د کربلا د پيښې په شننه د ټولن پيژاندو په نظر کره کتنه

د ټولن پيژاندو د نظر مطابق د کربلا پيښه د دوو قبيلو يا دوو تپو تر منيځ د سيالۍ طبيعي نيتجه وه. کله هم ځينې نور عوامل له دغو سياليو سره يو ځاي شوي او هغه يې زياته کړې ده. نو د دوو قبيلو يا دوو تپو اختلاف او سيالي يو طبيعي چاره ده. چې کله هم جنګ ته رسيږي. کله چې يوه قبيله په جنګ کې کاميابه شي او له بلې سره تريخ عمل وکړي بايد په تمه ووسي چې يوه ورځ چې پخپله ماته وخوري نو له دې سره به هم دغه ډول عمل کيږي. او غچ به ترې اخستل کيږي.[18]

په دې اساس د ټولن پيژاندو له تحليله هم د ارواپوهانو په شان دا نتيجه اخستل کيږي چې بايد د تساهل او تسامح او نرمۍ خيال وساتو. او له تاو تريخوالي تير شو. په کربلا کې تاو تريخوالے په بدر کې د تاوتريخوالي نتيجه وه. که تاسو غواړئ چې حسين ونه وژل شي بايد په د بني اميه قبيلې کسان ونه وژنئ. نو جنګ او وينه بهيول پريږدئ چې داسې پيښې رامنځته نه شي. په بله ژبه د ټولني پيژاندو او ارواپيژاندو د نظريو مطابق په جهاد، دفاع او د امام حسين په حرکت چې د تاريخ تر ټولو سپيڅلے حرکت و اعتراض کولے او هغه ته غلط ويلے شو.

خو ايا دا علمي نظريه صحيح ده چې دغه ډول سيالۍ د قبايلي ژوند لازمه ده؟ ايا دا سيالۍ طبعا د وينې بهيدلو سبب ګرځي؟ ايا ويلے شو چې دا ډول بيښې په قبايلي ژوند کې دود دي او د کربلا پيښه هم د دوو قبيلو تر منځ يو جنګ و. ايا د دغه تحليل نتيجه دا ده چې تاوتريخوالے او تعصب بايد بلکل پريښودل شي. او له هر دين مذهب او فکر سره نرمي او سازيدل وشي؟ ايا بايد هر چاته وخاندو او په هيڅ صورت کې تريخوالے نه دے پکار؟ که نه وي داسې پيښې به پيدا شي؟

په اجمال سره ويلے شو چې له انساني ارزښتونو دفاع چې لومړے يې ژوند او ورپسې هغه چارې دي چې د انسان ژوند ته ګرځي او په نهآيت کې د سپيڅلو ارزښتونو دفاع، ټول د يو شعور لرونکي او پوه ژوندي ساري د ژوند لوازمات دي. که په فطرت کې د دفاع قانون نه وي هيڅ يو مخلوق د خپل ژوند دفاع نه شي کولے او هيڅ ډله او ټولنه د خپلو ارزښتونو ساتنه نه شي کولے. دفاع يو طبيعي قانون دے. چې خداي تعالی په فطري ډول د هر انسان او حيوان په خټه کې ايښے دے. همدا راز ټول دينونه د شريعت په مقام کې د دفاع قانون د ديني احکامو د يوې برخې په توګه په نظر کې نيسي. حتیٰ ملحدان چې خداي او د خداي قانون نه مني په فطري ډول د دفاع د قانون خيال ساتي. خو مسله دا ده چې په نظرياتو او تفکر کې اختلاف د دفاع په ځانګړنو او شرايطو کې د اختلاف سبب کيږي. که مونږ انسان يوازې يو مادې مخلوق وګڼو چې يوه موده په دې دنيا کې ژوند کوي او له مرګه وروسته ختميږي دفاع هم په همدې مادي ژوند پورې محدوده پاتې کيږي يعنې دفاع د هماغه تکويني قانون په حد پورې چې هر ژوندے مخلوق يې په فطري ډول لري منحصريږي. ټول انسانان د تيري ګرو په وړاندې او د نورو خطرونو په مقابل کې د خپل ژوند دفاع مني.

زمونږ د مقصد ټکے دلته دے چې که يو کس د اخرت په ژوند عقيده ولري او دا دنيا له مرګه وروسته د اصلي ژوند لپاره سريزه وګڼي بايد د ابدي ژوند او د اخرت د نيکمرغۍ هم دفاع وکړي. او دا چاره د دين په سيوري کې تحقق مومي. مونږ عقيده لرو چې هغه څه چې د انسان حقيقي ژوند تامينوي دين دے. او هغه څه چې هغه ته خطر پيښوي له دين سره مقابله او د ديني ارزښتونو او عقيدو کمزوري ده. که څوک دا عقيده ولري. ايا د دې دنيا ژوند ته ډير اهميت ورکوي که نه خپل ابدي او هميشني ژوند ته؟ دلته هم د انسان د ژوند او نيکمرغۍ د دفاع مسله پيدا کيږي خو د دې دنيا په محدودې نيکمرغۍ او د اخرت په تل پاتې نيکمرغۍ کې کومه يوه زياته مهمه ده؟ که ابدي سعادت ته د رسيدو لپاره کله ضرورت اقتضا وکړي چې د دې دنيا ژوند لنډ او محدود شي يا يې ځينې خوندونه کم شي په داسې بڼه کې که څوک د اخرت په ژوند ايمان لري د ابدي سعادت په لاره کې د دې دنيا د ژوند او خوندونو په قربانولو کې هيڅ شک نه کوي لکه څرنګه چې خداي تعالی فرمايي:

[19] (که ګومان کوئ چې د خداي دوستان يئ نه د خلکو نو د مرګ ارمان وکړئ که تاسو رښتيا وايئ)

يعنې که باور لرئ چې ابدي ژوند له خداي سره نزديکت او په بله نړۍ کې الهي قرب دے په هيڅ ډول بايد په دې دنياوي ژوند پابند ووسئ. دا دنيا هغه مرحله ده چې بايد له هغه تير شو چې هغه دنيا ته ورسيږو. امام حسين د عاشورا په ورځ خپلو اصحابو او ملګرو ته وفرمايل:

صَبْراً بَني الکرام فَمَا المَوْت اِلا قنطرة[20] (اي د سترو کسانو بچيانو! لږ صبر وکړئ مرګ بې له يو پل، بل څه نه دي (چې تاسو له دې ژونده د خداي په نزد ابدي او نيکمرغه ژوند ته رسوي)

يو کس چې داسې نظر لري د ابدي ژوند دفاع خپل حق ګڼي. له دې امله نه شي کتلے چې ځينې کسان غواړي د هغه ابدي ژوند ته خطر پيښ کړي. کومه ټولنه چې هم دا نظر لري په خپلو عقيدو او د اخرت په ارزښتونو د نورو تيرے نه شي زغملے. دا عقيدې يوازې شعار نه دے. انسان د ابدي ژوند لپاره پنځول شوے دے کوم کسان چې په دې خبره عقيده لري او په اخرت ايمان د هغوي په زړه کې وي د هغو خطرونو په وړاندې بې پروا نه شي پاتې کيدے چې د هغوي ابدي ژوند ګواښي. او د دې په وړاندې له تسامح او بې پروايۍ کار نه شي اخستلے. يو عاقل انسان د هغه کس په وړاندې چې په ده يې توره راويستلي وي بې پروا نه شي پاتې کيدے. مثلا چې يو کس نيمه شپه له خوبه پاڅي او وويني چې يو کس پرې توره راويستلې ده نو له هغه وسله اخلي او له ځانه دفاع کوي ځکه چې خپل ځان په خطر کې ويني په دې اساس کوم کسان چې عقيده لري چې د اخرت ژوند شته او دين په هغه دنيا کې د نيکمرغۍ سبب کيږي د هغو يرغلونو په وړاندې چې د هغه په دین کيږي بې پروا نه شي پاتې کيدے. هغه کسان چې دين ته بې پروايي دودوي په اخرت ايمان نه لري. او هيڅ کله د دين په معامله کې سنجيده نه دي. او هغه يوازې د چهار شنبه سوري په شان يو عام دود او رسم ګڼي. دوي وايي ځينې کسان عقيده لري چې د جمعې په ورځ بايد د جمعې په لمانځه کې شرکت وشي. يا د عاشورا په شپه د وير مراسم تر سره شي. دا هماغه شان ده چې ځينې کسان وايي چې د لمريز کال په وروستۍ چهار شنبه له اوره ټوپ وهل ضروري دي. دا يوه عقيده ده او هغه بله عقيده، د يو بل د عقيدو احترام پکار دے. دا کسان د خپلو عقيدو په اساس باوري دي چې که د دوو ډلو تر مینځ سيالي شوه او دا سيالي ديني او مذهبي اختلافاتو ته ورسيده هيڅ کله بايد تاوتريخوالے ونه کړو. بلکه بايد اجازه ورکړو چې هر څوک خپل کار جاري وساتي که يو کس د بل عقيده او باور په تبليغاتو د شبهو په اچولو، ناوړه اخلاقي کړنو او طريقو اخلاقي ضد کارونو او نورو اقداماتو سره له مينځه يوسي دا په دې معنا ده چې د هغوي په نظر کې دين هيڅ ارزښت نه لري او د هغوي په نظر کې د بت پرستانو او اسلام ترمينځ هيڅ فرق نيشته! هم ځکه خو ځينې کسان وايي چې هيڅ دين په نورو دينونو حتیٰ اسلام په بت پرستۍ هيڅ لوړاوے نه لري! اسلام يوه نيغه لاره ده او بت پرستي بله نيغه لاره! د دې خبرې معنا دا ده چې دوي په هيڅ يو عقيده نه لري! که څه هم په ظاهره وايي چې مونږ مسلمانان يو.

د اسلامي معارفو له نظره د دغه نظر شننه

اسلام د ټولنې پيژاندو دغه تحليل خطا ګڼي لکه څرنګه چې د هغه نتيجه غلطه ګڼي. د اسلام له نظره انسانان مختلفې ګروهنې لري چې ډيرې يې اختياري دي او د مختلفو ټولنيزو شرايطو په وجه پياوړې کيږي. دا ګروهنې کله تر دې حده سختيږي چې ټولې انساني غوښتنې او ارزښتونه تر اغيز لاندې راولي. داسې ډير کسان شته چې شهرت ته د رسيدلو لپاره له هر څيز حتیٰ له خپل دينه تيريږي. رياست طلبي او مقام غوښتنه کله کله د جنون حد ته رسيږي، او انسان خپل ټول شته او کورنۍ او سپيڅلي ارزښتونه د هغه په لاره کې قربانوي. البته دغه ډول اړوندوالے او تعلقات يو واري نه ښکاره کيږي. اول د انسان په زړه کې وړه شان غوټۍ زرغونيږي بيا ورو ورو خړوبيږي او په مناسبه فضا کې وده کوي. او ورو ورو پخيږي. تر دې چې انسان هر څه د خپلو غوښتنو په لاره کې قربانوي. کيدے شي انسان په لومړيو پړاوونو کې دغه ګروهنې او مينې ته متوجې نه شي او پوه نه شي چې د زړه په زاويو کې يې څرنګه ماران اوده دي.

که خلک د يو کس درناوے کوي په دې خوشاليدل يوه فطري خبره ده خو که په زړه کې د رياست غوښتنې احترام غوښتنې خوشامد غوښتنې او جاه احساس وده وکړي او د دين په معاملې کې دا څيزونه پيدا شي نو ډير خطرناک دي.

آخر ما يخرج من قلوب الصديقين حب الجاه (هغه وروستے تړون چې د صديقانو (د پيغمبرانو د همنشينانو) له زړه وځي، د مقام او منصب مينه ده)

که يو کس له مشرۍ او مقام سره مينه لري د هغه لپاره حق او باطل فرق نه کوي خو کله انسان د خلکو له خدمت سره مينه لري او مقام او مشري د دې لپاره غواړي. په هر حال ټول انسانان داسې نه دي او ځينې کسان د مشرۍ او مقام لپاره هر کار کوي. لکه څرنګه چې عمر ابن سعد له سهاره تر مازيګره په پښو ګرځيده او د ابن زياد د لشکر د مشرۍ او د امام حسين د وژلو په هکله يې له ځاي سره خبرې کولې خو اخر ونه توانيد د رئ له ګورنرۍ تير شي. کربلا ته د شمر له ورتګ او د جنګ له قطعي کيدو مخکې د امام حسين او عمر بن سعد ترمينځ خبرې وشوې او امام حسين عمر ابن سعد ته نصيحت وکړ چې وې فرمايل: ته ما پيژنې او پوهيږې چې زه څوک يم! تا ته پته ده چې پيغمبر زما په هکله څه فرمايلي دي تاته پته ده چې زما وژل څومره لويه ګناه ده او د دې په وجه په تا او ستا په کورنۍ څه بلا نازليدلے شي. له دې کاره لاس واخله. عمر ابن سعد وويل که نافرماني وکړم کور به مې وران کړي امام وفرمايل: کور بۀ دې زه جوړ کړم. عمر ابن سعد وويل زه داسې ځمکه او املاک لرم چې له ما به يې واخلي. امام ورته وفرمايل زه به په مدينه کې خپله ځمکه تاته درکړم.[21] خو عمر ابن سعد د رے ښار د مشرۍ ليوال و او اخر د امام حسين د يو ملګري په وينا چې له هغه سره يې خبرې کړې وې د رے ګورنري يې د امام حسين د وينې په بدل کې واخسته او له هغې لاس اخستلو ته تيار نه شو. جاه طلبي ښايي انسان تر دې حده راوغورځوي. د هغو ټولو انسانانو چې له لويو خطرو سره مخامخيږي او په شيطاني ګړنګونو کې غورځيږي، مسله هغه تړونونه او تعلقات دي چې له ديني ارزښتونو او خداي پرستۍ سره سمونه نه خوري. مادي تعلقات تر هغه د منلو وړ دي چې له دين سره په تضاد کې نه وي. البته د خداي وليان هيڅکله د دغو تعلقاتو پروا نه ساتي.

د ټولن پيژاندو تحليل ته د امام حسين ځواب

له دې وروسته چې د جنګ کيدل قطعي او فاينل شول امام حسين د عاشورا په ورځ او شپه د عمر سعر د سپايانو د روحيې په هکله خبرې وکړې. دوي د هغوي د انحراف او ګمراهۍ اصلي عامل دنيا پرستي وګڼله دنيا پرستي په دنيا پورې زړه تړل دي په دې توګه چې انسان د حق له لارې وغړوي او ګناه ته يې تيار کړي.

امام حسين وفرمايل: ټول هغه څه چې له ختيځه تر لويديځه په دنيا کې موجود دي او لمر پرې ځليږي له سيندونو تر وچو غرونو او بيابانونو د خدای پال انسان په نظر کې د هغه سيوري په شان دي چې په ځمکه پريوزي له څو ساعته وروسته ختميږي. ايا دا پتيالي نه ده چې دا د ډوډۍ نيمه ژيولي مړۍ د هغه اهل ته واچول شي او په هغه پورې زړه ونه تړل شي.؟ (اي زما ملګرو) ستاسو د سر بيه بې له جنته بل څه نه دي ابدي بهشت ستاسو د ځانونو لپاره تر ټولو لويه بيه ده. (هغه ارزښتمن څيز چې لرئ يې) ارزانه مه خرڅوئ. [22] 

همدا راز سيد الشهداء د عاشورا په شپه خپلو يارانو ته وويل:

و اعلموا ان الدنيا حلوها و مرها حلم[23] (پوه شئ چې د دنيا خواږه او تراخه دواړه خوب دے)

هغه څه چې په تيرو کلونو کې ستاسو په ژوند کې شوي دي له هغه څه سره چې د شپې مو په خوب کې ليدلي دي څه فرق لري؟ له دغو دواړو څه تاسو ته پاتې شوي دي؟ د دنيا خواږه او تراخه دواړه خوب دے.

والانتباه فی الآخره، انسان هغه وخت بيداريږي چې له دې دنيا ځي. اخرت د ويښتيا ځاي دے. او هلته به پوه شو چې ټول هغه څه چې په دې دنيا کې تير شول د هغه نړۍ له حقيقتونو سره په پرتله د يو خوب په شان دي. دغه ځاي دے چې انسان وايي:[24] اي کاش چې د خپل ژوند لپاره مې د يوې چارې فکر کړے وے. هغه دنيا ده چې انسان له ځان سره وايي د دنيا ژوند تدريجي مرګ و، کاشکې د خپل ژوند لپاره مې يو فکر کړے وے. حضرت سيد الشهداء د عاشورا په شپه په خپلو غوره خبرو سره خپل ياران د شهادت لپاره تيارول دوي په وروستيو شيبو کې خپلو ملګرو ته وفرمايل: اي زما خوږو، پوه شي چې د دنيا خواږه تراخه تر خوب زيات څه نه دي. بيداري په اخرت کې ده. خوشبخته هغه کس دے چې هلته نيکمرغه وي او بد بخته هغه کس دے چې هلته محرومه وي.[25] 

همدا راز امام حسين د عاشورا په ورځ په ځلونو د خلکو د نصيحت لپاره ميدان ته راغے او هغوي ته يې نصيحت کاوه خو هغوي به چغې او سورې جوړې کړې چې د امام حسين خبره وا نه اوريدل شي. خو غالبا امام به په اشارې سره خلک غلي کول. وايي چې دا چاره د امام يو کرامت و چې په لوړ تصرف او واک سره به يې هغوي غلي کول. غوره ده په دې هم پوه شئ چې امام له هغه سختې تندې سره سره د ديرشو زرو کسانو لښکر ته چې په چغو او شور ماشور سره به يې د هغه حضرت د خبرو مخه نيوله. څه وايي. هغه فرمايي: اي د خداي بندګانو تقوا ولرئ. له دنيا وغړيږئ. که دنيا چاته پاتې کيدونکې وه يا څوک په دنيا کې پاتيدونکي وو نو پيغمبران د دې کار لپاره تر ټولو غوره وو.[26] 

که امام حسين وس لرلے چې په دغو شرايطو کې د کوفې د خلکو لپاره تر دې زيات شفا ورکوونکي درمل برابر کړي نو د هغه له وړاندې کولو يې دريغ نه کاوه. که ممکنه وه چې يو کلام په خلکو اثر وکړي او هغوي له غلطې لارې منعې کړي همدا شفا بخش کلام و. خو راځئ وګورو چې له دنيا د امام مقصد څه دے؟ دنيا همدا له خوړو څښلو، پوسټ، مقام شهوت او شهرت او د ورځني ژوند کې له زياتي غوښتنې سره د انسان وابستګي او پيلتيا ده. په دغو چارو پورې زړه تړل تاسو له انسانيته غورځوي او له ابدي سعادته مو بې برخې کوي. نو غوره ده چې مومن انسان د ضرورت تر حده او تر دې حده چې وتوانيږي معنوي حرکت وکړے شي له دغو چارو استفاده وکړي. که دنيا ارزښت لرلے او په هغه کې پاتي کیدل هدف وے خداي تعالی به هغه نبيانو او خپلو غوره بندګانو ته ورکړې وه. دا چې دنيا د خداي وليانو او پيغمبرانو ته نه ده ورکړل شوې او هغوي غالبا له دنيا محرومه وو په دې دليل ده چې دنيا ذاتي ارزښت نه لري. اصلي او حقيقی ارزښت بل څه دے. که څه هم هغوي کار او زيار کاوه او عايد يې لارۀ خو په دنيا پورې يې زړه نه تاړه. امام حسين په يوې بلې وينا کې فرمايي: د هغه خداي حمد کوم چې دنيا يې د زوال او فنا ځاي وټاکه. غوليدلے دے هغه کس چې دنيا يې دوکه کړي او بد بخته دے هغه کس چې په دنيا مين شي[27] د امام حسين نرمو او نافذو خبرو په هغه خلکو هيڅ اثر ونه کړ او هغوي په سپکو او بې ادبه خبرو سره د امام حسين د فرمايشاتو ځواب ورکړ. ښايي دا د امام حسين وروستۍ وينا وه چې امام هغوي نفرين کړل او د اتمام حجت او غاړه خلاصولو لپاره يې وويل. تاسو مونږ د فرياد رسۍ او د بني اميه وو له ظلمه د خلاصون لپاره وبللو ومو ويل چې له ګمراهۍ سره مخامخ يئ. او مونږ مو د خپل نجات لپاره وبللو. تاسو په داسې حال کې چې لالهانده او حيرانه وئ او حق مو له باطله نه شو پيژندلے فرياد رس وغوښته او مونږ ستاسو د فرياد اوريدو لپاره راغلو. زمونږ بدله دا چې هغه تورې چې مونږ په لاس درکړې وې په مونږ مو راوکاږلې. دا تورې چې اوس ستاسو په لاس کې دي د اسلام په برکت ستاسو لاسونو ته رسيدلي دي خو نن تاسو همدا تورې زمونږ په خلاف کاروئ. ايا دا ده د هغه کس بدله چې ستاسو فرياد رسۍ ته راغلے دے؟! امام فرمايي: اي خلکو تاسو يو بل ته لاسونه ورکړل ټلواله مو جوړه کړه. بيلابيلې ډلې او بهيرونه ټول له مونږ سره د دشمنۍ لپاره يو ځاي شوئ. تاسو ټول شاميان کوفيان د بصرې يا نورو سيمو خلک له مونږ اهلبيتو سره دشمني کوئ. ايا مونږ کومه ګناه کړې ده؟! ايا ستاسو کوم مال مو تروړلے دے؟ ايا ستاسو وينه مو په ځمکه توي کړې ده؟ هغه کسان چې تاسو يې مرستې ته راغلي يئ او د هغوي په خاطر له مونږ سره جنګيږئ ستاسو لپاره څه خدمت کړے دے؟ ايا په تاسو کې عدالت اجرا کړے دے. ايا له تاسو يې کم ظلم غړولے دے؟ تاسو ته پته ده چې بني اميه د عدل او انصاف غوښتونکي نه دي او بې له ظلمه له تاسو سره بل څه نه کوي. نو څه خبره سبب شوې ده چې د ظالمانو ملاتړ وکړئ او زمونږ وژلو ته ملا وتړئ؟ د دې علت چې داسې بدې ګناه ته مو ملا تړلې ده بل څه نه دے بې له هغه حرام ماله چې تاسو ته يې درکړے دے. حرام مال سبب شوے چې تاسو د هغوي ملاتړ وکړئ او له مونږ سره په جنګ کې د هغوي مرسته وکاندئ. له دې ورتير هيله لرئ چې زمونږ له وژل کيدو او د هغوي د سلطنت له پراخيدو وروسته ستاسو ژوند ډيره هوساينه ولري. دا هغه تمه ده چې هيڅ کله به پوره نه شي. تاسو ته درکړے حرام مال او زيات مال ته د رسيدلو ارمان سبب شوے چې له حقه لاس واخلئ او د پيغمبر د لمسي وينه وبهيوئ. دا نصيحتونه نور په تاسو اثر نه کوي[28]

د امام په ټولو ويناوو کې چورليز  له دنيا، حرام مال او حرامو خوندونو ډډه  کول دي. هر څوک چې نيکمرغي غواړي بايد له دغه کلامه استفاده وکړي. د امام حسين د ملګرو يا دښمنانو درد او درمل يو دے. او ټول بايد سعادت ته د رسيدو لپاره له دغه درمله کار واخلي او له دنيا سره له مينې او ورپورې له زړه تړلو ډډه وکړي. په تيره بيا د امام حسين عاشقان چې غواړي په اخرت خپل ايمان کلک کړي پکاره ده چې په دنيا پورې زړه ونه تړي او باور ولري چې حقيقي ژوند د اخرت ژوند دے. او دا دنيا د مور په خيټه کې د دوران په شان ده لکه څرنګه چې يو ماشوم د مور په خيټه کې د څو مياشتو له تيرولو وروسته دې دنيا ته راځي انسان هم په مرګ سره له دې دنيا وځي او ابدي دنيا ته ځي خو د دې لپاره چې په ابدي دنيا کې نيکمرغه شي بايد په دې دنيا پورې زړه ونه تړي چې په ګناهونو ککړ نه شي د ټولو ګناهانو او بد بختيو جرړه له دې دنيا سره مينه ده او له دنيا سره مينه په ټولو ګناهانو کې رول لري. نو که امام حسين خپل امام ګڼو او غواړو چې د هغه له يارانو سره يو ځاي شو. او انديښمن يو چې داسې نه وي د هغه په دښمنانانو کې راشو يا په هغو کسانو کې چې امام يې يوازې پريښود او که په دې وينا کې ريښتيني يو چې (يا ليتني کنت معکم فافوز فوزا عظيما) يعنې کاشکې مونږ هم له تا سره وے چې لوي سعادت مو په نصيب شوے وے نو اول پکار ده کوشش وکړو چې په اخرت خپل ايمان مزبوت کړو البته دا چاره بحث او مطالعې ته اړتيا لري چې هغه شبهې چې په دې مسله کې مطرح کيږي حل شي. مومنان هغه کسان دي چې په اخرت ايمان لري.[29] يقين ته رسيدل هغه هم په داسې دوران کې چې اکثره پوهان او فلسفيان ادعا کوي چې په نړۍ کې هيڅ يقيني چاره نيشته اسانه خبره نه ده خو قران وايي چې بايد په اخرت ايمان ولرو نو هڅه پکار ده چې په ديني بحثونو مطالعې او د مذهبي غونډو په جوړولو سره شبهو ته ځواب ووايو. او يقين ته ورسيږو. په دوهمه مرحله کې بيا خود سازي راځي. او له حرامو او ګناهانو بچيدل. او همدا راز بايد توجه ولرو چې امام حسين وفرمايل: د دنيا ټول خوندونه او مالونه د خدای د دوستانو لپاره تر سيوري زيات ارزښت نه لري. داسې مقام ته رسيدل ډير ګران دي خو لږ تر لږه بايد هڅه وکړو چې حرام کار ونه کاندو. په کارونو کې کم کاري ونه کړو. له بيت الماله د ځان لپاره استفاده ونه کړو او د خپلو فقير خپلوانو او ګاونډيانو په فکر کې هم ووسو.

هغه څه چې د دنيا مينه د انسان له زړه اوباسي انفاق دے. خدای تعالی په قران کې فرمايي:[30] هغه څۀ چې مينه ورسره لرئ د خداي په لاره کې ورکړئ چې د هغو مينه مو په زړه کې پاتې نه شي. که د چا په زړه کې له مال مقام او له دنياوي چارو سره مينې رسوخ کړے وي بيشکه چې هغه له خطر سره مخامخ دے. او هغه ورځ چې هغه بايد د دنيا د خوندونو او د الهي دندو لکه جهاد. يا د خداي په لاره کې له وژلې او يا بندي کيدلو يو انتخاب کړي. د دنيا مينه يې د پښو بيړۍ ګرځي. او دنيا پرست انسان خپل کار په مختلفو طريقو سره توجيهوي.[31]

سرچینې

[18]. څه موده مخکې د محرم په ورځو کې د (وينه په وينې نه مينځل کيږي) په نامه يوه مقاله په يوې ورځپاڼې کې د يو ليکوال په قلم چې وروسته يې په برلين کانفرنس کې هم برخه اخستې وه وليکل شوه . هغه په دې مقاله کې کابو همدا د ټولن پيژاندو تحليل راوړے و  چې د کربلا پيښه کومه عجيبه پيښه نه ده چې روضه لوستونکي او ماتميان يې د تاريخ لويه پيښه ګڼي. بلکه دا يوه طبيعي پيښه وه چې په بدر غزا کې د بني هاشمو په لاس د بني اميه وو د زياتو مشران د وژل کيدو په بدل کې وشوه. بني اميه وو په بدر کې د خپلو مشرانو د وژلې په انتقام کې د پيغمبر له کورنۍ سره همدغه کار وکړ. او په کربلا کې يې يو شمير د بني هاشمو کسان ووژل. د مقالې د ليکوال په وينا هغه درس چې بايد له دغه پيښې يې واخلو دا دے چې د تاو تريخوالي نتيجه تاو تريخوالے دے  او له دې امله چې مسلمانانو په کربلا کې له زيږوالي کار واخسته او يو شمير بني اميه يي ووژل. د دغه تاوتریخجن عمل په ځواب کې بني اميه وو هم په کربلا کې يو شمير بني هاشم ووژل. نو بهتره وه چې په دوي کې هيڅ يو لوري تاوتريخوالے نه و کارولے او په نتيجه کې به يې امام حسين نه شهيديده. داسې خبره هغه کسانو هم چې په ځينو لورو پورې منسوب دي په جمهوري اسلامي ورځپاڼه کې وليکله. دا هغه کسان دي چې ځينې خيالونه يې په سر کې دي او هڅه يې کوله چې يوه ورځ په ارامې او تدريجي کودتا سره اسلام نظام نسکور کړي. داسې مقالي يې وليکلې . او چا غبرګون هم ونه ښوده. دا وژونکې چوپتيا هم د تساهل او تسامح نتيجه وه. چې له دې مخکې د هغوي هم فکرانو دود کړې وه. (اکبر ګنجي، صبح امروز ورځپاڼه، ٣٢،  ٢، ٧٨ ).

[19] . جمعه سورت  (٦٢)،   ٦ ایت.

[20] . محمد باقر مجلسي، بحارالانوار،  ٦ ټوک،   ١٥٤ مخ.

[21] . خوارزمي، مقتل الحسين،   ١ ټوک،   ١٤٧ مخ.

[22] . قال الحسين بن علي: ان جميع ماطلعت عليه الشمس في مشارق الارض و مغاربها، بحرها و برها و سهلها و جبلها عند ولي من اولياء الله و اهل المعرفه بحق الله کفیء الظلال . ثم قال او لا حر يدع هذه اللماظه لاهلها، فليس لانفسکم ثمن الا الجنة فلا تبيعوها بغيرها (محمد باقر مجلسي، بحارالانوار،  ١ ټوک، ١٤٤مخ)

[23]. تير سند، يولسم ټوک، 149 مخ.

[24] . فجر سورت (٨٩)،  ٢٤ ایت.

[25]. و اعلمو ان الدنيا حلوها و مرها حلم، و الانتباه في الاخرة و الفائز من فاز فيها و الشقي من شقي فيها (ملا محمد باقر بهبهاني، الدمعة الساکبه، ٤ ټوک، ٢٧٠ مخ).

[26] . عباد الله اتقوا الله و کونوا من الدنيا علی حذر  فان الدنيا لو بقيت لاحد او بقي عليها احد کانت الانبياء احق بالبقاء (ابن عساکر، تاريخ دمشق (ترجمه ريحانة  رسول الله الامام الحسين من تاريخ دمشق) ٢١٥ مخ .

[27] . الحمد لله الذي خلق الدنيا فجعلها دار فنا‌ء و زوال، متصرفه باهلها حالا بعد حال فالمغرور من غرته و الشقي من فتنته. (محمد باقر مجلسي، بحار الانوار، ٤٥ ټوک،  ٥ مخ .

[28]. تبا لکم ايتها الجماعه و ترحا افحين استصرختمونا و الهين متحيرين فاصرختکم مودين مستعدين سللتم علينا سيفا في رقابنا و حششتم علينا نار الفتن خباها عدوکم و عدونا فاصبحتم البا علی اوليائکم ويدا عليهم لاعدائکم بغير عدل افشوه فيکم ولا امل اصبح لکم فيهم الا الحرام من الدنيا انالوکم و خسيس عيش طمعتم فيه (خوارزمي مقتل الحسين،  ٢ ټوک،  ٩ مخ .

[29]. بقره سورت  (٢)،  ٤ ایت.

[30] . آل عمران سورت (٣)،  ٩٢ ایت.

[31] . ډير داسې کسان وو او شته  چې ښه موقيعتونه يې لرل خلکو هم ورسره مينه لرله خو دغه انقلاب ته يې سخت تاوان ورساوه . او بيا يې خپل عملونه داسې توجيه کړل چې مونږ فکر کاوه ځينې کسان انقلاب له خپلې سمې لارې غړوي او له دې امله مو افشاګري وکړه! ځني نور کسان بيا د اسلام احکام تحريف او د دين د ضرورياتو انکار کوي او بيا د خپل کار په توجيه کې وايي که مونږ د اسلام احکام هماغه شان چې دي بيان کړو د نړۍ ځوانان له اسلامه بيزاريږي. مونږ د اسلام حکم بدلوو چې خلک له دينه وانه اوړي! خو بايد له دوي پوښتنه وشي چې کله تاسو د دين احکام بدل کړل خلک له کوم دينه وانه اوړي؟ ايا هغه دين چې تاسو جوړ کړ که هغه دين چې خداي نازل کړے دے؟ که ستاسو مطلب اسلام وي اسلام هماغه دے چې خداي نازل کړے دے. نه هغه څه چې تاسو يې جوړوئ هغه دين چې تاسو يې احکام بدل کړل چې د خلکو خوښ شي د خدای دين نه دے. ستاسو د لاس جوړ دين دے. سره  له دې څرنګه په اسلام احسان اړوئ چې د اسلام خدمت کوئ. ايا دا د اسلام خدمت دے که د کفر؟ په حقيقت کې د دنيا او د رياست او مقام مينه او عيش او عشرت دے چې د دې خبرې سبب کيږي که دا عوامل په مونږ کې هم وي يوه ورځ به همدغه بلا زمونږ د ظرفيت مطابق په مونږ هم نازله شي. هر يو انسان يو ظرفيت لري چې بلا هم د هغه مطابق نازليږي مونږ چې محدود ظرفيت لرو هغه بلا چې په مونږ نازليږي له مونږ سره متناسبه ده. خو په هر حال له هماغه اوله بايد هغه درمل چې سيد الشهدا مونږ ته تجويز کړي دي استعمال کړو نو د دنيا مينه بايد له زړونو وباسو له ګناهانو ډډه وکړو او ايمان په منطقي دلايلو سره مزبوت کړو  او په خود سازۍ سره دنيا پالنه په ځان کې ختمه کړو.

کلیدي کلمې: