د اهل بیتو اصحاب(۳۱)

د امرالقيس لور بي بي رباب (سلام الله عليها)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ماشومانو او زلمکيانو لپاره

ژباړه: محمدرحيم دراني

رباب يوه پاکه اوپرهيزګاره جينۍ وه. د هغې پلار د " بکر بن وائل" له قبيلې و. د قبيلې ټول کسان د عيسیٰ (ع) په دين و او د رباب عقيده هم د قبيلې د نورو کسانو غوندې وه.

 هغه د قبيلې د مشر " امروالقيس" لور وه. د قبيلې کسانو د رباب په پاکۍ ايمان لرلو. او هغه يې يوه پاکه جينۍ ګڼله. امروالقيس د پيغمبر(ص) له دينه خبر شوےو اواراده لرله چې پخپله مدينې ته لاړشي، هغه د دې لپاره خپلې لور سره خدای ملےوکړ اود مدينې په لور روان شو هغه له لږ و پوښتنو او څيړنو وروسته دمدينه کښې نوې دين قبول کړ اوپه پيغمبر(ص) يې ايمان راوړ. حضرت امير المومنين علی(ع) چې دهغوي د کورنۍ داصالت نه خبر و هغه سره يې په مدينه کښې ليدل وکړل اوهغه ته يې وفرمايل: اراده مې ده چې ستاسو کورنۍ سره رشته وکړم. حضرت اميرالمومنين علی(ع) د امرو القيس لور د خپل زوي امام حسين(ع) لپاره وغوښته.هغه سړي هم د حضرت علی(ع) غوښته ومنله او خپله لور رباب  يې امام حسين (ع) په نکاح کړه.

 بي بي رباب د امام حسين(ع) لپاره يوه زړه سواندې اومهربانه ښځه وه چې امام حسين(ع)  به يې په غم ښادۍ کښې بيله نه پريښوده، هغې به خپل خوند ته د يو لارښود او د خدای د حجت په سترګه کتل او د هغه پيروي او د هغه د حکمونو منل به يې واجب ګڼل. حضرت امام حسين(ع) به هم بي بي رباب سره ډيره مينه کوله او ځينې سفرونو کښې به يې هغه بي بي ځان سره بوتلله. کله چې امام حسين(ع) اراده وکړه چې د شپې له مدينې د مکې په لور روان شی نو هغه بي بي سره د خپلو بچو "سکينه" او "علی اصغر" امام حسين(ع) سره د کربلا په لور روانه شوه. هغې غوښتل چې په دې سفر کښې خپل امام سره سره وي او د هغه په غمونو کښې شريکه شي.

 په ټوله لار کښې ډير مشکلات او ستونزے وې لکه تنده، ګرمی،  بې خوبي او د دښمن ويره خو رباب او د هغې بچو ټول مشکلات د امام لپاره وزغمل او په دې خوشحاله وو چې هغه حضرت(ع) سره يوځای وي. د بي بي رباب لپاره بې امام حسينه (ع) ژوند بې معنې او مرګ سره سم و او امام حسين (ع) سره يو ځاي اوسيدل د هغې لپاره خوشحالي، سعادت او خوشبختي وه.

 کله چې د امام حسين(ع) کاروان کربلا ته ورسيد نو دښمنانو هغه له هر اړخه ګير کړ، دغه وخت امام حسين(ع) خپلو دوستانو او يارانو ته وفرمايل: "ټول له خپلو څورلو کوز شئ دا زمونږ د اوښانو د خوب او زمونږ د وينو د توييدو ځای دے" د امام(ع) په حکم ټول له خپلو څورلو کوز شول.

 او په هغه وچه او سوزيدلے ځمکه يې خيمې ولګولےاو د امام حسين(ع) د حکم په انتظار شول. څومره و خت چې تيريده سياسي او فوځي حالات امام اواهلبيتو(ع) ته نور هم سختيدل. په داسې حالتونو کښې بي بي رباب دې ته تياره نه وه چې د يو ساعت لپاره هم له امامه جدا شي. هغې سره د ځان او د بچيو غم نه و بلکې د هغې خطر و غم و ورسره چې امام ته پيښې وې. بي بي رباب غوښتل چې ځان او بچي له امامه قربان کړي امام ته څه تکليف ونه رسي، اخر د يو شپيتم هجري کال د محرم د مياشتې په لسمه ورځ د امام حسين(ع) اويزيد د فوځيانو تر مينځ جنګ وشو هغه جنګ چې پکښې د امام حسين(ع) ټول ملګری په ميړنتوب سره شهيدان شول.

 کله چې امام حسين(ع) خپل ټول ملګری په خپلو وينو کښې رنګين شهيدان وليدل نو په لوړغږ يې وفرمايل:" آيا څوک شته چې دخدای د رسول د حرم نه دفاع وکړي؟ آيا څوک خدای پرست شته چې زمونږ په هکله له خدايه وويريږي؟ آيا څوک انصاف غوښتونکے شته چې له خدايه د ثواب په تمه زمونږ رستې ته راورسي؟ آيا څوک مدد کوونکے شته چې د هغه څه په تمه چې خدای سره دي زمونږ مرسته اومدد وکړي؟

 دغه وخت د رباب وړوکي زوي علی اصغر (عبدالله) ژړا شورو کړه. کله چې امام حسين(ع) د هغه تږي ماشوم ژړا واوريده نو خيمو ته نزدې شو او و يې فرمايل: "علی اصغر ماته راکړئ" بي بي په بدن کښې شودې نه لرلے او يو ګوټ اوبه هم نه وې چې هغه ته بې ورکړي نو علی ازیغر يې له غيږه جدا کړ او پلار ته يې ورکړ. بيا امام حسين(ع) هغه ماشوم په خپلو لاسونوکښې اوچت کړ او دښمنانو ته يې مخ کړ او ويې فرمايل:"دې ماشوم خو څه ګناه نه ده کړے اوس تږےدے هغه ته اوبه ورکړئ". د امام (ع) دښمنانو هيڅ رحم نه لرلونو يو غشې يې د هغه په لور راويشته او هغه ماشوم يې ورسره شهيدکړ او د هغه دمور رباب زړه يې وسوزول.

 بي بي رباب په کربلا کښې ډير مصيبتونه وليدل خو کله به بې چې امام حسين (ع) ژوندې ليده نو زړه به يې په آرام و خو کله چې امام حسين(ع) شهيد شونو بي بي رباب د هغه په غم کښې ډيره بې قراره شوه او ويې ويل: اوهو! زۀ به هيچ کله امام حسين(ع) نه هيروم... خدای پاک دې هغه کسان هيچکله  خړوب نه کړي کومو چې په کربلا کښې اور ولګاوۀ. هغه کس چې د هدايت او د انسانيت رڼاوه هغه په کربلا کښې نږې شهيد شو اولا تراوسه نه دې خخ شوے. هغه د پيغمبر(ص) زوے دے چې خدای دې هغه ته د خير جزا ورکړي.....اے حسينه! ته زما لپلده هغه کلک غروےچې مونږ به تاته پناه دروړه .... اوس به چوک د يتيمانو او نيازمندانو د پناه ځای وي؟.

 د عاشورا له پيښې وروسته بي بي رباب هم د امام حسين(ع) د کورنۍ د نورو بنديانو غوندې په بند کښې روانه شوه له دې مصيبته وروسته هيچکله د هغې سترګې اوچې نه شوې او بيا يې هنچ کله په شونډو خندا رانه غله او تل به يې د امام حسين(ع) په غم کښې ژړل ته دې چې د ډير خفګان له لاسه د عاشورا له پيښې يو کال وروسته وفات شوه.

پيژنګلوي:

نامه: رباب

د پلار نامه: امروالقيس

د قبيلې نامه: بکر بن وائل

د خاوند نامه: امام حسين (ع)

د وفات کال: 62هجري سپوږميځ کال

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرجينې

اصفهاني، مقاتل الطالبيين، 89مخ، سيد بن طاووس، لهوف، 116مخ،

قمي، نفس المهموم، 350مخ

کلیدي کلمې:

اړونده منځپانګې