د خلفاو د مكتب په سرچينو كې د امام مهدي (ع) مقام(۲

د اهل سنتو ځينې عالمان، چې امام مهدي (ع) د امام حسن عسكري (ع) زوې ګڼي

1_ شيخ كمال الدين ابو سالم محمد بن طلحه حلبي شافعي (وفات 652 يا 654هـ) د خپل كتاب "مطالب السئول" د ايران چاپ (1287هـ) په 88 مخ ليكي:

(دولسم څپركي د ابو القاسم محمد بن الحسن الخالصي بن علي المتوكل بن محمد القانع بن علي الرضا بن موسى الكاظم بن جعفر صادق بن محمد باقر بن علي زين العابدين بن الحسين (شهيد) بن علي المرتضى امير المومنين بن ابي طالب هم هغه مهدي، حجت، خلف، صالح او منتظر په هكله دے. په هغه دې د خداې پاک سلام، رحمت او بركت وي.

او بيا يې د دې بيتونو يادونه كړې ده:

فـــــهذا الخــلف الـــــــــحجة قد اّيده الله

هـــــدانا منهج الحـــــــــــق و اتاه سجاياه

و اعلى فى ذرى العلياء بالتاييد مرقاه

و اتا حــــــلى فضــــــــل عظيم فتحـــــلاه

و قـــــد قال رسول الله قولاً قد اويناه

و ذوالعلم بما قال اذا ادرك معناه

يرى الاخبار فى المهدی جاءت بمسماه

و قد ابداه بالنسبته والوصف و سماه

و يكفى قوله (مني) لا شراق محياه

و من بضعته الزهراء مرساه و مسراه

و لن يبلغ ما اديت امثال و اشباه

فان قالوا هو المهدی ماما توابمافاه.

په ريښتيا، چې دې بهترين جانشين (خلف) د خداې پاک حجت تائيد كړ او مونږ يې د حق په لاره هدايت كړو او هغه ته ډېرې زياتې نيكۍ او ښېګڼې بخښل شوي دي.

په ستر، لوړ او تائيد شوې كورنۍ كې يې وزېږول او ستر د فضل جامې ورته بخښل شوې او په هغو ښايسته كړى شوے دے او د خداې پاک رسول خبره كړې ده، چې مونږ هغه روايت كړه. او كه عقل مند د هغه حضرت د خبرې معنا درك كړي، نو پوهېږي چې د "مهدي" په هكله رارسېدلي روايتونه يوازې په هم دغه كس سم راځي، چې د نسبت، صفت او نوم اخيستو سره ېي لا څرګند كړے دے.

او هم هغۀ چې فرمايلي دي "منی" (له ما دے) او دا چې فرمايي:

"زما د زړه له ټوټې "زهرا" څخه دے. د هغه د څيرې، ځاې او مقام د معرفۍ لپاره بسنه كوي. اوس هېڅ كس به هېڅ كله هغه مقام ته، چې ذكر مې يې وكړ، ونه رسي.

نو كه ووايي، چې هغه مهدي دے، نو د دې خبرې په خاطر پوروړې نه يې.

بيا وايي: "د نبوت له اصيلو او سوچه جرړو تغذيه شوے او د هغه جوټه پيمانې يې څښلي دي او د هغه په چينو خړوب شوے دے. په صفتونو كې تر ټولو لوړ دے او هغه ته يې قطعيت بخښلے دے. په نسب كې تر ټولو اوچت دے. په ځانګړي نظر سره يې په لوړ مقام تكيه وهلې ده او د هدايت مېوه يې د هغه له معادنو او اسبابو څخه اخيستې ده. هو! هغه له پاک لمنو څخه پاك زېږېدلے كس دے او هم هغه چې په مسلمه توګه د رسول الله د زړه ټوټه ده او رسالت د هغه اصل دے. هغه اصل په اصولو عناصرو كې لوړ دے.

د روژې په درې ويشتمه په سُر مَن رَای (سامرا) كې زېږېدلے. پلار يې الحسن الخاص او مور يې ام ولد چې په صيقل، حكيمه هم مشهوره وه او نور نومونه يې هم درلودل، خپل نوم يې "محمد" كنيت يې ابو القاسم او لقب يې حجت او "خلف صالح" دے او منتظر هم ورته ويل كېږي.

بيا يې د حديثونو يادونه كړې ده، چې هغه هم هغه (مهدي موعود منتظر ) راتلونكے مهدي دے، چې خلک يې په تمه دي. ورپسې يې د هغه حضرت (ع) د حالاتو، غيبت او اوږد عمر په هكله د ځينو اعتراضاتو ذكر كړے دے او هغو ته يې سم ځوابونه وركړي دي.

2_ شيخ محي الدين ابو عبد الله محمد بن علي بن محمد په ابن حاتمي طايي اندلسي شافعي مشهور په 638هـ كې وفات شوے، د شام په صالحيه كې ښخ دے او خلک يې زيارت ته ورځي. هغه د خپل فتوحات كتاب په 336 څپركي كې ليكلي:

"خبر شئ، چې مهدي (ع) به هرومرو قيام كوي، خو هغه به هغه وخت قيام كوي، چې زمكه له ظلم او زياتي ډكه شي او هغه (ع) به زمكه بيا له عدل او انصافه ډكه كړي او كه د دنيا يوازې يوه ورځ هم پاتې وي، خداې پاک به هغه ورځ دومره اوږده كړي، چې دغه خليفه پكې ولايت ته ورسي او هغه د رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم له اولاده دے. د فاطمه زهرا له زوزاته دے او نيكه يې حسين بن علي بن ابي طالب دے. پلار يې حسن عسكري دے، چې د امام علي النقي زوې دے. هغه د امام محمد نقي هغه د امام رضا، هغه د امام موسى كاظم، هغه د امام جعفر صادق، هغه د امام محمد باقر، هغه د امام زين العابدين، هغه د امام حسين او هغه د علي بن ابي طالب زوي دے او مهدي (ع) د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم هم نومه دے. او مسلمانان به د ركن او قيام (يعنې د كعبې د ديوال او د مقام ابراهيم) ترمنځ له هغه سره بيعت كوي. هغه په خلقت كې د خداې پاک رسول ته ورته دے او په خوي او اخلاق كې له هغه حضرت څخه لاندې دے، ځكه چې هېڅ څوك هم په اخلاقو كې د هغه حضرت (ص) سره برابري نه شي كولے. ځكه چې خداې پاک فرمايي :

"و انك لعلى خلق عظيم"[7] يعنې (په ريښتيا چې ته لوړ اخلاق لرې) تندے يې اوږد او پوزه يې عقابي ده. زياتره ملګري يې د كوفې دي. بيت المال به يو شان وېشي او له خلكو سره به عدل و انصاف كوي. په دا ډول، چې يو كس راځي او وايي اې مهدي! څه راته راوبخښه او هغه له هغه مالونو او شيانو څخه هغه ته دومره څه ور په سر كړي، چې هغه يې د وړلو توان لري.

ورپسې بيا د هغه د ځينو صفتونو او كارونو ذكر كوي. دا خبرې "ابن الصبان" په اسعاف الراغبين (باب 2، 131-133مخ) په حاشيه نور الابصار (131-133) مخ هم كړي دي.

وايي: د امام مهدي (ع) په صفت كې د شيخ محى الدين په شعرونو كې يو شعر دا دے، چې د "فتوحات" په 336 باب كې راغلے دے".

هـــوالسيد المـهـدی من ال احـــمد

هـــوالصـــارم الهنــــدي حين يبيـــد

هوالشمس يجــلى كل غـم و ظلمـه

هــوالـــوابـــل الـوسمى حين يجــود.

هغه هم هغه د ال احمد سيد (ښاغلي) او مهدي دے. هغه هم هغه هندي توره ده، چې دښمن له منځه وړي، هغه هم هغه نمر دے، چې هره تياره او غم او نهيلي ختموي او هغه هم هغه د پسرلي باران دے، چې كريمانه ورېږي.

او د ينابيع المودة په 467 مخ وايي:

شيخ محي الدين عربي د فتوحات مكيه په 336 باب كې د مهدي، چې په اخيره زمانه كې به ظهور كوي او پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم د هغه زېرې وركړے دے، د وزيرانو د مقام يادونه كوي او وايي:

"هغه له اهل بيتو څخه دے او د خداې پاک خليفه دے، چې په داسې حال كې به قيام كوي، چې زمكه به له ظلم او زياتي ډكه شوې وي او هغه حضرت به په هغې كې انصاف او عدل پراخ كړي او كه د دنيا يوه ورځ عمر هم پاتې وي، خداې پاک به هغه ورځ دومره اوږده كړي، چې د پېغمبر له اولاده دغه كس حكومت ته ورسي. د ركن او مقام ترمنځ به له هغه سره بيعت وشي. د هغه زياتره ملګري به د كوفې اوسېدونكي وي شتمني او مالونه به يو شان ووېشي. له خلكو سره به عدل كوي او انصاف او قضاوت به انتها ته ورسوي او كه هر څوک نه مني، وبه وژل شي او هر څوک چې له هغه سره مقابله كوي، خوار او ذليل به شي. د اسلام دين به هم هغه شان چې دے، پلے كړي. په دا ډول كه د خداې پاک رسول صلی الله عليه و آله وسلم ژوندے وو، نو هم دغه كار به يې كول. مذهبونه به له دنيا ختم كړي او له سوچه دينه پرته به بل څه پاتې نشي. د هغه دښمنان د نظريه وركوونكو علماو مقلدان دي، چې ناغوښتې د هغه تر فرمان لاندې راځي او لكه څرنګه چې د هغه له قدرت او جاه و جلال وېرېږي، نو په هغه څه به زړه تړي او هيله به ورته لري، چې په اختيار كې يې لري. عام مسلمانان به د هغه په شتون خوشاله وي او د خداې پاک عارفان او د حقيقت خاوندان به د كشف او شهود او نښو نښانو له لاري له هغه سره بيعت كوي. هغه، هغه الهي كسان دي، چې بلنه يې مني او ملګرتيا ورسره كوي. هغه د هغۀ وزيران دي، چې د مملكت پېټے په اوږو اخلي".

وايي! هغه هماغه د ال احمد سيد (ښاغلى0 او مهدي دے، چې هغه هماغه د پسرلي باران دے، چې كريمانه ورېږي. هغه تائيد شوے او كلك ولاړ خليفه دے، چې د ځناورو په خبرو پوهېږي او عدالت يې په انس او جن (انسانانو او پيريانو) كې قايم دے. د هغه وزيران به غير عرب وي او په هغوي كې به عرب نه وي، خو په عربۍ ژبه به خبرې كوي. د هغه به داسې ساتونكي وي، چې د هغه له جنس څخه به نه وي، هغوي هېڅ كله د خداې پاک نافرماني نه ده كړې. هغه په وزيرانو كې غوره شوے او په امينانانو كې افضل دے".

او په اسعاف الراغب كې د نور الابصار د لمن ليك په 131 مخ وايي:

"خبر شئ، چې د مهدي عليه السلام قيام قطعي او يقيني دے. هغه د امام علي بن ابي طالب رضی الله تعالی عنه بچې او د خداې پاک د رسول هم نومه دے. مسلمانان د ركن او مقام ترمنځ له هغه سره بيعت كوي. په شكل كې رسول الله په شان دے او په اخلاقو كې له هغه لاندې، ځكه چې هېڅوک په اخلاقو كې د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم سره نه شي برابر كېدلے. تر ټولو زيات ملګري به يې له كوفې وي. شتمنۍ او مالونه به يو شان ووېشي او عدل به قايم كړي.حضرت خضر به له هغه مخكې په لاره ځي او پېنځه(5)، اووه (7)، يا نهه (9) كاله ژوند به كوي. د خداې پاک د رسول پيروي كوي او هېڅ كله خطا نه كوي. يوه پرښته لري، چې هغه ناليدلے په سمه لاره كلك لري. روم د اويا زره مسلمانانو په ملګرتيا په تكبير سره فتح كوي. خداې پاک به خوار شوے او مړ شوے اسلام د هغه په لاس راژوندے كړي. د جزيه حكم به جاري كړي او په قدرت سره به د خداې پاک د رسول دين ته خلک وربولي او هر څوک، چې نه مني وبه وژل شي او هر څوک، چې مقابله كوي، خوار او ذليل به شي. د هغه حكم به په سوچه اسلام ولاړ وي او په ډيرو حكمونو كې به له عالمانو سره مخالفت كوي او هغو به په دې خاطر له هغه خپه شي، ځكه چې په دې ګومان دے، چې خداې پاک د هغه له امامانو وروسته مجتهد نه دے پنځولے". بيا وايي:

"خبر شئ، چې مهدي كله قيام كوي. ټول مسلمانان عام او خاص به د هغه په وجود خوشاله وي او هغه سره به الهى ملګرى وي، چې د هغه بلنه به خپره كړي او ملګرتيا به ورسره كوي. هغه د هغۀ (ع) وزيران دي، د مملكت دروند پېټې په اوږه اخلي او له هغه سره په هغه څه كې، چې خداې پاک يې ورته دنده سپارلې ده، ملګرتيا كوي. عيسى بن مريم به د دمشق د ختيځ په ميناره په داسې حال كې، چې دوه پرښتو ته به يې ډډه وهلي وي، د هغه په خوا كې راكوز شي. د هغه په وخت كې "سفياني" د دمشق په خوا كې يوې ونې ته نږدې وژل كېږي او ځواكونه يې په دښته كې په زمكه كې ډوبېږي…"

د مشارق د دوهم باب په 104 مخ هم دغه مطلب ابن صبان په اسعاف الراغبين له فتوحاتو راخيستے دے. په هم دغه عبارتونو سره نقل كړے دے. قاضي حسين بن محمد بن حسن دياربكري مالكي (وفات 966هـ) د خپل كتاب "تاريخ الخميس" جلد 2 /321 مخ دا مطلب په اختصار او په الفاظو كې په لږ بدلون او اختلاف سره د معنا له نظره نقل كړے دے.

3_: شيخ ابو عبد الله محمد بن يوسف بن محمد قرش ګنجي شافعي (وفات 658 هـ) د خپل كتاب البيان فى اخبار صاحب الزمان د 25 باب په 336 مخ د مهدي (ع) د بقا په هكله وايي:

"مهدي د حسن عسكري زوې دے او له غيبته وروسته تر اوسه ژوند كوي او موجود دے (هم دا مطلب په "ينابيع المودة" 471 مخ هم راغلے دے). بخاري په خپل صحيح كې، چې په 1372 هـ كې په هند كې چاپ شوے دے، د 3 جلد په 357 مخ له ابو هريره څخه روايت كوي، چې ويې ويل: "د خداې پاک رسول وفرمايل: څرنګه به وي، چې عيسى بن مريم ستاسو ترمنځ راكوز شي او ستاسو امام، له هم تاسو وي؟".

هم دا خبره ابن ماجه هم د خپل سنن په 2 جلد 267 مخ هم د بخاري په عبارت كې راخيستې ده او په الحاوي للفتاوي كې د 2 جلد په 167 مخ وايي: ابو داود او ابن ماجه په خپل سند سره له ابو امامه باهلي روايت كړے دے، چې ويې ويل: پېغمبر صلی الله عليه و آله وسلم مونږ ته خبرې وكړې او له دجال او د هغه له كارونو يې خبر كړو. تر دې چې ويې ويل او د هغوي امام صالح كس دے او كله چې د سهار د نمانځه لپاره ځي، نو ناڅاپه عيسى بن مريم راكوز شي او هغه حضرت د سهار د نمونځ په حال كې شاته ځي، چې عيسى بن مريم رامخكې شي او هغوي ورپسې نمونځ وكړي، چې عيسى خپل دواړه لاسونه د هغه په اوږو کيږدي او ورته وايي: مخكې شه او نمونځ وكړه، چې هغه هم ستا لپاره قايم شوے دے" او امام هغوي ته نمونځ وركوي.

دا حديث د "الملاحم والفتن" خاوند د لومړي چاپ د 186 باب په 1 جلد 54 مخ له "فتن ابو نعيم" څخه روايت كړے او وايي:

دا حديث يې له ابو امامه څخه روايت كړے دے، چې وايي: د خداې پاک رسول د دجال خبره وكړه او ام شريك وويل: يارسول الله، نو مسلمانان په هغه ورځ كوم ځاې کې دي؟ هغۀ وفرمايل:"دجال" په بيت المقدس كې خروج كوي او هغه ځاې كلابند كوي. په دغه ورځ د مسلمانانو امام صالح كس وي. هغه ته ويل كېږي، د سهار نمونځ وركړه، څرنګه چې تكبير وايي او نمونځ پيلوي، عيسى بن مريم له اسمانه راكوزېږي او كله چې امام هغه وپېژني، نو د نمونځ په حال كې په شا ځي، چې عيسى رامخكې شي، عيسى خپل دواړه لاسونه د شا له اړخه د هغه په اوږو کيږدي او وايي نمونځ وركړه، چې هغه ستا لپاره قايم شوے دے او عيسى په هغه پسې نمونځ كوي".

د مشارق الانوار په 2 جلد په 322 مخ وايي:

"عيسى د هغه (امام مهدي) په وخت كې د دمشق د ختيځ پر بيضا مينارې د شپې په وروستۍ برخه كې راكوزېږي او مهدي راځي او د هغه په خوا كې پاتې كېږي او د سهار په وخت خلک له هغه غواړي، چې نمونځ وركړي، خو هغه ډډه كوي او وايي: ستاسو امام له تاسو څخه دے" او مهدي د دې امت او د هغه د پېغمبر د كرامت په خاطر له عيسى مخكې كېږي.

له دې او دې په شان نورو حديثونو نه معلومېږي، چې عيسى تر هغه وخته، چې په مهدي (ع) پسې نمونځ وكړي ژوندے پاتې كېږي، نو ځكه د امام مهدي (ع) د ژوندي پاتې كېدو چاره هم څه ناممكنه خبره نه ده، ځكه چې عيسى عليه السلام هم تر هغه ژوندے پاتې كېږي. پېغمبر صلی الله عليه و آله وسلم وفرمايل! كوم څه چې په مخكينيو امتونو كې وشول، زما په امت كې به هم كېږي. نو لكه څرنګه چې عيسی عليه السلام چې له مخكيني امت څخه دے، ژوندے پاتې دے. امام مهدي عليه السلام به هم ژوندے او باقي وي.

دغه راز د خضر او الياس ژوندي پاتې كېدل هم مسلمانان له مسلماتو ګڼي او لكه څرنګه، چې خداې پاک خضر ته اوږد ژوند بخښلے دے، اراده يې كړې ده چې امام مهدي عليه السلام هم ژوندے او باقي پاتې شي، ځكه چې هغه پر زمكه د خداې پاک حجت دے او كه نه وي، زمكه نه پاتې كېږي، ځكه چې د دنيا بقا د هغه د وجود له امله ده.

او په تذكرة الامة فى خواص الائمه (376 مخ نجف چاپ) نومي كتاب كې وايي: سدی وايي مهدي له عيسى سره يو ځاې كېږي او كله، چې د نمونځ وخت رارسي، مهدي، عيسى ته وايي مخكې شه! عيسى وايي ته د دې نمونځ وركولو زياته وړتيا او صلاحيت لرې او عيسى هغه پسې ودرېږي. ورپسې بيا امام مهدي پسې د عيسى د نمونځ كولو په هكله خپل نظر بيانوي. بيا خبره پخوانيو كسانو ته غځوي او د امام عليه السلام د بقا خبره پياوړې كوي او د استبعاد كوونكو (بېلتون غوښتونكو، مخالفو) له خبرې انكار كوي او وايي دا چاره له اسلامه مخكې هم سارى لري.

4_: ګنجي شافعي د كفايه الطالب په 312 مخ وايي:

"د ابو محمد حسن عسكري زوې له هغه وروسته امام دے. هغه (امام حسن عسكري) د 232 كال په ربيع الاول كې په مدينه كې وزېږېده او د 260 كال د ربيع الاول په اتمه د جمعې په ورځ وفات شو. هغه وخت د هغه عمر 28 كاله و او په سر من راى (سامرا) كې په خپل كور كې په هم هغه كوټه كې، چې پلار امام هادي عليه السلام يي پكې ښخ ؤ، خاورو ته وسپارل شو او د هغه زوې امام منتظر د هغه په ځاې ناستے شو".

بيا وايي:

"د هغه ژوند د حالاتو يعنې د امام منتظر ذكر به ډېر زر په جلا توګه وكړو". بيا يې "البيان فى اخبار صاحب الزمان" كتاب وليكه، چې دا كتاب هم چاپ شوے دے.

5_: جلال الدين محمد عارف بلخي رومي په مولوى مشهور (وفات 672هـ (شيخ سليمان د ينابيع المودة په 473 مخ وايي مولوى دا بيتونه د مهدي منتظر په شمول د اهل بيتو عليهم السلام په هكله ويلي دي:

اى سرور مردان علي، مردان سلامت مى كنند

وى صدر مردان على، مردان سلامت مى كنند

تر دې، چې بيا وايي:

 با قاتل كفار گو، با دين و با ديندار گو

 با حيدر كرار گو، مستان سلامت مى كنند

 با درج دو گوهر بگو، با برج دو اختر بگو

با شبير و شبر بگو، مستان سلامت مى كنند

با زين اين، عابد بگو، با نور دين باقر بگو

با جعفر الصادق بگو، مستان سلامت مى كنند

با موسى كاظم بگو، با طوسى عالم بگو

با تقى حاتم بگو، مستان سلامت مى كنند

با مير دين هادي بگو، با عسكري مهدي بگو

با اّن ولى مهدے بگو، مستان سلامت مى كنند

 با باد نوروزى بگو، با بخت فيروزى بگو

با شمس تبريزى بگو، مستان سلامت مى كنند.

6_: شيخ كامل صلاح الدين صفدي (وفات 764هـ) د الدائره په شرح كې (لكه څرنګه چې د ينابيع المودة په 471 مخ راغلي دي) وايي: مهدي موعود هم هغه له دولسو امامانو څخه يو امام دے، چې لومړے يې زمونږ ښاغلى علي او وروسته يې مهدي رضي الله عنهم و نفعنا الله بهم دے.

7_: شيخ جمال الدين احمد بن حسين بن علي بن مهنا، چې په 828 هـ كې وفات شو، د خپل كتاب عمدة الطالب په 186-188 مخ په 1323كې په نجف كې چاپ شو، وايي:

 د امام علي هادي، چې په سر من راى كې په يوه پوځي مركز كې د استوګنې په خاطر عسكري مشهور شو د مور نوم "ام ولد" دے. هغه حضرت د فضل او زكاوت او پوهې په انتها ولاړ وو. متوكل هغه "سرمن راى" ته بوتلو او هغلته يې ورته زهر وركړل او وفات شو. له هغه دوه بچي پاتي شول، چې يو پكې امام ابو محمد حسن عسكري عليه السلام ؤ، چې په زهد او علم كې ډېر مخكې وو. هغه د شيعه وو د دولسم امام محمد مهدي پلار ؤ او هغه د هغوي په نزد هم هغه قايم منتظر دے، چې له "نر جس" څخه زېږېدلے دے.

8_: شيخ ابو عبد الله اسعد بن علي بن سليمان عفيف الدين يا فعي يمن مكې شافعي، چې په 768 كې وفات شو، د خپل كتاب "مراة الجنان" د 2 جلد 107،172 مخ، چې په 1328 هـ كال په حيدر اباد كې چاپ شو، وايي:

د اماميه شيعه ؤ په عقيده د هغو يو امام شريف عسكري ابو محمد حسن بن علي بن محمد بن علي بن موسى رضا بن جعفر صادق په 260 هـ كال كې وفات شو. هغه د سرداب د خاوند امام منتظر پلار دے، چې په عسكري هم پېژندل كېږي او پلار يې هم په هم دغه نوم پېژندل كېدل. هغه د جمعې په ورځ د ربيع الاول په شپږمه نېټه وفات شو. ځينو د ربيع الاول اتمه او ځينو د دغه كال بله نېټه ياده كړې ده او په سر من راى كې د خپل پلار په خوا كې خاورو ته وسپارل شو.

9_: علامه سيد علي بن شهاب الدين همداني شافعي، چې په 786 كې وفات شو، به خپل كتاب "مودة القربی" كې د امام مهدي عليه السلام د وجود د اثبات لپاره ډېر حديثونه لري. يعنې دا چې په وروستۍ زمانه كې ظهور كوي او زمكه به له عدل او انصاف څخه داسې ډكه كړي، لكه څرنګه چې هغه له ظلم او زياتي ډكه شوې وي.[8]

10: شيخ شهاب الدين دولت ابادي، چې په 849 هـ كې وفات شو. يو شمېر تفسير او مناقب تاْليف كړي دي، چې په هغو كې يو هداية السعداء كتاب دے، چې په هغه كې يې د امام حسن عسكري د زوې امام حجت منتظر په هكله حديثونه راخيستي دي او يادونه كوي، چې هغه حضرت له نظره غېب او اوږد عمر لري. لكه څرنګه چې د عيسى، الياس او خضر په شان مومنان اوږده عمرونه لري او په كافرانو كې هم دجال، شيطان او سامري.

11_: شمس الدين ابو عبد الله محمد بن احمد ذهبي شافعي، چې په 804 هـ كې وفات شو د خپل كتاب دول الاسلام (اسلامي حكومتونه) د 1 جلد په 122 مخ، چې په 1337 كې په حيدر اباد كې چاپ شو، وايي :" امام مهدي عليه السلام د امام حسن عسكري زوې دے. هغه به تر هغه ژوندے وي، چې تر كومه ورته خداې پاک د قيام اجازت وركړي، چې زمكه له عدل او انصاف څخه ډكه كړي. هم هغه شان، چې له ظلم او زياتي به ډكه شوې وي".

12_: شيخ علي بن محمد بن احمد مالكي مكې په ابن صباغ مشهور دے، چې په 855 هـ كې وفات شو. هغه د خپل كتاب "الفصول المهمه" په دولسم څپركي كې په 273، 474 مخ د امام مهدي عليه السلام حالات بيان كړي دي او د هغه د زېږېدنې د نېټې په ليكلو او د دې خبرې په كولو سره، چې د هغه د مور نوم نرجس دے وايي:

"ابو القاسم محمد الحجة بن الحسين الخالص په سر مَن راى (سامرا) كې د 255 هـ كال د شعبان په پېنځلسمه نېټه نيمه شپه وزېږېده. د مور او پلار له اړخه د هغه نسب په دا ډول دے. ابو القاسم محمد الحجة بن الحسين الخاص بن علي الهادي بن محمد الجواد بن علي الرضا بن موسى الكاظم بن جعفر الصادق بن محمد الباقر بن علي (زين العابدين) بن الحسين بن علي بن ابي طالب (صلوات الله عليهم اجمعين) او د مور ام ولد نوم يې نرجس ؤ او بهترينه كنيزه وه او ويل كېږي، چې بل نوم يې درلوده. د هغه كنيت ابو القاسم، لقب حجت، مهدي، خلف صالح، قايم منتظر او صاحب الزمان دے، چې تر ټولو مشهور پكې مهدي دے. د هغه حضرت "كړه وړه" داسې دي: دنګ، لوړ ځوان، ښكلې څيره، وېښته يې تر اوږو ځوړند دي، عقابي پوزه او ارت، نوراني تندے لري. د هغه كارګزار محمد بن عثمان او معتمد عباس يې هم مهاله دے. له حديث پېژاندو پټه نه ده، چې كوم "كړه وړه" ابن صباغ د امام مهدي عليه السلام بيان كړے دے. هم دغه "كړه وړه" د هغه نيكه د خداې پاک رسول صلی الله عليه و آله وسلم هم بيان كړي دي.

ابن صباغ بيا وايي: په هغو پوهانو كې، چې د هغه حضرت د حالاتو په باب يې كتابونه ليكلي دي، شيخ جمال الدين ابو عبدالله محمد بن ابراهيم، چې په نعماني مشهور دے شامل دي، چې د غيبت او د غيبت د اوږدوالي په هكله يې كتاب ليكلى دے او حافظ ابو نعيم د مهدي عليه السلام په هكله ځانګړي څلوېښت حديثونه راټول كړي دي. هم دا راز شيخ ابو عبدالله محمد بن يوسف ګنجي شافعي د امام مهدي عليه السلام په هكله البيان فى اخبار صاحب الزمان كتاب ليكلے دے.

 د شيخ نعماني غيبت كتاب چاپ شوې او ترلاسه كېدے شي او البيان فى اخبار الزمان هم چاپ شوے دے، خو د حافظ ابو نعيم، اربعين، علامه مجلسي د بحار الانوار په 13 ټوک كې په 19-21 مخ د 1305 په لومړي چاپ او په 78 او 85 مخ په دوهم چاپ كې راخيستے دے او سيد هاشم بحراني په غايت المرام كې هم راخيستې دي.

13_: شيخ شمس الدين يوسف بن قزاغلي صنفي بن عبدالله په سبط بن الجوزي مشهور، چې په 654 هـ كې وفات شو. د خپل تذكرة الامة فى خواص الائمه كتاب د 88 مخ، چې په 1287 هـ كې په ايران كې لومړے چاپ ترسره شو، د حسن ابن علي بن محمد بن علي بن موسى بن جعفر بن محمد بن علي بن الحسين بن علي بن ابي طالب فصل كې وايي:

"مور يې ام ولد، چې نوم يې سوسن و كنيت يې ابو محمد او عسكري يې هم ورته ويل". هغه حضرت په 231 هـ كال كې په "سر من راى" كې وزېږېد او په 260 هـ كال كې د معتمد عباس د خلافت په وخت كې وفات شو. په دغه وخت د هغه عمر نه ويشت (29) كاله ؤ".

بيا وايي د هغه يو زوې محمد امام دے" او وايي هغه محمد بن حسن بن علي بن محمد… بن علي بن ابي طالب عليه السلام دے. كنيت يې ابو عبدالله او ابو القاسم دے. هغه خلف، حجت، صاحب الزمان، قايم منتظر او وروستے امام دے. بيا وايي: عبد العزيز بن محمود بن بزاز د ابن عمر له قوله ويلي دي، چې پېغمبر صلی الله عليه و آله وسلم وفرمايل:

په وروستۍ زمانه كې به زما يو بچې قيام كوي، چې نوم او كنيت يې هم هغه دے، چې زما دے او زمكه به له عدل داسې ډكه كړي، څرنګه چې به هغه له ظلم او زياتي ډكه شوې وي او هغه مهدي عليه السلام دے".

سبط ابن الجوزي وايي: دا مشهور حديث دے او د هغه مضمون ابو داؤد او زهري له امام علي عليه السلام څخه روايت كړے دے. بيا وايي: هغه ته "ذوالاسمعين" وايي: محمد او ابو القاسم هم ورته ويل شوے. مور يې ام ولد چې نوم يې صيقل ؤ.

14_: شهاب الدين احمد بن حجر هيثمي په مكه كې مېشته (وفات 993 هـ) د خپل كتاب الصواعق المحرقه په 127 مخ، چې په 1308 كې په مصر كې چاپ شوے دے، د دولسو امامانو د حالاتو د بيانولو په وخت وايي: ابو محمد حسن خالصي په 232 هـ كال كې وزېږېده. ورپسې بيا د هغه حضرت د ځينو كراماتو خبره كوي، چې پكې د سامراء د استسقاء كيسه هم شامله ده. يو راهب به د ځينو نبيانو هډوكي له ځان سره راوېستل او بهر ته به راوتل، نو باران به پيل شو او چې پټ به يې كړل، نو باران به ودرېدل. امام په دې خبره پوهـ شو او هغه يې له هغه واخيستل. له دې وروسته چې هغه څومره دعا كوله باران نه ورېدل او خلک په خپله غلطۍ پوهـ شول او د راهب نصراني په دوكه ورسيدل. هغه وايي. امام عسكري په "سر من راى" كې تر وفاته پورې په عزت كې ژوند كول او بيا د خپل پلار (على الهادي) په څنګ كې ښخ شو. د هغه اته وېشت كاله عمر ؤ، وويل كېږي، چې هغه ته زهر وركړل شوې دے (هم هغه ډول، چې پلار ته يې هم زهر وركړل شوے وو) د هغه يو زوې و او هغه ابو القاسم حجت ؤ او د پلار د وفات پر وخت يې عمر پېنځه كاله ؤ، چې خداې پاک ورته حكمت عطا كړ او هغه قايم او منتظر نومول كېدل او ويل كېږي، چې هغه پټ شوے او غيب شوے دے او پته نه لګي، چې چېرته تلے دے.

15_: شيخ عبد الله بن محمد عامر شبراوي شافعي چې له 1154 هـ كاله وروسته وفات شوے دے. د خپل كتاب "الاتحاف بحب الاشراف" په 178 مخ، چې په 1316 هـ كې په مصر كې چاپ شو، وايي:

يولسم امام په عسكري مشهور امام حسن دے، چې د 232 هـ كال د لومړۍ خور په اتمه نېټه په مدينه كې وزېږېده او د 260 هـ كال د لومړۍ خور په اتمه نېټه د جمعې په ورځ په اته وېشت (28) كلنۍ كې وفات شو. د هغه د لوړوالي او شرافت لپاره دومره بس ده، چې امام مهدي منتظر د هغه زوې دے. خداې پاک دې دغې باشرافته او باكفايته كورنۍ ته اجر وركړي او د هغوي د وياړ، شرافت او لوړوالي د اندازې لپاره دومره بس ده، چې دا كورنۍ په پاكۍ او كرامت كې د منګز د غاښونو په شان يو شان او په لوړوالي او عظمت كې برابر دي. په دغه كورنۍ كې هر كس لوړ مقامه او داسې لوړ مقام لري، چې د هغوي ځلانده نمر او اسمان له نمر او سپوږمۍ مخكې شوے دے او د ټولو صفتونو خاوندان دي او هېڅ استثناء يې نه ده منلې. داسې ډېر كسان دي، چې هڅه ېي وكړه د هغوي د عزت هغه ميناره چې خداې پاک لوړوله، راكښته كړي او ډېرې هڅې يې وكړې، چې د هغو ټولګه او شتمنۍ چې خداې پاک برابر كړي دي تيت پرک كړي او د هغوي حقوق تر پښو لاندې كړي، هغه حقوق چې خداې پاک ترې نه تېرېږي او نه يې تباه كوي. هيله ده، چې مونږ خداې پاک د هغوي په مينه ټينګ وساتي او په هم دغه حال كې مو واخلي او د هغو كسانو له شفاعت څخه مو، چې په شرافت كې د خداې پاک له رسوله سره تړلي دي، برخمن كړي.

هغه امام عسكري په "سر من راى" كې وفات او د خپل پلار په څنګ كې خاورو ته وسپارل شو او له ځانه وروسته ېي دولسم امام پرېښوده. ابو القاسم محمد حجت، امام، د امام اولاد چې د 255 هـ كال د شوقدر په پېنځلسمه شپه وزېږېده او د پلار د وفات په وخت د هغه عمر پېنځه كاله ؤ پلار يې د هغه زوكړه پټه كړې وه، ځكه چې سخت وخت ؤ. هغه له عباسي خليفه وېره درلوده، ځكه چې هغوي د هاشميانو په تعقيب كې وو. هغوي يې بندول او وژل او د هغوي د بربادۍ په لټه كې وو او د دې وجه دا وه، چې پوهېدل، چې امام مهدي عليه السلام به د ظالمانو سلطه ختمه كړي او په دې خبره د خداې پاک د رسول له حديثونو، چې هغوي ته رسيدلي وو خبر شوي وو. حديث چې وايي امام مهدي عليه السلام، موعود، منتظر، د ظالمانو نوغې وباسي او په وروستۍ نړۍ به برلاسے كېږي او د زمكې پر مخ به هېڅ ظالم پرې نه ږدي.

شهراوي وايي: امام محمد حجت په مهدي، قايم، منتظر، خلف، صالح او صاحب الزمان هم مشهور دے، چې مهدي لقب پكې تر ټولو مشهور دے او هم دا وجه ده، چې شيعه وايي دا هم هغه كس دے، چې په وروستۍ زمانه كې د هغه د ظهور په هكله ريښتوني حديثونه او خبرونه راغلي دي او هغه اوس ژوندے دے او د هغه په هكله ډېر تاْليفات شته. بيا وايي: په ريښتيا، چې د دغې هاشمې لړۍ، د نبي د دغه پاک اولاد او د دغې سترې علوي كورنۍ رڼا، چې دولس امامان دي. هر لور ته خپره شوې ده. امامان چې لوړ مناقب لري، اوچت صفتونه لري، شريف او نه تسلمېدونكي روحونه لري او دا سترې كورنۍ غړي دي. محمد حجت ابن الحسين الخالص بن علي الهادي بن محمد الجواد بن علي الرضا بن موسى الكاظم بن جعفر الصادق بن محمد الباقر بن علي زين العابدين ابن الامام الحسين اخو الامام الحسن، چې د خداې پاک د زمري علي بن ابي طالب زامن دي (رضي الله عنهم اجمعين).

 16_ شيخ عبد الوهاب بن احمد بن علي شعراني، چې په 973 يا 960 هـ كې وفات شو، د خپل كتاب اليواقيت و الجواهر، په 145 مخ، چې په 1307 كې په مصر كې چاپ شو، وايي:

پېنځه شپېتم بحث په دې هكله، چې د قيامت ټول شرطونه، چې سپيځلي شارع د هغې خبر وركړے دے ټولنېز حق دي او بايد له قيامته مخكې برابر شي او په هغو كې د مهدي عليه السلام قيام هم شامل دے. هغه وايي: هغه د امام حسن عسكري زوې دے، چې د 255 كال د شوقدر په پېنځلسمه نېټه وزېږېده او تر څو چې عيسى بن مريم عليه السلام رانشي، ژوندے به وي او د هغه عمر هم دا اوس چې 958 هجري كال دے، 766 كاله دے. بيا شعراني وايي: دا كيسه راته شيخ حسن عراقي، چې په مصر كې ښخ دے ماته هاغه وخت، چې زه له هغه سره ؤم د امام مهدي په هكله هم داسې كړې وه او زمونږ شيخ (سيد علي الخواص) هم له هغې سره موافقه وكړه.

شعراني په خپل كتاب "الطبقات الكبرى" كې هغه څه، چې په اليواقيت و الجواهر كې بيان شوے دے د شيخ حسن عراقي له قوله په لږې اضافې سره راخيستے دے.

 17_: شيخ حسن عراقي چې د مصر په كرم الرئيس كې ښخ دے. د امام حجت حضرت مهدي عليه السلام يادونه كوي. د هغه په وجود اعتراف كوي او وايي:

امام علي يې ليدلے دے او د هغه پر اساس چې شعراني د لواقح الانوار فى طبقات الاخبار په دوهم جلد كې چې په 1305 هـ كې په مصر كې چاپ شوے دے، وايي: شيخ حسن عراقي د خپل سياست په ترڅ كې له امام مهدي سره كتنه كړې او له هغه څخه يې د هغه د عمر پوښتنه كړې ده او ځواب يې دا اورېدلے دے چې:

 بچيه زما عمر اوس 620 كاله دے.

شعراني وايي ما دا خبره خپل استاد علي الخواص ته وكړه او هغه د امام مهدي له عمر سره موافق ؤ.

18_: شيخ نورالدين عبدالرحمان بن احمد بن قوام الدين په جامي شافعي مشهور، هغه مشهور شاعر دے، چې په خپل كتاب "شواهد النبوة" كې يې د دولسم امام مهدي موعود، منتظر، حجت بن الحسن خبره كړې ده او د هغه ډېر كرامات او نور حالات يې بيان كړي دي او وايي هغه هغه كس دے، چې زمكه به له عدل او انصاف څخه ډكه كړي او د هغه د زوكړې كيسه يې د خپلې ترور "حكيمه" او نورو له خولې بيان كړې ده، چې هغه حضرت چې څرنګه وزېږېده، نو په ګوډو كښېناسته او مسواكه توګه يې د اسمان په لور ونيوله، انټوشے يې وكړ او ويې ويل:

جامې هم د ځينو هغو كسانو، چې امام مهدي يې ليدلے دے، ذكر كړے دے او د هغه كس ذكر كوي، چې له امام حسن عسكري څخه يې د هغه د جانشين په هكله پوښتنه كوله او وايي: امام كور ته لاړ او راووته او چا چې پوښتنه كوله، هغه ته يې وفرمايل: كه ستا پوښتنه ستا د خداې پاک نه وه، نو دا ماشوم چې نوم او كنيت يې د رسول الله نوم او كنيت دے تاته نه وه ښودلې، هغه هماغه كس دے، چې زمكه به له عدل او انصاف څخه داسې ډكه كړي، څرنګه چې به هغه د ظلم او زياتي ډكه شوې وي.

هم دا راز يو كس خبره كوي، چې امام حسن عسكري ته تلے ؤ او له هغه څخه يې د هغه د جانشين پوښتنه وکړه امام هغه ته وويل: پرده اړخ ته كړه او هغه پرده اړخ ته كوي او امام مهدي منتظر عليه السلام ويني.

هم داسې د داسې كسانو ذكر كوي، چې معتمد عباسي يا معتضد يې د امام حسن عسكري كور ته د امام مهدي د لټولو او نيولو لپاره لېږي. هغوي هغه نه مومي، ورپسې يوې ژورې تاخانې ته ننوځي او هغه له اوبو څخه د ډكې تاخانې په ويځ كې د اوبو د پاڅه ويني او هر كله چې هغوي د هغه حضرت د نيولو هڅه كوي، هغه په اوبو، كې غوپه كېږي او لاس ته نه ورځي. عباسي خليفه ته له دې خبرې اطلاع وركول كېږي، هغه حكم وركوي، څه چې مو ليدلي دي، پټ يې كړئ او هغوي ته وايي كه دا خبره مو وكړه، نو ستاسو د وژلو حكم وركوم او هغو په خپل ژوند كې دغه خبره له ځان سره پټه ساتي.

19_: علامه شيخ ابوبكر احمد بن حسين بن علي بيهقي نيشاپوري فقيه شافعي (وفات 458 هـ ) په خپل كتاب "شعب الايمان" كې وايي:

خلكو د مهدي په هكله اختلاف وكړ، ځينې كسان باوري دي، چې هغه د خداې پاک د رسول د لور بي بي فاطمې له اولاده دے، چې خداې پاک هر وخت وغواړي، هغه به وپنځوي او د خپل دين د پياوړتيا لپاره به يې مبعوث كړي او ځينې وايي، چې مهدي موعود د 255 كال د شوقدر د مياشتې په پېنځلسمه نېټه د جمعې په ورځ زېږېدلے او هغه هماغه په حجت، قايم او منتظر مشهور امام محمد بن حسن عسكري دے، چې په سامراء كې تاخانې ته ننوته او د خلكو له سترګو پناه شو او د خپل قيام په تمه دے. هغه به ظهور كوي او زمكه به له عدل او انصاف داسې ډكه كړي، لكه څرنګه چې به له ظلم او زياتي ډكه شوې وي.

هغه وايي:

عمر او زمانه ېي د عيسى بن مريم، خضر او حضرت نوح عليهم السلام په شان اوږد دے او هېڅ كله نه غوڅېږي. او نه ختمېږي.

والحمدلله رب العالمين

 

سرچینې

[7] . قلم سوره، 4 ايت.
[8] . دا كتاب شيخ سليمان قندوزي په خپل كتاب ينابيع الموده کې ذكر کړے دے او د هغه په زوړ چاپ کې په 242-266 مخ شته.