د اسلامی عقيدو کليات(۱

په اسلام کښی د پيژندلو لارې

لومړے اصل:

اسلام د نړۍ او دينی حقيقتونو د پيژندلو لپاره له دريو وسيلو ګټه اخلی او هر يو په خپلو خاصو حدودو کښې معتبر ګڼي هغه درې وسيلې دا دي:

1.      حس، چې ترټولو مهم يې د اوريدلو او ليدلو حس دے.

2.      عقل او پوهه چې په يو محدود حد کښې د خاصو اصولو لاندې په يقين سره حقيقت کشف کوي.

3.      وحي، چي د غيبو نړۍ سره د لوړو او غوره شويو انسانانو د ارتباط وسيله ده. لومړنے دوه لارې د ټولو لپاره دي او ټول عام خلک ترې په جهان پيژندلو کښې کار اخستے شي له څرنګه چې په شريعت په پوهيدلو کښې هم اغيزمنې دي. حال دا چې دريمه لار د هغه خاصو کسانو لپاره ده چې خدای ورباندې خپله پيرزوينه کړي وي چې تر ټولو څرګنده بيلګه يې پيغمبران دي.

د حس يا محسوسولو له وسيلو يوازې په محسوساتو کښې ګټه اخستې شی لکه څنګه چې له عقله هم په هغو محدودو مواردو کښې کار اخستې شو چې پکښې يې شرطونه پوره وي حال دا چې د وحي سویه ډيره لويه او پراخه ده د عقايدو او احکامو په شمول په مختلفو زمينو کښې لاره پرانستونکے ده. قرآن پاک د دغو وسيلو په هکله په ډيرو آيتونو کښې خبرې کړي دي چې دوه بيلګې يې بيانوو:

د حس او عقل په هکله فرمايې:

وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (نحل/78). خدای تاسو په داسې حال کښې د مور له خيټو راوويستئ چې په څه نه پوهيدئ، او تاسو ته يې غوګونه، سترګې او زړه درکړ ښايي شکر وباسئ.

((أفئدة)) په عربۍ کښې د فؤاد جمع ده او د سمع او ابصار قرينه ته په پام؛ د انسان عقل دے او د آيت په اخر کښې حکم شوے دے چې شکر ګزار وسئ او ښيي چې انسان له دې دريو طاقتونو ګټه واخلي ځکه چې د شکر معنی دا ده چې هر يو نعمت په خپل ځای کښې په کار راوستل شي چې د څه لپاره ورکړے شو ے دے.

او د وحي په په هکله فرمايي:

وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ (نحل/43) له تاسو نه وړاندې مو نه دي ليږلي مګر داسې سړي چې هغوي ته مو وحي کوله نو که نه پوهيږئ نو له اهل الذکر نه پوښتنه وکړئ.

يو مذهبی انسان د نړۍ او مذهب د پيژندلو لپاره له حسه کار اخلي خو ډير ځله حسي ادراکات د عقل د فيصلو بنياد جوړوي. لکه چې د خدای او د هغه د صفتونو د پيژندلو لپاره له عقله کار اخستلے شي او د دي درو واړو په وسيله تر لاسه شوي نتيجه په خپل ځای کښې نافذه او په ځای ده او د حقيقت په معلومولو کښی معتبره ده.[1]

دويم اصل:

د خداي د پيغمبرانو بلنه په دوو څيزونو کښې خلاصه کيږي: 1- عقيده؛ 2- عمل. د عقيدې حدود د خدای په وجود، د هغه په جلالي او جمالي صفتونو او د هغه په کارونو ايمان راوړل[2] دي لکه څنګه چې د عمل نه مطلب هغه احکام او دندې دي چې انسان بايد د خدای په حکم خپل وګړنيز او ټولنيز ژوند د هغو په بنياد جوړ کړي.

د عقيدې په هکله هغه څه چې زمونږ په نظر کښې دي، علم و يقين دے او يوازې هغه څه حجت کيدے شي چې دې مطلوب ته ورسيږی او په دې عقيدو کښې له چا تقليد او پيروي نه شي کولے.

په حکمونو په عمل کښې دا غوښتې شوي دي چې خپل ژوند د هغې مطابق تېر کړې نو په دې ځای کښې له يقينه پرته په نورو لارو چې کومې لارې شريعت تائيدوی هم استناد کوې شې او جامع الشرايط مجتهد ته رجوع کول يو له هغې لارو دی چې شريعت يې تائيدوې او په راتلونکي بحث کښې د دې په هکله هم خبرې وکړو.

دريم اصل:

مونږ د عقائدو او دينی احکامو په ثابتولو کښې د پيژندلو له ټولو معتبرو لارو ګټه اخلو عقل او وحي له دغو لارو څخه دي له وحي نه زمونږ مطلب آسمانی کتاب قرآن کريم او هغه حديثونه دي چي هغو سند رسول اکرم(ص) ته رسی او د امامانو حديثونه هم، په هغه توضيح سره چې وروسته به يې ذکر کړو، سنت او د خدای حجت دي.

عقل او وحی د يو بل حجيت تائيدوي او که د عقل په قطعی حکم سره د وحی حجيت ثابتوو نو وحی هم په خپل خاص حد کښې د عقل حجيت تائيدوي.

قرأن کريم په ډيرو ځايونو کښې د عقل فيصلو ته خلک غواړي او خلکو ته د عالم په عجائبو د سوچ او فکر کولو بلنه ورکوي او په خپله هم د خپلو مطالبو د ثابتولو لپاره له عقله مدد اخلي يو آسمانی کتاب هم عقل او دليل ته دومره اهميت نه دے ورکړے څومره چې قرآن ورکړے دے او په قرآن کښې په عقائدو او معارفو باندې عقلی دليلونه تر حده زياد دي.

اهل بيتو امامانو هم د عقل په حجيت باندې په هغه ځای کښې چې عقل د قضاوت وړتيا؛ تاکيد کړے دے او امام کاظم(ع) په خپل فرمان کښې وحی ظاهری حجت او عقل باطنی حجت ګڼلے دے.[3]

څلورم اصل:

له دې امله چې وحی قطعی دليل دے او عقل هم داسې څراغ دے چې خدای پاک د هر انسان په باطن کښې بل کړے دے، نو هيڅ کله بايد د دغو دوو خدايي حجتونو تر مينځ تعارض او ټکره رانه شی. او که په ځينو ځايونو کښې ابتدائي تعارض مخی ته شي نو پکار دے پوه شو چې په دغه مورد کښې مونږ له دينه سم اخستون نه دے لرے او يا يې په عقلی مقدماتو کښې څه غلطی شوې ده ځکه چې حکيم خدای هيڅ کله انسان دوه متعارضو لارو ته نه بلي.

لکه څنګه چې د عقل او وحی په مينځ کښې حقيقی تعارض نه شې تصور کيدے په علم او وحی کښې هم هيڅ کله تعارض نه شي کيدے او په ځينو ځايونو کښې که مونږ ته څه تعارض ښکاره شو نو بيا هم په کار دے دا ووايو چې يا مونږ په دغه مورد ښه نه يو پوه شوې يا دا چې علم قطعيت او يقين ته نه دے رسيدلے او زيات تر تعارض چې د دي دوو تر مينځ راځي د هغی وجه هم دا دويمه خبره ده چې علمي فرضيې لا يقين ته نه وي رسيدلې او خلک د خپل علم مطابق هغه قطعي او يقيني ګڼي نو په دی وخت کښې د تعارض خيال کيږي.

پينځم اصل

هغه قانونونه چې د هستۍ په نظام باندې حاکم دي او زمونږ تر تصوراتو خپلواکه حقيقت لري، ابدی اوتل پاتې حقيقتونه دي. مطلب دا چې که چرې انسان د پيژندلو يوې لارې د واقعيت په توګه يو حقيقت ته ورسيد نو پکار دې چې ووايو چې دا د تل لپاره حق او پاتے کيدونکے دے او که د هغه واقعیت په کشف کښې ځينې برخه د حقيقت مطابق ده او ځينې نه، نو چې کومه برخه د حقيقت مطابق ده هغه تل لپاره حقيقت ده او د ځای او شرائطو په بدليدو سره واقعيت نه بدليږي. او په بله ژبه به دا ووايو چې په يو حقيقت کښې نسبيت په دې معنا چې په يو وخت کښې عين حقيقت وي او بل وخت کښې خطا، د کايناتو په پيژندلو کښې دغه ډول نسبيت نه شي تصور کيدے. که 2+2 څلور کيږی نو تل به داسې وي او که نه کيږي نو تل به نه کيږي. او داسې نه ده چې يو شناخت په يوه مرحله کښې عين حقيقت وي او په بله مرحله کښې خطا او غلط وي.

په پيژندلو کښې نسبيت په هغه مواردو کښې متصور دے چې د هغې حقيقت د انسان له فکر او ارادې پرته بل څه نه وي لکه هغه ټولنې چې د هيواد په چلولو کښې له وحي کار نه اخلی د خپل هيواد د چلولو په روده کښې اختيار لري که دغې ټولنې يوه ورځ په يوې طريقې اتفاق وکړ نو تر څو چې په دې مسئلې کښې اتفاق لري نو هغه طريقه چې خوښه کړې يې ده هغه هم حقيقت لري او که يوه ورځ يې د هغې طريقې په خلاف بله طريقه غوره کړه نو بيا به دويمه طريقه حقيقت ګڼل کيږي او په عين حال له دې دوو رودو او شناختونو هر يو په خپله زمانه کښې عين حقيقت دے .

خو هغه چارې زمونږ له ذهن او تصوره بهرنے حقيقت او حد ونه لري که چري په صحيح طريقه ورباندې وپوهيدل شي او شناخت يې تر لاسه شي نو د تل لپاره به صحيح او پايدار وي او د هغې خلاف به هم تل بې بنياده او باطل وي.

سرچینې

[1]. د انسان د نفس له ګناهونو پاکی، تزکيه او تصفيه د ځينو الهاماتو سبب کيږي چې ځينې خلک هغه د پيژندلو او شناخت يوه وسيله ګڼي.

[2]. د پيغمبرانو راليږل او د امامانو معين کول او پس له مرګه د مړو ژوندي کول، دا ټول د خدای فعل او کار دے.

[3]. ان لله علی الناس حجتين حجة ظاهرة و حجة باطنة فاما الظاهرة فالرسل و الانبياء والائمة واما الباطنة فالعقول.

کلیدي کلمې: