(د کمیل دعا(سریزه

(سره د پښتو ترجمې)

ترجمه: انور شاهين خانخېل

اهلبېت پښتو اکېډيمي

پوسټ بکس٣٤٦ پېښور( پښتونخوا)

 

ډالۍ

زۀ بنده په ډېرې عاجزۍ سره دا ترجمه شوې دعا د خپل مور پلار روحونو

ته ډالۍ کوم او له پاک څښتنه  د محمد (ص) او آل محمد (ص)

په وسيلې سره د هغوي د بخښنې سوال کوم.

انور شاهين خانخېل

کتاب پېژنه

کتاب:.....................................  د کمېل دعا

ترجمه :............................انورشاهين خانخېل 

د چاپ کال:........ ١٣٨٤ هـ ن (مطابق ٢٠٠٥ م )

بيعه:................................................ويړيا

چاپوونکې اداره:.... ... ......د اهلبيتو نړيواله غونډه

په مرسته د:........ ..............اهلبېت پښتو اکېډيمي

 

سريزه

د مهربان او بخښونکي لوے څښتن په نامه

بې له شکه چې خداے پاک د ټولو مخلوقاتو پالونکے او په خپلو مخلوقاتو ډېر مهربان دے او انسان له اشرف المخلوقات سره سره تر يو حده پورې په خپلو عملونو کښې اختيار او واک لرونکے دے چې په دې وجه ترې نه ګناهونه او خطاګانې کېږي چې په انسان باندې دغه مهربان او غفور او رحيم ذات د ګناهونو د بخښنې لپاره هم بندوبست کړے دے او هغه د توبې، پښېمانۍ، دعا، مناجات او راز و نياز لاره ده. او د لا زياتۍ مهربانۍ او پېرزوينې په کولو سره يې خپلې ځينې داسې معصومې هستۍ خلق کړي او دنيا ته يې معرفي کړي دي چې له هغوي سره مينه وکړي او په خپلو دعاګانو او مناجاتو کښې هغوي خداے پاک ته  وسيله وګرځوي چې د هغوي په وسيلې سره په دعا غوښتلو سره دعا مستجابه کيږي او خداے پاک د خپلو هغو نازولو په خاطر انسان ته ګناهونه او خطاګانې بخښي. او هغه هستۍ د خداے پاک ګران رسول حضرت محمد مصطفي صلي الله عليه و آله  او د هغوي پاک اهلبېت عليهم السلام دي چې په دې هکله له قران او حديث نه ډېر دلائل موجود دي.

همدا رنګ له خپل مهربان خداے پاک سره د انسان نېغ په نېغه مناجات او راز و نياز څه شرائط، آداب او طریقې لري او د دې لپاره چې له خداے پاک نه نېغ په نېغه دعا غوښتو کښې له انسانه څه بې ادبي و نه شي نو هغو پاکو هستيو يعنې محمد (ص) و آل محمد (ص) ته رجوع کول پکار دي چې هغوي راته له خداے پاک سره د راز و نياز او مناجاتو طريقه او آداب راوښئ. ځکه چې هغه د خداے پاک نيازبينې او معصومې هستۍ دي او خداے پاک ته د ډېر نزدېکت په وجه د کائناتو له رازونو خبردار دي لکه د رسول اکرم (ص) له پاکو اهلبېتو (ع) څخه  اميرالمومنين حضرت امام علي (ع) چې کله د کوفې په جومات کښې په منبر باندې تشريف راوړۀ نو خلکو ته يې اعلان وکړ چې اے خلکو له مانه پوښتنه وکړئ، (چې د هر څه په هکله وي) له دې مخکښې چې بيا ما و نه مومئ او زۀ د زمکې په نسبت د اسمانونو له رازونو نه زيات خبر يم. او بله دا چې دغه سپېڅلې هستۍ د خداے پاک د معرفت او سېر او سلوک د لارې له ټولواوچت او عظيم لارويان دي او خداے پاک ته د نزدېکت لارې ورته معلومې دي نو ځکه همدوي مونږ ته له خداے پاک سره د تماس نيولو او راز و نياز کولو طريقه ښودلې شي.

 چې يو اصحابي حضرت کمېل بن زياد (رض) له حضرت علي (ع) نه وغوښتل چې راته له خداے پاک سره د مناجاتو او راز و نياز کولو طريقه وښايه نو اميرالمومنين (ع) ورته دا دعا تعليم کړه چې دا دعا بيا د کمېل په دعا مشهوره شوه او په لوستو يې ډېر تاکيد شوے دے چې هره ورځ  يا لږ تر لږه د هرې جُمعې په شپه د ماښام او ماسخوتن له نمونځ نه پس يې ويل ډېر ضروري دي چې ډېر زيات ثواب او فضيلت او د معرفت سرچينې لري.  له دعا نه مخکښې پکار دي چې انسان په اودس کښې وي قبلې ته يې مخ وي او په حقيقي معنو کښې په خپلو ګناهونو پښېمانه وي او د زړۀ له اخلاصه خداے پاک ته متوجه وي او د دعا له شروع کولو نه مخکښې پکار دي د خداے په ګران رسول (ص) او د هغۀ په آل (ع)  باندې درود ولېږي ځکه چې په حديثو مبارکو کښې راغلي دي چې هيڅ يوه دعا د خداے پاک په ګران رسول (ص) او د هغۀ په پاکو اهلبېتو (ع) باندې د درود له لېږلو نه بغېر نه قبليږي او په زوړند حالت کښې پاتې  وي.

له ګرانو مومنانو نه د خپل مور پلار د بخښنې د دعا په هيله

انور شاهين خانخېل

کلیدي کلمې: