انسان ته د اسلام نظر

د خداے د نبيانو دينونه په تيره بيا د اسلام سپيڅلے دين ټولن ګروهه نظر لري. اسلام هڅه کوي انسان داسې وروزي چې د ژوند په ټولو پړاوونو کې په درستو انسانانو په تيره بيا د اسلامي ټولنې په غړيو نظر ولري. مثلا په لمانځه کې چې يو فردي عبادت دے[4] او د حمد سورې په قرائت کې لمونځ ګذار د عبوديت د اظهار په وخت خداي ته داسې نه وايي چې: (زه ستا عبادت کوم) بلکه وايي (اياک نعبد) يعنې مونږ ستا عبادت کوو. که يو انسان د شپې په زړه کې عبادت ته دريږي او لمونځ کوي بايد ووايي (مونږ ستا عبادت کوو) او که يو انسان په دښته کې چې هيڅوک نه وي لمانځه ته ودريږي نو هم وايي چې (اياک نعبد) هيڅ کله په لمانځه کې نه شو ويلے چې (اياک اعبد) يعنې زه ستا عبادت کوم. بلکه بايد ووايو (اياک نعبد و اياک نستعين) يعنې مونږ يوازې ستا عبادت کوو او يوازې له تا مرسته غواړو. نو مومنان بايد د يو بل په فکر کې وي. همدا راز چې کله لمونځ ختم شي لمونځ ګزار وايي: السلام علينا وعلی عباد الله الصالحين. السلام عليکم ورحمة الله و برکاته. البته د پيغمبر په ذات سلام او درود ويل او دا ويل چې (السلام عليک ايها النبي) دا د دې لپاره دي چې د پيغمبر شخصيت لوي مقام او امتياز لري. خو لمونځ يوازې په السلام عليک ايها النبي، نه ختميږي بلکه په السلام علينا و علی عباد الله الصالحين السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته، پاي ته رسيږي. انسان په لمانځه کې تل نور مومنان د ځان په څنګ کې ويني او همدا راز کله چې غواړي له لمانځه ووځي بيا هم بايد په ټولو مومنانو سلام وکړي. دا اسلامي تربيت دے. په ټولو اسلامي اوامرو او دستورو کې که هغه فردي عبادتونه وي او که ټولنيز. که اقتصادي مسايل وي او که اجتماعي او روزنيز حتیٰ په جهاد دفاع او په ټولو ځايونو کې مسلمانان بايد ځانونه له نورو سره شريک وګڼي. دا دے اسلامي تربيت.

انسان ته د لويديځ (غرب) نظر

لويديځ تربيت په تيره بيا په وروستيو دوو پيړيو کې فرد ګرا او فرد ګروهے دے په لائيک (بې دينۍ) تفکر کې انسان يوازې د خپل مصلحت او ګټې په فکر کې وي له همدې امله په لويديځ کې ډيرې نزدې او انسانې اړيکې او احساسات په ختميدو دي. کورنۍ ړنګيږي او ډير داسې ميندې پلرونه بچي او ښځې او خاوندان شته چې له يو بله جدا ژوند کوي. ګاونډيان له يو بله نه خبريږي. په دغه نظر کې د انسان فکري چورليز شخصي ګټې او خوند اخستل دي.

د نورو په عملونو د ټولنې د څارنې ضرورت

له دې ورتير چې فردي تفکر او ګروهنه ډيرې نيمګړتياوي او بدۍ لري که فردی چورلیز (ځان محوريت) هم انسان ته د نظر بنياد وي په ټولنه کې د نورو په کار څارنې او اجرايي مسووليته په چورلټ ډول ځان نه شو خلاصولے. ځکه چې د انسانانو ګټې او مصالح او خوندونه او غمونه کړاوونه په خارج او واقعي دنيا کې په يو بل پورې تړلي دي. او انسان که هر څومره د خپلو ګټو په فکر کې شي پوهيږي چې د هغه شخصي فايده هم د نورو له مرستې پرته نه حاصليږي. که انسان وغواړي چې په ژوند کې خوند ولري. په يوازې سر دغه خوند نه شي اخستلے. بلکه بايد يو بل کس هم وي چې له هغه سره دغه خوند واخستل شي که انسان وغواړي چې په اجتماعي فعاليت، تجارت يا داسې نورو ډګرونو کې ترقي وکړي په يوازې سر نه شي کاميابيدے بلکه مجبوره دے چې له نورو سره ملګرتيا وکړي. که انسان غواړي چې مناسبه روغتيا ولري او چاپيريال يې سم او روغ وي په يوازې سر دغه چاره نه شي حاصلولے يو چاپيريال هغه وخت سالم پاتې کيږي چې نور يې هم په سلامتيا کې لاس وکړي. د مثال په توګه په نننۍ نړۍ کې د سيګرټو تاوان ټولو ته څرګند شوے دے. له دې امله په ځينو عمومي ځايونو لکه بند کوټو او هالونو وغيره کې د سيګرټو څکول بند دي نو که يو انسان غواړي سيګريټ وڅکوي بايد بهر ته ووځي. او له څکولو وروسته کوټې يا هال ته ستون شي. ځکه چې که هر څوک په يوې کوټې او هال کې سيګريټ څکوي نور هم مجبوره دي چې لوږے يې راکاږي. او دا د هغوي لپاره زيانمن دے. نو قطعا هغه کسان هم چې د ځان پالنې او ځان ګروهنې روحيه او تفکر لري هم مجبور دي چې د دغه مسلې خيال وساتي. په دې هکله يو ښکلے مثال موجود دے وايي چې يو څو کسان په يوې کشتۍ کې سپاره وو يو کس په کشتۍ کې په هغه ځاي کې چې ناست و د کشتۍ سوري کول پيل کړل. نورو په هغه اعتراض وکړ چې ولې کشتۍ سورى کوې؟ هغه وويل چې زه خو خپل ځاي سورے کوم او ستاسو له ځاي سره غرض نه لرم. نورو خلکو د هغه لاس ونيوه او وې ويل: سمه ده چې ته خپل ځاي سورے کوې خو کله چې په کشتۍ کې سورے وشي او اوبه راننوځي اوبه بيا ما او تا نه پيژني او ټول غرقوي.

په ټولنيز ژوند کې هم انسان يوازې د خپلو ګټو په فکر کې نه شي کيدلے. او داسې نه شي کيدے چې يوازې له خپل کار سره کار ولري. او د نورو په کار کې لاسوهنه ونه کړي. کله چې انسان وليدل چې يو کس ټولنې ته تاوان رسوي بايد د هغه لاس ونيوے شي او له دې کاره منعې کړے شي. دلته دغه کس ته ټولنه دا اجازه نه ورکوي چې وواي دا خو زما خپل ځاي دے يا دا زما خپل کور دے يا مې خپل ښار دے. بلکه کله چې د يو کار تاوان ټولو ته رسيږي. دغه شان ټولنه هر څومره چې هم فرد ګروهه او شخص ګرا وي لږ تر لږه د خپلو شخصي ګټو د ساتلو لپاره د نورو په کار کې دخالت کوي او د هغه مخه نيسي چې ټولنې ته تاوان ونه رسوي. په نتيجه کې په هغو ټولنو کې هم چې په کامله توګه پکې شخصي مفادات او فرد ګروهنه واکمنه ده تر يو حده عمومي څارنه شته

د نورو په کارونو د ټولنې د څارنې حدود

په لويديځو ټولنو کې چې فرد ګروهنه پکې واکمنه ده ټول پوهيږي چې که تر يو حده پورې د نورو په کار کې دخالت ونه کړي ټولو ته تاوان رسيږي. له دې امله ضروري ګڼي چې ټولني په ځينو کارونو څارنه ولري. خو که د يو کس عمل _ که هغه هر څومره بد او سپک ولې نه وي _ له هغوي سره اړه ونه لري او د هغوي مادي ګټو ته تاوان پيښ نه کړي، له هغه سره کار نه لري. دوي باور لري چې د دغه سپک عمل تاوان په خپله دغه کس ته رسيږي او د ټولنې نور وګړي په دې مسله کې له هغه سره کار نه لري. د (زما يې پرې څه) او (ستا يې پرې څه) په شان خبرې په داسې ځايونو کې استعماليږي. دا هماغه فرد ګروهنه ده خو هغوي بيا په داسې ځايونو کې چې تاوان يې نورو ته هم رسيږي حساسيت ښيي. که تاوان يوازې يو کس ته رسيږي د ټولنې نور کسان وايي. زما يې پرې څه. يا زما څه کار دے. حتیٰ که دغه شان يو کس ته څوک ووايي چې خپل بدن ته تاوان مه رسوه، په ځواب کې وايي: ستا يې پرې څه.

په معنوي چارو د څارنې په مسئله کې د لويديځ نظر

تر دې ځايه پورې په مادي چارو کې د فرد ګروهنې او ټولن ګروهنې خبره وه چې په انسانانو پورې اړه لري اوس بايد وګورو چې په معنوي چارو کې دغه څارنه څه ډول ده. که يو کار ټولنې ته معنوي ضرر رسوي ايا هلته د نورو په کار څارنه کولے شو تر اوسه خو مو په مادي چارو کې د فرد ګروهنې او ټولن ګروهنې خبرې کولې د فرد ګروهنې تقاضا دا ده چې که د يو کس کار مونږ ته ګټه يا تاوان نه رارسوي نو بايد پرې يې ږدو. دا هغه نظر دے چې نن سبا کم يا زيات په لويديځې ټولنې واکمن دے چې په اصطلاح کې ورته انډيويژوليزم وايي. لويديځوال د نورو په کار څارنه يوازې په مادي چارو کې صحيح ګڼي، او په هغو ځايونو کې چې د يو کس کارونه په معنوي چارو پورې مربوطيږي لکه کفر ايمان حق او باطل په دغه ځاي کې دخالت او لاسوهنه جايزه نه ګڼي. په بله ژبه په لويديځ کې په هغو ځايونو کې چې د خلکو عمل په دين، اخلاقو او معنوياتو پورې اړه لري بلکل د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

په معنوي چارو د څارنې لپاره د اسلام نظر

اسلام په معنوي چارو او په ځينو مادي چارو کې چې په فرد پورې اړه لري د څارني د نه ضروري والي له دواړو نظرونو سره مخالف دے. اسلام خلک په دا ډول روځي چې هميشه د نورو په فکر کې وي. حتیٰ په لمانځه کې چې يو کس له خپل معبود سره معنوي رابطه لري مسلمانان بايد د جمعې ضمير او صيغه استعمال کړي نه د واحد. په ټولنيزو چارو کې هم وګړي له يو بل سره اړيکې نه لري ټولنيزه څارنه يوازې په مادې چارو پورې نه محدوديږي بلکه مسلمانان بايد معنوي چارې ته هم فکر وکړي. که يو کس داسې کار کوي چې په ټولنه کې د معنوي فساد سبب کيږي بايد هغه له دغه کاره منعې کړے شي. حتي په معنوي چارو کې له بدو او منکراتو منعې کول زيات ضروري دي. ځکه چې هغه څه چې د انسان له روح او معنوي چارو سره اړه لري تر مادي چارو زيات مهم دي. ځکه چې ماديات فاني او ختميدونکي دي خو معنويات پاتې کيږي. لکه څرنګه چې صحيح نه ده چې د هغه کس په وړاندې چې ځان ګړنګ ته غورځوي چپ پاتې شو يا يو کس چې غواړي ځان له پله وغورځوي او غرق کړي يا په اوور کې واچوي او وسوزوي غلي پاتې کيدل نه دي پکار ځکه چې د انسان ضمير اجازه نه ورکوي چې يو انسان ځان ووژني او د ځان په خلاف هر کار چې يې زړه غواړي وکړي.

اگر بيني که نابينا و چاه است                          اگر خاموش بنشيني گناه است

نو کله چې په دنياوي چارو کې له يو کاره چې د انسان په تاوان دے او درد او تاوان يې وقتي دے د هغه منعې کول ضروري دي په معنوي چارو او ګناه کې چې د خداي تعالی د ابدي عذاب سبب ګرځي په دې کې خو په اولی طريقي سره ضروري ده چې بل انسان منعې کړے شي. خداي تعالی په قران کې فرمايي: وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَداً لَّهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَنُدْخِلُهُمْ ظِـلاًّ ظَلِيلاً [5] (کله چې د هغوي پوستکے پوخ شي او وسوزي، د هغه په ځاي بله څرمنه راخيږوو چې عذاب وڅکي)

د خداي تعالی د وینا مطابق دا بهير چې کافران په اوور کې سوزي او د هغوي پوستکے سوزيږي او بيا د هغه په ځاي بل پوستکے راخيږي دا بهير نه ختميدونکے دے. دا هغه کسان دي چې د خداي له امره يې سر غړولے او ګناهانې يې کړي دي. نو کله چې تاسو وينئ چې يو کس داسې ګناه او غلط کار کوي چې تاوان او سزا يې تر دې سل چنده زياته ده چې يو کس ځان په اور کې وسوزوي يا په اوبو کې غرق کړي، ايا د انسان ضمير اجازه نه ورکوي چې د دغه کس لاس ونيسي او له ګناه يې منعې کړي. نو په دې اساس په اسلام کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر يوازې په مادي چارو او تاوانونو پورې نه اړونديږي بلکه اسلام وايي چې د ګناه مخه هم ونيسه ځکه چې ګناه کار د خدای په ابدي عذاب اخته کيږي.

امر بالمعروف او نهي عن المنکر ته د قران نظر

په هغو ټولو آيتونو کې چې په امر بالمعرو ف او نهي عن المنکر دلالت کوي د توبې سورې اوه شپيتم او يو اويايم آيت خاصه ځانګړتيا لري په دغو دوو آيتونو کې خدای تعالی فرمايي: مومن سړي او مومنې ښځې په يو بل ولايت لري، او د دغه ولايت په رڼا کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي. دا ولايت که په هره معنا واخلو که د محبت په معنا وي او که د واک او قانوني طاقت په معنا، يا په بله هر معنا د دې لپاره ده چې مومنان يو بل له بدو کارونو منعې کړي. ځکه چې که انسان غواړي په ټولنه کې يو کس له ګناه منعې کړي بايد په هغه يو ډول واک او قانوني طاقت ولري چې دغه کار وکړے شي.

په لويديځ کلتور کې دا ډول حق چاته نه ورکوي چې د نورو د ګناه کولو مخه ونيسي. يا د نورو کسانو په معنوي چارو کې لاسوهنه وکړي. که څوک دغه کار وکړي هغه ملامتوي. خو په اسلام کې داسې نه ده. د اسلام په دين کې ټول انسانان د يوې تنې د غړيو په شان دي. لکه څرنګه چې ځانونه له ګناه ساتي همدا راز دنده لري. چې نور هم له ګناه وساتي. په اسلام کې په انساني او احساساتي نظر سربيره چې انسان اړباسي چې نور د ګناه په وجه په اوور کې له سوزيدو منعې کړي. د خداي تعالی امر هم شته چې مومنان دې نه پريږدي چې نور خلک د ګناه په وجه وسوزي. دا کار لوي واجب کار دے. او په يو روايت کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر لويه دنده ګڼل شوې ده. چې نور واجبات او فرايض د همدې له امله پاتې کيږي.[7] امر بالمعروف او نهي عن المنکر په ټولنه کې د نورو فرايضو د اجرا ضامن دے. او په نورو واجباتو عمل په امر بالمعروف او نهي عن المنکر پورې تړلے دے. که په ټولنه کې په امر بالمعروف عمل وشي په نور واجباتو هم عمل کيږي. او که امر بالمعروف پريښودل شي نور واجبات هم پريښودل کيږي. نو د دې لپاره چې امر بالمعروف کوونکے وکولے شي بل کس ته په خبرې سره ووايي او عملا د هغه مخه ونيسي بايد په هغه يو ډول ولايت ولري. يعنې قانون هغه ته يو ډول تسلط او واک ورکړي چې د بل کس مخه ونيوے شي دا يو ډول ولايت دے. ښايي په دې آيت کې چې والمؤمنون والمؤمنات اولياء بعض د خداي تعالی مطلب همدا خبره وي. چې خداي تعالی مومنانو ته دغه ډول ولايت ورکړے دے. چې نورو مومنانو ته امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي. د ولايت لپاره بله معنا چې دلته يې ذکر کولے شو، دوستي، ده. يعنې له دې امله چې مومنان له يو بل سره مينه لري او په يو بل يې زړه سوزي. نو يو بل په ګناه او په داسې کار چې د هغه د ابدي سزا سبب کيږي له اخته کيدو منعې کوي. په مومنانو دغه واکمن محبت تقاضا کوي چې په هغوي کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر موجود وي. په آيت کې دواړه معناوې اخستلے شو.

سرچینې

[4] . البته د دينونو ټول پيروکار په يو ډول د خدای په درګاه کې د عبوديت څرګندونه کوي او مونږ مسلمانان د خدای په وړاندي د خپل عبوديت اظهار د لمانځه په شکل کې کوو .

 [5] . نساء سورت (٤)، ایت ٥٦.

[8].  کليني الکافي ، ٥  ټوک،  ٥٥ مخ.

کلیدي کلمې: