د عاشورا د پاڅون هدفونه(۳

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مصداق او مفهوم

د معروف کلمه له عرف رواتلې ده چې معني يې ده ښه او خوښ. او خداي پالي له هغه داسې کار اراده کوي چې د خداي خوښ وي. منکر هم له  نکر  مادې راوتلې او معنا يې د معروف کار په خلاف ده. او د دين دارانو په عرف کې هغه کار ته وايي چې خداي تعالی پرې نه راضي کيږي په دې ډول امر بالمعروف يعنې د نيکو کارونو امر کول او نهي عن المنکر يعنې له بدو او سپکو کارونو منعې کول. دا دوه عمله د زمان، مکان او د کسانو د عمر شرايطو او مقتضياتو ته په پام سره په مختلفو ډولونو تر سره کيږي دغو رودو ته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مصداقونه ويلاي شو.

 د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د معنا پراختيا

امر بالمعروف او نهي عن المنکر د شرعې يوه ډيره مهمه دنده او واجب دی چې د هغه په اهميت کې روايتونه داسې فرمايي.

فريضه عظيمه به تقام الفرائض [1] (لويه دنده ده چې ټول فرايض او واجبات د هغه په وسيله قايميږي.

يا اتم الفرائض و اشرفها و افضلها[2] (امر بالمعروف او نهي عن المنکر تر ټولو کامل او لوړه دنده او واجب دی

خو د دغو لويو فريضو د مقام د پيژندلو لپاره ضروري ده چې د هغو دايره وپيژنو. د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پړاوونه د جاهل له تعليمه پيل کيږي. او تر جهاده دوام مومي. په دې اساس د امر بالمعروف لومړۍ مرحله هغه کسانو ته د شرعي واجباتو ښودل دي چې له هغو ناخبره وي. دا خبره چې د روايتونو به تعبير ورته د جاهل تعليم ويل شوي زياتره د هلکانو، جينکو لپاره د شرعي دندو او احکامو تعليم ته ګرځي البته لکه څرنګه چې د واجباتو تعليم او د هغو تر سره کولو ته د خلکو هڅول واجب دي مستحبي دندې هم شته چې د هغو امر مستحب دی. د جاهل له تعليمه وروسته بايد هغه کسانو ته چې له شرعي حکم او دندې ناخبره نه دي خو خپله شرعي دنده نه تر سره کوي يا يې کوم منکر عمل کړی دی په دې مرحله کې ضروري ده چې هغوي له خپلې دندې خبر کړی شي.

إنّما يؤمر بالمعروف و ينهی عن المنکر مومن فَيَتَّعِظُ او جاهل فيتعلّم[3] (کله يو مومن ته امر بالمعروف او نهي عن المنکر کيږي او په دې ډول موعظه کيږي او هغه مني کله هم جاهل وي او نه پوهيږي او په دې طريقې سره زده کړه کوي)

په دې مرحله کې د امر بالمعروف د اثر کولو شرط مطرح کيږي البته کله کله په ټولنه داسې فضا واکمنه وي چې شرعي احکام لوي اجتماعي ارزښت لري او پريښودل يې لويه ګناه ګڼل کيږي او بې ارزښته کار بلل کيږي. په داسې شرايطو کې يو کس ته د بې لمانځه  ويل د هغه لپاره لوي کنځل ګڼل کيږي په داسې حالاتو کې نهي عن المنکر ښه تاثير کوي. هغه احکام چې په علميه رسالو کې د امر بالمعروف لپاره ذکر شوي دي زياتره د همدغه مرحلې په باره کې خبرې کوي. خو کله په ټولنه واکمنه فضا داسې نه ده او د واجب کار تر سره کول ارزښت او پريښودل يې ارزښت ضد کار نه ګڼل کيږي او ګناهکارانو د غلطو کارونو او ګناهانو له کولو هيڅ شرم نه محسوسوي تر دې چې ښه په زغرده د ګناه اقرار کوي او که ورته وويل شي چې د احکامو د اجرا لپار ډير زيارونه ګالل شوي دي. په ډاګه وايي چې مونږ اسلام نه غواړو. په دا ډول فرهنګي فضا کې له اسلام سره د مخالفت تظاهر کومه سپکه او بده چاره نه ګڼل کيږي.

د امام حسين په وخت کې په ټولنه واکمن شرايط هم همداسې وو. د اسلام قطعي احکام به پريښودل شوي وو. د خداي په حدودو تيری شوی و. او کوم کس چې د معاويه له لورې د مسلمانانو د خلافت لپاره کانديد شوی و تل به يې شراب څښل او ښه په ډاګه به يې څښل هغه به له سپيو او بيزوګانو سره لوبې کولې او ټول خلک د هغه له دغه خصوصيته خبر وو[4] په داسې حالاتو کې د اسلام د احکامو يو په بل پسې انکار کيده او له حکومت سره د واړه مخالفت په وجه د مسلمان وينه بهيول کيده نهي عن المنکر او موعظې هم څه ګټه نه لرله. له همدې امله وه چې امام حسين وفرمايل:

فَعَلیٰ الاسلام السلام إذ قد بُلِيَتِ الاُمّةُ بِراعٍ مِثْلَ يزيد[5] (کله چې په خلکو د يزيد په شان کس واکمن شي نو د اسلام فاتحه دې ولوستل شي) البته د معاويه د حکومت په وروستيو کې هم بې له محدود ظواهرو له اسلامه بل څه نه وو پاتي، خو حالت داسې نه و چې واکمنان دې وتوانيږي په اسانه سره په ګناه تظاهر وکړي او خلک هم غلي پاتي شي.

په داسې حالاتو کې چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر بې اثره دی او خلک له هغه چا سره چې په دغه دندې عمل کوي دشمني کوي يا حتیٰ هغه وژني[6] څه بايد وکړو؟  د جابر په روايت امام صادق (ع) فرمايي: په دغه وخت له هغوي سره جهاد وکړئ تر دې چې د خداي امر ته غاړه کيږدي[7] نو د امر بالمعروف دايره د جاهل له تعليمه پيل کيږي او تر جهاده پر مخ ځي.

په تير وخت کې د شيعوو د روايتونو په کتابونو کې د امر بالمعروف په نامه جدا کتاب نه و بلکه د (جهاد) د کتاب په پاي کې به يې يو باب امر بالمعروف ته بيلاوه د شيخ طوسي  تهذيب الاحکام کتاب په دې ډول دی له دې امله ويلاي شو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مفهوم په دوه ډوله استعمال لري: اول هغه استعمال چې په علميه رسالو کې راغلي په دا ډول استعمال کې جهاد هيڅ کله نه شامليږي ځکه چې په دغه ډول امر بالمعروف کې د تاوان د نه لرلو شرط ضروري دی حال دا چې په جهاد کې دا شرط معنا نه لري. او د تاوان احتمال او کله کله خو يقين وي. د امر بالمعروف ډول د جهاد مصداق دی چې په هغه کې د ضرر احتمال بلکه يقين موجود دی او کله انسان ته يقين وي چې وژل کيږي.

د امر بالمعروف دريم ډول د جاهل تعليم دی ځينې فقيهان وايي چې د وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ [8] د آيت اوله برخه چې خير ته بلنې او د جاهل تعليم ته ورګرځي امر بالمعروف نه ده. دوي په دې باور دي چې که څوک له  ديني دندې ناخبره وي او په دې وجه پرې عمل ونه کړي هغه ته د دغه چارې ورښودل امر بالمعروف نه دي بلکه امر بالمعروف د هغه دندې او فريضې يادونه ده هغه چا ته چې ورځينې خبر وي خو کوي يې نه.

نو د امر بالمعروف پيژندل شوي مفهوم هغه وخت مصداق پيدا کوي چې اسلامي حکومت پياوړی وي. او اسلامي ارزښتونه په ټولنه واکمن وي په داسې حالاتو کې خلک د بد کار او ګناه په کولو شرميږي او نهي عن المنکر په هغوي اثر کوي. دا ډول امر بالمعروف هماغه شرطونه لري چې په فقهي منابعو او عمليه رسالو کې راغلي دي. البته دا شرطونه هغه امر بالمعروف ته نه شامليږي چې د جهاد په معنا دي. امام خميني (ره) په دې هکله فرمايي  (تقيه جايزه نه ده ولو بلغ ما بلغ) په داسې مواردو کې بايد امر بالمعروف وشي که څه هم ډير کسان ووژل شي. په دې اساس امر بالمعروف او نهي عن المنکر په خپلې عامې معنا کې له يو پلوه د جاهل تعليم او پوهاوي ته ويل کيږي او له بل پلوه د جهاد تر مرحلې رسيږي، ځکه چې د جهاد مقصد د خداي د خبرې لوړاوي او واکمني ده.  لتکون کلمة الله هي العليا، له امر بالمعروف او نهي عن المنکر د امام حسين هدف د هغه عام مفهوم دی نه د هغه محدوده  او متعارفه معنا. د ضرر او تاوان  نه احتمال د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د دغه معنا يو شرط دی. ځکه چې امام حسين ته يقين و چې وژل کيږي به دوي د امامت پر علم او هغو روايتونو او خبرونو سربيره چې له خپل پلار او نيکه يې د خپل شهادت په هکله اوريدلي وو د مادي علم له لارې هم پوهيدلاي شو چې شهيديږي به. ځکه چې ډيرو کسانو هغوي عراق ته له سفره منعې کړي وو. او ويلي وو چې که عراق ته لاړ شي وبه وژل شي. او هغه حضرت ته يې د هغوي له پلار او ورور سره يې د کوفيانو د سلوک يادونه کړې وه. هغه حضرت به په ځواب کې فرمايل خداي دې تاسو ته خير درکړي چې ماته نصيحت کوئ، خو زه دنده لرم چې بايد تر سره يې کړم.[9]

د جهاد له معنا سره د امر بالمعروف د معنا رابطه

په فقهي کتابونو کې جهاد په درې ډوله دي. ابتدايي جهاد، دفاعي جهاد او له باغيانو او بلواګرو سره جهاد. لومړۍ ډول يعني ابتدايي جهاد د امام په حکم او د خداي د ولي له لارې د هدايت د خنډونو د ليرې کولو لپاره تر سر کيږي چې اسلامي حکومت وکولي شي اسلام په نړې کې خپور کړي. او الهي معارف ټولو ته ورسوي، او په دې ډول د هدايت لاره پرانستل شي. له دې امله خداي تعالی فرمايي: فَقَاتِلُواْ أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لاَ أَيْمَانَ لَهُمْ [10](د کفر له مشرانو سره وجنګيږئ)

خو د جهاد دوهم ډول هغه وخت دی چې په مسلمانانو حمله وشي او هغه خپله دفاع وکړي. د جهاد دريم ډول هغه وخت مصداق پيدا کوي چې د مسلمانانو د دوو ډلو تر مينځ جنګ شي او د اصلاح بله لاره نه وي، مګر دا چې له هغه ټولي سره چې ظلم پرې شوي کمک وشي. يا د اسلام واکمن امر وکړي چې هغه کسان چې د اسلامي حکومت په خلاف پاڅيدلي له هغوي سره جهاد وشي. چې دغه مبارزې ته په اصطلاح کې  له اهل بغي (بلواګرو) سره جهاد وايي.

خو د امام حسين پاڅون په دغو دريو ډولونو کې په کوم يو کې راځي؟ په لږ فکر سره دې نتيجې ته رسيږو چې د هغه حضرت پاڅون په دغه يو ډول کې هم چې په فقهي کتابونو کې راغلي، نه راځي د هغه حضرت جهاد له کفارو سره ابتدايي نه و، دفاعي جهاد هم نه ګڼل کيږي، ځکه چې دفاعي جهاد له هغو کفارو سره کيږي چې په مسلمانانو يې حمله کړی وي. همدا راز د هغه حضرت پاڅون له باغيانو سره جنګ هم نه و. نو د امام حسين قيام کوم ډول جهاد و. چې هغوي د هغه د کولو لپاره خپله ټوله کورنۍ کربلا ته بوتله او حتیٰ تي خوړونکي ماشوم يې هم قربان کړ.

(جهاد) مختلفې اصطلاح ګانې لري. له يو پلوه د جهاد معنا دومره پراخه ده چې حتیٰ د اسلام د تبليغ په لاره کې او له کفارو سره د مبارزې او د دشمن د کلتوري يرغل د مقابلې لپاره له خپل مال سره جهاد ته هم جهاد وايي. لکه څرنګه چې خداي تعالی په قران مجيد کې فرمايي:

وَجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ [11] (په خپلو مالونو او ځانونو سره د خداي په لاره کې جهاد وکړئ)

البته دا د جهاد په مفهوم کې يو ډول پراختيا ده که څه هم د جهاد لغوي معنا دغو ټولو مواردو ته شامليږي. جهاد يعني هڅه او کوشش. او د مفاعله باب ته په پام سره مجاهدت  يعنې د يو دشمن يا يو خنډ په مقابله کې کوشش او هڅه کول. خو له مانع او خنډه مطلب د هغه په لغوي معنا کې يوازې توره نه ده بلکه ممکنه ده دا خنډ اقتصادي يا کلتوري او فرهنګي دشمن وي. جهاد دغه مورد ته هم وايي. هغه اقتصادي او اجتماعي فعاليتونه چې د دشمن له اقداماتو سره متناسب وي  غو ته هم جهاد ويل کيږي لکه څرنګه چې خداي تعالی په قران کې فرمايي:

وَفَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْراً عَظِيماً [12] (خداي هغه کسان چې په مال او سر سره جهاد کوي په يوې درجې سره تر ناستو کسانو لوړ ګرځولي دي.)

د جهاد يو ډول دا دي چې انسان خپل سر په خطر کې واچوي بل ډول يې هم له نفس سره جهاد دي. چې جهاد اکبر ورته ويل کيږي.[13]

نو له يو پلوه د جهاد مفهوم دومره پراخيږي چې په مال سره جهاد په تبليغ سره، په ژبې او قلم او حتیٰ له نفس سره جهاد ته شامليږي. دا په مفهوم کې پراختيا ده خو په فقهي او اصطلاحي مفهوم کې جهاد د امام حسين پاڅون ته نه شامليږي ځکه چې کله کله مفاهيم دوه ډوله معناوې لري: يوه عامه معنا او يوه خاصه معنا، (خاصه معنا) يو خاص اصطلاحي مفهوم دی چې په خاصه فضا او خاصه ټولنه کې کارول کيږي، خو (عامه معنا) ممکنه ده هماغه لغوي معنا وي يا دا چې د اجتماعي بدلونونو په وجه نوې مصاديق پيدا کړي او پراخه شي.

په دې ډول د جهاد عامې معنا ته په پام سره يعنې د دشمن په خلاف د خداي په لاره کې جهاد کول، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ډير موارد د جهاد مصداق ګرځيدلاي شي. له بل پلوه که امر بالمعروف او نهي عن المنکر د هغې په عامه معنا په نظر کې ونيسو تقريبا د جهاد ټول مصداقونه، بې له نفس سره جهاد پکې شامليږي. ځکه چې ښو کارونو ته د نورو رابلل او له بدو کارونو د هغوي منعې کول د خداي په لاره کې د کوشش او هڅې مصداق دی او په دې ډول دا دوه مفهومونه په يو بل کې داخليږي. د پام وړ ټکي دا چې هر کله چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر د جهاد په څنګ کې راشي معنا يې له يو بل سره فرق کوي او په دغه حالت کې جهاد امر بالمعروف او نهي عن المنکر ته نه شامليږي او امر بالمعروف هم جهاد ته نه شامليږي خو که هر يو جدا جدا راشي نو د بل معنا هم پکې شامليږي. دغه سريزې ته په پام سره ويلاي شو چې له امر بالمعروف او نهي عن المنکر نه د امام حسين مطلب چې هغه يې خپل مقصد بللی دی د هغه فقهي اصطلاحي معنا نه ده چې يو شرط يې د ضرر او تاوان د احتمال نيشتوالی وي. لکه څرنګه چې امام خميني (ره) د تقيې په بحث کې ليکلي دي تقيه په مهمو چارو کې لازمه نه ده. دوي په دې هکله مثالونه هم راوړي دي منجمله دا چې که دشمن غواړي چې کعبه ورانه کړي. په داسې مواردو کې نه شو کولي چې د خطر د امکان په پلمه نهي عن المنکر ونه کړو. بلکه په هر قيمت سره بايد دا دنده تر سره کړو. او د خداي د کور د ورانيدو مخه ونيسو. که څه هم د سر د تللو په بيه وي.

همدا راز که د کوم امام يا پيغمبر ځان او سر په خطر کې وي نو د زخمي کيدو څپيړې خوړلو يا تاوان په پلمه غاړې ته نه شو دريدلاي بلکه ضروري ده چې پيغمبر يا معصوم امام وژغورو. که څه هم په زرګونو تنه ووژل شي. امام خميني نور مثالونه هم راوړي او په کلي ډول وايي چې په هغو مواردو کې چې د اسلام حيثيت او اصل ته خطر وي تقيه جايزه نه ده.

ضروري ده چې نن سبا دا موردونه د وخت ټولنيزو مسايلو او حالاتو ته په پام سره وڅيړل شي. نن څوک پيغمبر او معصوم امام نه وژني. ځکه چې هغوي شته نه خو غواړي چې د پيغمبر پيغمبري او د امام ولايت له مينځه يوسي دوي وايي چې د پيغمبر له مرګه وروسته هيڅ ولايت نيشته[14] د وحي په باره کې هم وايي چې (وحي يوه شخصي چاره ده او د يو چا پيغمبري نه شي ثابتولاي. پيغمبر هم د نورو په شان دی. او د نورو انسانانو په شان غلطي کوي)[15] دا عمل د پيغمبر تر وژلو هم بد دی. ځکه چې د پيغمبر په وژلو سره د هغه مقصد له منځه نه ځي. لکه څرنګه چې د امام حسين وينې د هغوي هدف خوندي وساته. خو که پيغمبري او امامت ختم شي، د پيغمبرانو او امامانو له هدفه هيڅ نه پاتې کيږي. په وروستيو کلونو کې د اسلام په حيثيت او تنه ډيرې بريدونه شوي دي او ورځ په ورځ دين په ټولنه کې کمزوري کيږي. په دې ډول چې له هيواده بهر مسلمانانو هم دا خطر محسوس کړی دی. او زمونږ په هيواد کې د معنويت په کمزورۍ ډير انديښمن شوي دي.

د دغه ديني او معنوي ځوړتيا په هکله دوو لاملونو ته اشاره کولاي شو: لومړۍ ډله ګمراه کوونکي مطبوعات او خپرونې او کتابونه چې وزارت ارشاد په دې مسله کې مسوليت لري، او بل عامل هغه اقدامات دي چې په هيواد کې کيږي چې د ګناه سپکوالی او قباحت په ټولنه کې ختم شي. او د ځوانانو او زلمکيانو د مقام د درناوي په پلمه خلک ګناه کولو ته وهڅول شي. البته په دې زمينه کې د بهرنيو ټيلويژنونو چې په سرحدي سيمو کې مبتذل فلمونه ښيي يا له سپوږمکۍ (ډيش انټينې) د غير قانوني استفادې له روله انکار نه شو کولاي. په دې مسله کې نور وزارتونه هم رول لري، خو د ارشاد د وزارت رول تر ټولو زيات دي.[16]

سرچینې

[1]. اصول کافي، ۵ ټوک، ۵۵ مخ، ۱ روايت. تهذيب الاحکام، ۶ ټوک، ۱۸۱ مخ، ۲۱ روايت.

[2] . همدغه سند.

[3] . محمد باقر مجلسي،  بحار الانوار، ۱۰۰ ټوک،  ۷۱ مخ، ۱ باب،  ۳ روايت.

[4] . مراجعه وکړئ: مسعودي، مروج الذهب،  دريم ټوک،  ۹۷ مخ.

[5] . خوارزمي . مقتل الحسين،  لومړي ټوک،  ۲۶۸ مخ.

[6]. لکه څنګه چې خداي تعالیٰ په قران کې فرمايي: يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُم. هغوي هغه کسان چې خلک انصاف او عدالت ته رابولي، وژني (آل عمران (۳)،  ۲۱ آيت)

[7] .  آل عمران سورت (۳) ،  ۱۰۴ ایت.

[8]. همدغه سند.

[9]. ابو محمد احمد بن اعثم کوفي، الفتوح، پينځم ټوک،  ۷۲ مخ، محمد بن جرير طبري، دلايل الامامه، ۱۸۱ مخ.

[10] . توبه سورت (۹).  ۱۲ آیت.

[11] . توبه سورت  (۹)،  ۴۱ آیت.

[12] . نسا‌ء سورت (۴)،  ۹۵  آیت.  

[13] . د امام خميني عليه الرحمة کتاب جهاد اکبر د اخلاقياتو او له نفس سره د جهاد په هکله دی. همدا راز د ويلو ده چې شيخ حر عاملي په وسايل الشيعه کې او په کتاب جهاد کې د جهاد د بحثونو له کولو وروسته د جهاد بالنفس او اخلاقي مسايلو په هکله غږيږي.

[14] . مراجعه وکړئ، عبد الکريم سروش. بسط تجربه ديني، ۲۷  او ۱۳۳ مخونه.

[15] . مراجعه وکړئ : عصر ازاد ګان  ۲۸ . ۱ . ۱۳۷۹ ، د تحکيم وحدت د دفتر په عزادارۍ کې د سروش د وينا راپور.

[16]. په ځينو بهرنيو سفرونو کې د امريکا، انګلستان او نورو هيوادونو د مسلمانانو لپاره ځواب نه لرو.

کلیدي کلمې: