د سالمې ملګرتیا بیلګه، حبيب ترکاڼ

هغه، يو پاک او کرامت لرونکے انسان و چې دا باور يې درلوده چې په ټول جهان کښې له پيغمبرانو زيات مهربان او زړه سواندې بل څوک نشته نو بايد د هغوي له وجوده معنوي ګټه واخستې شي، نو درې پيغمبران يې د ملګرتيا لپاره وټاکل او په دې طريقه د معنوي کمالاتو لويو مرتبو ته ورسيد چې د قران له نازليدو وروسته په قران کښې وستايل شو.
کله چې د خدای درې پيغمبران د خلکو له لاسه تنګ شوي او ازار شوي وو او د هغوي ضد او دښمنۍ سره مخامخ شوي وو او د انطاکيې ټولنې د هغوي د بلنې له قبولو انکار کړې و، هغه د انطاکيه سيمه کښې د ښار له ليرې برخې د پيغمبرانو او د خدای د استازو مرستې ته راغے او په مهربانۍ او زړه سواندي سره يې خلکو ته وويل:

اے زما قومه! د خدای د استازو پيروي وکړئ، د هغه کسانو پيروي وکړې چې ستاسو د نجات او ژغوريدا او هدايت لپاره د خپلو تکليفونو او کوششونو هيڅ بدله نه غواړي، په ما څه شوي دي چې هغه خدای چې زۀ يې پيدا کړې يم او ټول به هغه ته ورګرځول کيږئ، د هغه عبادت نه کوم؟

ايا د هغه خدای په ځای د هغه باطلو معبودانو عبادت کوئ چې که چرې بخښونکے خدای زما لپاره څه زيان وغواړي نو د دوي شفاعت له ما هغه ضرر نه شي ليرې کولې او ما نه شي ژغورلې، هو! که چرې زه د حق معبود عبادت پريږدم او باطلو معبودانو ته لاس واچوم نو په داسې حال کښې به په څرګنده ګمراهۍ کښې وم، بي شکه چې ما ستاسو په پروردګار چې حقيقي معبود او د عالم او ادم پيدا کوونکے دے، ايمان راوړے دے او تاسو په خدای باندې زما د ايمان راوړلو اقرار واورئ.

د انطاکيه جاهلو خلکو او د ښار دښمني او ضد کوونکي ټولي نه يوازې دا چې د حبيب ترکاڼ پخو او مزبوتو خبرو ورباندې څه اثر ونه کړ او د هغه حقيقونه يې وانه وريدل، بلکې په هغه باندې غصه شو او کينه يې ورسره پيدا شوه او په دې جرم چې هغه د پيغمبرانو مرسته کړې ده، په هغه يې حمله وکړه او ډېر يې وواهه تر دې چې هغه، د هغو بدبختو له لاسه شهيد شو.

کله چې له دې دنيا عالم برزخ ته ورسيد نو هغه ته وويل شو:

جنت ته ننوځه، کله چې د خدای پاک د خاص رحمت او نعمت په دسترخوان کښيناسته، نو د زړه سواندې او مهربانۍ له مخې يې وويل: اے کاش زما قوم ته پته وې او خبر شوې چې زۀ خپل خدای وبخښلم او د مُکْرَمينو په ټولي کښې يې ننباسلم.

کلیدي کلمې: