د پاکې ملګرتیا بیلګه، مؤمن آل فرعون

مؤمن آل فرعون په داسې حال کښې چې د ځينې روايتونو مطابق د فرعون د تره يا د ترور زوې و او دا بيان:

 وَقَالَ رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ...(سوره غافر، ایت 28)

او د فرعون له کورنۍ، يو مؤمن سړي، چې خپل ايمان يې پټاوۀ، وويل...

يې هم د دې مطلب د تاييدوونکے ګڼلے دے، مؤمن ال فرعون چې کله د موسی عليه السلام ښه اخلاق کردار او کړچار او ثابت کلتور د خدای بلنه وليده نو په هغه حضرت يې ايمان راوړ او په زړه کښې پټ موسی سره شو او خپل روح او زړه يې هغه خدايي انسان سره وتاړۀ او د معنوي کمال او پرمختګ په لاره روان شو خو خپل ايمان يې له فرعونه او د هغه له درباريانو پټاوۀ چې د موسی عليه السلام د مريد او ملګري په توګه ونه پيژندے شي او په دې طريقه (چې تقيې قايمه او ثابته لاره ده) د موسی عليه السلام ملګرتيا او خدمت وکړې شي او د هغه او د هغه د ورور هارون ژوند له خطرو او د فرعون په لاس له وژل کيدو وژغوري.

هغه يو هوښيار، ځير، موقع پيژوندونکے او د منطق او پوهې له نظره ډېر تکړه او طاقت لرونکے کس و چې په ډېرو حساسو شيبو کښې يې د موسی عليه السلام مرسته وکړه  او هغه ته يې د فرعونيانو له خطرناکو چلونو او نقشو نجات ورکړ، لکه څنګه چې په ايت 9  کښې راغلي دي.

هغه زړه سواندې ملګرې چې موسی او هارون عليهما السلام يې په باطن کښې د ټولو د ښه ملګري په توګه ټاکلي وو د هغه دا رول په موسی عليه السلام او د بني اسرائيلو په تاريخ کښې يو ډېر ګټه ور رول و چې په تاريخ کښې پاتې شو.

کلیدي کلمې: