ظالم اوسرکش يې وشرمول. د کربلا پيغام يې هر يو ازاد انسان ته ورساوۀ او په دې لاره کښې يې ډير مصيبتونه وزغمل.      

 

پيژنګلوي

نامه: آمنه

د مور نامه: رباب

لقب: سُکينه

د وفات کال: 117هجري کال

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرڅينې

قمي، نفس المهموم، 527مخ، مقرم، سکينة بنت الحسين(ع)، 14مخ.

کلیدي کلمې:

اړونده منځپانګې