د پيغمبرانو او وليانو د قبرونو د بيا رغاونې حکم او په هغو کښې عبادت(۲

د هغو کسانو دليلونه چې د پيغمبرانو او وليانو پر قبرونو د عبادتځي او جومات جوړول جائز بولي:

مونږ د انبياء او صالحينو لپاره د درنښت د مجلسونو د جوړيدا بحث او جاج کښې پر زمان او مکان د برکت او سپيرتوب د اغيز او پراختيا څرنګوالے بيان کړ په دغه بحث کښې يو ځل بيا هماغه ځاې ته ستنيږو او د متعال خداې په اذن – لانديني موردونه ورزياتوو:

لومړۍ په قران کريم کښې

د خداې د پيغمبرانو او وليانو د قبر په ځاې کښې د عبادت پر جائز والي عقيده لرونکي وايي: متعال خداې په قران مجيد کښې فرمايلي :

الف: واَتّخذوْا مِنْ مَقامِ اِبْراهِيْمَ مُصَلّی.

او د ابراهيم له مقامه عبادتځاې جوړ کړئ. (بقرة / 125)

ب: قَالَ الّذيْنَ غَلَبُوا عَلَی اَمْرِهِمْ لَنَتّخِذَنّ عَلَيْهِمْ مَسْجِداً.

کله چې د هغوي (اصحاب کهف) پر حال خبر شول، ويې ويل: د هغوي په ځاې يو جومات جوړو. (کهف/ 21)

د مقام ابراهيم کيسه مو په دوهمې جزوې کښې د خداې د نيکو بندګانو او پيغمبرانو د درناوي په مجلسونو کښې کړې، هغه څه چې بخاري په خپل صحيح کښې بيان کړي په لنډه توګه داسې ده:

د خداې د کور د جوړولو په وخت د اسماعيل او ابراهيم کار دا ؤ چې اسماعيل به تيږې (کاڼي) راوړلې او ابراهيم به کيښودلې، تر دې ځايه چې ديوال لوړ شو، اسماعيل به تيږې ورته په لاس ورکولې، څو ودانۍ جوړه کړي، د ابراهيم مقام چې خداې مونږ ته حکم راکړے چې ترې عبادتځي او لمونځ ځاې جوړ کړو، هماغه ځاې دے".

په دغه شيشني کوټنې کښې چې اته ګوټونه لري يوه تيږه ده چې پرې د ابراهيم د پلو نښې جوړې دي، له مقام ابراهيم(ع) څخه مطلب همدا دے.

په تفسيرونو کښې د اصحاب کهف کوټلې کيسه:

اصحاب کهف د دقيانوس د دربار د ځوانمردو يوه ډله وه، هغه باچا چې د خدايۍ ادعا يې کوله، هغوي په پټه په خپل پروردګار ايمان راوړ او له خپل باچا وتښتيدل او يوې سمڅې ته يې پناه يوړه خداې د هغوي هوش واخيسته او څو سوه کاله يې ويدۀ کړل او بيا يې ويښ کړل، هغوي يو تن د خوړو د برابرولو لپاره ښار ته وليږۀ د ښار خلک له هغه سره د پخوانيو سيکو په ليدلو سره د هغوي په راز پوه شول، د ښار خلک په هغه وخت کښې مومنان وو او له ښاره د يوې مومنې ډلې د خپل دين د ساتنې لپاره د تښتيدا له کيسې خبر وو نو ځکه کله چې د هغوي له ځايه خبر شول، د سمڅې په لور يې ودانګل، دا خبر هغو ځوانمردو ته ورسيدۀ خو دا يې نه خوښوله چې بيا ښار ته ستانه شي له خدايه يې وغوښتل چې بيا هماغه حال ته ستانه کړي، خداې يو ځل بيا هغوي د مړيو په شان ويدۀ کړل د ښار خلک له هغوي سره د چلند د څرنګوالي په باب په بحث او لبړې بوخت شول او هغه کسان چې اصحاب کهفو له حاله خبر شوي وو، وويل: د هغوي پر ځاې يو جومات جوړو.[8]

د بحث نتيجه

په لومړي ايت کښې پاک خداې مونږ ته حکم راکړے چې د ابراهيم د پښو له ځايه د لمانځه ځاې واخلو او بيا د خداې عبادت وکړو، دا کار په هيڅ دليل شرک نه دے بلکې عبادي توحيد او د پاک خداې سم اطاعت دے، په دوهم ايت کښې خداې د داسې مؤمنانو خبر ورکړے چې هوډ يې وکړ د هغو مؤمنو ځوانمردو پر ځاې يو جومات جوړ کړي او په هغه ځاې کښې د خداې عبادت کړي او هغه ته سجده وکړي، دا ټول مومنان وو، نه مشرکان! خداې هم هغوي په دغه کار ملامت کړي نه دي.

دا دوه مثالونه مو د خداې له کتابه بيان کړل، اوس د پيغمبر اکرم(ص) له سنته څو بيلګې بيانوو:

دوهم: د رسول الله مبارک په سنت کښې

الف: په صحيح مسلم ، نسايي، ابن ماجه، ترمذي او موطا مالک کښې له بريده د هغه له پلاره راغلي دي:

قالَ: قَالَ رَسوْلُ الله(ص) نَهَيْتُکُمْ عَنْ زيارَةِ الْقُبُوْر فَزُورُوها....

راوي وايي: پيغمبر اکرم(ص) وفرمايل: ما تاسو د قبرونو له زيارته منع کړئ اوس د هغو زيارت ته ځئ.[9]

په سنن ابو داود کښې د دغه حديث په پاې کښې راغلي دي:

فَاِنّ فی زِيارَتِها تَذکِرَةٌ

ځکه چې د قبرونو په ليدو کښې پند او نصحيت دے.

په سنن ابن ماجه کښې د ابن مسعود له قوله وايي:

إنّ رَسولُ الله(ص)  قالَ: کُنْتُ نَهِيْتُکُمْ عَنْ زِيارَة الْقُبوْرِ فَزَرُوها فَإنّها تُزْهُدُ فی الدّنْيا وَ تُذکّرُ فی الاخِرةِ.

په تحقيق سره د خداې رسول وفرمايل: ما پخپله مخکښې تاسو د قبرونو له زيارته منع کړئ، اوس يې د زيارت لپاره ځئ، چې د قبرونو زيارت دنيا بې ارزښته کوي او د اخرت په فکر کښې راځئ.[10]

ب: د اسماعيل له دورانه د خاتم الانبياء تر وخته په مکې او مدينې کښې د پيغمبرانو او رسولانو د قبرونو کيسه:

1: په مکې کښې:

په ټولو دورانونو کښې د کعبې ټول طواف کوونکي د بيت الله له طواف سره په يو وخت د حجر اسماعيل طواف هم کوي او د هغه له ديوالګي سره په سوليدا سره د تبرک کيدا هڅه کوي،  او دا هغه ځاي دے چې اسماعيل او د هغه مور هاجره پکښې ښخ کړاې شوې دي.

د ابن هشام (وفات: 218) په سيره ، طبري تاريخ (وفات 310هـ) ابن اثير تاريخ (وفات 630هـ) ابن کثير (وفات 774هـ) يو لړ روايتونه راغلي چې وايي: اسماعيل له خپلې مور هاجره سره په حجر کښې ښخ دي". اسماعيل وصيت وکړ چې د خپلې مور د قبر تر څنګ په حجر کښې ښخ کړے شي".

ابن سعد په خپل طبقات کښې وايي:

اسماعيل چې کله شل کلن شو مور هاجره يې په نوي کلنۍ کښې مړه شوه هغه مور په حجر کښې دفن کړه، اسماعيل هم له خپل پلار ابراهيم(ع) وروسته مړ شو او د خپلې مور هاجره تر څنګ د کعبې په خوا کښې خاورو ته وسپارل شو، په يوۀ بل روايت کښې وايي:

د اسماعيل قبر تر ناودان لاندې د رکن او بيت تر مينځ دے.[11]

په الاکتفا کتاب کښې يو روايت دے چې په لنډه توګه داسې دے:

"هاجره اسماعيل او زوے يې نابت په حجر کښې ښخ کړاې شوي دي.[12]

په دغو عکسونو کښې حجر اسماعيل په داسې حال کښې چې لمونځګزار او طواف کوونکي ترې چاپيره ګرځي، ليدل کيږي.

ابن جبير په خپل سفر ليک کښې د اسماعيل او د هغه د مور هاجرې بي بي د قبر ذکر کړے او فرمايي:

تر ناودان لاندې په حجر انګړ کښې د بيت الله الحرام له ديوال سره نيژدې د اسماعيل(ع) قبر دے، نښه يې شنه تيږه چې مرمرين او د محراب په څير مستطيل دے چې نور شنه مرمرين کاڼي ورسره ګير چاپېر نښليدلي دي، دواړه تيږې حېرانونکي او د ليدو وړ دي، پکښې رګونه او ټکي دي چې زيږ بخون دي داسې لکه چې پکښې درز وي او په بوټي کښې د ويلو شوو سرو زور پاتو زرو ته ورته دي، په څنګ کښې يې له رکن عراقي سره نږدې، د هغه د مور هاجره قبر دے د هغه هم د يوې نيمې لويشتې په اندازه يوه شنه تيږه ده، خلک په لمانځه کښې حجر له دغو دوو ځايونو تبرک اخلي او دا د هغوي خوښ کار دے ځکه چې هغه دوه قبرونه د بنت عتيق دي او دوه ښپيڅلي او درادنه مړي لري، داسې قبرونه چې خداې نوراني کړي او په برکت يې په هغه ځاې کښې لمونځ کوونکو او دعا کوونکو ته ګټه رسولي.

د دغو دوو سپيڅلو قبرونو تر منيځ اووه لويشتې واټن دے.[13]

عبدالرحمان بن جوزي (وفات: 597 هجري) په خپل کتاب کښې په حرم کښې د ښخ شويو بزرګانو د معرفي په باب کښې ليکي:

له صفوان بن عبدالله الجحمي روايت شوے چې ويلي يې دي: "ابن زبير (د بيت په خوا کښې) يو ځاې وکندۀ، د شنې تيږې يوه برخه پيدا شوه، له قريشو يې د هغې په هکله توضيح وغوښتله، هيڅوک له هغه خبر نه وو خپل پلار ته مې وليږله او له هغه يې وپوښتل پلار مې وويل: دا د اسماعيل(ع) د قبر دے، هغه يو خوا بل خوا نه کړے، هغه همداسې وکړل"[14]

ابن زبېر ويلي دي: دغه نيم دايره (ديوال) دې ته اشاره کوي چې هغه څه چې مسجد الحرام له رکن شامي سره ګنډي  د اسماعيل د پيغلو قبرونه دي. روايت شوے چې د ناودان تر لويديځې دروازې پورې د دفن ځاې، حجر اسماعيل دے.

ابو عبدالله محمد بن اسحاق الفاکهي (وفات: 272هـ) د خپل کتاب "معرفی قبور دوشيزګان اسماعيل" په باب کښې ليکي: روايت شوے چې ابن زبير ويلي دي: "دا نيمه دائره چې له شامي رکن سره يو ځاې شوې، د اسماعيل(ع) د پيغلو قبرونه دي" ابن ابی عمر په خپل حديث کښې وايي: "راوي له سفيانه وپوښتل: دا کوم ځاې دے؟ هغه پخپل لاس سره لويديځ رکن ته مخامخ چې د يماني رکن له دار العجلة سره يو ځاې کيږي "حجر" ته اشاره وکړه".[15] دغه مطلب عبد الرزاق هم، د "مصنف" د پينځم ټوک په 120مخ او ازراقي د خپل کتاب د دوهم ټوک په 66مخ ليکلے دے.[16]

ابن جوزي په حرم کښې ښخ شويو بزرګانو د معرفۍ په باب کښې او ازراقي په اخبار مکه کښې روايت لري چې په لنډه توګه داسې دے:

"هر پيغمبر چې امت به يې هلاک شو مکې ته به راتللو او له مؤمنانو سره يو ځاې به يې عبادت کاوۀ ترڅو چې به وفات شو، هود، صالح او شعيب هم پکښې شامل وو. او د رکن، (ابراهيم) مقام، زمزم او حجر (اسماعيل) تر مينځ، د نهه نوي پيغمبرانو قبرونه دي".

ابوبکر فقيه له پيغمبر اکرم(ص) روايت کړے چې ويې فرمايل:

"هيڅ يو پيغمبر له خپل قومه جلا نه شو، مګر دا چې کعبې ته به راغلۀ او د خداې عبادت به يې وکړ څو له دنيا به يې کوچ وکړ، د هود، شعيب او صالح قبرونه د زمزم او مقام ابراهيم تر مينځ دي د دريو سوو پيغمبرانو قبرونه په کعبې کښې دي او له يماني رکن تر اسود رکن پورې اويا پيغمبران دفن دي".[17]

څه چې بيان شول د خلفاؤ مکتب په کتابونو کښې نقل شوي روايتونه وو. د اهل بيتو مکتب د حديثونو په کتابونو کښې هم د دې په څېر يو شمېر روايتونه شته چې په دې ډول دي:

کليني(وفات نيټه329 هـ) په کافي کښې، صدوق(وفات نيټه 381هـ) په من لايحضره الفقيه او علل الشرايع او فيض کاشاني(وفات نيټه 1089هـ) په وافي او مجلسي(وفات نيټه 111هجري) په بحار کښې روايت کړے دے چې د کافي عبارت دا دے: د هاجره او اسماعيل قبرونه په حجر کښې دي، او همدغه راز روايت راغلے په حجر کښې د پيغمبرانو قبرونه دي،

په کافي، وافي او بحار کښې راغلي دي: په حجر کښې د دريم رکن په محدودې کښې د اسماعيل د کورنۍ قبرونه دي.[18]

دا روايتونه په مکې کښې د پيغمبرانو او وليانو د قبرونو په هکله وو، په راتلونکې برخې کې له مکې پرته په نورو ځايونو کښې د هغوي د قبرونو ذکر کوو،

1. په ابواء کښې د پيغمبر اکرم(ص) د مور قبر او مور له مزاره د رسول الله مبارک زيارت

د معجم البلدان کتاب ليکونکې د ابواء په معرفۍ کښې وايي:

"ابواء" د مدينې په خوا کښې يو کلے دے چې د مدينې له لورې تر جحفه پورې يې واټن درې ويشت ميله دے".

د پيغمبر اکرم(ص) د مور، د وهب لور "آمنه" قبر په ابواء کښې دے، په ابواء کښې خاورو ته  د سپارلو سبب دا وو چې د رسول الله مبارک پلار  عبدالله مدينې ته لاړ چې خرما راوړي او هغه په مدينې کښې وفات شو، د هغه ماندينه د وهب لور آمنه به په کال کښې يو ځل د هغه د قبر د زيارت لپاره مدينې ته تله، کله چې پيغمبر اکرم(ص) شپږ کلن شو آمنه له عبد المطلب او د پيغمبر اکرم(ص) له دايڼې ام ايمن سره د مدينې په لور روانه شوه او مکې ته د ستنيدا په وخت په ابواء کښې وفات شوه.[19]

د ابن عساکر په تاريخ کښې راغلي دي:

د خداې د رسول (ص) او زمونږ د آقا مور د وهب لور آمنه وه، هغې پيغمبر اکرم(ص) د بني عامر بن نجار قبيلې، د خپلو ماماګانو د کتنې لپاره مدينې ته بوتلو، بيا مکې ته ستنه شوه او د مکې او مدينې تر مينځ په ابواء کښې په داسې حال کښې چې رسول الله مبارک شپږ کلن ؤ وفات شوه.[20]

ابن عساکر په طبقات کښې د دغه خبر په تشريحولو پسې يو مطلب زيات کړے چې په کوټلي توګه داسې دے:

د رسول الله مبارک کله چې تر حديبيې د عمرې په لاره کښې ابواء ته ورسيدۀ، د خپلې مور آمنې بي بي قبر خوا ته راغے، قبر يې سم کړ او تر څنګ يې وژړل، مسلمانانو هم د پيغمبر اکرم(ص) د ژړا په خاطر وژړل.

د مور پر قبر د خداې د رسول د ژړيدلو او د اصحابو د ژړيدا خبر د حديث په نورو کتابونو کښې هم راغلے دے.[21]

2 . په مدينه کښې د خداې د رسول(ص) قبر

په طبقات ابن سعد او سيره ابن هشام کښې روايت دے چې په لنډه توګه داسې دے:

"رسول الله په خپل کور کښې په هماغه کوټه کښې چې پکښې وفات شوے ؤ، خاورو ته وسپارل شو، چې وروسته دوه خليفه ګان، ابوبکر او عمر هم په هغه ځاې کښې ښخ کړاې شول، بيا يې دغه شين ګنبد پرې د پاسه جوړ کړ.[22]

3 . د رسول الله مبارک د قبر د زيارت ثواب

دار قطني په سنن، طبراني په معجم او فاکهي په اخبار مکه کښې پخپلو سندونو سره د ابن عمر له قوله ليکلي چې ويې ويل:

"قَالَ رَسوْلُ الله(ص): مَنْ حَجّ فَزَارَ قَبْريْ بَعْدَ مَوْتِی کَانَ کَمَنْ زارنِیْ فی حَياتِی".

د خداې رسول (ص) وفرمايل: څوک چې حج ادا کړي او له رحلته وروسته مې زيارت وکړي، د هغه چا په شان دے چې په ژوندون کښې يې زما زيارت کړے وي.[23]

طيالسي پخپل سند سره له عمر څخه روايت کړے چې ويې ويل:

وامې ورېدل چې پيغمبر اکرم(ص) فرمايل:

"مَنْ زارَ قَبْری اَوْ مَنْ زارَنی کُنْتُ لَهُ شَفِيعاً اَوْ شَهِيداً."

هر څوک چې زما د قبر زيارت وکړي، يا زما زيارت وکړي، زۀ به د هغه شفاعت کوونکې يا د هغه ګواه وم.[24]

4 . له اهلبيتو او اصحابو د پيغمبر اکرم(ص) د قبر زيارتوال

الف: فاطمه(س) د رسول الله د قبر لومړۍ زيارتواله:

ابن جوزي په خپل سند سره له امام علي(ع) روايت کړے چې ويې فرمايل: "کله چې د خداې رسول (ص) خاورو ته وسپارل شو، فاطمه (س) قبر ته نیږدې راغله، لږه ودريدله او بيا يې له قبره د خاورو يو موټې راواخيستۀ او پر سترګو يې کيښودۀ او وژړيدله او دا بيتونه يې ولوستل:

مَا ذا عَـلی مــَنْ شَـمّ تـُرْبـَةَ اَحــمَـــدٍ

اَنْ لا يَشُــمّ مَــدَی الــزّمانِ غَوالِـياً

صُــبّتْ عَــلَـیّ مَــصَائـبٌ لَــو اَنّــهــا

صُبّتْ عَلَی الارْضِيْنَ عَدْنَ لَيالِياً

راســـتي آنــکـــه شميـم سرکويـت بوييــد

چه غم از بوی دو عالم به مشامش نرسد

بـــر مـــن آن شــد که اگر بـر همه ايام رود

ظلمت دهر به تــاريــکــي شــامش نـرسد

ژباړه:

په ريښتيا چې څوک ستا د کوڅې وږمه بوي کړي،

په دواړو عالمو کښې به د غم بوې ور ونه رسيږي،

پر ما داسې غمونه راغلل چې که چيرې په ورځو راغلي وو،

نو ورځې به په تورو شپو بدلې شوې وے.

ب: ابو ايوب انصاري، هغه زوار چې مخ يې د رسول الله مبارک پر پاکو خاورو مږۀ.

په مجمع الزوائد کښې پخپل سند له ابو داود بن صالح راغلي چې هغه وويل: يوه ورځ مروان د رسول الله مبارک د قبر خوا ته وکتل او ويې ليدل چې يوۀ سړي خپله څيره پر قبر کيښودلې، ويې ويل: خبر يې څه کوې؟ هغه سړے چې د پيغمبر اکرم(ص) صحابي، ابو ايوب انصاري ؤ، خپل مخ مروان ته واړوۀ او ويې ويل: هو! (خبر يم چې څه کوم( زۀ د رسول الله(ص) د قبر زيارت ته راغلم، د حجر زيارت ته لا نه ړم.[25]

د بحثونو نتيجه او خلاصه:

د پيغمبرانو او وليانو په قبرونو د ودانۍ د جوړولو او بيارغاونې او هغه د عبادتځي د جوړولو په حراموالي باور کوونکي، د ځينو روايتونو په استناد سره وايي:

لومړۍ: امام علي(ع) ابو الهياج اسدي ته وفرمايل:

زۀ تا په هغه کار ګمارم چې د خداې رسول (ص) پرې زۀ ګمارلے يم، او ويې فرمايل: پيغمبر اکرم(ص) د يوۀ مړي په جنازه کښې ؤ چې ويې فرمايل: په تاسو کښې څوک مدينې ته ځي، چې ټول بتان مات، ټول قبرونه هوار او ټولې بڼې بدلې کړي؟ يو سړے د دغه کار د ترسره کولو لپاره روان شو، خو د مدينې له خلکو وويريدۀ او ناکامه ستون شو. امام علی(ع) روان شو او هغه ټول کارونه يې ترسره کړل.

په دې خبرې پوهيدل ګران دي چې په دغه روايت استدلال کوونکي څنګه په دې کښې موجودو اشکالاتو ته متوجه شوي نه دي؟ آيا پيغمبر اکرم(ص) په مکې کښې د مړي په ښخولو بوخت وو خپل استازے مدينې ته ليږي او هغه ناکام راستنيږي او بيا د خپل ترۀ زوے علی(ع) ليږي او هغه ټول حکمونه ترسره کوي، يا په مدينې کښې وو؟

د مړي د ښخولو دا دستوره څومره اوږده وه چې لومړے سړے ځي او ناکام ستنيږي او بيا د پيغمبر اکرم(ص) د ترۀ زوے روانيږي او ټول قبرونه ورانوي او ټولې بڼې بدلوي او ټول بتان ماتوي؟ آيا د دغو بتانو خاوندان مسلمانان وو که چېرې مسلمانان وو نو د څه لپاره يې بتان ساتلي وو؟

او که چېرې مشرکان وو نو څنګه په يوازې سر د پيغمبر اکرم(ص) د ترۀ زوے په تګ سره، د هغه حکم ته تسليم شول؟

او بله خبره دا چې ابو الهياج ته د امام علي(ع) حکم بايد د هغه حضرت د خلافت په وخت کښې وي، ځکه چې د يوه ښار د خلکو په هکله د داسې حکم کول يوازې په ګردو چارو د مسلط قدرتمن واکمن له لورې ممکن دے، نو د دغه حکم د صادرولو وخت د دريو خليفه ګانو له دورانه وروسته وو، نه پوهيږو آيا په هغه وخت کښې په اسلامي ټاټوبيو کښې کوم بت پاتې ؤ چې ابو الهياج يې مات کړي؟

نو د حديث په رښتونوالي خو يې زمونږ سره نه خلاصيږي!

دوهم : د هغوي استدلال، له پيغمبر اکرم(ص) سره يوۀ منسوب روايت کښې وايي: رسول الله(ص) فرمايلي: "زما قبر بت جوړ نه کړئ لکه څنګه چې يهوديانو د خپلو پيغمبرانو قبرونه بتان جوړ کړل".

نه شو پوهيدلاي، يهوديانو کله د خپلو پيغمبرانو قبرونه بتان جوړ کړي؟

هغوي له مصر څخه له وتلو وروسته او په دښتې کښې په لالهاندي پسې چې د عبادت لپاره يې د اجتماع خيمه درلوده د سليمان په زمانې کښې هم چې هغه حضرت د هغه لپاره "هيکل سليمان" عبادتځي جوړ کړ، لکه څنګه چې په مدينې کښې د رسول الله(ص) جومات د عبادت لپاره جوړ شو. خو د خپلو پيغمبرانو د قبرونو په باب هم، لکه څنګه چې تېر شول، د هغوي ځينې خلک بيخي د هغوي د ښخولو ځاې نه پيژني، ځينې هم په سمڅو کښې تر مځکې لاندې ښخ دي او د هغوي د ښخيدا ځاې ګوته په شمير خلکو پيژندل،

خو هغه څه چې له پيغمبره روايت شوي چې هغه حضرت د قبرونو په زيارت کوونکو ښځو لعنت کړے د نورو پريمانه او صحيح روايتونو په وړاندې نشو برابرولاي، هغه روايتونه چې د خداې رسول (ص) پکښې فرمايلي: ما پخپله تاسو د قبرونو له زيارته منع کړئ، اوس د هغو زيارت کوئ.

دا په لنډه توګه د هغو کسانو دليلونه وو چې په قبرونو د ودانۍ جوړلو، بيارغاوني او د هغو عبادتځي يا جومات ګوځول، حرام ګڼي.

سرچینې

[8]  . د ايتونو د تفسير لپاره د تفسير کتابونو ته مراجعه وشي.

[9] . صحيح مسلم، 779حديث، سنن نسايي، څلورم ټوک 89مخ، سنن ابن ماجه، لومړے ټوک 500 او 501مخونه، سنن ترمذي، څلورم ټوک 274مخ، سنن ابي داود، 3235حديث، مؤطا مالک، دوهم ټوک 486مخ.

[10] . سنن ابن ماجه، 1571 حديث.

[11] . طبقات ابن سعد اروپا چاپ لومړے ټوک 25مخ چې کوټلې مو ذکر کړ.

[12] . الاکتفا فی مغازی المصطفی والثلاثة الخلفاء 199مخ، تصحيح (هنري ماسه) (جول کريونل) چاپ، الجزائر 1931 ميلادي.

[13] . ابن جبير، محمد بن احمد بن جبير کناني اندلسي...(د540يا 539 هـ د لومړۍ خور  د شنبې په شپه زيږيدلے او د 616 هجري کال د برات په 27 او 29 نيټه د چارشنبې په شپه په اسکندريه کښې مړ شوے)

[14] . "مثيرالغرام الساکن الی الی اشرف الاماکن" دارالرايه المنشر رياض چاپ 1415 هجري، 218مخ)

[15]  . من اخبار مکه فی عديم الدهر و حديثه، بيروت چاپ 1414هـ.

[16] . د هغه څۀ پر اساس چې د اخبار مکه په 123مخ، لمن ليک کښې راغلي دي.

[17] مختصر کتاب البلدان، تاليف، ابوبکر بن فقيه همداني (340هـ) بريل چاپ، لندن 1302هـ 17مخ

[18] . فروع کافی، کتاب حج، د ابراهيم او سماعيل د حج باب، 41حديث، څلورم ټوک 210مخ، من لايحضره الفقيه، حج کتاب، دوهم ټوک 125مخ، وافی، حج کتاب اتم ټوک 28مخ، بحار الانوار، النبوة کتاب، پينځم ټوک، 143 او 144مخونه.

[19] . معجم البلدان، ياقوت حموي، لومړۍ ټوک سلم مخ.

[20] . مختصر تاريخ دمشق، ابن عساکر، دوهم ټوک سلم مخ.

[21] . طبقات ابن سعد، بيروت چاپ 1376هـ، لومړۍ ټوک 116مخ. سنن نسايي د جنازو کتاب، لومړۍ ټوک 267مخ، سنن ابي داؤد، 3234حديث، سنن ابن ماجه، 1502حديث.

[22] . طبقات ابن سعد، دوهم ټوک، 297 او 294مخونه. سيرة ابن هشام، څلورم ټوک، 343مخ.

[23] . سنن کبرای بيهقي، پينځم ټوک 246مخ، سنن دار قطني، دوهم ټوک 278مخ، اتحاف السادة المتقين زبيدي، څلورم ټوک 416مخ، ترواء الغليل، الباني، 4ټوک 335مخ، کنزل العمال 5ټوک 70مخ، مجمع الزوائد، هيثمي، 4ټوک دوهم مخ، درالمنثور، سيوطي، لومړۍ ټوک 237مخ، معجم الکبير طبراني 12ټوک 407مخ.

[24] . مسند طيالسي (فوت 204هـ) دولسم مخ، کنزالعمال، 20ټوک 161مخ، مختصر تاريخ دمشق، دوهم ټوک 406مخ، المطالب العالية، ابن حجر 1254مخ، درالمنثور، سيوطي لومړۍ ټوک 237مخ، معجم الکبير، طبراني، دولسم ټوک 417مخ.

[25] . مجمع الزوائد، کتاب الخلافة، بيروت چاپ 1967م، او پينځم ټوک، 245مخ، دا روايت په بل عبارت د همدغه کتاب د څلورم ټوک په دوهم مخ راغلے دے او مسند احمد 5ټوک 224مخ، مستدرک حاکم 5ټوک 515مخ.

کلیدي کلمې: