د عاشورا د پاڅون هدفونه(۵

امر بالمعروف او نهي عن المنکر په قران کې

په قران کريم کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په هکله ډير آيتونه په بيلا بيلو تعبيروونو او لحنونو سره راغلي دي چې په هغو کې دوو آيتونو ته اشاره کوو خداي تعالی په توبې سورت کې فرمايي:

الْمُنَافِقُونَ وَ الْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَ يَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُواْ اللّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ[1] (منافق سړي او منافقې ښځې په خپلو کې يو دي او خلک بدو کارونو ته بلي او له ښو کارونو يې منعې کوي او لاسونه مروړي. خدای يې هير کړے دے. نو خدای هم هغوي هير کړي دي ځکه چې منافقان فاسق او سپک خلک دي).

وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ[2] (مومن سړي او مومنې ښځې هم له يو بل سره پيوستون لري خلک نيکو کارونو ته بلي او له بدو يې منعې کوي او لمونځ کوي او زکات ورکوي او د خداي او د هغه د رسول پيروي کوي دا هغه کسان دی چې خداي تعالی پرې خپل رحمت کړے دے او خداي تعالی عزتمن او حکيم د ے)

غواړو د دغو دوو آيتونو وضاحت وکړو.

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اصطلاحي معنا

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر معنا او مفهوم ډير ډير روښانه او واضح دے. امر بالمعروف يعني ښو کارونو ته بلل او نهي عن المنکر يعنې له بدو کارونو منعې کول. خو د کلماتو د بدلون په بهير کې د هغو معنا کله پراخيږي او کله هم رالنډيږي. په ځينې مواردو کې د يو لغت کارول د دې سبب کيږي، چې د هغه مفهوم د خپل اصل له مقتضا زيات پراخ شي او دايره يې لويه شي. دلته هم همداسې ده. فقيهان او عالمان چې کله د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په هکله خبرې کوي وايي چې د امر په کلمه کې د (علو) يا (استعلا) چاره پټه ده، يعنې هغه کس چې امر کوي يا بايد تر ماموره لوړ وي يا هم ځان په داسې لوړ دريځ کې وګرځوي او له لوړ دريځه خبره وکړي. د دې مطلب دا شو چې چاته خواهش او ورځينې غوښتنه کول امر نه دے دا چې يو کس ووايي (مهرباني وکړه دا کار وکړه) دا امر نه دے د امر کلمه اقتضا کوي چې بايد استعلا(اوچت دريځ) پکې موجود وي. حتیٰ ځينو فقيهانو احتياط کړے او ويلي يې دي چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر هغه وخت تحقق مومي چې امر کوونکې پکې د دغه (استعلا) خيال وساتي.

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مراتب

کله چې په آيتونو او روايتونو کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د واجبيدو په حکمت غور کوو نو د دغه کلمې په مفهوم کې يو ډول پراخوالے په نظر راځي. د بيلګې لپاره په روايتونو کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ځينې مراتب بيانوو چې په امر بالمعروف او نهې عن المنکر کې په پراختيا او د هغه د مفهوم په وسعت پوه شو.

دغه مراتب په دې ډول دي

١ . د زړه احساس: کله چې په روايتونو کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پړاوونه جاجوو وينو چې د نهي عن المنکر لوړه مرحله په زړه سره انکار دے. يعنې کله چې انسان په يوې ټولنې يا کس کې بې لاري وويني په خپل زړه کې هغه وغندي او زړه یې په دغه چاره خپه شي. دا د نهي عن المنکر لومړې پړاو دے.

 ٢. د خپګان څرګندول: د هغه څه په بنياد چې په روايتونو کې راغلي دي په دوهمه مرحله کې انسان ته پکار ده چې په مخ کې په دغه کار خپل خپګان او ناخوښي څرګنده کړي. کله چې انسان په ټولنه کې له يو سپک کار او ګناه سره مخامخ کيږي بايد په زړه کې په هغه د خپګان په ترڅ کې په خپل مخ باندې هم له هغه د ناخوښۍ اظهار وکړي او تندے تريو کړي. په روايتونو کې راغلي دي چې که يو کس ګناه وليدله او تندے يې تريو نه کړ د قيامت په ورځ به يې په اوور کې تندے ګونځے وي.

٣ . په ژبه اظهار: دريم پړاو په ژبه د خبرې راوستل او تذکر يا يادونه ده. دا هم بيا ځانته پړاوونه لري. په لومړي پړاو کې که زمينه برابره وه او د خبرې د اثر کولو لپاره حالات برابر وو بايد په نرمه ژبه امر بالمعروف وکړے شي. او که په نرمه ژبه ياداورۍ فايده نه لرله په دوهم پړاو کې بايد په سخته ژبه د منکر مخه ونيول شي.

٤. بدني مقابله : که خطاکار کس ته په ژبې سره ياداورۍ ګټه ور نه کړه بله مرحله بدني مقابله او سلوک دے. دا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر بله مرحله ده چې که په خوږه او سخته ژبه امر بالمعروف او نهي عن المنکر اثر نه کاوه. او شرائط برابر وو او د بدني برخورد ضرورت پيښ شو بايد دغه کار وکړے شي.

البته په اسلامي ټولنه کې چې اسلامي حکومت موجود دے فيزيکي او بدني سلوک بايد رسمي او دولتي اجازت ولري.

۵. جهاد: هغه پړاوونه چې تر اوسه ذکر شول د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دود او متعارف پړاوونه دي خو په روايتونو کې د دې کار لپاره نورې مرحلې هم ذکر شوي دي چې جهاد هم پکې شامليږي. په کلي ډول د جهاد ټول قسمونه په امر بالمعروف او نهي عن المنکر کې راځي. حتیٰ ابتدايي جهاد هم چې د خلکو لپاره د چارو د روښانولو په غرض کيږي او مقصد يې د خلکو د هدايت د خنډونو ليرې کول دي په حقيقت کې د امر بالمعروف يو ډول دے. ځکه چې په ابتدايي جهاد کې ټولنه هغه څه ته چې حق دي تياريږي او سمې لارې ته هدايتيږي همدا راز د دفاع په عنوان جهاد هم يو ډول نهي عن المنکر دے. ځکه چې دفاعي جهاد د دې لپاره دے چې په ټولنه کې حق باقي پاتې شي او ټولنه کافره يا ګمراه نه شي.

د جهاد يو بل قسم له باغيانو او بلواګرو سره جهاد دے[3] دا هم د نهي عن المنکر يو مصداق کيدﻻي شي. ځکه چې له هغه فساد سره چې د بلواګرو د ګډوډۍ په وجه ورسره ټولنه مخامخيدے شي جهاد کوي او د هغه مخه نيسي.

همدا راز جهاد نور خاص مصداقونه هم لري چې ښايي ډير کم پيښ شي. مثلا که په خاصو حالاتو کې د نړۍ په يوه سيمه کې د اسلام بنياد ته خطر پيښ شي اسلامي دولت او مسلمانان بايد د هغه مخه ونيسي.

دلته دا پوښتنه پيدا کيږي چې په کومو مواردو کې خلکو ته د بدني مقابلې او چلند اجازه شته؟ د دې پو ښتنې ځواب داسې ويلے شو چې که په يو وخت يا يو ځاي کې اسلامي حکومت نه وي يا اسلامي دولت کمزورے او بيکاره وي او له منکراتو سره د مقابلې وس نه لري او خلک احساس وکړي چې په دغه ټاټوبي کې د اسلام اساس په خطر کې دے ضروري ده چې د نهي عن المنکر لپاره پاڅون وکړي چې د اسلام حقيقت او احکام خوندي وساتل شي. او په ټولنه کې اسلامي ارزښـتونه ژوندي شي.

٦ . شهادت غواړے حرکت: کله ممکنه ده چې په يوه ټولنه کې مزبوت اسلامي حکومت چې د فساد _ په  عقيده کې فساد يا په عمل کې فساد _ مخه ونيسي، نه وي، يا بلکل حکومت کافر وي او داسې کسان د اسلام په نامه حکومت وکړي چې په حقيقت کې د نفاق خاوندان وي. يعنې په هغوي کې منافق او اهل نفاق عناصر موجود وي او د دې امکان نه وي چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي. يا هغه کسان چې د فساد د مخنيوي او د چارو د سمولو لپاره امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي دومره وس ونه لري. چې په زورورو واکمنانو کامياب شي. او حق عملي کړي دلته ممکنه ده چې دغه کسان د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په فريضې کې داسې حرکت وکړي چې پکې په مظلومۍ سره شهيدان شي او د هغوي شهادت د اسلام د بقا سبب وګرځي. د دې چارې ښکاره بيلګه د امام حسين قيام و. هغه حضرت فرمايل: له دې پاڅونه زما مقصد د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ژوندي کول دي. دا حرکت چې امام پکې شهيد شو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کامل مصداق و. دا امر بالمعروف يوازې په ژبنۍ ياداورۍ د تندې په تريوولو يا عام بدني برخورد پورې محدود نه شو بلکه يو داسې حرکت و چې په خپل عظمت برم او خاصې ژورتيا سره يې تاريخ بدل کړ او تر کومه چې انساني ټولنه باقي وي د هغه اثار به پاتې وي البته داسې پيښې په تيره بيا په دومره عظمت سره ډيرې کمې کيږي.

سرچینې

[1] توبه سورت(٩) ، ایت ٦٧.

[2]. توبه سورت (٩)، ایت ٧١.

[3] . بغات هغه کسان دي چې په اسلامي هيواد کې دننه بلوا او وژلې (ترهه ګري) کوي او بايد له هغوي سره جنګ وشي.

اړونده منځپانګې