د فرعون ښځه اسيه

هغې په خپل عقل او پوهې او ځيرتيا او خبرتيا د موسی عليه السلام  د کلتور او دين حقيقت او حقانيت وپيژندۀ او زړه سره يې په موسی عليه السلام ايمان راوړ او هغه يې د يو زړه سواندي لارښود په توګه په خپل ژوند وټاکه او خپل صبر او ولاړتيا او د ثابت قدمۍ سره د حق په لارې کښې د ظالمانو په لاس د ډيرو سختو او ازارونو زغملو وروسته د انسانيت عالي مقاماتو ته ورسيد.

هغه په داسې دربار کښې چې کفر او شرک او زور او ستم او ريا او فريب په هغه دربار حاکم و، صحيح عقيدو او باورونو سره ښائسته شوه او نيک عملونه يې وکړل او په ښو اخلاقو ښائسته شوه، او په دې طريقه کښې د انسانيت په تاريخ کښې يې د ښځې مخ سپين کړ او خپلو همجنسانو ته يې عزت ورکړ او د قيامت تر ورځې پورې يې ځان د هغوي لپاره بيلګه او خدای له خوا حجت او دليل او نيغه لار کړه او فساد کوونکيو او فسق او فجور کوونکيو لپاره يې د هر يو عذر لاره بنده کړه.

فرعون چې کله خبر شو چې هغې په موسی عليه السلام ايمان راوړے دے، هغې ته يې اول د ډېر دولت ورکولو او ګران بيه ماڼې جوړلو او د بې څارو څيزونو په ورکولو سره لالچ ورکړ چې په دې طريقه له حقه لاس واخلي او د موسی عليه السلام انکار وکړي چې نور يې په موسی عليه السلام باندې په ايمان راوړلو کښې خپله وسيله ونه ګرځوي.

آسيې د فرعون په ځواب کښې وويل: ماته ستا د ماڼو او د ښائست د اسبابو څه ضرورت نشته، هغه څه چې زما خدای او زما معبود او زما محبوب ماته د موسی او تورات په وسيله چې دواړه رښتوني دي، وعده راکړې ده چې په جنت کښې ماته راکړي، له هغه څه چې ته يې ماته راکوې ډېر غوره دي.

بيا فرعون هغې ته سختې سزا ګانې ورکړے او سخته يې عذاب کړه او له هغې يې د دربار مقامونه واخستل خو هغې د فرعون د دې زورنو په ځواب کښې وويل: زما په دې څيزونو څه پروا نشته او خپل دين د ساتلو لپاره دې ټولو سزاګانو ته تياره يم او بې شکه چې د خدای له دينه مخ نه اړوم او هيڅکله د هغه موسی چې د انسانانو په دنيا او اخرت کښې ژغورونکے او خدای له ټولو ښه او زړه سواندې بنده دے، انکار نه کوم.

هغه متکبر، مغرور او له حده وتي فرعون، حکم وکړ چې د هغه ملکوتي ښځې لاسونه او پښځې د وسپنې ميخونو سره په ځمکه ټک وهي او په لوږې تندې سره هغې ته سخت ازارونه ورکړي او ورباندې درانه کاڼې واچوي چې ټول هډوکي يې مات شي.

آسيې په هغه سختو سزاګانو کښې موسی عليه السلام ته وويل: ای د خدای کليمه! خپل ايماني ملګرې په داسې ازميښتونو کښې وينې؟ موسی وويل: د اسمان ملائيکې ستا نندارې ته راغلي دي په دې موقع کښې خدای ته دعا وکړه.

آسيې د موسی عليه السلام په حکم دعا وکړه او څه وخت پس د هغې پاک روح د خدای د رحمت په لور والوتۀ او تل لپاره د خپل معبود په نعمتونو کښې په ارام شو.

د دې لپاره ده چې دې ښځې د دې کار ارزښت راته معلوم شي، چې دښمنان يې له خپل ژونده وشړل او خپل عقل سره يې موسی د خپل ولي، مرشد او حقيقي ملګري په توګه وټاکه، لانديني ايت ته چې ډېر ښه مطلبونه لري پام وکړئ.

 وَضَرَبَ اللهُ مَثَلاً لِلَّذِينَ آمَنُوا امْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِى عِندَكَ بَيْتاً فِى الْجَنَّةِ وَنَجِّنِى مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِى مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ.(سوره تحریم ، ایت 11)

او خدای پاک د مؤمنانو لپاره د فرعون د ښځې مثال ورکړے دے کله چې يې وويل: اے زما ربه! زما لپاره په جنت کښې خپل ځان سره کور جوړ کړه او ماته له فرعونه او د هغه له عمله نجات راکړه او ماته له ظالم قومه نجات راکړه.

د قدر په شپه چې د هغې شپې ارزښت د روڼولو او عبادت لپاره له زرو مياشتو زيات دے، له ميليونونو کسان له اوښکو په ډکو سترګو او د توبې او زارۍ په حالت کښې، قران په سر نيسي او د دې لپاره چې هغوي د خپل رحمت په وسيله وبخښي او له خپل عذابه يې خلاص کړي خدای ته داسې قسم ورکوي:

«اللّهُمَّ بِحَقِّ هذَا الْقُرْآنِ وَبِحَقِّ مَنْ أَرْسَلْتَهُ بِهِ وَبِحَقِّ كُلِّ مُؤْمِن مَدَحْتَهُ فِيهِ».

اے خدايه: د دې قران په حق او د هغه چا په حق چې دې سره دې هغه راليږلے دے او هر يو هغه مؤمن په حق چې په دې قران کښې ستايلے.

نو له هغه کسانو چې په قران کښې ستايلې شوې ده يوه همدا بي بي اسيه د فرعون ښځه ده.

په رښتيا چې د دې ښځې مقام څومره لوړ دے چې له ميليونونو انسانان خدای پاک ته د هغې په حق قسم ورکوي چې هغوي د قدر په شپه کښې د خپل رحمت په دربار کښې قبول کړي.

کلیدي کلمې:

اړونده منځپانګې