(۱۷)د بهلول کیسې

دوه اړخيزه زينه

يو چا له بهلوله پوښتنه وكړه، راته ويلى شې چې د انسان ژوند څه ته ورته دى؟

بهلول ځواب وركړ: د انسان ژوند دوه اړخيزې زينې ته ورته دى چې په يو اړخ يې عمر خېژي او په بله يې ورسره جوخت عمر كوزېږي.

کلیدي کلمې: