امام ابو الحسن علي نقي عليه السلام د هجرت د 212 کال[1] د ذي حجې په پنځلسمه د مدينې په خوا کښې په "صريا" نومې ځائې کښې وزيږيده[2]. پلار نوم ئې نهم امام حضرت امام محمد تقي عليه السلام او مور ئې يوه...
مامون د هجرت په 218 کال کې مړ شو او تر هغه ورسته يې ورور ځای ناستی شو. د هجرت په 218 کال معتصم امام له مدينې، بغداد ته راوست چې له نزدې يې تر څارنې لاندې وي. او لکه څنګه چې مخکښې مې هم وويل په هغه...
 1: څوک چې په خدايې پاک باندې په توکل او تکيې سره له خلقو د حاجت او نياز مخ واړوي، خلق هغۀ ته محتاجه کيږي او څوک چې تقوی خپله دنده وګرځوي په خلقو کښې محبوبيږي. 2: د انسان کمال او بشپړتيا په عقل کښې...
پاک امامان هم د اسلام د ګران پيغمبر محمد (ص)په شان تل د خلقو په ښوونې او روزنې لګيا وو خو د هغي کار د زده کړې له مؤسِسو او ادارو سره نۀ شو پرتله کولی. د زده کړې ادارې د تعليم او ښوونې لپاره خاص...
امام رضا عليه السلام د ژوند په باب کښې مې وويل چې مامون د ټولنې له ګډوډيو د ژغورنې د علويانو د بلوا د مخ نيوی او ځان ته د امام دوستانو د نږدې کولو لپاره ځان د اهلبيتو مينه وال او ليوال ښودلو او په...
1:د امام رضا عليه السلام له شهادته وروسته د بغداد او نورو ښارونو اتيا عالمانو او فقيهان د حج لپاره مکې ته لاړل. په لاره کښې په مدينه کښې هم ايسار شول چې له امام جواد عليه السلام سره کتنه وکړي. په دې...
د اتم امام حضرت امام علی ابن موسی الرضا عليه السلام عمر له څلويښتو کلونو اوړيدلی ؤخو تراوسه يې اولاد نۀ لرو، دې خبرې د هغۀ مننوکي انديښمن کړي وو ځکه چې د پيغمبر حضرت محمد(ص) او نورو امامانو په...
نوم: محمد لقب: جواد د پلار نوم: علی د مور نوم: خيزران زوکړه: د رجب لسمه امامت: اوولس کاله شهادت: د ذی قعدې ورستۍ نيټه قاتل: معتصم زيارت: کاظمين(عراق) اولاده: څلور زامن اوۀ لوڼه
بالاخره مامون د امام د شهيدولو نيت وکړو ځکه چې پوهه شوی ؤ په هيڅ ډول امام د خپل لاس وسيله نشي ګرځولی. د امام عظمت او هغوي د ټولنې پام هم مخ په زياتيدو ؤ او د امام د شخصيت د داغي کولو لپاره د مامون له...
د حضرت امام علی ابن موسی الرّضا علیه السلام د وجود مشال په داسې کور کې روښانه شو چې د کورنۍ پلار، د خداي پاک پرهیزګار او ښه بنده، حضرت امام موسی کاظم علیه السلام او مور بی بی ئې یوه پاکه او مکرمه بی...

Pages