د عاشورا د پاڅون هدفونه(۴

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مصداقونه

امر بالمعروف او نهي عن المنکر په کلي مفهوم کې هر هغه هڅې ته وايي چې په نورو د اثر اچولو لپاره کيږي چې هغه د يو واجب او فرض کار ته وهڅول شي يا له حرام کاره منعې کړى شي. دا هڅه په عمل کې په مختلفو طريقو سره تر سره کيږي دا عملي رودې هماغه د امر بلمعروف او نهي عن المنکر مصداقونه دي. په کلي ډول د امر با لمعروف او نهي عن المنکر لپاره درې مصداقونه په نظر کې نيولي شو.

١. د جاهل تعليم

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اولنى مصداق د اسلامي احکامو تعليم او ښوونه ده. کيداي شي يو کس په مختلفو دلائلو له اسلامي احکامو او قوانينو ناخبره پاتې وي. مثلا تازه بالغ شوى وي يا د اسلام له مرکز او اسلامي ټاټوبي ليرې وي يا په داسې سيمه کې ژوند کوي چې په بشپړه توګه تر کافرانو لاندې  وي. دغه ډول کس ته په اصطلاح کې (قاصر جاهل) وايي يعنې هغه کس چې د اسلام له احکامو او د هغو د اجرا له طريقه ناخبره وي. له دې امله چې د اسلامي احکامو د زده کولو شرائط هغه ته نه دي فراهم شوي او هغه په دې لاره کې کوتاهي کړې وي. داسې کس ته د اسلامي احکامو تعليم ورکول واجب دي. دا کار بايد په ملايمت او نرمۍ سره وشي ځکه چې دغه کس په خپل جهل کې ګرم(مقصر) نه دى. همدا راز په دغه تعليم کې بايد د زده کوونکي د عمر ځای، مقام د ژوند شرائطو او د پوهې او استعداد درجې ته پام وشي. او له مناسبو تعليمي رودو استفاده وشي.

په احکامو د جاهل بل ډول (مقصر جاهل ) دى. مقصر يا ګرم جاهل هغه دى چې د زده کړې وس يې درلود خو کوتاهي او سستي يې کړې ده. په دې بڼه کې که جاهل مقصر د زده کولو غوښتنه وکړي د هغه د غوښتنې منل واجب دي خو که غوښتنه ونه شي او نورو ته پته وي چې هغه په خپل فرض نه دى خبر يا د هغه په ز ه کړې کې يې کوتاهي کړې ده پر دې سربيره چې بايد هغه ته تعليم ورکړى شي د هغه د زده کړې لپاره بايد داسې روده غوره کړى شي چې هغه  وهڅيږي. قاصر جاهل خو د تعليم لپاره انګيزه لرله خو د زده کړې شرائط ورته برابر نه شول او له دې امله يې احکام زده نه کړل خو د مقصر جاهل لپاره د زده کړې شرائط برابر وو خو هغه په دې کار کې غفلت کړى دى. نو د هغه د راهنمايۍ لپاره بايد اول په هغه کې انګېزه پيدا کړى شي. د داسې کس لپاره بايد د تعليم ژوره روده غوره کړى شي. چې پخپله د تعليم زده کولو ته تيار شي. په بله بڼه کې که يوازې د غاړې د خلاصولو لپاره له هغه وغوښتل شي چې ديني احکام زده کړي او هغه يې ونه مني د امر بالمعروف د کوونکي له غاړې دنده نه ساقطيږي. د مقصر جاهل په تعليم کې بايد لا ځير او پيچلى روش په کار واچول شي. اوس نو دا دنده ښايي د يو کس يا د يوې ادارې او وزارت لکه د تعليم د وزارت په غاړه وي.

دريم ډول د مرکب جاهل تعليم دى. د هغه کس تعليم چې په  خپل خيال حکم او د هغه د ترسره کولو په طريقه پوهيږي خو غلطي کوي. مثلا ځينو کسانو ځينې ديني مسائل لکه د لمانځه قرائت غلط زده کړى دى خو خيال کوي چې عمل يې صحيح دى. يا په اجتماعي چارو کې غلطي کوي. حال دا چې په خپل خيال يې خپل فرض پوره او سم سر ته رسولى دى.

مثلا د ايران له اسلامي انقلابه مخکې چې د ټولنې فرهنګي او ديني شرايط ډير بدل وو ځينو کسانو په تندۍ تريو تندي او حتیٰ په سپکاوي سره امر بالمعروف کاوه . او خپله روده به يې هم سمه ګڼله. خو په حقيقت کې د ناپوهۍ په وجه د خپلو دندو په ترسره کولو کې يوه بله ګناه يعنې د يو مومن کس سپکاوي هم کاوه. داسې کس ته هم بايد تعليم ورکړى شي خو د دغه کس د تعليم روده د تيرو دوو ډولونو په پرتله لا پيچلې ده. له داسې کس سره بايد ډير په نرمۍ خبره وشي چې تيار شي په دې ډول چې اول دا احتمال ورکړي چې ښايي غلطي کوي. ځکه چې هغه ګمان کوي چې کار يې بلکل صحيح دى. په دوهمې مرحلې کې کله يې چې ومنله چې غلطي کوي نو بيا بايد ورته سمه طريقه وښودل شي.

يوه ورځ امام حسن او امام حسين  يو بوډا سړى وليده چې غلط اودس کوي نو اراده يې وکړه چې هغه ته سم اودس وښيي. نو هغه ته ورغلل او سلام يې وکړ او وې ويل چې مونږ دواړه وروڼه اودس کوو او تاسو وګورئ چې په مونږ کې د کوم يو اودس تر بل غوره دى. بوډا ومنله او دواړو د هغه په مخکې اودس وکړ. بوډا ودريد او د هغوي د اودس له ليدلو وروسته يې وويل زما مور او پلار له تا زار شه تاسو دواړو سم وضو وکړ دا زه يم چې اودس مې غلط دى.[17] 

درې واړه مورده  يعنې هم جاهل قاصر هم مقصر او هم مرکب تعليم او زده کړې ته محتاج دي. او هغوي ته بايد شرعي احکام ورزده کړى شي. خو د هر ډلې لپاره بايد د هغوي له عمر استعداد او ټولنيز پوزيشن سره متناسب چلند وشي چې انسان په امر بالمعروف او نهي عن المنکر کې کامياب شي. دا چې انسان يوازې د اتمام حجت(غاړي خلاصي) لپاره يو څه ووايي دا کافي نه ده. په اسلامي ټولنه کې بايد داسې کسانو ادارې وي چې په مناسبو رودو سره د تعليم دنده په غاړه واخلي. د دغه هر يو مورد شرايط  او حالات سره فرق کوي. له دې امله بايد دقت وشي چې څوک د تعليم مسوول دى. کومو کسانو ته تعليم ورکول کيږي کوم کسان د تعليمي ادارو مشري په غاړه لري. کوم ډول معلمان درس ښيي. او هغه اداره چې د دې چارې تکفل لري بايد د دغو ټولو شرائطو خيال وساتي. او خاصه روده غوره کړي. مقصد د جاهل تعليم دى. نه د غاړې خلاصول. بايد په دغو دريو واړو موردونو کې چې د جاهل له تعليم سره اړه لري تند سلوک او بدني برخورد او سزا ورکولو ته ضرورت نيشته. بلکه ټول همت بايد  ښه يادولو ته وي.

٢. ياد اوري او موعظه

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر يو بل مصداق موعظه او نصيحت کول دي. دا ډول هم مختلف صورتونه لري. که يو کس د پوهې له مخې او قصدا يوه څو حالته لرلى شي، ممکنه ده هغه کس په خلوت کې يوه ګناه کړې وي او بل کس پرې اتفاقي خبر شوى وى حال دا چې هغه نه غوښتل چې له کاره يې څوک خبر شي. او که پوه شي چې څو پرې خبر شوي دي نو شرمنده کيږي. دلته که څه هم امر بالمعروف او نهي عن المنکر لازم دي خو بايد په دې ډول تر سره شي چې هغه کس شرمنده نه شي. ځکه چې د يو  انسان شرمنده کول د مومن د ځورولو په دايره کې راځي چې حرام  دي. نو په دې مورد کې بايد داسې عمل وشي چې  انسان متوجې نه شي چې امر بالمعروف کوونکى د هغه له ګناه خبر شوى دى. او بايد د کلي مسائلو په ويلو سره هغه نصيحت کړى شي. نه دا چې د هغه را ز د نورو په مخکې افشا شي او نور يې هم له ګناه خبر شي. ځکه چې د نورو د ګناه افشا کول پخپله لويه ګناه ده. که يو کس په پټه يوه وړه ګناه وکړي او بل کس د نهي عن المنکر په پلمه د هغه ګناه د نورو په وړاندې ښکاره کړي او هغه سړى شرمنده شي دا پخپله يوه  ګناه ده او د يو مومن د ګناه  ښکاره کول پخپله لويه ګناه ده حال دا چې کيداى شي د هغه کس ګناه وړه ګناه وي.

نو که يو کس په پټه ګناه وکړي که لويه ګناه هم وي څوک حق نه لري چې هغه افشا کړي او ګناه يې نورو حتیٰ مور او پلار ته ووايي. ځکه چې کيداى شي هغه کس خځل شي او بې عزته شي. او د يو مومن له عزت سره لوبې کول حرام دي. مګر په هغه مورد کې چې د ګناه کار کس اصلاح په دې پورې منحصره وي چې ګناه يې د نورو په وړاندې بيان شي، يعنې ګناهکار کس په هيڅ ډول تيار نه وي چې له ګناه لاس واخلي مګر دا چې د نورو په وړاندې رسوا او افشا شي. او له ګناه منعې شي. او د هغه د منعې کولو يوازينى لاره دا وي چې يو بل کس ته وويل شي چې هغه يې منعې کړي. يوازې په دې مورد کې جايزه ده چې د ګناهکار سړي ګناه بل کس ته وويل شي. البته تر خپله وسه که ممکنه وي بايد دغه کس چې له ګناه خبر شوى وي اول هڅه وکړي چې ګناهکار له ګناه منعې کړي خو دا کار بايد په دې ډول وشي چې هغه متوجې نه شي چې دى يې له ګناه خبر دى ځکه چې خداي تعالی ستار العيوب دى او نه راضي کيږي چې د مومن راز نورو ته څرګند کړى شي.

ډير کسان له دې خبرې غافله دي او ګمان کوي چې هره ګناه چې وشي په تيره بيا که لويه ګناه وي بايد افشا ګري وشي. او هغه کس صلاحيت لرونکو کسانو ته معرفي شي يا هغه تعزير کړى شي. او که داسې ګناه يې کړې چې حد لري بايد حد ورباندې جاري شي. په داسې حال کې چې حتیٰ د داسې ګناه چې د حد سبب کيږي، افشا کول هم جايز نه دي مګر په داسې صورت کې چې څلور مومن او عادل کسان ګواهي ورکړي چې دغه کس يې د ګناه په حال کې ليدلى د‌ى. چې په دغه بڼه کې دغه څلور کسان حق لري صلاحيت لرونکي مرجع ته د دغه ګناه خبر ورکړي. خو که درې کسان قاضي ته خبر ورکړي چې پلانکي کس ګناه کړې ده  او څلورم کس حاضر نه شي قاضي بايد په دغه درې کسانو باندې حد جاري کړي اسلام تر دې حده د يو بنيادم عزت او ابرو ته درناوى  کوي. او غوښتي دې دي چې د خلکو رازونه ښکاره نه شي. البته که ګناه په دې ډول وي چې څلورو کسان په يو وخت ليدلي وي تر دې حده چې هغوي ته کوم شک نه پاتې کيږي، په دغه بڼه کې بايد الهي حد جاري شي البته تر کومه حده چې ممکنه وي بايد د خلکو رازونه ښکاره نه کړى شي. حتیٰ دا هم نه دي پکار چې په دې ډول حرکت وشي چې ګناهکار کس متوجې شي چې نور د هغه له ګناه خبر دي او شرمنده شي.

خو کله کله ګناهکار کس يو بې پروا کس وي دغه کس که څه هم په خلوت او تنهایۍ کې يوه ګناه وکړي خو له دې چې که نور خلک د هغه له ګناه خبر  شي ده ته هيڅ پروا نه کوي او نه شرميږي. د داسې کس په معامله کې د هغه کس په شان چې په ګناه شرميږي د خبرې پټ ساتل ضروري نه دي. خو په عين حال کې بايد په داسې ډول هغه ته نهي عن المنکر وشي او په پټه او خصوصي توګه هغه ته تذکر ورکړى شي چې هغه کسان چې د هغه له ګناه ناخبره دي خامخا خبر نه شي. او دا کار د ګناه د خپراوي او د ګناه د قباحت د ختميدو سبب نه شي. په اول ډول کې چې ګناهکار کس نه غواړي چې له ګناه يې څوک خبر شي او فسق نه ښکاره کوي بايد د هغه راز پټ وساتل شي او عزت يې خاورې نه کړى شي په عين حال کې بايد هڅه وشي ګناهکار کس متوجې او متنبه شي. مثلا په کلي خبرو سره هغه خپلې ګناه ته متوجې کړى شي يا يو حديث او کيسه بيان کړى شي چې په هغه اثر او نصيحت وکړي.

خو که يو کس په ګناه او فسق تظاهر کوي او د نورو په مخکې ګناه کوي او په دغه کار شرميږي هم نه د داسې کس په معامله کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر تر نورو سخت دى. سره له دې چې له دغه شان کس سره چلند مرحلې لري. خو د راز د ساتلو مسله ضروري نه دی ځکه چې هغه له دې چې ګناه يې نورو ته ښکاره شي باک نه لري او د خپل عزت په فکر کې نه دى. نور په دې بڼه کې بل کس د هغه عزت نه شي ساتلى. دلته هم بايد د امر بالمعروف او نهي عن المنکر لپاره ځينې مراحل ووهل شي. په اول ګام کې بايد هغه ته په نرمۍ او ادب او احترام سره وويل شي او ورنه وغوښتل شي چې ګناه پريږدي. او د دغه کار له دنياوي او اخروي نتيجو خبر کړى شي. چې وهڅيږي او ګناه پريږدي. حتیٰ  که ممکنه وي د هغه د جذبولو او هڅولو لپاره له زباني تشويقه پرته نور تشويقونه هم وشي. مثلا کوم کسان چې وس لري هغه ته ميلمستيا ورکړي او يا يې په سفر له ځان سره بوځي دا ډول تشويق د ګناه په ډول او  هغو اطلاعاتو پورې اړه لري چې انسان ترې خبر وي نو په اوله مرحله کې بايد دغو کسانو ته په نرمۍ ادب او تشويق سره امر بالمعروف او نهي عن المنکر وشي.

که نهي عن المنکر په اوله مرحله کې اثر ونه وکړ لمبر دوهمې مرحلې ته رسيږي. په دغه مرحله کې اول انسان بايد تندى ټول او تريو کړي. خو که د تندي ټولولو او تريو کولو هم څه ګټه ونه کړه. بايد په غوسې  او تندۍ سره له دغه شان کس سره سلوک وشي. او په امرانه لهجې سره ګناهکار کس له ګناه منعې کړى شي. د امر بالمعروف متيقن مصداق چې د امر بالمعروف ټولې معنې پکې اجرا کيږي همدا قسم دى. که امرانه خبرو هم اثر ونه کړ ګناهکار کس ګواښلى شو چې که له ګناه يې لاس وانه خست  صلاحيت لرونکو مقاماتو ته به يې په ګوته کړو. صلاحيت لرونکې مراجع مثلا پوليس يا قضاييه قوه هم حق لري د قانون مطابق له هغه سره چلند وکړي. البته تعزير او بندي کول مرحلې لري چې په قانون کې راغلي دي. دغه مرحلې بايد په امر بالمعروف او  نهي عن المنکر کې رعايت شي. چې بې علته په چا زياتى او بې احترامي ونه شي.

د ويلو ده چې په دې کار کې افراط او تفريط نه دى پکار. ځينې پيښې د ځينو نورو کارونو غبرګونونه دي. ځکه چې کله کله سست چلند او تفريط سبب کيږي چې د يو معروف کار د اصل انکار وشي. اسلام د هر يو څيز لپاره حد او اندازه  ټاکلې ده. په دې زمينه کې تر هغه حده چې ممکنه ده بايد په نرمۍ او مهربانۍ سره چلند وشي خو که دغه ډول چلند اثر ونه کړ بايد د يو کس په مصلحتونو د ټولنې مصلحتونه قربان نه شي. بلکه ضروري ده په دې ډول عمل وشي چې د ګناه قباحت په ټولنه کې ختم نه شي. په اسلامي ټولنه کې حريمونه بايد خوندي وساتل شي. يو کس چې ګناه کوي بايد د شرم احساس وکړي که په اسلامي ټولنه کې د ارزښتونو خيال ونه ساتل شي نور مشکلات پيدا کيږي. البته دغه ټول مراحل _ بې له امرانه لهجې او د قانوني کاروايۍ له ګواښه_ د موعظې مصداقونه دي.

د موعظې او نصيحت معنا دا ده چې يو کس په  خبرو او وينا سره ښه کار ته تشويق کړو. او د ښه کار کولو او د بد کار پريښودلو ګټې هغه ته ووايو. او همدا راز د بد کار له تاوانونو يې هم خبر کړو. چې خلک د ښۀ کار د کولو لپاره انګيزه ومومي او تشويق شي خو امرانه لهجه دا ده چې چا ته ووايو چې بايد دغه کار وکړې. ټول مسلمانان بايد په دغه مرحله کې خطا کار کس ته امر وکړي. په دې مرحله کې د نصيحت او موعظې پړاو نه دى بلکه ضروري ده چې خطاکار کس ته امر وشي چې له ګناه لاس واخلي. دا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قطعي مصداق دى. چې پکې علو او استعلا شرط دى. د علو او استعلا مطلب دا دى چې له لوړ دريځه يو کس ته وويل شي چې دا کار بايد وکړې او دا کار بايد پريږدې. د دغه مرحلو له تيرولو وروسته که ګناهکار کس هماغه شان په خپلې ګناه ټينګار وکړ نو خبره نورو مرحلو ته رسيږي.

٣. له سازشونو سره اجتماعي چلند

د شرعې او د اسلامي ټولنې د مصلحت خلاف کار کله کله په ساده ډول او فردي انګيزې يا د ګستاخۍ او بې ادبۍ له مخې کيږي او کله هم يو پيچلى او پلان شوى اقدام وي چې ځينو کسانو ورته پلانونه کړې وي. په بله معنا ممکنه ده د يو منکر تر شا يوه نقشه او پروګرام موجود وي او ځينو کسانو د دې لپاره دغه منکر برابر کړى وي چې اسلامي او اسلامي نظام ته تاوان ورسوي. او  ناکامه کړي. مثلا وايي: دومره بد او سپک کارونه وکړئ چې دغه کارونه د خلکو په نظر کې عادي او عام شي.  طبعا دغه کسان اسلام سره مينه نه لري. دوي يا منافقان دي او له زړه ايمان نه لري يا د پرديو تالي څټي ګرځيدلي دي او غواړي په ټولنه کې د اسلام واکمني ختمه کړي. په دې بڼه کې ټولنه له مختلفو خطرونو سره مخامخيږي. چې بايد مبارزه ورسره وشي. دا تاوانونه ممکنه ده د کلتوري اقتصادي، هنري ا خلاقي او حتیٰ پوځي کارونو په چوکاټ کې اسلامي ټولنې ته داخل کړى شي. او په داسې بڼه کې له هغو سره مقابله د يو کس يا د يو ساده امر بالمعروف د وس کار نه دى. او يو بل ډول مبارزې ته اړتيا لري. او دا د هغو امر بالمعروف او نهي عن المنکر چې تر اوسه مو ورته اشاره وکړه له مصداقونو نه دى. او په  علميه رسالو او د مسايلو په کتابونو کې نه دى راغلى.

دا ډول امر بالمعروف او نهي عن المنکر له يرغل سره مقابله ده او د يو کس د وس کار نه دى او له دې سره په مقابله کې هغه ساده طريقې چې مخکې مو بيان کړې فايده نه کوي. دا ډول تيري شيطاني چاره ده چې پيچلې نقشې او پلانونه لري. او بايد د هغه د مقابلې لپاره فکر وکړى شي. او پروګرام ورته جوړ کړى شي. دا تيرى ممکنه ده د تماکو د کيسې په شان د يو اقتصادي اقدام په چوکاټ کې وي. همدا راز ځينې موارد يې خاصې پيچلتياوې لري چې يوازې ماهر کسان يې پيژندلى شي. مثلا يو اقدام د تيلو د بيې کمول دي چې په مسلمانانو د ګوذار کولو په توګه ترې استفاده کوي. دا يو خيانت او اقتصادي منکر دى چې پلان شوى دى چې په نړيوالو نقشو سره يې پلانونه شوې ده. په دې ډول چې حتیٰ يو هيواد هم په يوازې سره نه شي کولى هغه تر سره کړي بلکه د نړۍ د مختلفو هيوادونو شيطانان بايد په خپلو کې غږمله شي چې په مسلمانانو دغه ډول اقتصادي ګوذار وکړي. او د تيلو بيو د يو بيرل لپاره له ديرشو ډالرو اتو ډالرو ته راکوزه کړي. دا ډول منکر ضرري منکر دى. چې د يو هيواد په ټولو خلکو بلکه په ټولو مسلمانانو وارديږي. او بايد په ګډه ورسره مقابله وشي. ځکه چې د دغه منکر په تر سره کيدو سره په مسلمانانو د کافرانو سلطه ثابتيږي. دا په داسې حال کې دي چې خداي تعالی په دغه چاره نه راضي کيږي. چې کافران که څه هم په اقتصادي مسلو کې په مسلمانانو برلاسي شي او خپلې ناولې موخې په هغوي وتپي.

وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً  [18] "او خداي تعالی هيڅکله په مومنانو کافرانو ته برلاسى نه دى ټاکلى"

نو د دغه ډول منکراتو په هکله بايد مسلمانان په ګډه ميدان ته شي او د مناسبو حل لاره د پيدا کولو لپاره د نظر خاوندان فکر وکړي او پلانونه وکاندي چې د دغه ډول منکراتو سره مقابلې لپاره يوه مناسبه حل لاره پيدا شي. کله چې دا لاره پيدا شي بايد ټول مسلمانان يې اجرا کړي. کله ممکنه ده حل لاره اقتصادي بايکاټ وي. مثلا د امريکايي سامان د اخستلو بايکاټ وشي. په دغه وخت په ټولو مسلمانانو لازمه ده چې دغه امر ومني. په دې ډول د امريکايي سامانونو اخستل حراميږي. که څه هم ضروري وي چې دغه سامان له بل هيواده په دوه برابره بېې واخستل شي. خو د دښمنانو له خائنانه توطئو سره مقابلې لپاره چې ضرر يې  ټولو مسلمانانو ته رسيږي په دغه بايکاټ عمل نهي عن المنکر دى او په ټولو مسلمانانو واجب دى. په اسلامي  ټولنه کې نهي عن المنکر تر دې حده پراختيا لري.

په پوځي مسايلو کې د نهي عن المنکر اجرا هم ډيره روښانه ده. ځکه چې تل دښمنان سازشونه کوي چې په پولو کې نفوذ وکړي يا خپل عوامل راوليږي چې ترهه ګري او ترورونه وکړي. يا مثلا په پوليسو او پوځ کې خپل نفوذي عوامل داخل کړي. په دې زمينه کې پيچلي مسايل شته دي چې بايد د نظر خاوندان يې مطالعه کړي او وې جاجوي.

 په هر حال په ټولنه کې بايد له ګناه سره مقابله وشي او د مقابلې يوازينۍ لاره فردي فيصلې نه دي بلکه واجبه ده چې په اوله مرحله کې د نظر خاوندان او متخصصان په خپلو کې کښيني او مشورې وکړي او پلانونه وکاندي بيا اسلامي دولت د هغو د اجرا حکم ورکړي. په دغه وخت د دغه طرحې اجرا په ټولو خلکو واجبيږي او په طرحې د عمل وجوب هم  په نهي عن المنکر د عمل کولو له امله دى او هم له اسلامي دولته د اطاعت په وجه چې د مسلمانانو د ولي امر د اطاعت په معنا دى.

بل فرض دا دي چې په یوه سیمه کې ولي امر يا اسلامي دولت حاضر نه وي يا اسلامي دولت بلکل واکمن نه وي يا واکمن وي خو د دښمنانانو د دسيسو مخه نه شي نيولي. منجمله دا چې ممکنه ده يو شمير نور کسان اقتصادي او تجارتي سرچينې په لاس کې واخلي او خپلو موخو ته د رسيدلو لپاره دولت له انجام شوي عمل سره مخامخ کړي. په دې موقعيت کې. پخپله خلک د دښمن له دسيسو سره د مقابلې لپاره پلانونه وکړي. او دښمن ته ماته ورکړي. ځکه چې اسلامي دولت په هر دليل نه شي کولاي دغه سازشونه شنډ کړي.

همدا راز ممکنه ده اسلامي دولت د دښمنانو له دسيسو خبر وي او له هغو سره د مقابلې توان هم ولري خو په دې برخه کې کوم اقدام ونه کړي. په دغه حالاتو کې پخپله  په خلکو واجبه ده چې د خطر د ليرې کولو لپاره اقدام وکړي. او له سازشونو سره د مقابلې لپاره پلانونه وکړي. او اجرا يې کړي. که څه هم د خلکو دغه اقدام ممکنه ده د ټولنې لپاره موقتي اقتصادي ضرر ولري. خو وروسته دغه ضرر جبرانيږي. په هر حال دا يوه واجبه چاره ده. چې متاسفانه موارد او اړخونه يې سم نه دي جاجول شوي.

په دې اساس هر کله چې د داخلي يا بهرني دښمن له لوري يو خطر په يوې زمينې کې اسلامي ټولنې ژوند وګواښي، په مسلمانو خلکو واجبه ده چې د عالمانو، متخصصانو، او د تجربې د خاوندانو له علمه په استفادې سره د دغه خطر د مقابلې لپاره قطعي پريکړه وشي او د دښمن دسيسې شنډې کړي.

له کلتوري يرغل سره مقابله

کلتوري يرغل يو تر ټولو لوي خطر دی چې د دښمنانو لخوا اسلامي ټولنه ګواښي، کلتوري يرغل تر يوه حده د مسلمانانو د ټولنې له کلتوري کمزورۍ سرچينه اخلي.

کلتوري يرغل په دين يرغل دی لکه څرنګه چې د رهبرې ستر مقام فرمايلي دي: (دښمنانانو د خلکو ايمان په نښه کړی دی) دا خبره جدي ده او د يو داسې کارپوه له خولې راوتلې ده چې دا ډول مسايل تر بل هرچا ښه درک کوي. په داسې شرايطو کې يوازې په فردي دندو لکه لمانځه او تعلم بسنه او له دغو چارو ځان نه شي تيرولاي. دولت هم له دغه دندې ځان نه شي غړولي. مختلفې څانګې هم بايد يوازې په خپل منځي جګړو پسې نه وي. او داسې نه شي چې هر څومره د مسلمانانو مشر چغې وهي چې د کلتوري يرغل په  فکر کې هم اوسئ او د پوهنتونونو د اسلامي کولو لپاره د يوې په چارې په فکر کې شئ. څوک پام ونه کړي. که څه هم دولت اسلامي دی. او ولي فقيه د نظام په سر کې دی. هغه کسان چې بايد د هغه د امر منونکي وي د فرض احساس نه کوي. ايا په زمانې کې پښه په پښه اچولاي او کيناستلي شو. چې داسې نه وي دې ته تاوتريخوالي او زيږوالي وويل شي؟ ايا کولاي شو په دې بڼه کې د تسامح او نرمۍ خبره وکړو. حال دا چې د رهبرۍ ستر مقام بيا بيا وايي چې کلتوري يرغل او شبخون روان دی. او دښمن ستاسو د دين او کلتور د تباه کولو په حال کې دی. ايا په داسې حالاتو کې چې دښمن د ځوانانو په ايمان حملې پيل کړي دي. ايا اوس هم د وظيفې احساس نه دی پکار؟ که يو کس په خپل کور کې او په نرمې ګرمې بسترې کې پروت وي. او ناڅاپه يوه تيزه چغه واوري چې سيلاب راغلي دی تښتئ. ممکنه ده چې دغه کس پاڅي او ووايي چې دا په نيمه شپه چغې څوک وهي. او بيا اوده شي. خو کله چې له خوبه سم پاڅي او څو ځله دغه اواز  واوري خبره سنجيده اخلي. او بيا له دغه کسه چې ده ته يې چغې وهلې د ځان او کورنۍ د ژغورل کيدو په وجه مننه کوي. يا مثلا که يو کس چغه کړه چې اور اور، او خلک په نيمه شپه له خوبه پاڅوي. هغوي وروسته له دې چې خطر ته متوجې شي  پوهيږي چې دغه سړي يې څومره لوي خدمت کړی دی. او هيڅ کله په هغه اعتراض نه کوي. مادي چارې هم داسې دي. او که يو  کس څوک د زلزلې  سيلاب اور  او بمبارۍ خطر ته متوجې کړي. هغوي د دغه کار په فايدې پوهيږي او د هغه مننه کوي. خو معنوي چارې داسې  نه دي. او اهميت يې په اسانې سره نه درک کيږي. او ټول خلک له خير خواه او دلسوز کسه چې خبرداري ورکوي  هرکلي نه کوي او ښايي هغه ته تاوتريخ غواړي ووايي او کراري ته يې وبلي. که د خطرې په وخت په تيره بيا د معنوي خطرې په وخت چې خلک د هغه په هکله چندانې حساس نه دي په ارامه خبره وشي څوک نه راويښيږي ځکه چې د انسان طبيعت زياتره له محسوسو څيزونو سره اشنا دي. او هغه څه چې د هغه له احساساتو ليرې وي زر پرې باور نه کوي. که مونږ ته څوک ووايي چې مال يې درنه يوړ نو مونږ زر پوهيږو خو څوک راته ووايي چې دين يې درنه يوړ باور نه کوو او د لمانځه په لوستلو او د روژو په نيولو ځانونه ډاډه کوو حال دا چې که پام وکړو زمونږ د سږ کال ايمان د تير کال له ايمان سره فرق کوي تير کال مو په خداي او رسول ايمان درلود خو سږ کال شک کوو مثلا سږ کال کيداي شي زمونږ ذهن ته دا خبره راشي چې هغه څه چې عالمان يې وايي ښايي صحيح نه وي. ځکه چې ځينې کسان چې د لندن په پوهنتون کې يې درس ويلي دي داسې خبرې کوي چې د ملايانو له خبرو سره په تضاد کې دي  او ښايي تر دغو ملايانو ښه په مسايلو پوه شي. د انسان دين په دې ډول ورو ورو پيکه کيږي او هغه هغه وخت په خود راځي چې نور يې له دينه هيڅ نه وي پاتي خو کوم کس چې هوښيار او ويښ وي له ليرې د دښمن شتون احساسوي او د اخته دي. د دښمن خطر ته د ټولنې دا ډول متوجې کول په يو ډول نهي عن المنکر دي. لوي خطرونه د ټولنې ايمان ګواښي چې که پام ورته ونه شي تاوان يې ټولو خلکوته رسيږي. ځکه چې که ځوانان بې ايمانه شي اخلاقي مفاسد منجمله نشه، ايډز، جنايت او  قاچاق په ټولنه کې خپريږي.

خداي تعالی د  ټولنو د کلتوري ځوړتيا په هلکه فرمايي: لَّهُمْ عَذَابٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَعَذَابُ الآخِرَةِ أَشَقُّ [19]"هغوي د دنيا په ژوند کې عذاب لري او د اخرت عذاب لا سخت او دروند دی"

د هغوي د دنيا عذاب، د کورونو ړنګيدل، له ميړونو سره د ښځو بيشماره اختلافونه د بچيانو غلط تربيت د سپکو عادتونو خپريدل په نشه ايزو موادو اخته کيدل او داسې نور.

د دې لپاره چې ټولنه په داسې بدو پايلو اخته نه شي بايد له اوله د ټولنې د کلتوري مسايلو په وړاندې حساس شو او د ټولو مشکلاتو حل د اقتصادي مشکلاتو په حل پورې ونه تړو. له دې امله هغه کسان چې ګمان کوي د ټولنې ستونځې د اقتصادي مشکلاتو په ليرې کيدو سره ختميږي ډيره غلطي کوي. ځکه چې هيڅ کله فقر د دا ډول مشکلاتو سبب نه دي. البته کله کله فقر او اقتصادي ګډ وډي د دغه ډول انحرافاتو له زياتيدو سره مرسته کوي خو علت تام نه دي. سره له دې چې د اقتصادي مشکلاتو هواري د دولت دنده ده خو د دولت يوازينۍ دنده د اقتصادي مشکلاتو هواري نه دی د دولت تر ټولو لومړۍ او لويه دنده د دين، اخلاقو، معنوياتو او د معنوي ارزښتونو ساتل دي له هغه وروسته نورو مسلو ته لمبر رسيږي. البته د تقدم مطلب اهميت دی او په اصطلاح د رتبې تقدم دی نه د وخت تقدم.

البته د ويلو ده چې نن سبا ځينې کسان په هر ډول تلقين کوي چې که اقتصادي مشکلات هوار شي نورې ټولې ستونزې هواريږي حال دا چې داسې نه ده او اقتصادي هوساينه هيڅکله ټول مشکلات نه هواروي. ځکه چې په دې بڼه کې امريکا چې تر ټولو هوسا هيواد دی او د سړي سر عايد يې تر نورو هيوادونو زيات دی. بايد د نورو ټولنو په پرتله کم اجتماعي مشکلات ولري، حال دا چې د هغه څه په اساس چې د امريکا مطبوعات يې اعتراف کوي. په هر سيکنډ کې په دغه هيواد کې څو جنايتونه کيږي. سره له دې چې د سکول ټول ماشومان له ساتونکي سره ښوونځي ته ځي او په ټولو سکولونو کې وسله وال پوليس ځاي پرځاي دي او.... خو داسې ورځ نيشته چې د دغه هيواد په ښوونځيو کې کوم جنايت ونه شي. البته په اجتماعي مشکلاتو کې د فقر د تاثير انکار نه شي کيدي او لږ تر لږه اثر يې د دغه مشکلاتو زياتيدل دي خو داسې نه ده چې هر کله د غربت او فقر مسله هواره شوه ټول مشکلات هواريږي بلکه د دې په اپوټه کله کله پيسې زيات مشکلات په ځان پسې لري.

د ټولنې د بيدارولو لپاره د جهاد او شهادت جذبه

کله چې اسلامي دولت او مسلمانو خلکو له منکراتو سره په تيره بيا له هغو منکراتو سره چې له ټولې ټولنې سره اړونديږ مقابله وکړه هدف پوره شوی دی. خو کله کله داسې وي چې اسلامي دولت په خپلې دندې عمل نه کوي. او مسلمانان هم وظيفه شناس نه وی او د خپلو دندو په ترسره کولو کې سستي کوي دا چاره په تاريخ کې ډير مصداقونه لري او له مسلمانانو ډيرې بې وفاګانې ليدل شوي دي او بعيده نه ده چې ډيري مسلمانان د خپلو دندو په پوره کولو کې کوتاهي وکړي.

د اميرالمومنين له شهادته د سيدالشهدا(ع) تر شهادت پورې شل کاله وخت و په دې موده کې چې امام حسين په مدينه کې و ځينو کسانو قدرت په لاس کې درلود چې د مسلمانې ادعا يې کوله هغوي بت پالي او د خداي منکر نه وو او په ظاهره يې د خدای او د رسول د اوامرو انکار نه کاوه ځانونه يې د رسول الله خليفه ګڼلو لمانځونه يې کولو او د جمعې لمونځ يې کاوه. عمر بن سعد د عاشورا په ورځ مخکې له دې چې د امام حسين په ملګرو حمله پيل کړي لمونځ وکړ او وې ويل :

يا خيل الله ارکبي و بالجنة ابشري[20] "اي د خداي لښکره سپاره شئ او تاسو ته د جنت زيری دی"

همدا راز هغه کسان چې د امام حسين په زمانه کې يې ژوند کاوه ټولو لمانځونه کول او د مسلمانۍ ادعا يې کوله او حکومت هم اسلامي و. په داسې بڼه کې امام حسين تر شلو کلونو ونه توانيد د حکومت د نامشروعوالي خبره وکړي، مګر په پټه او خصوصي توګه. او له ډيرو کمو کسانو سره. او له همدې امله امام د معاويه له مرګه وروسته په ظاهره د مدينې واکمن ته تسليت ووايه.

په وروستيو دورو کې هم معصومو امامانو خلکو ته په ډاګه نه شول ويلاي چې حکومتونه باطل دي ځکه چې خلفاوو د اسلام په نامه حکومت کاوه نه د کفر په نامه، که د خداي منکر هم وو ظاهرو له يې نه او د رسول الله د خلیفه په نامه يې حکم کاوه. لکه څرنګه چې هارون الرشيد د امام موسیٰ کاظم له بندي کولو مخکې د پيغمبر اکرم مزار ته ورغي او معافي يې وغوښتله او غذر يې وکړ چې اي د خداي رسوله زه ستا بچي د اسلامي ټولنې د مصلحت، د امن د راوستلو او له ټولنې د اختلاف د ختمولو لپاره بندي کوم.[21] 

کله حالات په دې ډول وي چې يوازې په پټو او خورو ورو فرهنګي فعاليتونو سره د خلکو د دين اصل ساتلي شو. په دې هيله چې يوه ورځ د هغوي معرفت زيات شي او وتوانيږي لا مهم کارونه وکړي. تقريبا د امام سجاد له زمانې له وروسته څخه په مختلفو دلايلو ټولو معصومانو داسې پروګرام درلود. يو شمير مسلمانانو د امامانو په محضر کې او د هغو بزرګوارانو په هڅې سره د اسلامي کلتور په اساس تربيت ومونده. او د اسلام ټاټوبي په خوا شا کې خپاره شول او د خلکو د هدايت هڅه يې وکړه. د دغه ادعا شاهد د امامزادګانو بي شميره زيارتونه دي چې په مختلفو سيمو کې يې د خلکو هدايت کاوه. او د هغوي فعاليتونه په فرهنګي فعاليتونو کې منحصر وو او هڅه يې کوله چې د خلکو د دين اصل له مينځه لاړ نه شي.

همدا راز په منی کې، مشرانو ته د امام حسين علیه السلام د وينا يوه برخه دا وه چې زه ويريږم چې اصل حق ورک شي. په دې ډول هغه حضرت د داسې حالت انديښمن و چې خلک ونه توانيږي حق له باطله وپيژني. او د باطل او حق د پيژندلو کومه لاره نه وي. په داسې پوزيشن کې نه په تبليغاتي فعاليت او نه په پيسو سره څه کيدلي شي. همدا راز جنګ او جهاد هم فايده نه کوي. ځکه چې د حق جبهه، پلويان نه لري. او قدرت او پيسې هم د باطل په لاس کې دي. د معاويه په زمانه کې د تبليغاتو او د ويرولو او ګواښلو له امله په ټولنه د ساډوبۍ فضا واکمنه شوې وه مخالفان يې يا ځړول يا يې وژل. نه چا د پاڅون جرات کاوه او نه چاته طاقت او توان پاتې و. په داسې حالاتو کې ټولنه داسې حرکت ته اړمنه وه چې د يو کس يا د يوې وړې ډلې د وس کار نه و. تبليغ هم تاثير نه درلود. ځکه چې ټول وسايل د امويانو په لاس کې وو او د امام فرياد يوازې د يو څو کسانو غوږ ته رسيده. او تر شلو کلونو هغه حضرت مجبوره و چې په پټه له خپلو ملګرو سره خبرې وکړي.

په دغه شرايطو کې تر ټولو ښه اقدام هماغه کار و چې امام حسين وکړ. هغه حضرت په اسلامي ټولنه کې داسې حرکت پيدا کړ چې تر قيامته به يې پر ټولنه اغيز پاتې وي. هغه لړزا يې چې راوستله باقي به وي او وبه نه دريږي. د امام حسين پاڅون هغه پيښه ده چې نه شي تحريفيدی او د هغه غلط تفسير وشي. حال دا چې په قران کې هر محکم آيت هم په غلط تفسير سره تحريفيدی او هغه په نوې قرائت سره دوباره لوستل کيدي شي. حديث هم په اسانه دروغ جعلي او له اسراييلياتو بللي شو. يا په نهآيت کې ويلاي شو چې دا معنا او مفهوم يو ډول قرائت دی او د دې لپاره بل قرائت هم کولی شو. د تقليد مراجعو او مجتهدانو ته هم وايي چې تاسو خپله پوهه مطلقه مه ګڼئ. نور قرائتونه هم شته. خو د امام حسين حرکت داسې دی چې نه شي تحريفيدی. د هغه حضرت د پاڅون يوازيني تفسير دا دی چې يوه پاکه ډله وه چې د خدای په لاره کې او د دين د احيا لپاره يې انونه او عزيزان قربان کړ، تر اوسه هيڅ يو تاريخ ليکونکي او باضميره انسان د کربلا د پيښې بل تفسير نه دی وړاندې کړی.  البته نن سبا داسې کسان پيدا کيږي چې ممکنه ده د کربلا له پيښې نوې تفسير وړاندې کړي او ووايي چې د امام حسين پاڅون غلط و او د کربلا پيښه د بني اميه و په وړاندې د هغه د نيکه د تاوتريخوالي غبرګون و. ځکه چې د امام حسين نيکه د هغوي پلار نيکونه وژلي وو. او هغوي هم په کربلا کې د پيغمبر لمسيان ووژل دا هغه تر ټولو شيطاني تفسير دی چې تر اوسه د کربلا له پيښې وړاندې شوی دی. او تر اوسه داسې تعبير مخينه نه ده لرلې. له دې مخکې دوست دښمن و مسلمان کافر، مشرک او بت  پرست، ټولو کربلا د کيسې په وړاندې د تعظيم سر ټيټ کړی دی.

په ډې ډول وه چې حسين د هدايت ډيوه شوه. هغه ځلانده څراغ چې د دښمنيو توپانونه او دښمنۍ يې هيڅ کله نه شي ګلولي.

دا هم په عامه معنا د نهي عن المنکر لپاره يو بل مصداق دی. خو امام حسين هماغه ډول چې وې فرمايل د نهي عن المنکر هدف ته ورسيد : اريد ان امر بالمعروف و انهي عن المنکر. د دغه امر بالمعروف او نهي عن المنکر ميوه انسانانو ته د حق او باطل ورپيژندل او هدايت و. او دا اصل د انبياوو او د خدای د وليانو دنده ده. د هدايت د دندې له تر سره کولو وروسته که خلک تيار شول چې د هغوي مشري ومني. دوي حکومت هم جوړوي، که څه هم د حکومت جوړول د هغوي دنده ده. دا دنده په هغه صورت کې بڼه نيسي چې خلک يې وومني او له هغوي سره مرسته وکړي. لکه څرنګه چې اميرالمومنين به شقشقيه خطبه کې وفرمايل: لَوْلا حُضُوْرُ الحَاضِرِ وَقِيامَ الحُجَةِ بِوُجُودِ النّاصِر...لالقيٰتُ حَبْلَهَا عَلیٰ غَارِبِها....

که ډير کسان نه وې حاضر شوي او مرسته يې نه وه کړې چې حجت تمام شي....بيشکه چې د خلافت د اوښ جلب به مې د هغوي به کوهان وراچولاي واي.

کله چې خلک چمتو شول او مرسته يې وکړه. زه به هم په خپله دنده عمل وکړم. په دې ډول خو که خلک حاضر نه شول د حکومت د جوړولو دنده ساقطيږي، خو د هدايت دنده باقي ده. د انبياوو او اولياوو د هدايت دنده د غيبت په ورځو کې د دين عالمان په غاړه لري:

العلما ء ورثة الانبياء[22] نو دا دنده هيڅ کله نه ساقطيږي او که بله لاره نه وي بايد د امام حسين په شان خلک په خپل شهادت سره هدايت کړو. او په دې ډول حق او باطل هغوي ته وښودل شي. په دې بڼه کې که خلک انصاف ولري پوهيږي چې دا کار د ديني دندې په خاطر تر سره شوی دی. البته د دا ډول امر بالمعروف او نهي عن المنکر موارد ډير کم دي. له بل پلوه د داسې دندې تشخيص ډيرې پوهې ته اړتيا لري او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د دندې او فرض د پوره کولو لپاره له هر څه تيريدل ډيرې سر ښندنې ته اړتيا لري له دې امله داسې شخصيتونه ډير کم پيدا کيږي.

سرچینې 

 [17]. ابن شهر اشوب، مناقب آل ا بي طالب، دريم ټوک،  ۱۶۸ مخ.

[18] .  نساء سورت (۴)، ایت ۱۴۱.

[19] . رعد سورت(۱۳)، ایت ۳۴.

[20]. شيخ مفيد  الارشاد، ژباړه محمد باقر ساعدي خراساني، ۴۴ مخ.

[21]. تير سند،  ۵۸۲ مخ.

[22] . عالمان د پيغمبرانو وارثان دي.

کلیدي کلمې: