د بد ملګري دوستي د روح لپاره دردناک عذاب دے

په کتابونو کښې په پند ورکوونکي کيسو کښې يې راوړي دي چې نوشيروان حکم وکړ چې د هغه لومړۍ وزير ابوذر جمهر چې لوړ رتبه وزير او هغه حکيم پوهاند و چې د «كليله و دمنه» کتاب يې له هندوستانه ايران ته راوړے و، هغه زندان ته واچوي.

يوه ورځ يې زندانبان ته وويل: بوذر جمهر سره کتنه وکړه او په خپله يې د ځان له خوا پوښتنه وکړه.

زندانبان له ابوذر جمهره د حال پوښتنه وکړه، بوذر جمهر وويل: داسې دارو دي راسره چې د ځان د ارام لپاره له هغې ګټه اخلم او هغه دارو په خدای باندې توکل دے، او له دې پرته په دې حال راضي او خوشحال يم کيدې شي چې بل حال له دې زيات سخت او ګران وې.

معلومه شوه چې زندان په بوذرجمهر باندې څه منفي اثر نه ؤ کړے او له خپل مقامه او ښځې بچو او خلکو ليرې شول يې په خپل حال باندې راضي کيدو سره جبران کړي وو.

نوشيروان غوښتل چې زندان د هغه لوړ رتبه کس لپاره عذاب وي خو عذاب نه شو، نو سخت خپه شو او له خپلو درباريانو يې مشوره وغوښته، په هغوي کښې يوه کس وويل: که غواړې چې زندان د هغه لپاره عذاب او سزا شي نو يو کم عقل، احمق کس هم هغه سره په زندان کښې بند کړه ځکه چې د هوښيار انسان روح احمق او نادان سره په يو ځاي پاتې کيدو سره عذاب او سزا کښې وي. يو احمق يې پيدا کړ او هغه يې بوذر جمهرسره په زندان کښې بند کړ، څو ساعته چې تیر شول، احمق په ژړا شورو وکړه، بوذر جمهر هغه ته وويل: ولې ژاړی؟ د زندان دا سختي او د ښځې او بچو جدايي به اخر هم ختمه شي او ته به ازاد شې، احمق ورته وويل: د دې څيزونو لپاره نه ژاړم بلکه د هغې ورغومي لپاره ژاړم چې هغې سره مې سخته مينه وه او ته چې کله خبرې کوې او ډوډې خورې نو ستا د ګيرې خوځيدو سره ماته خپل ورغومې ياديږي!!

له هغه ورځې بوذر جمهر په عذاب او روحي سزا کښې اخته شو، ځکه چې دا طبيعي خبره ده چې د ناجنس سره ناسته د ورح لپاره يو دردناک عذاب دے.

له زړه او سترګو دواړو په ژړا يم

د اټلي د يو باچا له مرګه وروسته يې د هغه په خاص صندوق کښې يو ليکلې کاغذ وموند چې ليکلي يې وو: زما له مرګه وروسته د اټلي له خلکو بخښنه وغواړئ او ورته ووايئ چې زما لپاره دعا وکړي ځکه چې ما خپل هيواد او قوم سره خيانت کړے دے.

بيا يې خپل خيانت په دې طريقه بيان کړے و: زۀ په يو داسې کلي کښې پيدا شوے وم چې له پلازمينې ډېر ليرې و، په يوه غير مشهوره کورنۍ کښې چې اقتصادي حالت يې ښه نه و، ما په لوپرۍ او ازادۍ ژوند کاوۀ او د دنيا مې څه خيال نه ساتۀ، د شهوت په نظر سره په خپلې ګاونډۍ جينۍ چې ډېره ښکلې وه عاشق شوم، د هغې غوښتلو ته ورغلم خو د هغې مور پلار زۀ هغې ته له رسيدو او وصاله محروم کړم.

زۀ په ټول وجود سره په هغې عاشق وم اوغوښتل مې چې ځان هغې ته ورسوم، نو ځان سره مې کلکه ژمنه او اراده وکړه چې په هره طريقه وي ځان به هغې جينۍ ته رسوم.

يوه ورځ مې واوريدل چې له پلازمينې يو مشهور زرګر راغے او د هغې جينۍ کورنۍ ته يې ډېرې پيسې ورکړے او هغه جينۍ يې په ډېرو پيسو له خپل مور پلاره واخسته او ځان سره يې پلازمينې ته بوتله.

ما ته په کلي کښې اوسيدل ګران شو، په ډېرو تکليفونو سره د پلازمينې په لور روان شوم او هغه جينۍ مې هلته ډېره ولټوله خو پيدا مې نه کړه.

څه وخت پس په هيواد کښې، يو ګوند د مريانو د ازادۍ د ګوند په نامه جوړ شو، ما هم په هغه ګوند کښې نامه وليکله او د هغه ګوند غړے شوم، دې ګوند په پلازمينې کښې ډېر کارونه شورو کړل او زۀ پکښې څه وخت وروسته د خپل ډېر کوشش او ښه سوچ او تفکر په سبب د هغه ګوند له لوړو مقاماتو شوم.

لږ وخت نه ؤ تیر چې حکومت د دې ګوند په لاس کښې راغے او زۀ پکښې د هيواد د حاکم او باچا په توګه وټاکل شوم.

څه وخت وروسته مې خپلو راز لرونکيو ملګرو ته وويل: هغه زرګران چې د جينکو د اخستلو او خرڅولو کاروبار هم کوي د ماښام ډوډۍ ته راوغواړئ، تقريبا څلويښت داسې زرګران چې ډير شته من وو او د جينکو د اخستلو او خرڅولو کار به يې هم کاؤه د ماښام ډوډۍ ته راغلل، د شپې په تياره کښې ما حکم ورکړ چې دا ټول ووژنئ او بدنونه يې په يو ګوټ کښې چې چاته معلوم نه شي خښ کړئ، زما اراده دا وه چې يو کس مړ کړم او هغه هماغه زرګر و چې زما معشوقه يې له کورنۍ واخسته او پلازمينې ته يې راوسته خو د دې لپاره چې هغه مې نه پيژنده دا ټول مې وژل چې هغه جينۍ د دوي په کورنۍ کښې پيدا کړم. د څلويښتو کورنيو له خوا راته شکايت وشو چې زمونږ سړي ورک شوي دي، ومې ويل: د هغوي ټولې کورنۍ سره د مريانو او وينزو حاضرې کړئ چې غمرازي يې وشي هغه ټول يې حاضر کړل خو ما پکښې خپل مقصد ونه موند.

څه وخت پس مې واوريدل چې د اټلي ښکلې جينکۍ په ډېره ګرانه بيه په ګاونډي هيواد خرڅول کيږي نو يو داسې پيښه مې رامنځ ته کړه چې اټلي ګاونډي هيواد سره په جنګ شي، سخت جنګ وشو، د جنګ په ورځو کښې يوه شپه چې جنګ لږ په ارام و زه ويده وم، په لښکر کښې يو ګوټ ته شور شو او زۀ دې شور سره له خوبه راويښ شوم، سپايانو ته مې حکم وکړ چې پته ولګوئ چې څه چل دے، راته يې وويل: دوه درې سپايان په يو بدکاره ښځه په جنګ دي، ومې ويل: هغه ښځه او سپايان ماته راولئ، کله چې يې سپايان او هغه ښځه ماته راوستل نو ما ځير ځير هغه ښځې ته وکتل نو ومې پيژنده چې دا هماغه جينۍ ده چې زۀ يې په بد نظر سره عاشق شوې وم!!!

د هغه يوې هوس بازې ښځې د شهوت په وجه، ما څلويښت زرګران چې جينکۍ به يې خرڅولې بې ګناه ووژل او د هيواد بيت المال او توان او فوځ مې بې له کوم خاص علته په جنګ کښې وسيزاوۀ، نو له همدې سببه له خلکو بخښنه وغواړئ او زما له خوا ترې معذرت وغواړئ.

د نفس حالت دا وي کله چې سترګې چې د ښو کارونو لپاره اوزار دے غلطې استعمال شي او غوږونه چې د اوريدو وسيله ده غلط واوري. او په نفس اماره کښې بدل شي او يوه خطرناکه اژدها ورنه جوړه شي او په يوه شيبه کښې له انسانه د هغه دين، ايمان، اخلاق او کرامت وخوري او څلورمې هاضمې يې ورتير کړي.5).(۱)

[1] .  كتاب آئينه ، محمد حجازى .

کلیدي کلمې: