د پيغمبر اکرم(ص) نښو نښانو سره توسل(۲

په ورپسې برخه کښې د شفاعت او د متعال خداي په درګاه کښې د پيغمبر اکرم(ص) د وسيله ګرځولو موضوع جاجوو او بيا، د خداي په مرسته د پيغمبر اکرم(ص) د امتيازونو او ځانګړنو په باب د اختلاف او له نورو خلکو سره د هغه مبارک د توپير په هکله په لنډه توګه ليکنه کوو.

له پيغمبر اکرم(ص) سره توسل

له رسول الله (ص) سره د توسل په روا والي او جائز والي او په ګردو دورانونو کښې د متعال خداي درګاه ته د هغه مبارک په وسيله ګرځولو، اعتقاد لرونکي وايي:

دغه ډول توسل د پيغمبر اکرم(ص) له خلقته وړاندې، په ژوندانۀ او د هغه مبارک له رحلته وروسته د خداي په رضا سره تر سره شوے دے او هماغه راز د قيامت تر ورځې پورې هم، لاندنيو دليلونو ته په پام سره دوام لري:

لومړۍ: له پيدايښته وړاندې د خداې له رسول سره توسل

د حاکم نيشاپوري په شمول چې په خپل مستدرک کتاب کښې يې د عمر بن خطاب له قوله روايت کړے، د راويانو يوه ډله روايت کوي، چې ادم (ع) کله چې تيروتۀ، عرض يې وکړ: پروردګارا! له تا غواړم چې د محمد او ال محمد په حق، ما وبخښه، سبحانه و تعالی وفرمايل:

اې آدمه! تا محمد څنګه وپيژاندۀ، په داسې حال کښې چې لا تر اوسه مې نه دې پينځولے؟ عرض يې وکړ: پروردګاره! کله دې چې زۀ په خپل قدرت وپنځولم او خپل روح دې په ما کښې پو کړ، سر مې چې پورته کړ ومې ليدل، د عرش پر ستنو ليکل شوي: لا اِلهَ اِلاّ الله مُحمّد الرسولُ الله، نو پوه شوم چې ته د خپل تر ټولو محبوب خلقت له نومه پرته د بل چا نوم د خپل نوم تر څنګه نه ګرځوے.

خداي وفرمايل: ريښتيا دې وويل اې ادمه! هغه زما تر ټولو محبوب بنده دے او ما د هغه په خاطر وبوله چې ته مې وبخښلې او که چېرې محمد نه وې ته مې نه پيدا کولې.

دا حديث طبراني هم په خپل  کتاب کښې ليکلے او زياته کړې يې ده او هغه ستا د نسل تر ټولو وروستے پيغمبر دے.[15]

او د دغه ايت په تفسير کښې:

وَ لَمّا جَاءَ هُمْ کِتابٌ مِنْ عِنْدِ اللهِ مُصَدِقاً لِما مَعَهُمْ وَ کَانوا مِنْ قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلی الّذِيْنَ کَفَروا فلَمّا جَاءَهُمْ ما عَرَفوا کَفَروا بِهِ فَلَعْنَةُ الله علی الْکافِريْن. (بقرة/89)

او کله چې د خداې له لورې د هغه وخوا ته کتاب راغے چې د هغوي د کتاب تصديق کوونکې دے (او هغوي پخپله تر دې وړاندې، د هغه د راوړونکي په نوم)  پر کافرانو برے موندۀ، اوس چې هماغه د هغوي پيژندونکې يې د هغوي لورې ته راغلے نو ترې انکار يې وکړ نو لعنت وي د خداې پر کافرانو.

محدثانو او مفسرانو د دغه ايت په تفسير کښې روايت کړے دے چې: د مدينې او خيبر يهوديان له بعثت څخه وړاندې کله چې د "اوس" او "خزرج" او داسې نورو قبيلو له عربو او مشرکو ګاونډيو سره جنګيدل د خداي د رسول په نوم چې په تورات کښې يې موندلے و، پر هغوي برے موندۀ او بريالي کيدل به، او د کافرانو پر خلاف به يې دعا کوله او ويل به يې: پروردګاره! د اُمې پيغمبر په حق له تا غواړو چې مونږ پر هغوي بريالي کړه، يا به يې ويل: اې پروردګاره! د خپل پيغمبر په نوم، مونږ پر هغوي بريالي کړه.[16]

 خو کله چې د خداي کتاب قران مجيد او د تورات او انجيل تصديق کوونکے د هغه چا په وسيله چې هغه يې له کوم شکه پرته په ښه توګه پيژاندۀ يعنې محمد، د هغو په لور راغے، نو ترې منکر شول، ځکه چې هغه بني اسرائيل نه ؤ.[17]

 

دوهم: په ژوندانه کښې له پيغمبر اکرم(ص) سره توسل

احمد بن حنبل، ترمذي، ابن ماجه او بيهقي له عثمان بن حنيفه روايت کوي چې: يو نابينا سړے د پيغمبر اکرم(ص) خدمت ته راغے او عرض يې وکړ: له خدايه وغواړه چې ما ښه کړي،

پيغمبر اکرم(ص) ورته وفرمايل: که چيرې غواړے دعا درته کوم، خو که صبر وکړې نو ستا لپآره لا ښه ده. عرض يې وکړ: دعا وکړه، پيغمبر اکرم(ص) هغه ته وفرمايل: وضو (اودس) وکړه، او دا دعا ولوله:

اَلَلهُمّ اِنّی اَسْألُكَ وَ اَتَوَجَهُ إلَيكَ بِنَبِيِكَ مُحَمّدٍ نَبِی الرّحْمَة، يَا مُحَمّدُ إنّی تَوَجّهتُ بِكَ اِلی رَبّی فی حاجَتِی لِتَقْضِی لی، اَلَلهُمّ شَفِعْهُ فِیّ.

اې پرودګاره زۀ ستا د پيغمبر محمد، د رحمت د پيغمبر په وسيله ستا خدا ته راځم او له تا غواړم، اې محمدۀ! زۀ له خدايه د خپل حاجت د دعا لپاره تا ته راغلم او تۀ مې وسيله وګرځولے څو دعا مې قبوله شي، خدايه! هغه زما وسيله او شفيع وګرځوه.[18]

دغه روايت بيهقي او ترمذي صحيح ګڼلے دے.

 

 

دريم: له رحلته وروسته له پيغمبر اکرم(ص) سره توسل

طبراني په معجم الکبير کښې له عثمان بن حنيف څخه روايت کوي چې: يو سړي د خپل حاجت لپاره  عثمان بن عفان ته تګ راتګ کاوه، خو عثمان هغه او د هغه غوښتنې ته پام ونه کړ، هغه سړي ابن حنيف  وليدۀ او د روان حال په هکله يې ګيله وکړه، عثمان بن حنيف هغه ته وويل: د وضو ځاې ته ورشه او اودس وکړه، بيا جومات ته راشه او دوه رکعته لمونځ وکړه او ووايه:

"اَلَلهُمّ اِنّی اَسْألُكَ وَ اَتَوَجَهُ إلَيكَ بِنَبِيِنا مُحَمّد، نَبِیّ الرّحْمة يَا مُحَمّدُ إنّی اتَوَجّهُ بِكَ اِلی رَبّی لِتَقْضِی حاجَتِی" و تَذْکُر حاجَتكْ.

"اې پروردګاره! زۀ د خپل پيغمبر محمد، د رحمت پيغمبر په وسيله تا ته مخه کوم او له تا غواړم، اې محمد! زۀ د خداې لورې ته مخه کولو لپاره تا ته راغلم او تۀ مې وسيله وګرځولے څو زما حاجت پوره شي" او بيا د خپل حاجت يادونه وکړه.

هغه سړے لاړ او څه چې يې ورته ويلي وي ترسره يې کړل، بيا د عثمان بن عفان د کور دروازې ته راغے چې ناڅاپه د کور د ورۀ ساتونکے د هغه خوا ته راغے له لاسه يې ونيوۀ او د عثمان غونډې ته يې بوتلو، هغه هم هغه تر خپل څنګه کښيناوۀ او ويې ويل: ستا غوښتنه څه ده؟ هغه خپل حاجت بيان کړ او هغه ورته اړتيا پوره کړه، بيا يې ورته وويل: تا تر دې وخته پورې د خپلې اړتيا يادونه نه وه کړې او ويې ويل: بل که هر حاجت او اړتيا لرې، بيا يې کړه.[19]

ج: د پيغمبر اکرم(ص) له قبر سره توسل

په سنن دارمي او د سمهوري په وفاء الوفاء کښې له اوس بن عبد الله څخه روايت شوے چې ويې ويل:

د مدينې خلک له سختې کاختې سره مخامخ شول او عايشې ته يې ګيله وکړه، عايشې وويل: د پيغمبر اکرم(ص) قبر ته ورشئ او له هغه ځايه د اسمان لورې ته لاره پيدا کړئ څو د قبر او اسمان تر منځ کوم چت نه وي، راوي وايي: داسې يې وکړل، له هغه وروسته، داسې باران ووريدۀ چې بوټي زرغون شول او اوښان څاربۀ شول.[20]

د: د پيغمبر اکرم(ص) له ترۀ، عباس سره توسل

په صحيح بخاري کښې راغلي دي چې:

کله به چې کاختي راتله، عمر بن خطاب به د عبد المطلب زوے عباس شفيع او وسيله ګرځوۀ او ويل به يې:

اللّهُمّ اِنّا کُنّا نَتَوَسَلُ إليكَ بِنَبِيّنا فَتَسْقيْنا، وَ إنّا نَتَوَسّلُ إليْك بِعَمِّ نَبِيّنا فاسقنا، قال فَيَسْقون.

اې پروردګاره! مونږ وړاندې د خپل پيغمبر په توسل سره ستا وخوا ته راتلو او تا به باران راباندې واروۀ او خړوبولو به دې، او اوس د خپل پيغمبر د ترۀ په توسل سره تا ته مخه کوو، او باران ووروه او ماړۀ مو کړه، راوي وايي: بيا به باران کيدۀ او خړوبيدل به.[21]

هـ: د قبر د فشار د کميدا لپاره د پيغمبر اکرم(ص) له جامو سره توسل

په کنز العمال، استيعاب، اسد الغابه او اصابه کښې د فاطمه بنت اسد د حال په شرح کښې له ابن عباس څخه روايت شوے چې ويې ويل:

کله چې د امير المؤمنين علی ابن ابي طالب مور، فاطمه بنت اسد وفات شوه، پيغمبر اکرم(ص) پرې خپل خت وغوړاوۀ او د هغې په قبر کښې د هغې تر څنګه څملاستۀ، حاضرانو په حيرانتيا سره وويل: هغه څه چې له دې مړي سره دې ترسره کړل تر اوسه پورې مو نه وو ليدلې؟ ويې فرمايل: دا د دې لپاره دي چې هيڅوک له ابي طالبه وروسته زما په نسبت تر هغې زيات نيک نه وو، ما خپل خت پرې وغوړاوۀ چې هغې ته د جنت جامې واغوندل شي او په قبر کښې ورسره څملاستم چې د قبر له فشاره خوندي شي.[22]

په طبقات ابن سعد کښې له سهل بن سعد څخه روايت کوي چې ويې ويل: يوه ښځه له يوې داسې عبا سره چې په لمنو يې بوټي شوي وو د پيغمبر اکرم(ص) خدمت ته راغله او ويې ويل: يا رسول الله! ما دا عبا پخپلو لاسونو اوبدلې (ګنډلې) او راوړې مې ده چې پر تا يې واغوندم، راوي وايي: پيغمبر اکرم(ص) چې ورته اړتيا درلوده، قبوله يې کړه او وايې غوندله، او يوه ورځ چې ورسره زمونږ مجلس ته راغلے ؤ، د فلاني زوي فلاني وويل: يا رسول الله! دا عبا څومره ښه ده! پر ما يې واغونده، ويې فرمايل، ښه ده، نو تر هغه وخته چې خداي غوښتله په هغه مجلس کښې کښيناستۀ او بيا بيرته لاړ او کله چې کور ته ورسيدۀ، هغه يې ټوله کړه او هغه ته يې وليږله، خلکو ورته وويل: ښه کار دې ونکړ، پيغمبر اکرم(ص) ورته اړتيا درلوده نو ځکه يې قبوله کړه او تۀ خو پوهيږے چې پيغمبر اکرم(ص) هيڅ يو سوالي نه ردوي، هغه دې ترې وغوښتله، هغه سړي وويل: په خداي قسم! هغه مې د اغوستلو لپاره نه ده غوښتلې، بلکې د دې لپاره مې وغوښتله څو د مرګ په ورځ مې کفن وي، سهل وايي: هغه عبا د مرګ په ورځ د هغه کفن ؤ.[23]

والحمد لله ربّ العالمين

[15] . مستدرک حاکم، دوهم ټوک 615 مخ، مجمع الزوائد، اتم ټوک 253مخ، تحقيق النضرة، مراغي (ت 816 هـ) 113، 114مخونه، له طبراني څخه نقل شوے.

[16]  . له دغو روايتونو څرګنديږي چې هغوي د دغه ډول دعاګانو په وسيله، خداي پاک ته دعا کوله، داسې دعاګانې چې د خداې له رسول سره په توسل کښې شامليږي.

[17]  . دا روايتونه د مضمون له نظره متواتر دي او په دغو کتابونو کښې راغلي دي، دلائل النبويه، بهيقي 343 او 345مخونه، تفسير طبري د ايت په تفسير کښې، د طبري تفسير په لمن ليک ښې د نيشاپوري تفسير، لومۍ ټوک 333مخ، مستدرک حاکم، 4ټوک 263مخ، د سيوطي تفسير د ابو نعيم د دلائل النبوة په نقل، تفسير محمد بن عبد حميد، تفسير عبد الرحمان بن حاتم ادريس رازي، تفسير محمد بن ابراهيم بن المنذر نيشاپوري (ت، 318 هـ).

[18]  . مسند احمد، 4ټوک 138مخ، سنن ترمذي، کتاب الدعوات، 13ټوک 80 او 81مخ، سنن ابن ماجه، کتاب اقامة  الصلاة والسنة فيها، باب "ماجاء فی الصلاة الحاجة" حديث 1385 ،441مخ، ابن اثير په خپل سند د عثمان بن خنيف د حال په شرح کښې په اسد الغابة، بهيقي د تحقيق النضرة کتاب خاوند د نقل پر اساس، تحقيق النضرة 114مخ، مونږ ځکه د حنبليانو د امام احمد بن حنبل عبارت ته مخه کړې چې د ابن تيميه او محمد بن عبدالوهاب پيروان چې د شفاعت انکار کوي د احمد بن حنبل پيروان دي.

[19]  . تحقيق النضرة، 14 او 15مخونه، د طبراني له معجم الکبير څخه نقل شوے دے.

[20] . سنن دارمی، لومړۍ ټوک 43 او 33مخونه، وفاء الوفاء دوهم ټوک 549مخ.

[21] . صحيح بخاري، کتاب الاستسقاء باب سوال الناس الامامالاستسقاء اذا قحطوا، کتاب فضائل اصحاب النبی، باب مناقب عباس بن عبدالمطلب، دوهم ټوک 200مخ، لومړۍ ټوک 124مخ، سنن بيهقي، کتاب صلاة الاستسقاء لمن ترجی برکة دعائه، دريم ټوک 354مخ.

[22] . کنزل العمال، 12ټوک 147مخ، 34424حديث، اصابه، اتم ټوک 160مخ، اسدالغابة 5ټوک 517مخ، د اصابة په لمن ليک کښې د استيعاب څلورم ټوک 328مخ، د مصر چاپ 1328هـ . صفوة الفوة، دوهم ټوک 54مخ، د فاطمة بنت اسد د حال په شرح کښې، ذخائر العقبی، 55 او 56مخونه، فصول المهمة ابن صباغ مالکي، 31 او 32مخونه، وفاء الوفاء، دريم ټوک 897او 898مخونه، او ينابيع المؤدة.

[23] . طبقات ابن سعد، لومړے ټوک 222مخ، باب ذکر لباس الرسول.

کلیدي کلمې: