د اسلامی عقيدو کليات(۲

هستي د اسلام له نظره

شپيږم اصل

دا جهان- يعنی له خدايه پرته چې څه دي- ټول د خدای پيدايښت دے او کائنات د يوې شيبې لپاره هم له خدايه بی نيازه نه دی او نه به وي. دا چې مونږ وايو چې جهان د خدای مخلوق دے يعنی خدای پيدا کړے دے مطلب مو دا دے چې جهان د هغه په اراده پيدا شوے دے او د جهان پيدايښت داسې نه دے لکه چې زوے له مور او پلاره پيدا شي لکه چې فرمايي: لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ (اخلاص/3)

اووم اصل

د جهان دا نظام ابدي او تل پاتې نه دے بلکه څه وخت وروسته چې خدای ترې خبر دے، د نړۍ دا نظام به ختم شي او يو بل نظام به راپيدا شي چې هماغه د أخرت او معاد نظام دے لکه چې فرمايې: يَوْمَ تُبَدَّلُ الأَرْضُ غَيْرَ الأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ وَبَرَزُواْ للّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ (ابراهيم / 48) هغه ورځ چې ځمکه او آسمانونه به بدل شي او د قهار خدای په وړاندې به حاضر شي. په يو بل ځاې کښې فرمايي: إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ (بقره / 156) مونږ ټول د خدای يو او هغه ته به بيرته ګرځو. چې په دې آيت کښې هم دې حقيقت ته اشاره ده.

اتم اصل

د دې نړۍ نظام د علت او معلول په اساس ولاړ قائم دے او د نړۍ په موجوداتو کښې د علت او معلول رابطه ده، په هر يوه څيز کې د بل تاثير د خدای په حکم پورې تړلے دے او د خدای حکيمانه اراده دا ده چې خپل فضل او ښندنه غالبا د سبب او مسبب تر نظام لاندې جاری کړي.

قرأن کريم دا دواړه مطلبونه بيان کړي دي؛ همدا چې د څيزونو تر مينځ د سببيت رابطه ده او همدا چې د هر څيز په بل کښې هر ډول اثر د خدای په کلی ارادې او حکم پورې تړلے دے. د لومړني مورد لپاره کافی ده چې دې يو آيت ته پام وکړو:

وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقاً لَّكُمْ (بقره / 22) له آسمانه يې اوبه نازلې کړې او د هغې اوبو په سبب يې (له ځمکی) ميوې ستاسو د روزۍ لپاره راوباسلې.

په دويم مورد کښې دغه آيت ته پام وکړئ: و َالْبَلَدُ الطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَبَاتُهُ بِإِذْنِ رَبِّهِ (اعراف / 58) او د پاکې ځمکې واښه د خدای په حکم راوځي. او همدا شان د بقرې سورت 102، 249 او 251 آيتونه او د ال عمران سورت 166 آيت همدا مضمون لري.[4]

نهم اصل

کائنات يوازی مادی څيزونه نه دي بلکې په دې نړۍ کښې ځينې څيزونه داسې دي چې ماوراء طبيعت (له مادی پرته نور څه) دي چې د قرآن په اصطلاح کښې ورته ((د غيبو جهان)) ويلے شي نو لکه څنګه چې مادی څيزونه په يو بل باندې د خدای په حکم اثر کوي همدا رنګ غيبي موجودات هم په دې جهان باندې د خدای په حکم اثر کوي. او په بله وينا به دا ووايو چې د خدای د فيض واسطې دي.

قرأن کريم په دې جهان کښې د پرښتو اثرات داسې بيانوي: فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا (نازعات / 5) قسم دې وي د نړۍ د چارو په تدبير کوونکو. الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ وَيُرْسِلُ عَلَيْكُم حَفَظَةً(انعام / 61) او هغه په خپلو بندګانو قاهر(غالب) دے او پر تاسو څارونکي درليږي.

له دغو آيتونو څرګنديږي چې د دې جهان ټول پيدايښت که هغه مادي څيزونه وي او که غير مادي ټول د سببيت تر نظام لاندې دي او د خدای په حکم او اجازې پورې تړلي دي.

لسم اصل

جهان يو هدايت شوے حقيقت دے او د نړۍ هره ذره په هر پړاو کښې ده په خپل ځای د خدای له هدايته رڼا اخلي او د هدايت دا مرتبې په درې ډوله دي؛ طبيعي هدايت، غريزی هدايت او تکوينی هدايت، قرآن کريم دا عام او تکوينی هدايت په بيلا بيلو آيتونو کښې ياد کړے دے چې يو آيت ترې دلته راوړو:

رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى (طه / 50)؛ زمونږ پروردګار هغه څوک دے چې هر څه يې پيدا کړل بيا يې هغه هدايت کړل.

يوولسم اصل

د پيدايښت نظام يو ډير بشپړ او ښه نظام دے. د هستۍ دا سسټم په ډيره اعلی طريقه جوړ شوے دے او تر دې د کامل او ښکلې نظام تصور نه شي کيدے. قرآن کريم فرمايې: الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ (سجده / 7) هغه خدای چې هر څه يې ډير ښه پيدا کړل. او همدا رنګ فرمايي: فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ (مؤمنون / 14) مبارک دے هغه ذات چې تر ټولو ښه پيدا کوونکے دے. څرګنده ده چې کله خالق ښه وي نو مخلوق به هم ښه وي.

عقلی دليل چې د دې اصل لپاره راوړلے شي هغه دا دے چې د هر يو کار کوونکي کار د کمال او نيمګرتيا له لحاظه د هغه له صفتونو او کمالاتو سره تناسب او برابرے ولری. نو يو فاعل چې په وجودي صفتونو کښې څه نقص او کمے نه لري نو د هغه کار به هم له هر ډول نقص او عيبه پاک وي او کله چې مونږ پوه شو چې خدای د ټولو وجودي کمالاتو په بشپړه ټوکه لرونکے دے نو د هغه کار به هم له ټولو ښه کامل او بشپړه وي.

له دې ورتير، د خدای حکيم والے دا تقاضا لري چې د احسن نظام د پيدا کولو د امکان په بڼه کښې غير احسن پيدا نه کړي.

دا خبره هم د ويلو وړ ده چې په دې جهان کښې چې کوم څه د شر په نوم ياديږي د هستۍ له کمال او ښه والی سره څه تضاد او ټکره نه لري او د دي خبرې وضاحت به ((په خالقيت کښې توحيد)) په بحث کښې راشي.

دولسم اصل

له دې امله چې دا جهان هغه خدای پيدا کړے دے چې حق مطلق دے نو بايد دا جهان هم حق او له حکمته ډک وي او عبث او چټي نه وي. دې خبرې ته د قرآن کريم په ډيرو آيتونو کښې اشاره شوې ده چې يو ترې ذکر کوو:

مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ (احقاف / 3) (آسمانونه او ځمکه او څه چې د دې تر مينځ دي هغه مو يوازې په حقه پيدا کړي دي. د انسان او د جهان د پيدايښت مقصد هم هاله پوره کيږي کله چې قيامت راشي لکه څنګه چې اميرالؤمنين فرمايې: فان الغايه القيامه.[5]

سرچینې

 [4]- د دې په هکله د لا زياتو معلوماتو لپاره د کلام او تفسير کتابونو ته مراجعه وکړئ لکه الميزان 1 ټوک /72 مخ، الالهيات  2 ټوک/51-54 مخونه.

[5] . نهج البلاغة، خطبة  190.

کلیدي کلمې: