د لقمان نصیحت

لقمان حكيم يو زوى درلود چې هره ورځ به يې ورته نصيحتونه كول، ښې او سمې لارې ته يې هدايتاوۀ.

لقمان زوى ته په نصيحتونو كې ويل چې په خپل عمل او چلند كې يوازې په دې فكر او لټه كې ووسه، چې د خداى رضا حاصلېږي، ضمير يې ورباندې ارام مومي او د خلكو په ستاينو مغروره نه شي او په عين حال كې په دې پسې ونه ګرځي چې څوك ورباندې نيوكې كوي يا پسې شا پسې څه وايي.

زوى له پلاره وغوښتل چې كومه بېلګه وروښيي چې د دې نصيحت نتيجه په خپلو سترګو وويني او د پلار د حكمت د رڼا وړانګه يې د سترګو له لارې پر زړۀ او روح خپره شي.

لقمان حكيم، زوى ته وويل: هم دا اوس د سفر توښه تياره او اس زين كړه چې د سفر په اوږدو كې د دې راز پرده درته پورته كړم.

زوى د پلار امر ومانۀ، اس يې تيار كړ، لقمان ورباندې سپور شو او زوى ته يې وويل چې ورپسې روان شي. په لاره دوى خلكو ته كتل چې په كروندوكې په كار بوختول. خلكو چې زوى او پلار وليدل، نو د اعتراض په توګه يې وويل: څومره بې رحمه او بې زړه سويه سړى دى، پخپله بې غمه سپور دى او معصوم زوى يې پلې پسې روان دى!

په دې وخت لقمان زوى پر اس سپور كړ او پخپله ورپسې پلى روان شو. روان شو چې له نورو خلكو سره مخامخ شو، دا ځل چې خلكو دوى ته وكتل، په اعتراض او ملنډو يې وويل:"دا څرنګه پلار دى چې زوى يې داسې روزلى چې د خپل پلار په احترام نه پوهېږي. زوى يې غټ هډور ځوان دى، په اس سپور دى او خپل بوډا پلار يې پلى پسې روان دى"

له دې وروسته لقمان له خپل زوى سره يو ځاى په اس سپور شو. سفر ته يې دوام وركړ، روان وو تر دې چې بيا نور خلك په مخه ورغلل. هغوى چې دوى ته وكتل په ملنډو يې وويل :((څومره بې رحمه خلك دي چې دواړه ير يوۀ كمزوري اس سپارۀ دي او په خواركي آس ظلم كوي. كه په نوبت پرې سپرېدل، هم به پخپله نه په تكلفېدل او هم به يې خپل اس له درانه باره ډېر نه ستومانه كېدۀ)).

د دغو خبرو له اورېدو وروسته لقمان او زوى يې دواړه له اسه راښكته شول او پلي د يوۀ كلي لور ته روان شول. كليوالو چې وليدل اس ورسره دى خو پلي ورروان دي:

"يو بل ته يې ويل دغو ساده ګانو ته ګوره، آس لري خو پلي روان دي، لكه چې آس تر ځان ورباندې ګران دى!"

لقمان په دې وخت خپل زوى ته له حسرته په ډكه موسكا وويل: دا د هغه نصيحت عملي تصوير ؤ چې ما تاته ويلى ؤ. اوس دې پخپله عملاً وليدل چې د خلكو خوشالول او د غيبت كوونكو د خولو پټول ناشونى كار دى. له دې كبله هوښيار سړى د دې پر ځاى چې د خلكو په راضی کولو او خوشالولو پسې وګرځي پكار ده چې د خپل ضمير د خوشالولو او د خپل خداى د رضايت د حاصلولو لټه وكړي او د سمې لارې لپاره لستوڼي بر وهي .

کلیدي کلمې:

اړونده منځپانګې