اميرالمؤمنين على (عليه السلام) او پيغمبرانو سره ناسته پاسته

د حضرت  اميرمؤمنين علی (عليه السلام) مبارک وجود چې کامل عقل، بشپړ درايت او بې څارې بصيرت او داسې پوهه او هوښيارتيا لري چې له ټولو پوهو له پاسه ده، د ژوند له لومړي وخته يې په ظاهر کښې پيغمبر (صلى الله عليه وآله) او په باطن کښې ټول پيغمبران عليهم السلام د ځان لپاره ملګري او همراز بلکې خواږه وروڼه جوړ کړل او د هغوي ټول صفتونه او ارزښتونه يې خپل وجود ته راواړول نو له پيغمبر (صلى الله عليه وآله) وروسته  له ټولو پيغمبرانو (عليهم السلام) د هغه مرتبه لوړه شوه.

په ټولو پيغمبرانو (عليهم السلام) د هغه د مرتبې اوچتوالې او په پيغمبر (صلى الله عليه وآله) پسې په رتبې کښې راتلل يو داسې حقيقت دے چې په اسانتيا سره يې د قران مجيد له ډېرو ايتونو په بيله توګه د مباهلې له ايته او له هغه ډېرو روايتونو چې شيعه او سنيانو نقل کړي دي، ثابت کړې شي.

مشهوره ده چې هغه حضرت وفرمايل:

«كُنْتُ مَعَ الاْنْبِيَاءِ سِرّاً وَمَعَ مُحَمَّد جَهْراً».

زه په باطن کښې او په پټه ټولو پيغمبرانو (عليهم السلام) سره وم او په ظاهر او څرګنده حضرت محمد(صلى الله عليه وآله) سره وم.

په هغه له مينې او پنده او نصيحته ډک ليک کښې چې خپل کرامت لرونکي زوي امام حسن (عليه السلام) ته يې ليکلے دے – او هر يو پلار باندې دا فرض ده چې دا ليک خپل بچي ته ورزده کړي او د هغوي د دې ليک د مطلبونو په اساس وروزي – د دې حقيقت په هکله چې د باطن او عقلي سفر په وسيله زۀ داسې تيرو کسانو سره وم چې لکه زه هم له هغوي يو کس وم، ليکي:

«أَى بُنَىَّ إنّى وَإنْ لَمْ أكُنْ عُمِّرْتُ عُمُرَ مَنْ كَانَ قَبْلى، فَقَدْ نَظَرْتُ فِى أعمَالِهِم، وَفَكَّرْتُ فِى أخبَارِهِم، وَسِرْتُ فِى آثَارِهِم حتّى عُدْتُ كَأحَدِهِم، بَلْ كَأنّى بِمَا انْتَهى إلىَّ مِنْ أُمُورِهِم قَدْ عُمِّرْتُ مَعَ أوَّلِهِمْ إلى آخِرِهِم...

اے زويه! که څه هم ما دومره عمر نه ده کړې لکه څومره چې د تيرو خلکو کړے دے خو د هغوي عملونو ته ځير شوم او د هغوي په خبرونو کښې مې فکر وکړ، او د هغوي په اثارو کښې وګرځيدم تر دې چې له هغوي يو کس وګڼلې شوم بلکه د هغوي څه کارونو او چارې چې ماته راورسيدې نو زۀ داسې شوم لکه چې د هغوي له لومړيو مې د هغوي تر اخرنيو پورې هغوي سره ژوند کړے وي.

هو! هغه حضرت په عالم باطن کښې او د عقل او زړه له لارې او د قران د ايتونو او د پيغمبرانو د لارښوونو په وسيله پاکانو سره  او په بيله توګه پيغمبرانو (عليهم السلام)  سره يې داسې روحي يو ځای والې پيدا کړے و چې د هغه د وينا مطابق له هغوي يو کس ګڼل کيده.

په دې هکله د پيغمبر (صلى الله عليه وآله) الهي او ملکوتي نظر ته او د هغه حضرت هغه جاج ته چې د حضرت امير المؤمنين علی عليه السلام په هکله يې کړے دے، غور وکړئ چې د ملګرې معنويت انسان سره څه کوي او انسان څومره لوړو مرتبو ته رسوي.

د اسلام ګران پيغمبر (صلى الله عليه وآله) د يارانو په يوۀ ټولي کښې ناست و چې ناڅاپه  اميرالمؤمنين على (عليه السلام) د هغه حضرت په لور راغے،  پيغمبر (صلى الله عليه وآله) وفرمايل:

«مَنْ أرادَ أنْ يَنْظُرَ إلى آدَمَ فى خُلْقِهِ، وَإلى نُوح فى حِكْمَتِهِ، وَإلى إبراهِيمَ فى حِلْمِهِ فَلْيَنْظُرْ إلى عَلىّ بْنَ أبى طالب (عليه السلام) ».

څوک چې غواړي په ادم عليه السلام ته د هغه په اخلاقو کښې او نوح عليه السلام ته د هغه په حکمت کښې او ابراهيم عليه السلام ته د هغه په نرمۍ او حِلم کښې ګوري نو بايد علی بن ابی طالب عليه السلام ته دې وګوري.

او همدارنګ يې وفرمايل:

«مَنْ أرادَ أنْ يَنْظُر إلى آدَمَ فى عِلْمِهِ، وَإلى نُوح فى فَهْمِهِ، وَإلى يَحيىَ بْنِ زَكَريّا فى زُهْدِهِ وَإلى مُوسَى بْنِ عِمْرانَ فى بَطْشِهِ، فَلْيَنْظُرْ إلى عَلىّ بْنَ أبى طالب (عليه السلام) ».

څوک چې غواړي چې ادم عليه السلام ته د هغه په علم کښې او نوح عليه السلام ته د هغه په پوهې کښې او يحيی بن زکريا ته د هغه په زهد کښې او موسی بن عمران ته د هغه په بيړې او تير کار کښې وګوري نو علی بن ابی طالب عليه السلام ته دې وګوري.

ز راه نسبت هر روح با روح                         درى از آشنايى هست مفتوح

ميان آن دو دل كاين در بود باز                     بود در راه دائم قاصد راز

بود هر جا درى از خشت و از گل                 در آوردن توان الا در دل

زړه چې کله زړه سره اړيکه کړي                  خلاصه دروازه يې د رازونو شي

ځي راځي ريبار د دوي تر مينځ هميش              خلاصې دروازې د حقيقتونو شي