ناپاك ملګري

بد ملګرې چې د قران په وينا: يو خطرناک شيطان او زيان رسوونکے غل او ډاکو دے او د انساني ارزښتونو له نابودۍ وروسته، له انسانه سترګې پټوي او هغه د هلاکت په درې کښې پريږدي.[3] او د امير المؤمنين علی (عليه السلام) په وينا د انسان په څير يو ديو دے چی مخ يې د انسان دے او زړه يې د ځناور.[4] که د معاشرت او ملګرتيا له لارې د انسان په ژوند کښې ننوځي او د انسان د کارونو واګي په لاس کښې واخلي، نو د انسان دنيا او اخرت خرابوي او د دې سبب کيږي چې د خدای د رحمت ټولې دروازې انسان ته بندې شي او د غوسې او عذاب دروازې هغه ته خلاصې شي.

دا ټکې بايد هیر نه کړو چې د يو ناجنس او بد ملګري، د هغه ژوند ته راتلل دا د انسان په خپل اختيار کښې دي او داسې نه ده چې په دې کښې د هغه څه اختيار نه وي او ټوله غلطه او خطا د خپل بد ملګري په غاړه واچوي. هغه يوازينې کار چې ناپاک او ککړ ملګرې يې کوي، بدو او ګناه او معصيت ته بلنه ده او دا د انسان کار دے چې خپل عقل او ارادې سره او خدايي هدايت ته په پام چې له بهره او دننه يې هدايت کوي، بايد د دې قاتل شخصيت او خطرناک ديو چې دننه وجود يې تور دے، بلنه قبوله نه کړي او مخ ترې واړوي او ستون شي ځکه چې د دنيا او اخرت خير د خداي په اطاعت او پيروۍ کښې او له داسې ناپاکو مخونو او بدو ملګرو په مخ اړولو کښې دے چې د خداي په خلاف وي.

بد ملګرې يو داسې موجود دے چې د هغه د وجود حکم کوونکے د عقل په ځای، جهل او د زړه په ځای، شهوت او د حق په ځای هوای نفس دی او بې له دې بل څه مقصد نه لري چې انسان له حقيقتونو خالي کړي او دنيا او اخرت يې تباه کړي او د ارزښتونو جرړه يې ختمه کړي او په يوې پوچې او بې ارزښته لار يې روان کړي.

کلیدي کلمې: