د عاشورا د پاڅون هدفونه(۲

ب: امر بالمعروف او نهي عن المنکر

امام حسين په خپل امت کې د اصلاح له غوښتلو وروسته امر بالمعروف او نهي عن المنکر د خپل پاڅون يو هدف ګڼي فرمايي:

وَ ان امر بالمعروف و انهی عن المنکر (او دا چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړم)

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مفهوم څرګند دے. خو د هغه امر بالمعروف چې په کتابونو کې راغلے دے او خاص شرايط لري او د هغه امر بالمعروف په مينځ کې چې امام حسين وکړ او په هغه يې عمل وکړ څه فرق دے. دا څه ډول امر بالمعروف او نهي عن المنکر دي چې د هغه لپاره بايد له ځان او بچيانو تير شو او په وچه کلکه دښته کې له هغو کسانو سره چې د امام امر بالمعروف ته يې هيڅ پام ونه کړ وجنګيد او شهيد شو؟

په فقهي کتابونو کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر لپاره شرايط ذکر شوي دي. په امر بالمعروف کې ضروري ده چي انسان پخپله تاوان ونه مومي حال دا چې امام حسين په يو يقيني ضرر په باور سره امر بالمعروف وکړ. ايا دا عمل د امر بالمعروف له احکامو سره چې مونږ يې پيژنو سمون خوري.؟ ځينې وايي دا امر بالمعروف يو داسې حکم دے چې يوازې له امام سره مخصوص دے. او دغه چارې د هغوي په حق کې يو ډول اسماني جنبه لرله. ځينې نور وايي چې هر يو امام خاصه دنده لرله چې د خداي له لوري ورته ټاکل شوې وه. او دا عمل د عامو خلکو لپاره ملاک نه دے او په نورو نه لاګو کيږي. اوس بايد وګورو چې ايا دا ځوابونه صحيح او قانعوونکي دي که نه.

د دغو رايو د جاج او ځواب نه مخکې په قران روايتونو او اهل بيتو او امامانو په حديثونو کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اهميت ته اشاره کوو.

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اهميت

زمونږ په ټولنه کې چې اسلامي کلتور پکې واکمن دے منجمله لومړۍ مسئله چې په کورونو او ښوونځيو کې ماشومانو ته ښودل کيږي د دين اصول او فروع دي. د دين په فروعاتو کې اوم او اتم لمبر د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دے. يعنې امر بالمعروف او نهي عن المنکر هم د لمونځ او روژې په شان واجب دے. نو ويلے شو چې ټول خلک پوهيږي چې دا دين له ضروروياتو دی. په دې خبره کې هيڅ شک او شبهه نيشته او څوک نه شي ويلے چې زما په خيال په اسلام کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر واجب نه دي.

همدا راز د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په هکله ډير روايتونه او آيتونه لرو چې د هيڅ شک ځاي باقي نه پريږدي[21] په دې اړه له معصومانو ډير روايتونه راغلي دي. شيخ طوسي په تهذيب کتاب او همدا راز کليني په اصول کافي کې روايت کړے دے چې امام محمد باقر (ع) جابر ته وفرمايل: په اخره زمانه کې به داسې خلک وي چې د يوې خاصې ډلې پيروي به کوي چې ريا کار دي او تظاهر کوي چې قاريان او د خداي عبادت کوونکي دي. دوي تازه کاره او ساده دي. نه په ځان امر بالمعروف واجب ګڼي او نه نهي عن المنکر. مګر هغه وخت کې له تاوان او ضرره خوندي وي. دوي هميشه په دغه لاره کې د ځان لپاره عذر او پلمې جوړوي.)[22]

هغه خاصه ډله چې خلک يې په عمل او وينا باور کوي داسې کسان دي چې خلک يې د عالم او موجه شخصيتونو په توګه پيژني او خبره يې مني د دغو کسانو ځانګړتياوې دا دي:

يتقرون و يتنسکون: دوي تظاهر کوي چې قاري او عابدان دي (يتقرون) د قرا له مادې راوتلې ده. د اسلام په لومړيو کې هغه کسان په لوړو علمي درجو ګڼل کيدل چې په قران او قراني علومو ښه پوهيدل او نورو ته يې تعليم ورکولے شو. دغو کسانو ته به يې (قرا ء) ويل. مثلا کله به يې چې غوښتل چې د يو ښار يا هيواد يا سيمې لپاره چې تازه مسلمان شوي وو مبلغ وليږي نو يو له دغو قراوو به يې ليږه. او هغوي به خلکو ته د قران تعليم ورکاوه. او تفسيراوه به يې. او په دې ډول به يې هغوي د اسلام له ښوونو سره اشنا کول. له دې امله قراء د اسلام د لومړيو وختونو لوي عالمان او پوهان ګڼل کيدل خو په دې مينځ کې داسې کسان هم وو چې هسې ظاهري لباس به يې د قراوو و. حال دا چې دغه کار صلاحيت به يې نه درلود. هغوي به يوازې په دغه کار تظاهر کاوه. نن سبا روحاني نما او نيمچه ملايان د دغه ډول قراوو لپاره برابره اصطلاح کيدلے شي امام باقر (ع) فرمايي د اخرې زمانې خلک به د داسې ملايانو او قراوو پيروان شي چې تظاهر کوي چې عالمان او قاريان دي.

همدا راز دا کسان په عبادت تظاهر کوي (يتنسکون) د نسک له مادې دے. او ناسک هغه کس دے چې عبادت کوي. تنسک يعنې د عبادت تظاهر کول. هغه کسان چې عابدان نه دي خو د خلکو په مخکې داسې عمل کوي چې خلک خيال کوي چې دوي عبادت کوونکي دي.

حدثاء او سفهاء: د دغو کسانو نور صفات په کار کې نابلدي او سطحې نظري ده لا يوجبون امرا بالمعروف ولا نهيا عن منکر لا اذا امنوا الضرر: دا کسان چې خلک د هغوي خبره مني ځانونه په امر بالمعروف او نهي عن المنکر مکلف نه ګڼي او د خلکو په مينځ کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د واجبوالي خبره نه کوي. مګر په هغه ځاي کې چې هغوي ته تاوان ونه لري. دوي خلکو ته داسې القا کوي چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر يوازې هغه وخت واجب دے چې په هغه عمل د انسان لپاره کوم مشکل پيدا نه کړي.

يطلبون لانفسهم الرخص والمعاذير: دا په تقوا تظاهر کوونکي هميشه د يوې پلمې په لټه کې وي چې له خپلې دندې ځان خلاص کړي. ځکه چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر ارو مرو مشکلات او پايلې په ځان پسې لري او کوم کسان چې ورته نهي عن المنکر کيږي د نهي کوونکي له خوا و شا خپريږي. او له هغه سره دوستۍ ته زړه نه ښۀ کوي.

په دې ډول دغه کسان عالم وزمه او ملا وزمه دي او په هيڅ توګه د دې صلاحيت نه لري چې د خلکو مشري او لارښوونه وکړي دوي حقيقي عالمان له ډګره ليرې کوي او پخپله د هغو په ځاي راځي دا کسان د دې لپاره چې حقيقي عالمان له لارې وغړوي داسې کارونه کوي چې حقيقي عالمان د خلکو له نظره ولووي. له دې امله هڅه کوي د هغوي کمزوري ټکي پيدا کړي. اسان کار چې په دې لاره کې يې کولاي شي دا دے چې د هغه عالم په وينا يا عمل کې کومه غلطي پيدا کړي او هغه ډيره لويه وښيي. عالمان خو هم معصوم نه دي او ممکنه ده کله کله ترې غلطي وشي ځکه چې غير معصوم انسان هر څومره تقوا هم چې ولري حتیٰ که عصمت ته نزدې هم وي بيا هم له غلطۍ خوندي نه دی. له دې امله کيدے شي په غلطۍ سره کوم خلاف کار وکړي. يا حتیٰ ښايي يو کار واجب وګڼي او بيا معلومه شي چې غلطي يې کړې ده. نو ممکنه ده چې په ډيرو ښو عالمانو او ښو شخصيتونو کې هم کمزوري ټکي پيدا شي. دا په ظاهره عالمان فرصت ته په تمه وي چې په حقيقي عالمانو کې کمزورے ټکے پيدا کړي او هغه لوي وښيي. او حقيقي عالمان د خلکو په نظر کې کمزورے کړي او شخصيت يې ټرور کړي چې خلک له حقيقي عالمانو ليرې شي.

امام محمد باقر دحديث په دوام کې فرمايي: يَتْبَعُوْنَ زَلاّتَ العُلماء و فساد علمهم، دوي هغه غلطۍ او تيروتنې چې د حقيقي عالمانو په کړو کې کيږي تعقيبوي.

يُقْبِلُون علی الصلاة والصيام و مالا يَکْلِمُهُمْ فی نفس و لا مال. دا عالم وزمه کسان د خلکو په مخکې لمونځ روژه او داسې کارونه کوي چې مال او ځان ته يې خطر نه وي. حال دا چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر کيدے شي د انسان مال او ځان ته تاوان ورسوي.

وَ لَوْ اَضَرّتِ الصّلاةُ بِسَائِرِ مَا يَعْمَلونَ باموالهم و ابدالهم لرفضوها کما رفضوا اتم الفرائض و اشرفها، که يو وخت داسې راشي چې لمونځ کول هم د هغوي ځان او مال ته د مشکل د پيدا کيدو سبب شي لمونځ هم پريږدي.

ځکه چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د پريښودلو ملاک هم ضرر او تاوان و. که لمونځ هم د دوي مال او ځان ته ضرر پيښ کړي د هماغه معيار په اساس دا هم پريږدي. لکه څرنګه يې چې ډيره کامله او شريفه فريضه يعنې امر بالمعروف او نهي عن المنکر يې د مال او ځان د تاوان په وجه پريښې ده. له دې ويرې چې داسې نه وي ګټو ته يې خطر پيښ شي. نو که لمونځ هم هغوي ته تاوان ولري پريږدي يې. امام محمد باقر(ع) په دې ځای کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر اتم فرائض او اشرف الفرائض او حتیٰ تر لمانځه هم لوړ ګڼي. دوي په دوام کې هم د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د اهميت يادونه کوي. ان الامر بالمعروف و النهی عن المنکر فريضة عظيمة. امر بالمعروف او نهي عن المنکر ډيره لويه فريضه ده. چې نور واجبات هم په هغه پورې تړلي دي. بها تقام الفرائض، له دې امله د دين ا و د هغه د احکامو بقا او ژوند په امر بالمعروف او نهي عن المنکر پورې تړلي دي. که په دغو دوو واجباتو عمل ونه شي نور واجبات هم له منځه ځي.

بيا هغه حضرت نيتجه اخلي چې: هنا لك يتم غضب الله عليهم، کله چې خلک داسې شول او په دا ډول کسانو پسې روان شول په هغوي د خداي غضب کامل کيږي او خلک ټولو خلکو ته سزا ورکوي فَيَعُمُّهُمْ بِعِقابه فيهلک الابرار فی دار الفجار، کله چې د خداي عمومي عذاب او قهر په ټولو خلکو نازل شو لامده او وچ او ښه او بد په يو ځاي سوزوي. والصغار فی دار الکبار، حتیٰ واړه ماشومان هم له لويو سره د خداي په عذاب ککړيږي.

امام يو ځل بيا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په اهميت تاکيد کوي او فرمايي: ان الامر بالمعروف و النهي عن المنکر سبيل الانبياء، امر بالمعروف او نهي عن المنکر د پيغمبرانو لاره ده.

کوم کسان چې غواړي د پيغمبرانو په لاره کې ګام کيږدي بايد امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي او که بله لاره يې ووهل د پيغمبرانو لارويان نه دي.

و منهاج الصالحين، امر بالمعروف او نهي عن المنکر د صالحانو روده ده.

فريضة عظيمة بها تقام الفرائض، لويه فريضه ده او نور واجبات د همدې په برکت ولاړ دي.

و تامن المذاهب: د لارو امنيت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په سيوري کې حاصليږي.

وتحل المکاسب، کسبونه د هغه په سيوري کې حلاليږي. که خلک غواړي چې حلال کسب او روزګار ولري بايد د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په عمل کولو هڅه وکړي. که نه وي ورو ورو به د هغوي په کسب کې سود داخل شي. او خلک به حلال او حرام له يو بله نه شي جدا کولے کله چې حالات داسې شي نو حلال له حرامو سره ګډوډيږي.

و ترد المظالم، که يو کس د بل چا حق ضايع کړے وي، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دوديدل سبب کيږي چې په ټولنه کې حق حقدار ته ستون شي.

و تعمر الارض، د امر بالمروف او نهي عن المنکر يو برکت د ځمکې ابادي دے. امر بالمعروف او نهي عن المنکر د اقتصادي ګټه غواړو په لاس د ژواک چاپيريال د خرابيدو مخه نيسي. ځکه چې دا کارونه د منکراتو په دائره کې راځي. و ينتصف من الاعداء، کله چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر پر ځاي شو دښمنان هم د انصاف خيال ساتلو ته اړيږي. کله چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوونکې د قدرت او وس خاوندان وي دښمنان جرائت نه شي کولے چې ظلم او زياتے وکړي. او په مومنانو بريدونه وکړي.

په اخره کې امام فرمايي: و يستقم الامر، کارونه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په سيوري کې سميږي. دا هماغه اصلاح ده ځکه هغه وخت کارونه سميږي چې مفاسد ليرې شي. دا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له برکتونو او نتيجو څخه دي.

د منکراتو په وړاندې د مسلمانانو دنده

امام محمد باقر د(ع) د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د عملي اجرا لپاره ځينې پړاوونه بيانوي.

١. فانکروا بقلوبکم: د ټولنې د منکراتو په وړاندې د مسلمانانو لومړۍ دنده له هغه په زړه کې انکار او د کرکې احساس او د بيزارۍ او نفرت څرګندول دي. قطعا له ګناه سره د مقابلې لومړے ګام د هغې په وړاندې د زړه غبرګون او غوسه او غضب دے. د دې په مقابل کې په ټولنه کې په ګناه په زړه کې خوشاليدل د نفاق نښه او د هغه لومړۍ مرحله ده. ځکه چې که انسان د خدای په حکم راضي نه وي زړه په دې چې د خداي احکام نه اجرا کيږي خوشاليږي. نو د ګناه په وړاندې لومړے ګام دا دے چې انسان پرې خپه شي چې ولې په ټولنه کې ګناه کيږي.

٢. و الفظوا بالسنتکم: د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دوهمه مرحله د ګناه او معصيت په کيدلو په ژبې سره اعتراض دے. دا پړاو چې لومړے عملي ګام ګڼل کيږي ښه ده چې په نرمۍ او مهربانۍ سره وشي.

 ۳. و صکوا بها جباههم: د امر بالمعروف او نهې عن المنکر دريمه مرحله تند او تيز چلند دے. د صکوا بها جباههم د تعبير مطلب دا دے چې د هغوي تندي ووهئ. کله چې نرمې خبرې او پاسته نصيحت کار ور نه کړ او د ګناهکار کس د لا جرئت او سپين سترګې توب سبب شو بايد له دغه ډول کس سره تن چلند وشي او په سخت اعتراض سره د هغه د ګناه مخه ونيول شي.

البته دغه ډول چلند د نورو د ملامتيا او اعتراض سبب کيږي. حتي کيدے شي د نهي کوونکي کس دوستان هغه د دغه تريخ سلوک له امله ملامته کړي. خو امام محمد باقر(ع) فرمايي ولا تخافوا فی الله لومة لائم، د خداي په لاره کې د ملامتوونکو له ملامتيا مه ويريږئ که څه هم ستاسو نزدې دوستان ولې نه وي. ځکه چې که خلک د نورو د ملامتيا او غندنې له ويرې امر بالمعروف او نهي عن المنکر پريږدي بلا نازليږي او وچ لامده هر څه له ځان سره سوزوي.

نو په دې اساس له امر بالمعروف او نهي عن المنکر نه وروسته په لاندينيو دوو حالتونو کې يو پيدا کيږي. يا دا چې ګناهکار کس د امر بالمعروف او نهي عن المنکر تر تاثير لاندې راځي او له ګناه او غلطو کارونو لاس اخلي چې په دې بڼه کې ستاسو فرض پوره شوي دي او له دغه کس سره نور بايد په ارامښت او مهربانۍ سره سلوک وشي. له دې امله امام محمد باقر (ع) فرمايي:

فان اتعظوا و الی الحق رجعوا فلا سبيل عليهم، که د حق په لور ستانه شول او له خپلو ګناهونو يې توبه وکړه نور نو بيا ملامتيا ښه نه ده.

خو که هغوي له خپلو غلطو کارونو او ګناه لاس وا نه خسته خداي تعالی فرمايي: إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ أُوْلَئِكَ لَهُم عَذَابٌ أَلِيمٌ [23] (خو اعتراض په هغو کسانو دے چې په خلکو ظلم کوي او په ځمکه کې په ناحقه سرکښي کوي.) دوي ته سخت عذاب پروت دے. که دوي د ناصحانو نصيحت وا نه وريده او په خپل ظلم او کږلارۍ ټينګار وکړي مومنان يوه بله دنده هم لري امام فرمايي: هناک فجاهدوهم بابدانکم،. په دې بڼه کې له هغوي سره جهاد وکړئ. په دې صورت کې زمونږ فرض له نرمو خبرو او سخت چلنده هم وراوړي. داسې کسان د اسلام دښمنانان دي او بايد له دوي سره مبارزه وشي. له داسې کسانو سره چې په ګستاخۍ سره او په ډاګه د اسلام د احکامو انکار او د اسلام د سپيڅلتياوو سپکاوے کوي بايد مبارزه وشي او د زړه له کومي له هغوي سره دشمني وشي او په دې مقام کې د دين د مهربانۍ او محبت د اړخ خيال نه دي ساتل پکار. ځکه چې د اسلام نرمي او رافت دغو کسانو ته نه شامليږي.

البته کله چې مومن له دغه ډول کسانو سره مخالفت کوي بايد د خپل نيت او د شيطان د مکر په فکر کې هم وي دا کار د لمانځه په شان يو عبادت دے شيطان په هغه کس پسې نه ورځي چې لمونځ نه کوي چې هغه ريا کارۍ ته وهڅوي ځکه چې هغه خو بلکل لمونځ نه کوي او روژه نه نيسي چې ريا کاري وکړي. خو کله چې يو کس لمونځ او عبادت کوي په تيره بيا په جومات کې او د خلکو په مينځ کې شيطان هغه ريا کارۍ ته وسوسه کوي له دې امله ويلے شو شيطان له هغه کس سره چې د نصيحت يا عزادارۍ په مراسمو کې شرکت نه کوي او د فساد او مفسدې ځايونو ته ورځي څه کار نه لري. هغه خو پخپله د دوزخ لاره نيولې ده. خو کله چې دغه کس د نصيحت او عزادارۍ مجلس ته راغے شيطان يې وسوسه کوي چې خلکو ته ځان وښيي چې ژاړي او يا ځان د اهلبيتو او امامانو زړه سواندې او مينه وال وښيي. نو شيطان په هغه کس پسې ورځي چې د حق په لاره کې وي. شيطان له هغه کس سره چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر نه کوي غرض نه لري بلکه د هغه ملګرے او دوست دے او هغه پخپله د شيطان له يارانو ګڼل کيږي خو کله چې غواړي امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي لاره يې له شيطانه جدا کيږي او شيطان دغه ډول کس وسوسه کوي.

نو پکار ده چې د مبارزې په وخت خپل نيت خالص کړو او زړه له ځان ښودنې او قدرت غوښتنې پاک کړو. که نه وي هغه ټول زحمتونه او خوارۍ چې په نفساني او شيطاني انګېزو او وسوسو سره شوي دي عبث دي. او هيڅ اجر او ثواب نه لري. ځکه هغه عبادت ارزښت لري چې د خداي لپاره او د خداي د امر د پوره کولو لپاره وي. امام په دوام کې فرمايي:

و ابغضوهم بقلوبکم غير طالبين سلطانا و لا باغين مالا ولا مريدين بالظلم ظفرا، له هغوي سره د زړه له کومې دشمني وکړئ او په دې چاره کې نه د قدرت په لټه کې اوسئ او نه د مال په هڅه کې. او ما دا غواړئ چې د سرکښۍ له لاري په نورو لاسبري شئ.

هغه کاميابي مطلوبه او ښه ده چې د سمې او مشروعې لارې لاسته راغلي وي نه له هرې لارې. په سياسي لوبو کې د دغو اصولو خيال نه ساتل کيږي. او هدف وسيله توجيهوي خو په اسلام کې داسې نه ده اسلام د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د حکم په څنګ کې حتیٰ سر ته د خطر د پيدا کيدو تر حده سپارښتنه کوي چې د شيطاني وسوسو خيال هم ساتئ. داسې نه وي چې خيال وکړئ په هره بيه او له هرې لارې کاميابيدل پکار دي. حتیٰ که له نامشروعې لارې هم وي. بلکه د خداي د حدودو او احکامو بايد سم خيال وساتل شي او نيت د خداي لپاره وي.

خو دا چې ولې بايد له هغو کسانو سره چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په وړاندې مقاومت کوي مبارزه وشي امام فرمايي چې حتیٰ يفيئوا الی امر الله و يمضوا علی طاعته، تر دې چې له مخالفته لاس واخلي او د باطل له لارې ستانه شي. او د خداي امر ته سر کيږدي. او د الهي اطاعت په اساس سلوک وکړي.

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د پريښودلو انجام

امام باقر(ع) د روايت په پاي کې يوه بله سپارښتنه کړې ده د حضرت شعيب کيسه بيانوي چې خداي تعالی حضرت شعيب ته وحي وکړه چې د قوم يو لک کسان به يې ووژل شي چې څلويښت زره يې ګناهکار وو او شپيته زره نور ښه او صالح کسان. حضرت شعيب په دې خبره حيران شو او پوښتنه يې وکړه بدان خو د عذاب مستحق دي خو په ښو کسانو ولې عذاب نازلوې؟ خداي تعالی وفرمايل د ښو کسانو عذاب او سزا له دې امله ده چې هغو له ګناهکارو سره روغه جوړه او ګډ ژوند درلود او زما د غضب په مقام کې يې په هغوي عضب ونه کړ يعنې په ګناهانو خپه او غوسه نه شو[24] د حديث په عربي متن کې د (داهنوا) لفظ راغلي دے د هغه مصدر مداهنه (دهن) له مادې دے. يعنې غوړول او غوړه مالي کول چې په فارسۍ کې ورته سازش او ساز باز ويلې شو. ځکه چې د يو شي غوړول د دې سبب کيږي چې له بل سره له ټکره او په تيزه له جنګيدو يې مخه ونيول شي. له دې امله هغه عمل ته چې د اختلاف او کړکيچ سبب نه شي مداهنه وايي. په دې اساس که انسان په ځينو مواردو کې غوسه نه شي د خداي عذاب پرې نازليږي. دا چې اسلام د محبت او مهربانۍ دين دے هميشه په نرمۍ او مهربانۍ سره کار نه کيږي بلکه په ځينو مواردو کې سختي او زيږوالے هم ضروري دے.

د امير المومنين حضرت علي(ع) په يو حديث کې راغلي دي له ګناه سره په مقابله کې تر ټولو کم اقدام د ګناهکارو سره په تريو تندې او سوړ چلند دے.[25] تر دې حده فرض له هيچا نه ساقطيږي. البته له ګناهکار سره مهرباني که د لارښوونې او د دې لپاره وي چې هغه خپلو غلطيو ته متوجې کړي باک نه لري او د هغه د هدايت لپاره يو چل ګڼل کيږي. امام صادق(ع) په دې هکله فرمايي: خداي تعالی دوه پرښتې مامورې کړې چې يو ښار تباه کړي کله چې هغه ښار ته ورسيدې يو کس يې په هغه ښار کې وليد چې دعا يې کوله او خداي ته يې فرياد او زاري کوله او ژړل يې. يوې پرښتې بلې ته وويل دا سړے وينې؟ بلې ورته وويل هو. خو ته له هغه سره کار مه لره او هغه څه چې خداي درته ويلي دي تر سره يې کړه. اولې پرښتې وويل زه هيڅ نه کوم مګر دا چې اول خپل رب ته ستنه شم. نو سملاسي خداوند متعال ته ورغله او عرض يې وکړ. اي خدايه زه هغه ښار ته لاړم خو ستا پلانکے بنده مې تا ته په دعا او زارۍ وليد. خداي تعالی وفرمايل هغه څه چې امر مې درته کړے وې کړه. ځکه چې هغه داسې کس دے چې هيڅکله يې د مخ رنګ زما لپاره د غوسې په وجه نه دے بدل شوے.[26] نو په دې اساس لکه څنګه چې په هغو کسانو چې فاسقان دي او په ښکاره ګناه کوي او له خپلو ګناهونو نه دي پښيمانه د خداي عذاب نازليږي همدا راز په هغو کسانو هم نازليږي چې نهي عن المنکر نه کوي او د ګناهکارانو معصيت او ګناه په هغوي کې بدلونه نه راولي او تندے يې نه تريووي که څه هم په خپله عبادت ګذاره وي.

د اصحاب سبت کيسه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د پريښودلو يوه بله بيلګه ده. د حضرت موسیٰ(ع) په شريعت کې د خالي په ورځ ښکار منع و اوس هم په يهوديت دين پابنده يهوديان او دود پال د خالي په ورځ اور نه لګوي. څه نه پخوي حلاله نه کوي او ښکار ته نه ځي. ځينې يهوديان د سيند يا سمندر په غاړه اوسيدل دوي به ليدل چې د خالي په ورځ کبان د امنيت احساس کوي او د سمندر غاړې ته راځي خو په نورو ورځو کې داسې نه کيږي اخر په هغوي کې ځينې کسان ونه سهيدل او له دغه فرصته د استفادې لپاره يې يو چل جوړ کړ. دوي د درياب په غاړه کې تالاوونه جوړ کړل د خالي په ورځ به يې د تالاوونو خولې پرانستي او کله به چې د درياب اوبو له ځان سره کبان دغو تالاوونو ته راوړل نو هغوي به تالاوونه بند کړل چې د خالي ورځ تيره شي او هغوي يې بله ورځ ونيسي. خداي تعالی د دې کار په وجه هغوي مسخ کړل او د بيزوګانو په شکل يې کړل. [27]

واَسْأَلْهُمْ عَنِ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَتْ حَاضِرَةَ الْبَحْرِ إِذْ يَعْدُونَ فِي السَّبْتِ إِذْ تَأْتِيهِمْ حِيتَانُهُمْ يَوْمَ سَبْتِهِمْ شُرَّعاً وَيَوْمَ لاَ يَسْبِتُونَ لاَ تَأْتِيهِمْ كَذَلِكَ نَبْلُوهُم بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ «163» فَلَمَّا عَتَوْاْ عَن مَّا نُهُواْ عَنْهُ قُلْنَا لَهُمْ كُونُواْ قِرَدَةً خَاسِئِينَ [28] له دوي د هغه ښار (د خلکو) په باره کې پوښتنه وکړه چې د درياب په غاړه و وپوښته چې د خالي ورځې (له حکمه) يې تيرے کاوه، کله به چې د خالي (شنبې) په ورځ کبان د اوبو سر ته راتلل او په نورو ورځو کې به د هغوي په لور نه راتلل، مونږ دا ډول دوي په نافرمانۍ سره وازمايل..، او له دې امله چې له هغه څه چې منعې شوي وو په مقابل کې يې سړغړونه وکړه دوي ته مو وويل چې د شړل شويو بيزوګانو په شان شئ.

هغه ټول کسان چې په الهي قهر اخته شول ټول داسې نه وو چې د خداي د حکم په خلاف يې ښکار کړے وي بلکه په دغو عذاب شويو کسانو کې داسې هم وو چې په دغه ورځ به يې ښکار نه کاوه. په کلي ډول دغه کسان په دريو ډلو ويشل شوي وو.

يوه ډله هغه کسان وو چې د خداي د امر په خلاف يې د خالي په ورځ ښکار کاوه، دوهم هغه ډله وه چې پخپله يې ښکار نه کاوه خو د خالي په ورځ د کبانو ښکار کوونکي يې له دغه کاره نه منعې کول، دريمه ډله هغه کسان وو چې هم يې پخپله د خالي په ورځ کبان نه نيول او هم يې نور کسان له دغه کاره منعې کول.

هغه دوهمه ډله چې کب نيونکي به يې له دغه کاره نه منعې کول هغو کسانو ته چې له دغه کاره به يې نهي کوله ويل: د دوي نهي کول او منعې کول څه فايده لري دوي په خپل حال پريږدئ خداي تعالی به يې پخپله تباه کړي.

خداي تعالی د دغو دوو ډلو خبرې داسې نقل کوي.

وَإِذَ قَالَتْ أُمَّةٌ مِّنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا اللّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا قَالُواْ مَعْذِرَةً إِلَى رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ [29] (او کله چې په هغوي کې يوې ډلې وويل: ولې دغه قوم ته نصيحت کوئ چې خداي تعالی پرې د سخت عذاب نازلوونکے او يا يې تباه کوونکے دے؟ وې ويل: دا (حکم) ستاسو د رب په مخکې يو معذرت دے او ښايي چې پرهيزګاره شئ)

په هر حال په دغه دريو ډلو کې هغه کسان چې نهي عن المنکر يې کوله که څه هم نهي يې اثر نه درلود خو وژغورل شول او هغه دوه نورې ډلې د خداي په عذاب ککړ شول.[30] 

فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِ أَنجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُواْ بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُواْ يَفْسُقُونَ،[31] نو له دې امله چې هغه نصيحت چې هغوي ته يې کړے و هير کړ، هغه کسان مو چې له منکره يې نهي کوله وژغورل.

سرچینې

 [21] . ځينې آيتونه:

[22] . عن جابر عن ابي جعفر (ع) قال: يکون في اخر الزمان قوم يتبع فيه قوم مراأون، يتقرؤون و يتنسکون حدثاء، سفهاء، لا يوجبون امرا بمعروف و لا نهيا عن منکر الا اذا امنوا الضرر، يطلبون لانفسهم الرخص و المعاذير .....

[23].  شوریٰ سورت (٤٢)، ایت ٤٢.

[24] . قال ابو جعفر : اوحی الله الی شعيب النبي (ع) اني لمعذب من قومک مائة الف اربعين الفا من شرارهم  و ستين الفا من خيارهم . فقال يا رب هولاء الاشرار فما بال الاخيار فاوحی الله عز وجل اليه : انهم داهنوا اهل المعاصي و لم يغضبوا بغضبي.

[25] . شيخ طوسي، تهذيب الاحکام ، ٦ ټوک،  ١٧٦ مخ،  ٢٢ باب،   ٥ روايت.

[26] . عن ابي عبدالله(ع) ان الله عز و جل بعث ملکين الی اهل مدينه ليقلباها علی اهلها فلما انتهيا الی المدينه وجدا رجلا يدعوا الله و يتضرع فقال احد الملکین لصاحبه اما تری هذه الداعي فقال قد رايته و لکن امضي لما امر به ربي فقال لا و لکن لا احدث شيئا حتی اراجع ربي فعاد الی الله تبارک و تعالیٰ فقال يا رب اني انتهيت الی المدينه فوجدت عبدک فلانا يدعوک و يتضرع اليک فقال امض بما امرتک به فان ذا رجل لم يتعمر وجهه غيظا لي قط (کليني، کافي، ٥ ټوک، ٥٨ مخ،  ٨ روايت. 

[27].  محمد باقر مجلسي، بحارالانوار، ١٤ ټوک،  ٤٩ مخ،   ٣٤ روايت.

[28]. اعراف سورت (٧) ایتونه ١٦٣ او ١٦6.

[29] . اعراف سورت (٧)، ایت  ١٦٤.

[30] . محمد باقر مجلسي، بحارالانوار، ١٤ ټوک، ٤ مخ،   ٤ باب،   ٣٤ روايت.

[31] . اعراف سورت  (٧)، ایت  ١٦٥ .

کلیدي کلمې: