د هغه دښمن نښې چې د ملګري په رنګ کښې وي

په هر دور او هره زمانه کښې شيطان صفته خطرناک کسان شته چې خلک په تیره بیا ځوانان ځان ته جذبوي او هغوي سره دوستي او ملګرتيا کوي چې د هغوي له مال او دولته په ناحقه ګټه اوچته کړي او د هغوي انساني ارزښتونه له منځه يوسي.

دوي په ښائسته ښکاريدونکي مخ او راکښونکي خندا او خوږو خبرو سره خپلو پټ جالونو، چلونو او دهوکو او عجيبه عجيبه طريقو سره ځان انسان ته ښايي او په دې طريقو او چلونو سره انسان ته د دوستۍ او ملګرتيا لاس ورکوي او کله چې انسان د خپل مکر او مينې په جال کښې ګير کړي نو خپلې وسوسې شورو کړي او په دې طريقه انسان په لويه موده کښې له خدايه، له حق او حقيقته، عبادت او خدمته، کرامت او شرافته او د له خپلې خوږې کورنۍ او ښه محفلونو او ناستو او په علم پسې له تللو او... جدا کوي. او ورو ورو بې له دې چې انسان ورته ځير فکر او پام وکړي په خپلو شهوتونو او خپلو غريضو او غوښتو کښې يې راګيروي او هغه د خپلو خيانتونو او ظلمونو نوکر جوړوي او د انسان د خوبيانو او د ښو عادتونو او فکرونو پانګې ته اور لګوي او داسې کار ورسره کوي چې د پښيمانۍ په ورځ يې د نجات او ژغورنې اسباب له لاسه ورکړي وي او د بيرته ستنيدو لپاره ورسره څه نه وي.

دې صفتونو ته په پام د دا رنګ خطرناکو دښمنانو چې د دوست په شکل کښې وي، پيژندګلوي څه ګران کار نه دے.

کله چې مو يو کس وليد او دا صفت مو په کښې بياموند چې هغه تاسو له حقه جدا کوي او په دې پوه شوئ چې هغه غواړي له تاسو، خپلو غوښتو ته د رسيدو لپاره د يو ابزار په توګه ګټه واخلي او استعمال مو کړي او تاسو ته ارزښتونو او خوبيانو سره د اړيکې د پرې کيدو وړانديز درکوي او د ټولنې ښه کسان ستاسو په نظر کښې سپکوي او ناپاک کسان ستاسو په نظر کښې لوړوي، نو پوه شئ چې دا هغه دښمن دے چې د دوست په شکل کښې يو ديو صفته سفاک، د شيطان په لار روان او چلباز او مکار او فريبکار انسان دے او ځان تا ته د يو دوست او ملګري په شان ښايي نو دې وخت ستا لپاره ضروري ده چې هغه سره دوستي ونه کړې او د ملګرتيا دروازې ورته خلاصې نه کړې او د معاشرت موقع ورته ور نه کړې او په دې ځای کښې د عقبه بن ابي محيط له هغه کيسې پند او عبرت واخلې چې د قران په فرقان سورت کښې په 27 او 29 ايتونو کښې ورته اشاره شوې ده او د داسې بې رحمه ليوۀ له جال او مکره ځان وساتې.

د عقبة بن ابى معيط غمناکه کيسه

عقبه د مکې له مشرکانو او بت پرستانو ؤ او خپلو مذهب پالو سره يې ډېره ملګرتيا لرله. د هغه له نزدې ملګرو يو کس اُبۍ بن خلف ؤ چې په هر سفر او تږ راتږ او کلي کور او هر محفل او ناسته کې به يو بل سره وو، يو داسې ملګرې چې د شيطان په لاره تللو او ديو صفتۍ کښې د هغه غوندې کسان ډېر کم وي!

عقبه له يو تجارتي سفره راستون شو او د مکې ځينې مشران او بزرګان چې پکښې د اسلام ګران پيغمبر (صلی الله عليه وآله) هم و، يې ملمستيا ته راوبلل چې په هغه ملمستيا کښې يې د څه سبب له مخې د هغه ملګرې اُبۍ بن خلف حاضر نه و.

کله چې ملمانه په دسترخوان کښيناستل او ډوډۍ خوړل يې شورو کړل نو عقبه وليدل چې پيغمبر (صلى الله عليه وآله) له ډوډۍ خوړلو ډډه کوي، د نه خوړلو د سبب پوښتنه يې وکړه، پيغمبر (صلى الله عليه وآله) وفرمايل: زۀ ستا ډوډۍ نه خورم خو هاله چې ته د خداۍ په يووالي او زما په رسالت ګواهي ورکړې او د اسلام او مسلمانۍ چوکاټ ته ننوځې چې د خدای د رحمت او د جنت دروازې تا ته خلاصې شي.

عقبه ډېر په مينه شهادتين وويل او پيغمبر (صلى الله عليه وآله) هم د هغه ډوډۍ وخوړه.

عقبه چې کله له ملمستيا وروسته خپل شيطان صفته او بت پرست ملګري ته ورغے، نو اُبۍ بن خلف هغه ډېر ملامته کړ او ډېر يې سپک کړ چې خپل دين يې ولې پريښود او د محمد(ص) دين يې قبول کړ؟

عقبه ورته د خپل اسلام قبلولو کيسه وکړه، اُبۍ هغه ته ډېر په سپکاوي سره وويل: زۀ له تا نه خوشحاليږم مګر دا چې محمد(ص) دروغجن وګڼې!!

عقبه بدبخت او بدقسمته چې دا نه غوښتل چې دا دښمن چې د دوست په شکل کښې دے له ځانه خپه کړي او خپله په لاس راوړې نيکمرغي وساتي او د جهنم لاره پريږدي او د جنت په لار لاړ شي، نو د هغه ملګري د خوشحالۍ لپاره پيغمبر (صلى الله عليه وآله) ته ورغے، ډېرې بې شرمۍ سره يې توکاڼې د پيغمبر (صلى الله عليه وآله) په مخ واچول او توکاڼي يې د پيغمبر (صلى الله عليه وآله) په مبارک مخ جاري شول او هغه ملکوتي مخ په هغه توکاڼو سره خيرن شو، پيغمبر (صلى الله عليه وآله) عقبه په هکله خبر ورکړ چې له هجرته وړاندې پورې به ژوندې وي او هغه ته يې وويل: چې له مکې وځې نو د حق په توره به درنه انتقام واخيستې شي او قتل به شې، د هغه حضرت وړاند وينه د بدر په جنګ کښې سر ته ورسيده، عقبه د بدر په جنګ کښې جهنم ته ورسيد او د هغه وران ملګرې اُبی بن خلف د احد په جنګ کښې ووژل شو.[5]

د سوره فرقان 27 تر 29 ايتونه پيغمبر(صلی الله عليه و اله) ته د تسلۍ لپاره راغلي دي او د هغه پليت په هکله راغلي چې په دنيا کښې يو بد او بې لارې کوونکي او شيطان صفته ملګري سره يوځای شوے و.

وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ يَقُولُ يَالَيْتَنِى اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلاً * يَا وَيْلَتَى لَيْتَنِى لَمْ أَتَّخِذْ فُلاَناً خَلِيلاً * لَقَدْ أَضَلَّنِى عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءَنِى وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلاِْنسَانِ خَذُولاً[6]

او هغه روځ چې ظالم به په دواړه لاسونه له ډېره غمه په غاښونو چيچي او وايي به: اے کاش چې پيغمبر(ص) سره مې لاره نيولې وې، او اے کاش فلانکے کس مې خپل ملګرې نه وې جوړ کړې، بې شکه چې هغه زه ګمراه کړم وروسته له دې چې ماته يادونه (قران) راغے او هميشه شيطان انسان له کمراهۍ وروسته په هلاکت کښې پريږدي.

هو! بد ملګرې د خدای په وينا شيطان دے او شيطان بې له شکه د انسان دښمن دے او له دې وروسته چې انسان ته زيان ورسوي هغه حيران سرګردان پريږدي او په ډول ډول طوفانونو او بلاګانو کښې يې ګيروي او د اخرت په عذاب يې اخته کوي، او يوازې يې پريږدي.

 وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلاْنسَانِ خَذُولاً[7]

او هميشه شيطان انسان له کمراهۍ وروسته په هلاکت کښې پريږدي. 

دوست او ملګرې هغه نه دے چې د هغه عيبونه او کمۍ او معنوي خلاګانې ډېرې کړي او کله چې د انسان ارزښتونو، کرامت او شرافت ته خطرناک اور ولږي، نو حقيقي او واقعي ملګرې هغه دے چې د انسان عيبونه کم کړي او د انسان کمۍ ليرې کړي او معنوي او روحي خلاګانې يې جبران کړي.

امام صادق (عليه السلام) له ټولو د ښه ملګري په هکله وفرمايل: 

«أحَبُّ إخوَانى إلَىَّ مَنْ أهْدى إلىَّ عُيُوبى»[8]

ماته له ټولو خواږه روڼه زما هغه دي چې ماته خپل عيبونه وښايي.

انصافدار او د خوشبختۍ غوښتونکي انسان ته چې کله د خپل ملګري له خوا د هغه عيبونه وښودل شي، نو بې له شکه د خپلو عيبونو د ليرې کولو کوشش کوي د خپل کرامت لرونکي ملګري په مرسته انساني مقاماتو ته رسي.

اى غزالى گريزم از يارىكه               اگر بـــد كنـــم، نكــــــو گويد

مخلص آن شوم كه عيبم را                هم چو آيينــــه رو بـــرو گويد

نه كه چون شانه با هزار زبان            پشت سر رفته مو به مو گويد[9]

غزالي، زه له هغــــه دوستــــه تــــخـــــتم            چې بد وکړم نو بيا هم راته ښـــه وايي

زه مخلص د هغه دوست يم چې عيبونه          زما وويــني پــــه ډاګه يې راتــــه وايي

نه هغــه ملــــګرې بولـــــم چې پنـــاه شي            څه يې ليدلي وي نو خلکو ته يې وايي

هغه بد ملګرې چې له ايمان او اخلاقه او نيک عمله خالي دے او له همدې سببه له غيرته او ځوانمردۍ او فضيلت او کرامته بې برخې دے، د هغه اور په شان دی چې د وجود ونه دې ټولو څانګو او پاڼو سره سوزوي او په اخر کښې انسان په دنيا کښې له ارزښتونو ليرې کوي او هغه سپکوي او ذليلوي او هغه د غمونو او غوصې او افسوس په درياب کښې پښيمانه پريږدي او د هغه دا دوستي او معاشرت د دې سبب کيږي چې انسان په اخرت کښې هم په عذاب اخته شي او هغه دوزخ ته لاړ شي چې د بدکارانو هميشنې ځای دے او هغه د هغه بد ملګري په ليدلو سره د لا زيات عذاب خوند اوڅکي.

سرچینې

 

[5] . المناقب : 1/136;  بحار الأنوار : 18/69 ، 8 باب، 24حديث .

[6] . فرقان ( 25 ) : 27 ـ 29 .

[7] . فرقان ( 25 ) : 29 .

[8] . الكافى: 2/639 ، باب من يحب مصادقته،  5 حديث; وسائل الشيعة : 12/25 ، 12باب ، 15547حديث; بحار الأنوار : 71/282، 19باب ،  4حديث.

[9] . غزالى .

کلیدي کلمې: