د عاشورا له غورځنګه ځينې سبقونه

د انسانيت ډيرو لوړو درجو ته د انسان رسيدل او ډيرو ټيټو درجو ته د بنيادم لويدل د کربلا د پيښې يو اړخ د ے. د عاشورا په حماسه کې يو شمير ډير لوړ شخصيتونه ښـکاري چې په تاريخ کې يې سارے کم ليدل کيږي. د دغه ډلې هر يو کس د شرافت، انسانيت، کمال ميړانې سرښندنې او نورو غوره خصلتونو له نظره په ډيرو لوړو درجو کې ولاړ دي.

د دغه بې سارې ډلې چورليز د امام حسين بې مثاله شخصيت دے. او د هغه وروڼه بچيان، ملګري او خاص دوستان د هغه حضرت د پاک وجود ګير چاپيره راغونډ شوي دي.

هر يو انسان که مسلمان وي او که غير مسلمان د دغه ډلې د کيسې او سر ښندنې په اوريدو سره بې واره له هغوي سره مينه کوي. او په هغوي مينيږي. له دې امله په نورو دينونو کې هم ډير کسان شته چې د حضرت سيدا لشهداء ليوال دي. منجمله دا چې ځينې زرتشتیان په محرم کې ماتم کوي. او د امام حسين د نامې په اوريدلو سره د هغوي په مخ کې د غم نښې ښکاره کيږي حتیٰ په هندوستان کې هندوان هم د امام حسين له نامې او شخصيت سره عشق لري او د عاشورا د نهمې او لسمې په ورځ ماتم او وير کوي. د هندوستان په ډيرو ښارونو کې بت پاله هندوان د عاشورا او تاسوعا په ورځو کې اورونه بلوي او د امام حسين په ياد کې ابلې پښې په اور کې ګرځي.

د انسان ضمير وايي چې د داسي لوړ رتبه انسانانو په وړاندې د تعظيم سر ټيټ کړي او د هغوي په ياد کې خضوع وکړي. او له همدې امله حتیٰ کافران هم له دغه لوي شخصيت سره مينه کوي.

د دغه کسانو په مقابل کې داسې کسان دي چې د بشريت په تاريخ کې دومره سخت زړي، پليت، ناځوانه او ځناور صفته کسان ډير کم پيدا کولے شو. خو څرنګه ممکنه ده ځينې کسان د کمال او فضيلت دومره لوړو درجو ته ورسيږي او ځينې بيا تر دې حده پليت او سپک شي؟ البته دا پوښتنه يوازې د کربلا د پيښې په هکله نه کيږي او دا دوه ډلې هميشه په تاريخ کې او حتی نن هم موجودې دي. له دې امله ځينو کسانو د دغه پوښتنې د ځواب لپاره هڅه کړې ده په علمي روده، د دې خبرې وضاحت وکړي. چې د انسان د لوړاوي او پريوتلو علت څه دے. او څرنګه ځينې انسانان د کمال او فضيلت په لور ګام پورته کوي او په هغوي کې لوړ انساني صفتونه پيدا کيږي. او په مقابل کې ځينې يې ډيرو ټيټو درجو او ګړنګونو ته لويږي؟

د کربلا مسئله شخصي مسله نه ده چې په يو څو کسانو پورې اړوند وي بلکه لويه ټولنيزه ښکارنده ده چې د هغه وخت په ټولنه يې اغيزه وشيندله. او اوس د کابو څوارلس سوو کلونو په تيريدو سره يې هم په اسلامي ټولنه خپل اثر له لاسه نه دے ورکړے. له دې امله ځينو کسانو کوشش کړے دے چې د کربلا پيښه _ د يو تاريخي بهير او ډله ايز حرکت په توګه _ د ټولن پيژندنې له نظره وشني او وې جاجوي.

له بل پلوه، په معنوي کمالاتو او انساني فضيلتونو کې د انسان د ترقۍ او لوړاوے او په رذايلو کې د پريوتلو او ځوړتيا د علتونو او څرنګوالي په هکله بحث د اروا پوهنې (نفسياتو) په علم کې راځي. او په هغه کې د کسانو نفسيات ځانګړتياوې او په دغو خصوصيتونو سره د شخصيت د جوړيدو عوامل څيړل کيږي.

د انسان په لوړاوي او ځوړتيا کې د وراثت او چاپيريال رول

په کلي توګه ويلے شو ارواپوهانو د انسان د شخصيت په جوړولو کې اغيزمن عوامل په دوو ډلو ويشلي دي: لومړۍ ډله وراثتي عوامل دي. هغه خصوصيات چې بچيان يې له ميندو او پلرونو په وراثت کې وړي. که والدين بد او رذيله صفتونه ولري. دا صفتونه په يو ډول بچيانو ته هم غځيږي، لکه څرنګه چې د بني اميه وو د کورنۍ ټول کسان فاسد وو او په مقابل کې د پيغمبر اکرم (ص) او د ګرانو امامانو (ع) پلرونه او نيکونه ښه پاک او با فضيلته کسان وو په دې توګه قطعا د دغو دوو ډلو د هر يو کس د شخصيت په جوړيدو کې وراثت هم يو عامل و. ځينې نور عوامل چې په کلي ډول د انسان د شخصيت په جوړيدو کې اغيزمن دي. د انسان چاپيريال او هغه ماحول دے چې هغه پکې اوسيږي. په بله ژبه د انسان ځينې شخصيتي ځانګړتياوې د هغه د تربيت او تعليم په اساس برابريږي او دا ځانګړتياوې په وراثتي لاملونو پورې چندانې اړه نه لري. د چاپيريال په حالاتو کې د کورنۍ. ښوونځي،  عمر، ټولنيز او طبقاتي شرايط شامليږي. چې د انسان د شخصيت په جوړيدو کې اغيزمن دي. د ارواپوهانو جاجونې ښيي چې د هر يو انسان شخصيت د هغه ماحول او وراثت ته په پام سره جوړيږي. نو د دې پوښتنې ځواب چې ولې د امام حسين د ملګرو په شان کسانو دومره لوړ فضيلتونه او عظمت درلود دا دے چې هغوي له يو پلوه په شريفو او پاکو کورنيو کې زيږيدولي وو او له بلې خوا يې د تربيت ماحول پاک و. دا دوه عامله سبب شول چې هغوي پاک او خوښ صفتونه ولري. د دوې د مقابلې ډلې په اپوټه چې په ناپاکو کورنيو کې زيږيدلي او په فاسد او پليت چاپيريال کې لوي شوي وو. دا هغه کلي ځواب دے چې ارواپوهان يې د انسان د شخصيت په جوړښت کې د اغيزمنو عواملو په هکله ورکوي.

په دې نظريې يو کلي اعتراض کيږي او هغه دا چې کيدے شي په يو شان ماحول او کور کې دوه شخصيتونه پيدا شي چې دوه ډوله وي حتیٰ د پيغمبرانو او امامانو په اولادونو او بچيانو کې هم داسې بد کسان موجود وو. د حضرت نوح (ع) زوے د دې ادعا لوی مثال دے. همدا راز جعفر کذاب چې د معصوم امام ورور او تره و. يو بد کس و. نو په دې اساس ويلے شو چې د وراثت او ماحول عامل کلي عامل نه دے. بلکه ممکنه ده چې ځينې نور عوامل هم د انسان د شخصيت په جوړيدو کې اغيز من وي. له بل پلوه کله کله داسې کسان هم پيدا کيږي چې شخصيت يې د خاص وراثتي او چاپيريال په فضا کې جوړ او پوخ شوے دے خو يو دم دغه شخصيت په خاص ماحول کي بدل شي. يو کس چې په کلونو يې په خاصو ځانګړتياوو کې ژوند کړے دے په يوې پيښې سره بلکل بدل شي او يو بل شخصيت ترې جوړ شي. لکه حر ابن يزيد رياحي چې اول يې د امام حسين د کاروان لاره بنده کړه. خو اخر يې توبه وکړه او هغه حضرت ته راغے او له حقيقي پتياليو کسانو وګرځيده حر داسې مقام ته ورسيد چې امامان او د خداي وليان يې زيارت ته ورځي. او د هغه د مقام درنښت کوي. که د انسان شخصيت يوازې د وراثتي او د چاپيريال د عواملو معلول وي نو څرنګه بيا د يو کس شخصيت ناڅاپه بدليږي؟ د کربلا په پيښه کې داسي نمونې هم تر سترګو کيږي.

زهير بن قين هغه کس دے چې د بني اميه وو په پلوي توب مشهور و. او له (عثمانيانو) ګڼل کيده. هغه له مکې د کربلا په لور د امام حسين په سفر کې په لاره کې د هغوي قافلې ته نزدې شو. او د امام او د هغه په منځ کې ځينې خبرې وشوې. چې هغه يې بدل کړ. او زهير بن قين د کربلا د لويې پيښې يو اتل او سپه سلار ګڼل کيږي[1] په دې ډول يو انسان چې يو عمر يې په يو شان لاره کې تير کړے دے په يو څو شيبو کې يې له امام حسين سره په خبرو کې خپله لاره بدله کړه. شايد دا تصور وشي چې د حر او يا د زهير ابن قين د شخصيت بدلون د امام حسين د کلام نتيجه وي. خو ځينې نور موردونه او بيلګې هم شته چې داسې نه دي ځکه چې امام حسين له عبيدالله بن حر جعفي سره هم ملاقات وکړ او هغه يې خپلې ملګرتيا ته وباله. خو هغه د امام حسين د بلنې په ځواب کې وويل زه خپل اس او توره تا ته درکوم خو پخپله نه غواړم په دې پيښه کې شريک شم.[2] نو که د امام حسين خبرې داسې تکويني اثر لرلے چې خلک يې يو دم بدلول نو بايد عبيدالله يې هم بدل کړے وے. نو ويلے شو چې که څه هم وراثت او چاپيريال د انسان د شخصيت په جوړښت کې لوي رول لري خو داسې نه ده چې دغه عوامل په يوازې سر د انسان شخصيت جوړ او قايم کړي او يا مونږ د دغو عواملو په اساس د يو کس شخصيت او عمل اټکل کړو.

نو په دې اساس په ارواپوهانو دا عتراض سم دے چې د انسان د شخصيت د جوړولو عوامل يوازې په وراثت او چاپيريال کې منحصر نه دے او د هغوي برخليک يوازې د دغو دوو لاملونو په اساس نه ټاکل کيږي. که د وراثت او ماحول اثر مطلق وګڼو. بايد يو ډول د جبر قايل شو ځکه چې په دې بڼه کې هر انسان د زوکړې په وخت بې له اختياره ځينې خصوصيات په وراثت کې له ځان سره راوړي او ځينې نور بيا له ماحوله او چاپيرياله زده کوي. يو ماشوم چې پيدا کيږي هغه پخپله دغه ماحول نه جوړوي بلکه ماحول له مخکې جوړ شوے وي او ماشوم په دغه چاپيريال کې پيدا کيږي او له هغه اثر اخلي او د انسان جوړښت هم د هغه په لاس کې نه دے. نو په دې اساس نه د انسان وراثتي عامل د هغه په لاس کې دے او نه د چاپيريال او ماحول عامل. په تيره بيا د کورنۍ عامل. بيا ماشوم مدرسې ته ځي د دغه ماحول هم چندانې د هغه په لاس کې نه دے. همدا راز د ټولنې ماحول هم د هغه له لاسه بهر دے.

نو په دې اساس يو ډول غير اختياري عوامل د انسان شخصيت جوړوي چې وراثتي دي يا هم د ماحول او په دې ډول په حقيقت کې انسان مجبوره دے. نو که داسې وي د بدو او بې لارو کسانو غندل او ملامتول سم کار نه دے. او د دغه نظريې په اساس د هر چا د بې لارې کيدو د لاملونو په هکله ويلےشو چې د هغه مور او پلار بې لارې وو يا هغه چې په کوم ماحول کې لوي شوے هغه سم نه و. له بل پلوه د يو ښۀ انسان د ښه والي په هکله بايد ووايو چې د هغه مور او پلار ښه وو او په ښه ماحول کې لوي شوے دے نو دغه درجې ته رسيدلے دے. نو په دې اساس د نيکانو او ښو کسانو ستاينه او د بدانو غندنه نامعقوله ده. داسې تفکر چې په يو ډول جبري نظريه ده، همدا اوس په ډير لويديځو هيوادونو کې دود ده. او په دغه هيوادونو واکمن نظر همدا دے. په لويديځ کې د تساهل او بې پروايۍ د کلتور د دوديدو يو عامل همدا ګروهنه ده. په دغو هيوادونو کې ګمان کوي چې د هر انسان ښۀ والے د غير اختياري عواملو لکه وراثت او ماحول پامته داره دے. په مقابل کې شرير او بد کسان هغه ټولنې چې هغوي پکې ژوند کوي فاسد کړي دي او وراثتي عوامل چې د هغه په اختيار کې نه دي د هغه په شخصيت کې اغيزه کړې ده. نو دا ډول کس نه شو ملامتولے له دې امله بايد د يو بل درناوے وکړو. او په زغم سره له يو بل سره چلند وکړو. همدا راز صبر او زغم پکار دے او تاو تريخوالے نه دے پکار. هيڅوک بايد د هغه د بد عمل په وجه ونه غندو ځکه چې د هغه د ژوند شرايط همداسې وو او هغه همداسې لوي شوے دے.

دا ډول تفکر طبعا د نورو په وړاندې يو ډول بې پروايي او سهل انګاري په انسان کې پيدا کوي. او له همدې امله په لويديځ کې په پراخه توګه دا تفکر ښکاري. نو بايد ځير ووسو چې د تساهل او تسامح کلتور چې د دغه جبري تفکر نتيجه ده په مونږ کې پيدا نه شي. او اسلامي هيوادونو ته ونه غځيږي. په مقابل کې د قران تعليم او له خلکو سره د پيغمبرانو سلوک د دې په اپوټه و. خو هغوي د يو کس ښه والے يا بد والے يوازې د ميراث او يا ماحول له امله نه بلل.

د قران آيتونو ته په پام سره د دغه نظريې جاج

قران مجيد کله چې کافران، فاسقان، ظالمان، ملحدان او قاتلان مخاطبوي هيڅکله هغوي نه بري کوي  قران د انسانانو بد والے د هغو د مور او پلار يا ماحول د بد والي له امله نه ګڼي او له دغه ډول کسانو سره سخت چلند کوي. دغه الهي کتاب د هغو کسانو په هکله چې په غلطه لاره ځي، له تندو تعبيراتو او سختو ګواښونو کار اخلي. او په مقابل کې د ښو کسانو لپاره ښه تعبيرات هڅونې او ستاينې استعمالوي. په بله معنا د پيغمبرانو د بلنو چورليز زيرے ورکول او يا ويرول يعنې انذار او تبشير دے. او د ټولو پيغمبرانو په صفتونو کې مبشر او منذر راغلي دي.[3] پيغمبرانو زيرے ورکړے دے چې خداي تعالی د ښو انسانانو لپاره ښې مهربانۍ فضل او رحمت لري. او په هغوي خپل برکتونه نازلوي. او دنيا او اخرت يې ابادوي. د زيري او بشارت معنا دا نه ده چې هغه کسان چې په دنيا کې ېې پلار نيکونه ښه وو او په ښه ماحول کې يې ژوند کړے دے په اخرت کې به هم داسې وي.

همدا راز په قران کې د انذار او خبرداري ډير موارد په نظر راځي. (ګورئ چې ظلم ونه کړئ) (ګورئ چې کفر ونه کړئ) (پام کوئ چې له خداي سره شريک ونه ټاکئ.) (کوم کسان چې شرک کوي خداي به هيڅکله هغوي ونه بخښي)[4] (له خداي سره شرک لوي ظلم دے).[5]  که شرک د وراثتي او د ماحول د عواملو په وجه وي نو بيا خو د هغو کسانو چې شرک کوي دومره زيات ويرول او خبردارے ورکول سم کار نه دے. ځکه چې هغوي خو ځکه شرک کړے دے چې په خپل لاس کې يې نه و.

قران همدا راز پيمان ماتوونکي او کافران په سخته ګواښي (د کفر له سرغنو سره وجنګيږئ)[6] (په هر ځاي چې مو وموندل وې وژنئ)....[7] دا ډول آيتونه د هغو کسانو په هکله دي چې له ځينو کسانو سره يې وعدې کړې او تړونونه يې تړلي وو چې بايد د هغو خيال يې ساتلے وے خو تړون يې مات کړ او په انساني حقوقو يې تيرے وکړ.

که د انسان ښۀ والے يا بد والے د وراثت او ماحول په عواملو پورې تړلي وي او انسانان پخپله اختيار ونه لري. د نيکو کسانو هڅولو او ستايل او د بدو کسانو او کافرانو او ظالمانو غندل او ګواښل به بې معنا وي. که څه هم ممکنه ده وويل شي چې په دنيا کې له کافرانو سره مقابله د ټولنې مصالحو او ګټو لپاره ضروري ده. خو بيا هم دا اعتراض د اخرت د سزا په مسله کې باقي پاتې کيږي ځکه چې په اخرت کې بايد ظالم د دوزخ په عذاب اخته شي حال دا چې دوي اختيار نه درلود او د ماحول يا وراثت په وجه مجبوره وو! لکه څرنګه چې خداي تعالی په قران کې فرمايي:

[8] د هغوي لپاره په دنيا کې ذلت او په اخرت کې لوي عذاب دے.[9] او د اخرت عذاب سخت او پاتيدونکے دے.[10]  او د اخرت عذاب لوي دے.

په دې اساس د قران مجيد له نظره انسان يوازې د وراثتي او د ماحول د عواملو او په کلي ډول د غير اختياري عواملو تر اغيز لاندې نه دے. بلکه يو دريم عامل هم شته چې تر يو حده د انسان په اختيار کې دے. خدای تعالی انسان ته داسې طاقت ورکړے دے چې د هغه په مرسته د ټولو ژنتيکي او چاپيريالي عواملو سره مقابله کولے شي. او حتیٰ په داسې بڼه کې چې په فاسد ماحول کې ژوند وکړي هم کولے شي د دغه فساد او بديو په مقابل کې ټينګ پاتې شي. او پر خپلې ژغورنې سربيره نورو ته هم نجات ورکړي. لکه څرنګه چې خدای تعالی فرمايي:

[11] (خدای تعالی د هغو کسانو لپاره چې ايمان يې راوړے دے د فرعون د ښځې مثال رواړي.)

د فرعون ميرمنې له هغه سره يو ځاي ژوند کاوه له هغه فرعون سره چې ويل به يې: [12] (زه ستاسو لوي پروردګار يم) هر څه زما په اختيار کي او زما دي.

[13] (ايا د مصر ټاټوبے زما نه دے. او دا ويالې چې زما (تر ماڼۍ) لاندې روانې دي؟) نو زه ستاسو خدای يم.

فرعون په داسې ماڼۍ کې ژوند کاوه چې په هغه زمانه کې بې سارې وه. سره له دې د هغه ميرمنه بي بي اسيه د هغه په څنګ کې داسې مقام ته ورسيده چې خدای تعالی هغه په قران کې د مومنو سړو او ښځو لپاره بيلګه ګرځولې ده. نو داسې معلوميږي چې حتیٰ په کفري او ککړ چاپيريال کې هم چې د فرعون په شان انسان واکمن وي انسان ځان سمولے شي، او خپله لاره بدلولے شي. البته کيدے شي وويل چې د بي بي اسيې په ايمان راوړلو کې کوم پياوړے ژنټيکي عامل موثر دے. چې د هغه په وجه په خپل چاپيريال بريالے شوه. خو له هغو تاريخي شواهدو ورتير چې دا خبره نه تاييدوي دي او شخصيت ناڅاپي بدلون په دې توجيه سره نه شو حل کولے. نو د انسان د شخصيت په جوړولو کې يو بل عامل هم شته چې بايد وپيژندل شي.

د ټولنې لوی مصلحان او روزونکې چې اراده لري د انسانانو خدمت وکړي بايد هغه عامل چې د وراثت او چاپيريال عامل شنډولے شي وپيژني. او هغه پياوړے کړي. په دې اساس په داسې شرايطو کې چې ارثي او د ماحول د انسان د شخصيت په جوړښت کې خپل خاص اثرات لري کوم کسان چې غواړي ټولنه اصلاح کړي او بدله يې کړي بايد له دغه دريم عامل کار واخلي. ځکه چې د اختياري بدلونونو لپاه له جبره عواملو کار نه شو اخستلے.

له علمي او فلسفي دليلونو ورتير چې د اختياري عواملو په هکله بحث کوي تجربې ثابته کړې ده چې پر وراثت او ماحول سربيره د انسان د شخصيت په جوړښت کې يو بل عامل هم اغيزمن دے د قران آيتونه او حديثونه هم دا خبره تاييدوي. حتیٰ هغه کسان چې انسان مجبور ګڼي په عمل کې جبر نه مني او کله چې يو خطاکار کس سره مخامخيږي، هغه ملامتوي.

ميلمه د کوربه په وژنتون کې

د معاويه له مړينې وروسته د ټولو اسلامي سيمو حتیٰ د مدينې خلکو له يزيد سره بيعت وکړ. مدينه چې د اسلامي نړۍ مرکز او د پيغمبر (ع) د لويو اصحابو او حسنينو(ع) د ژوند ځاي و او د هغه ځاي خلکو د خداي له کتاب او رسول سره پرله پسې اړيکي درلودل. دوي په ځلونو امام حسين د پيغمبر په اوږو ليدلے و او د هغه حضرت په باره کې يې د رسول الله مبارک له خولې ډيرې خبرې اوريدلې وې. خو دغو ټولو خلکو او مشرانو _ بې له يو څو کسانو _ د يزيد بيعت وکړ. په داسې حالاتو کې د کوفې خلکو امام حسين ته ليکونه وليږل او له هغه حضرته يې وغوښتل چې کوفې ته راشي او د هغوي مشري په غاړه واخلي. د کوفې د خلکو دا اقدام ښيي چې د اميرالمومنين علي(ع) ويناوو په هغوي اثر کړے و او له همدې وجې يې اهلبيتو ته ګروهنه لرله. دا ليکونه په ډير احترام سره وليکل شول. خو د هغو ليکونکي له څه مودې وروسته د جنګ په ميدان کې د امام حسين مقابلې ته ودريدل. او هغه حضرت يې شهيد کړ.

امام حسين د عاشورا په ورځ او له هغه مخکې څو ځله له هغوي سره خبرې وکړې او وې فرمايل: ايا تاسو پخپله ماته دا ليکونه نه دي ليکلي؟ ايا تاسو نه وئ چې زه مو د علوي حکومت جوړولو ته وبللم او غوښتل مو چې له ما سره بيعت وکړئ. ايا تاسو نه ويل چې (لعل الله يجمعنا بك علی الحق؟)[14]

خو که څه هم د کوفې خلکو له اهل بيتو سره د مينې څرګندونه وکړه او امام حسين يې کوفې ته بللے و خو په زړونو کې يې ايمان نه و کلک شوے او د اهلبيتو د امامت او د معصوم امام (ع) د اطاعت په مسله کې د هغوي پوهه کمه وه. کوفيان د بني اميه وو له ظلمه پوزې ته راغلي وو. او په ځان د هغوي له واکمنۍ هيريدل. او په فطري او طبيعي توګه يې د پيغمبر له اهلبيتو سره مينه لرله او په اهلبيتو يې کلک ايمان او له ولايته او امامته يې ژوره پوهه نه درلوده. دغه د پوهې کمزوري سبب شوه چې د عبيدالله بن زياد د دربار ګوډاګيان وتوانيږي په تبليغاتي يرغلونو سره د کوفې د خلکو طرز فکر بدل کړي. او په پيژندنه کې کمزوري يوازينۍ موثر عامل نه و بلکه تر دې مهم هغه ګروهنې وې چې د هغه په مرسته د اسلام او اهلبيتو دشمنانو د کوفې خلک له خپلې لارې وغړول، دا ګروهنې هماغه هوسونه او ارزوګانې وې چې د امام حسين په ملګرتيا کې نه حاصليدې. امويانو هڅه کوله په دغو عواملو تکيه وکړي. او د قبايلو مشران سپين روبي او لوي شخصيتونه هيله من کړي چې د ابن زياد د حکومت په منلو سره يې ارمانونه پوره کيږي. او په دې ډول هغه کسان چې په کلونو يې د امام علي ويناوې اوريدلې وې او د هغوي په غونډو کې برخه اخستلې وه او د هغه حضرت په رکاب کې له معاويه سر جنګيدلي وو وغوليږي او له عبيدالله بن زياد او يزيد سره بيعت وکړي او له امام حسين سره وجنګيږي.

سرچینې

[1] . مراجعه وکړئ، شيخ مفيد، الارشاد، ٢ ټوک، ٧٢، ٧٣ مخونه

[2] . مراجعه وکړئ،دينوري، الاخبار الطوال ، ٢٥٠ مخ

[3].  (نساء )   ٤  ، ایت ١٦٥

[4] . . نساء، (٤)  ایت ١١٦

[5] . (لقمان) ٣١   ، ١٣ ایتونه

[6] . فَقَا تِلوا اَئِمةَ الکُفْر  (توبه)   (٩) ، ایت ١١.

[7] .  (بقره) ٢  . ایت ١٩١

[8] . بقره   (٢)،  ایت ١١٤.

[9] . طه، (٢٠)،  ایت ١٢٧.

[10] . زمر، (٣٩)، ایت ٢٦.

[11].  تحريم، (٦٦)، ایت  ١١ .

[12] . نازعات، (٧٩)، ایت ٢٤.

[13] . زخرف، (٤٣)، ایت  ٥١.

[14]. محمد باقر مجلسي، بحار الانوار . ٤٤ ټوک، ٣٣٢   مخ.

کلیدي کلمې: