مونږ عقيده لرو چې: د دغو ناوړه تفاهمونو اصلي وجه د شيعه وو له عقيدې  د کافي آګاهۍ نيشتوالی دی او يا دا چې د شيعوو عقايد د هغوی له دښمنانو اخستل شوي دي، او زمونږ په خيال کوم وضاحت چې پورته وشو په هغې...
مونږ عقيده لرو چې که انسان د متعصبو، ضدي او بې منطقه کسانو په منځ کې ګير شی چې د هغوي په مخ کې د خپلې عقيدې څرګندول د ځاني يا بل لوی خطر سبب کيږی او د عقيدې له اظهاره کومه مهمه فايده هم نه وي،په دغه...
شیعه عقيده لري چې په اسلام کې (قانوني خلا) نيشته، يعنې د قيامت تر ورځې پورې دانسانانو  د اړتيا ټول احکام په اسلام کې بيان شوي دي، کله په خاص ډول  او کله هم د يو کلي او عام حکم په شکل کې، او له همدې...
مونږ عقيده لرو چې د اجتهاد باب په ټولو مسائلو  کې خلاص دی، او ټول د نظر  خاوند فقيهان کولی شي الهي احکام له تيرو څلورو  منابعو راوباسي او هغو کسانو ته يې چې د استنباط قدرت نه لر ي ورکړی. که څه هم ...
زمونږ دفقې سرچينې لکه چې مخکې هم ورته اشاره وشوه څلور څيزونه دی: اول (کتاب الله) قرآن مجيد دی چې د اسلام دمعارفو او احکامو اصلي سند دی. دوهم: د پيغمبر(ص) او له ا هل بيتو د(معصومو امامانو) سنت. دريم:...
او په همدې وجه شیعه عقيده لری چې هغه دردوونکې پيښې چې په دې دنيا کې کيږي (لکه زلزله، او افتونه او بلاګانې) کله د خدای له لوری سزا وی لکه څنګه چې د لوط قوم په هکله  راغلي دي «فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا...
لکه څرنګه  چې اشاره وشوه مونږ په الهي عدل باور لرو او يقين لرو چې خداى تعالى هيڅکله په خپل کوم بنده ظلم نه کوي، ځکه چې ظلم بد او سپک کار دى او د خداى پاک ذات له دغه ډول کاره سپيڅلى او پاک دى «وَلا...
هغه څه ته په پام سره چې ومو ويل مونږ عقيده لرو چې د اسلام د دين يو ه اصلي سرچينه د عقل دليل دى، او له عقله مطلب دلته دا دى چې عقل په يقين او قطعې سره په يو څيز پوه شي او دهغه  په هکله قضاوت  او فيصله...
شیعه عقيده لری چې په قيامت کې پيغمبران معصوم امامان او دخداي وليان د خداي په  امر د ځينو ګناهکارانو شفاعت کوي او خداي به يې بخښي .خو دا هير نه کړو چې  دا حکم يوازې دهغو کسانو لپاره دى چې له خداي او...
شیعه عقيده لری چې د دې دنيا او داخرت په منځ کې يو ه دريمه نړۍ  شته چې برزخ نوميږي چې د ټولو انسانانو روحونه  له مرګه وروسته د قيامت  تر ورځې پورې هلته وي . «وَمِنْ وَرَائِهِمْ بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ...

Pages