(د کمیل دعا(دوهمه برخه

وَ ارْحَمْ ِشدَّةَ ضُرّى وَ فُكَّنى مِنْ شَدِّ وَ ثاقى يارَبِّ ارْحَمْ ضَعْفَ بَدَنى وَ رِقَّةَ جِلْدى وَ دِقَّةَ عَظْمى يا مَنْ بَدَءَ خَلْقى وَ ذِكْرى وَ تَرْبِيَتى وَ بِرّى وَ تَغْذِيَتى هَبْنى لاِبْتِدآءِ كَرَمِكَ وَ سالِفِ بِرِّكَ بى يا اِلهى وَ سَيِّدى وَ رَبّى اَتُراكَ مُعَذِّبى بِنارِكَ بَعْدَ تَوْحيدِكَ وَ بَعْدَ مَا انْطَوى عَلَيْهِ قَلْبى مِنْ مَعْرِفَتِكَ وَ لَهِجَ بِهِ لِسانى مِنْ ذِكْرِكَ وَاعْتَقَدَهُ ضَميرى مِنْ حُبِّكَ وَ بَعْدَ صِدْقِ اعْتِرافى وَ دُعآئى خاضِعاً لِرُبُوبِيَّتِكَ هَيْهاتَ اَنْتَ اَكْرَمُ مِنْ اَنْ تُضَيِّعَ مَنْ رَبَّيْتَهُ اَوْ تُبْعِدَ مَنْ اَدْنَيْتَهُ اَوْ تُشَرِّدَ مَنْ آوَيْتَهُ اَوْ تُسَلِّمَ اِلَى الْبَلاءِ مَنْ كَفَيْتَهُ وَ رَحِمْتَهُ وَلَيْتَ شِعْرى يا سَيِّدى وَ اِلهى وَ مَوْلاىَ اَتُسَلِّطُ النّارَ عَلى وُجُوهٍ خَرَّتْ لِعَظَمَتِكَ سـاجِدَةً وَ عَـلى اَلْسُنٍ نَطَقَتْ بِتَـوْحيدِكَ صـادِقَةً وَ بِشُكْرِكَ مـادِحَـةً

او په دې سختې پرېشانۍ مې رحم وکړه او د ګناهونو له سخت قېده مې خلاص کړه اے پالونکيه! رحم وکړه زما د بدن په کمزورۍ، د څرمن په نازکۍ او د هډوکو په باريکۍ. اے هغه ذاته! چې اغاز دې وکړ زما په خلقت، په ياد، روزنې، احسان او خوراک باندې نو اوس په همدغې وړومبۍ بزرګوارۍ، کرم او احسان سره ما وبخښه.

اے زما خدايه! اے زما آقا! او اے زما پالونکيه! ايا دا ومنم چې ته به ما په اور کښې عذابوې پس له دې نه چې په يووالي دې اقرار کوم، زړۀ مې ستا د معرفت په نور روښانه شو، ژبه مې ستا په ذکر ګويانه شوه او ضمير مې ستا په مينه بوخت شو؟ او ستا په بنده پالنې باندې زما له صادقانه اعترافه او عاجزانه دعا نه پس؟ دا له تا سره نه ښائي! ته له دې نه ډېر بالاتر يې چې هغه کس ضائع کړې چې خپله دې د هغه پالنه کړې ده يا وشړې هغه کس چې خپله دې ځانته رانزدے کړے دے يا داسې کس مصيبتونو او بلاګانو ته پرېږدې چې خپله دې د هغۀ پالنه کړې ده او مهربانۍ دې ورسره کړې ده او کاش چې راته پته وې اے زما آقا، اے زما خدايه! اے زما څښتنه! چې ايا ته به په اور کښې سېزوې هغه مخونه چې ستا د عظمت په مخکښې په سجده پراته دي؟ او هـــغه ژبې چې په رښتيا ستا پــه يـــووالي ګويـــانه شوې دي او ستا په شکر ادا کونې خلاصې شوي دي؟

وَ عَلى قُلُوبٍ اعْتَرَفَتْ بِاِلهِيَّتِكَ مُحَقِّقَةً وَ عَلى ضَمآئِرَ حَوَتْ مِنَ الْعِلْمِ بِكَ حَتّى صارَتْ خاشِعَةً وَ عَلى جَوارِحَ سَعَتْ اِلى اَوْطانِ تَعَبُّدِكَ طآئِعَةً وَ اَشارَتْ بِاسْتِغْفارِكَ مُذْعِنَةً ما هكَذَا الظَّنُّ بِكَ وَ لا اُخْبِرْنا بِفَضْلِكَ عَنْكَ يا كَريمُ يا رَبِّ وَ اَنْتَ تَعْلَمُ ضَعْفى عَنْ قَليلٍ مِنْ بَلاءِ الدُّنْيا وَعُقُوباتِها وَما يَجْرى  فيها مِنَ الْمَكارِهِ عَلى اَهْلِها عَلى اَنَّ ذلِكَ بَلاءٌ وَ مَكْرُوهٌ قَليلٌ مَكْثُهُ يَسيرٌ بَقآئُهُ قَصيرٌ مُدَّتُهُ فَكَيْفَ احْتِمالى لِبَلاءِ الاْخِرَةِ وَجَليلِ وُقُوعِ الْمَكارِهِ فيها وَهُوَ بَلاءٌ  تَطُولُ مُدَّتُهُ وَ يَدُومُ مَقامُهُ وَ لا يُخَفَّفُ عَنْ اَهْلِهِ لاِنَّهُ لا يَكُونُ اِلاّ عَنْ غَضَبِكَ وَ اْنتِقامِكَ وَسَخَطِكَ وَ هذا ما لا تَقُومُ لَهُ السَّمواتُ وَالاَرْضُ يا سَيِّدِى فَكَيْفَ لى وَ اَنَا عَبْدُكَ الضَّعيفُ الذَّليلُ الْحَقيرُ الْمِسْكينُ الْمُسْتَكينُ

او هغه زړونه چې ستا په خدائۍ يې اعتراف کړے دے؟ او هغه ضميرونه چې له علم او معرفت نه ډک شوي دي او ان تردې چې ستا په وړاندې عاجز شوي دي؟ او هغه اندامونه چې ستا عبادت ته په مينه زغلي او په خپلو ګناهونو باندې په اعتراف سره ستا بخښنه لټوي؟ نه، داسې څه ګومان په تا نه شي کېدې او ستا له فضل نه داسې خبره مونږ نده اورېدلې. اے کريمه! اے پالونکيه! تا ته خپله معلومه ده زما کمزوري د دنيا د يو لږ مصيبت او معمولي سزا او ناخوښو په وړاندې چې د دنيا خاوندانو ته رسيږي نو په داسې حال کښې چې د دې مصيبتونو او غمونو دوام کم دے او موده يې لنډه ده نو بيا به څنګه زغم ولرم د اخېرت د مصيبتونو او د هغو لويو نا خوښو؟ په داسې حال کښې چې د هغو مصيبتونو موده اوږده او دوام يې همېشنے دے او ورباندې د اخته کسانو لپاره پکښې کمے نيشته ځکه چې دغه ټول ستا د غضب، انتقام او غصې په وجه دي او دا هغه  ّڅیزونه دي چې اسمانونه او زمکه يې د زغملو توان نه لري، نو اے آقا! زما له پاره به څه شي؟ په داسې حال کښې چې زۀ ستا کمزورے، خوار، نا څه، فقير او بې وزله بنده يم.

يا اِلهى وَ رَبّى وَ سَيِّدِى وَ مَوْلاىَ لاِىِّ الاُْمُورِ اِلَيْكَ اَشْكُو وَ لِما مِنْها اَضِجُّ وَ اَبْكى لاِليمِ الْعَذابِ وَ شِدَّتِهِ اَمْ لِطُولِ الْبَلاءِ وَ مُدَّتِهِ فَلَئِنْ صَيَّرْتَنى لِلْعُقُوباتِ مَعَ اَعْدآئِكَ وَ جَمَعْتَ بَيْنى وَ بَيْنَ اَهْلِ بَلائِكَ وَ فَرَّقْتَ بَيْنى وَ بَيْنَ اَحِبَّآئِكَ وَ اَوْليآئِكَ فَهَبْنى يا اِلهى وَ سَيِّدِى وَ مَوْلاىَ وَ رَبّى صَبَرْتُ عَلى عَذابِكَ فَكَيْفَ اَصْبِرُ عَلى فِراقِكَ وَ هَبْنى صَبَرْتُ عَلٰى حَرِّ نارِكَ فَكَيْفَ اَصْبِرُ عَنِ النَّظَرِ اِلى كَرامَتِكَ اَمْ كَيْفَ اَسْكُنُ فِى النّارِ وَرَجآئى عَفْوُكَ فَبِعِزَّتِكَ يا سَيِّدى وَ مَوْلاىَ اُقْسِمُ صادِقاً لَئِنْ تَرَكْتَنى ناطِقاً لاَضِجَّنَّ اِلَيْكَ بَيْنَ اَهْلِها ضَجيـجَ الاْۤمِـلينَ وَ لاَصْـرُخَنَّ اِلَيْكَ صُراخَ الْمَسْتَصْرِخينَ وَ لاَبْكِيَنَّ عَـلَيْكَ بُـكآءَ الْفاقِدينَ وَ لاَنـادِيَنَّـكَ اَيْـنَ كُـنْتَ يـا وَلِـىَّ الْـمُؤْمِنين

اے زما خدايه! اے زما پالونکيه،اے زما آقا! اے څښتنه!! د خپل کوم کوم مصيبت فرياد درته وکړم او د کوم کوم لپاره درته ژړا او زاري وکړم؟ ايا د دردناک او سخت عذاب لپاره؟ يا د اوږدې او زياتې مودې مصيبت لپاره؟ نو که داسې وي چې ما د خپلو سزاګانو په  خاطر د خپلو دښمنانو په قطار کښې راولې او ما ستا په مصيبت او عذاب باندې له اخته کسانو سره يو ځاے کوې او بېلتون راولې زما او د خپلو مينه والو او دوستانو ترمينځه، نو بس حېران يم اے زما خدايه! اے زما آقا! اے څښتنه! چې ستا په عذاب به خو صبر وکړم خو څنګه به ستا جدائي وزغملې شم او حېران يم  چې ستا د اور تودوخي به خو وزغمم خو ستا د کرامت په لور د نظر په محروميت څنګه صبر وکړم ( او وې منم)؟ يا څنګه په اور کښې پاتے شم چې ستا د بخښنې اميد لرم؟

 نو ستا په عزت مې قسم اے زما آقا! اے زما مولا! زۀ په رښتيا قسم خورم چې که هلته د خولې خلاصولو اختيار ولرم نو خامخا به د دوزخيانو ترمينځ ستا په لور فرياد پورته کړم، د آرزو لرونکو فرياد! او ستا په درګاه کښې د فرياد او زاري کوونکو په شان به سخت فرياد اوچت کړم او د هغو کسانو غوندې به ستا په جدائۍ ژړا او فرياد وکړم چې يو خوږ شے يې ورک کړے وي او په چغو چغو به درته ووايم چې چرته يې اے د مومنانو مدد ګاره!

يا غايَةَ آمالِ الْعارِفينَ يا غِياثَ الْمُسْتَغيثينَ يا حَبيبَ قُلُوبِ الصَّادِقينَ وَ يا اِلهَ الْعالَمينَ اَفَتُراكَ سُبْحانَكَ يا اِلهى وَ بِحَمْدِكَ تَسْمَعُ فيها صَوْتَ عَبْدٍ مُسْلِمٍ سُجِنَ فيها بِمُخالَفَتِهِ وَ ذاقَ طَعْمَ عَذابِها بِمَعْصِيَتِهِ وَحُبِسَ بَيْنَ اَطْباقِها بِجُرْمِهِ وَ جَريرَتِهِ وَ هُوَ يَضِجُّ اِلَيْكَ ضَجيجَ مُؤَمِّلٍ لِرَحْمَتِكَ وَ يُناديكَ بِلِسانِ اَهْلِ تَوْحيدِكَ وَ يَتَوَسَّلُ اِلَيْكَ بِرُبُوبِيَّتِكَ يا مَوْلاىَ فَكَيْفَ يَبْقى فِىالْعَذابِ وَ هُوَ يَرْجُوا ما سَلَفَ مِنْ حِلْمِكَ اَمْ كَيْفَ تُؤْلِمُهُ النّارُ وَ هُوَ يَاءْمَلُ فَضْلَكَ وَ رَحْمَتَكَ اَمْ كَيْفَ يُحْرِقُهُ لَهيبُها وَ اَنْتَ تَسْمَعُ صَوْتَهُ وَ تَرى مَكانَهُ اَمْ كَيْفَ يَشْتَمِلُ عَلَيْهِ زَفيرُها وَ اَنْتَ تَعْلَمُ ضَعْفَهُ اَمْ كَيْفَ يَتَقَلْقَلُ بَيْنَ اَطْباقِها وَ اَنْتَ تَعْلَمُ صِدْقَهُ اَمْ كَيْفَ تَزْجُرُهُ زَبانِيَتُها وَ هُوَ يُناديكَ يا رَبَّهُ اَمْ كَيْفَ يَرْجُو فَضْلَكَ فى عِتْقِهِ مِنْها فَتَتْرُكُهُ فيها هَيْهاتَ ما ذلِـكَ الظَّنُ بِكَ

اے د عارفانو د ارمانونو انتها! اے د فرياد کوونکو فرياد اورېدونکيه! اے د صادقانو د زړونو محبوبه! اے د عالمونو خدايه!

   ايا په رښتيا ستا په باره کښې داسې ګومان کېدې شي؟ پاکي دې بيانوم! اے زما خدايه! او ستائينه دې کوم چې په اور کښې د هغه مسلمان بنده چغې دې واورې چې هلته د خپل مخالفت په وجه قېد شوے او د عذاب مزه يې د خپلې نافرمانۍ په وجه څکلې او د دوزخ په طبقو کښې د خپل جرم او جنايت په وجه ګېر شوے دے او په داسې حال کښې درته زاري او فرياد وکړي د يو داسې کس فرياد چې ستا د رحمت اميدوار دے او ستا د توحيد د منونکو په ژبه درته فرياد وکړي او ستا له بنده پالنې سره متوسل شي

     نو اے زما څښتنه! بيا به څنګه په عذاب کښې پاتې شي په داسې حال کښې چې ستا د بردبارۍ بې انتها مخينې ته سترګې غړوي؟ يا څنګه به اور هغه ازار کړي سره له دې چې ستا د فضل او رحمت ارزومن دے او څنګه به يې اور اوسيزي سره له دې چې چغې يې اورې او ځاے يې وينې؟ يا څنګه به يې لمبې را انغاړي چې ته يې له کمزورۍ نه خبر يې؟ يا څنګه به د دوزخ په طبقو کښې لتې ټکوې سره له دې چې تا ته يې د صادقۍ پته ده؟ يا څنګه به د دوزخ فرښتې هغه وډبوي او وټکوي سره له دې چې يا ربه! يا ربه! چغې وهي؟ يا څنګه ممکنه ده چې د خپلې ازادۍ د فضل اميد ولري او ته يې په خپل حال پرېږدې؟ دا خبره له تا سره نه ښائي او په تا داسې ګمان نه شي کېدې.

کلیدي کلمې: