د بد ملګري په اړه، د ايتونو او روايتونو ويرول

دا خطره دومره زياته ده چې خدای پاک چې د انسان له کمال او خوشحالۍ علاوه بل څه نه غواړي، په قران مجيد کښې په ښکاره او اشارې سره په دې هکله خلک ويرولي دي چې له بدو او ناپاکو معاشرانو او دوستانو ځان وساتئ او له هغوي سره دوستي مه کوئ او خپل زړه هغوي سره له مينې وساتئ او د هغوي هيڅ ډول ولايت مه منئ. خدای پاک په دې هکله د مؤمنانو لمنې پاکې ګڼلي او د مؤمنانو د ژوند لمن له داسې دوستانو پاکه ګڼي او دروازې يې د هغوي د دوستۍ لپاره بند ګڼي که څه هم هغه کسان د دوي له نزدې خپلوانو ولې نه وي.

لاَ تَجِدُ قَوْماً يُؤْمِنُونَ بِاللهَ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ...[1]

تاسو به داسې قوم ونه مومئ چې هغوي په خدای او د قيامت په ورځ ايمان راوړي او بيا داسې کسانو سره دوستي او مينه وکړي چې هغوي خدای او د هغه رسول سره دښمني کوي که څه هم دغه کسان د دوي پلاران او د دوي بچي او د دوي وروڼه او د دوي خپلوان ولې نه وي.

هو! که پلاران يا بچي يا وروڼه يا خپلوان د شيطانانو په شان شي او انسان ته يقين شي چې هغه د خدای له لارې جدا کوي او د هغه ارزښتونه او انساني شخصيت خرابوي او په دنيا او اخرت کښې يې شرموي او تباه کوي نو بايد د هغه له دوستۍ د خدای په حکم او غوښتې سره ځان وساتي او تر دې چې خپل مور پلار سره هم تر احترام حده پورې اړيکه ولري.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَتَّخِذُوا عَدُوِّى وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوْا بِمَا جَاءَكُم مِنَ الْحَقِّ...[2]

اے ايماندارو! زما او خپل دښمنان، خپل دوستان مه جوړوئ، تاسو هغوي سره ملګرتيا جوړوئ په داسې حال کښې چې په تحقيق سره هغوي په هغه څه کافران دي چې کوم حق تاسو ته راغلے دے.

د خدای رسول (صلى الله عليه وآله) له شيطانانو او مفسدانو نه د ځان ساتلو او مخ اړولو په هکله او دا چې هغوي د انسان د دنيا او اخرت لپاره خطرناک دي او په بيله توګه د دين او ديندارۍ لپاره خطرناک دي فرمايي:

«إذا رَأيْتُم أَهْلَ الرَّيْبِ وَالبِدَعِ مِنْ بَعْدِى فَأظْهِرُوا البَرَاءَةَ مِنْهُمْ وَأكْثِرُوا مِن سَبِّهِم وَالقَوْلِ فِيهِم والوقِيعَةِ وَبَاهِتُوهُم كَيلاَ يَطْمَعُوا فِى الفَسَادِ فِى الاسلاَمِ وَيَحذَرَهُمُ الناسُ وَلاَ يَتَعَلَّمُوا مِن بِدَعِهِمْ،يَكْتُبُ اللهُ لَكُم بِذَلِكَ الحَسَنَاتِ وَيَرفَعُ لَكُم بِهِ الدَّرَجَاتِ فِى الاخِرَةِ»[3]

کله چې مو له ما وروسته بدعت کوونکي او شک اچوونکي وليدل (چې د دين د خرابولو لپاره او د اسلام په جامع دين کښې د زياتۍ يا کمۍ کوشش کوي او په سمو عقيدو او حقو حکمونو کښې شک اچوي) نو له هغوي د برائت او بيزارۍ څرګندونه وکړئ او هغوي ته زيات بد وايئ او خپلو خبرو سره هغوي بې باوره کوئ او هغوي سره د دښمن په توګه علمي بحث کوئ تر دې چې هغوي د خپل رعب لاندې داسې راولئ چې بيا په اسلام کښې د فساد هيله ونه لري او خلک له هغوي وويروئ او د هغوي بدعتونه خلکو ته مه ښايئ، (که چرې دا عقل سره سم کار مو وکړ) نو خدای به ستاسو لپاره په دې کار باندې نیکۍ او ثواب وليکي او په اخرت کښې به ستاسو درجې وچتي کړي. 

د خدای رسول (صلى الله عليه وآله) فرمايي:

 «المَرْءُ عَلى دِينِ خَلِيلِهِ، فَلْيَنْظُرْ أحَدُكُمْ مَن يُخَالِلُ»[4]

انسان د خپل ملګري په دين دے، نو بايد په تاسو کښې هر يو کس وګوري چې چا سره دوستي کوئ.

بيا د خدای رسول (صلى الله عليه وآله) فرمايي:

«مَن كَانَ يُؤمِنُ بِاللهِ وَاليَوْمِ الآخِرِ فَلاَ يُواخِيَنَّ كَافِراً وَلاَ يُخالِطَنَّ فَاجِراً وَمَنْ آخى كَافِراً أوْ خَالَطَ فَاجِراً كَانَ كَافِراً فَاجِراً»[5]

کوم کس چې په خدای او د قيامت په ورځ ايمان لري، نو کافر سره دې ورورولي او سخته ونه کړي او بدکار سره دې ناسته پاسته ونه ساتي، او څوک چې کافر سره د ورورولۍ په شان دوستي وکړي او يا بدکار سره ناسته پاسته وکړي نو هغه به هم کافر او بدکار وي.

او همدارنګ د اسلام پيغمبر (صلى الله عليه وآله) فرمايي:

«الوَحْدَةُ خَيْرٌ مِنْ قَرِينِ السَّوْءِ»[6]

بيل اوسيدل او تنهایی، له دې ښه دي چې بد دوست سره ملګرې شې.

له اميرالمؤمنين على (عليه السلام) روايت دے، کله چې ورنه د شام يو بوډا پوښتنه وکړه چې بد ملګرې څوک دے؟ نو ويې فرمايل:

«المُزَيِّنُ لَكَ مَعصِيَةَ اللهِ»[7]

هغه کس دے چې د خدای ګناه ستا په نظر کښې ښکلې کوي چې تا ته يې کول، اسان شي.

او همدارنګ هغه حضرت وفرمايل:

«ثَلاثٌ مَن حَفِظَهُنَّ كَانَ مَعصُوماً مِنَ الشَّيطَانِ الرَّجِيمِ وَمِن كُلِّ بَلِيَّة: مَنْ لَم يَخْلُ بِامرَأة لَيْسَ يَملِكُ مِنهَا شَيئاً وَلَمْ يَدخُل عَلى سُلطَان وَلَم يُعِن صَاحِبَ بِدعَة بِبِدْعَتِهِ».[8]

درې داسې څيزونه دي چې څوک له هغې ځان وساتي نو له شړلي شوي شيطانه به په امان کښې وي او له هرې بلا به خوندي وي: هغه کس چې نامحرمې ښځې سره يوازې کيږي نه او باچا ته نه ورځي او بدعت کوونکي سره په بدعت کښې مرسته نه کوي.

امام جعفر صادق (عليه السلام) له حضرت عيسى (عليه السلام) روايتوي چې هغه حضرت وفرمايل:

«إنَّ صَاحِبَ الشَّرِّ يُعْدِى وَقَرِينَ السَّوْءِ يُردِى فَانْظُر مَنْ تُقَارِنُ»[9]

بې شکه چې د شر او بديو څښتن، دښمني کوي او د انسان حقونو ته تجاوز کوي او بد ملګرې انسان ردي کوي او بې باوره کوي يې، نو په ځيرتيا سره وګوره چې چا سره ناسته پاسته او دوستي کوې.

امام صادق (عليه السلام) عمار بن موسى ته وفرمايل: 

«يَا عَمّارُ ! إنْ كُنْتَ تُحِبُّ أن تَستَتِبَّ لَكَ النِّعْمَةُ وَتَكْمُلَ لَكَ المُرُؤَةُ وَتَصْلُحَ لَكَ المَعِيشَةُ فَلاَ تُشَارِكِ العَبِيدَ والسَّفِلَةَ فِى أمْرِكَ فِانَّكَ إن ائْتَمَنْتَهُمْ خَانُوكَ وَإنْ حَدَّثُوكَ كَذبُوكَ وَإنْ نُكِبْتَ خَذَلُوكَ وَإنْ وَعَدُوكَ أخْلَفُوكَ»[10]

اے عماره! که دا دې خوښه وي چې نعمتونه درته تيار شي او ستا مروت او نروالې بشپړ او کامل شي او ستا عيش او ژوند اصلاح شي، نو مريان او سپک خلک په خپل ژوند کښې مه شريکوه ځکه چې که هغوي خپل امين جوړ کړې نو تا سره به خيانت کوي او که تاسره خبرې کوي نو دروغ به درته وايي او که مصيبت، بلا او ازميښت سره مخامخ شوې نو تا به پريږدي او که تا سره وعده وکړي نو د وعدې مخالفت به کوي.

امام صادق (عليه السلام) داود رقّى ته وفرمايل:

«اُنظُر إلى كُلِّ مَنْ لا يُعْنِيكَ مَنفَعَةً فِى دِينِكَ، فَلاَ تَعتَدَّنَّ بِهِ وَلاَ تَرغَبَنَّ فِى صُحبَتِهِ، فَانَّ كُلَّ مَا سِوَى اللهِ تَبَارَكَ وَتَعَالى مُضمَحِلٌّ وَخيمٌ عَاقِبَتُهُ»[11]

هغه کس ته په ځيرتيا سره وګوره چې ستا دين کښې تا ته څه ګټه نه درکوي، نو په هغه باندې باور مه کوه او د هغه ملګرتيا ته څه رغبت او ميل مه پيدا کوه ځکه چې بې له خدايه چې څه هم دي هغه نابود دي او عاقبت يې ډېر بد دے.

امام جواد (عليه السلام) فرمايي:

 «إيّاكَ وَمُصَاحَبَةَ الشَّرِيرِ فَانَّهُ كَالسَّيفِ المَسْلُولِ يَحسُنُ مَنْظَرُهُ وَيَقْبُحُ أثَرُهُ»[12]

د شرير او ازار رسوونکي له دوستۍ او ملګرتيا ځان وساته ځکه چې هغه له تيکې د ويستلې شوې تورې په شان دے چې نظاره يې ښکلې او اثر او اغيز يې ډېر سخا او بد دے.

سرچینې
 

[1] . مجادله (58) : 22 .

[2] . ممتحنه ( 60 ) : 1 .

[3] . الكافى : 2/375 ، باب مجالسة أهل المعاصى، 4حديث ; وسائل الشيعة : 16/267 ، 39باب ، 21531حديث ; بحار الأنوار : 17/202 ، 14باب ، 41 حديث.

[4] . الأمالى ، شيخ طوسى : 518 ، 18مجلس ، 1153حديث ; بحار الأنوار : 71/192 ، 14باب ، 12 حديث.

[5] . صفات الشيعة : 6 ، 9 حديث; بحار الأنوار : 71/197 ، 14باب ، 31 حديث.

[6] . أعلام الدين : 294 ; بحار الأنوار : 71/199 ، 14 باب ، 37 حديث.

[7] . معانى الأخبار : 197 ، 4 حديث; بحار الأنوار : 71/190 ، 14 باب ، 3 حديث.

[8] . الجعفريات : 96 ; بحار الأنوار 71/197 ، 14 باب ، 32 حديث.

[9] . الكافى : 2/640 ، باب من تكره مجالسته . . . ، 4 حديث; وسائل الشيعة : 12/23 ، 11 باب ، 15542 حديث.

[10] . الكافى : 2/640 ، باب من تكره مجالسته ، 5 حديث; وسائل الشيعة : 12/30 ، 16 باب ، 15561 حديث.

[11] . قرب الإسناد : 25 ; بحار الأنوار : 71/191 ، 14 باب ، 5 حديث.

[12] . بحار الأنوار : 71/191 ، 14 باب ، 34 حديث; مستدرك الوسائل 12/312 ، 36 باب ، 14173 حديث.

کلیدي کلمې: