د لور او زوي تر منځ توپير

د نړۍ د بېلا بېلو سيمو څېړنې او پلټنې د دې ښوونه کوي، چې نه يوازې زمونږ په پښتني ټولنه، بلکې د نړۍ په ډېرو تېرو ټولنو کې زامنو ته تر لوڼو زياته توجه کېږي او ميندې او پلارونه له لوڼو څخه تر زامنو زياته مينه کوي. زموږ په ټولنه کې که وګورو، نو لور خو بېخي اولاد نه ګڼل کېږي او کله کله خو د يو زوي د راوړلو لپاره پرله پسې شپږ اووه لوڼې راوړل کېږي. د لوڼو په اړه زمونږ د ټولنې نظر دا دے، چې د پردي کور ده او پردي کور ته به ځي.

له دې امله يې څوک دومره پروا نه کوي. په ځينو سيمو کې بېخي د جنسي توکې په توګه ګڼل کېږي او ځينې کورنۍ لوڼو ته ځکه خوشاله وي، چې پېغلې به شي او خرڅې به يې کړي او د واده په نامه او په دې پرده کې د لور د خرڅول وپايلې، خو مونږ تاسو ټولو ته څرګندې دي، چې په سخرګنۍ کې ورته په کومه سترګه کتل کېږي.

خير زمونږ په ټولنه کې پر ښځو او لوڼو ظلم ځانته اوږده کيسه لري، چې موږ يې دلته نه وخت لرو او نه په دې موضوع نور غږيږو.

خبره مو د لوڼو کوله، پخوا که به زامن د مېړو په توګه ګڼل کېدل او زمونږ په دوديزه  ټولنه کې به پرې د پلار او کورنۍ ملا ټينګېدله، خو نن هغه شرائط هم نه شته او وخت دومره پرمخ تللے، چې که هر انسان خپله خېټه هم وساتي، لويه خبره ده، نو اوس ولې بايد لوڼو ته په سپکه سترګه وکتل شي. او د خدای بنيادم ونه ګڼل شي. که له يوې خوا مونږ پښتونولۍ او دودونو له ښځې سره ځينې ناروا چلند او د سورې په نامه بېلا بېل ظلمونه کړي، نو له بلې خوا هم ښځې او لور ته د ډېر عزت او درناوي قايله ده. هم دا راز اسلام هم لور ته ډېر اهميت ورکړے او هغه يې د جنت په ګل، رحمت او داسې نورو نومونو نومولې ده، او که د زامنو په پرتله د لوڼو د ستاينې حديثونه راغونډ کړو، نو کتابونه ترې ډکېږي.

په ناپوهو عربو کې هم ځينې دودونه او ناوړه رسمونه دود وو، خو اسلام دغه دودونه او د لوڼو په پرتله دغه حساسيتونه له مخه يوړل، قران شريف وايي؛ کله به يې چې يو سړي ته خبر راوړ، چې ښځې دې لور زېږولې، نو له غوسې به يې مخ سور شول او د شرم له امله به له خلکو ډډې ته شو يا به يې لور ژوندۍ ښخه کړه.؛ (سوره نخل)

 يوه ورځ يو سړی له رسول الله مبارک سره ناست و، ناڅاپه ورته چا خبر راوړ، چې خدای لور درکړې ده، د دغه عرب رنګ وتښتېد او ډېر خپه شو، پيغمبر (ص) ورته د خواخوږۍ او ډاډينۍ لپاره وفرمايل؛ ځمکه د همغې بوج زغمي، هسک ترې خپل سيوری نه غړوي، خدای تعالی يې هم روزي رسوي، نو ته ولې خپه يې؟ ستا لور د ګل په څېر ده، چې بويوې به يې، دا خو ناښوښۍ خبره نه ده؛

امام صادق عليه السلام فرمايي؛ يو سړی د خدای رسول ته راغی او يو بل کس ته يې، چې له رسول الله مبارک سره ناست و، وويل چې خدای لور درکړې ده.

د سړي رنګ زېړ واوښت او اننګي يې له شرمه سره شول، د خدای رسول وپوښته، چې خېر خو دی، وې ويل خير نه دی، سړي خبر راوړ، چې لور مې شوې ده. د خدای رسول ورته وفرمايل؛ دروندوالی يې په ځمکه دی او د خدای تر اسمان لاندې به ژوند کوي، روزي هم خدای ورکوي او دا خو د ګل په څېر ده، چې کور به دې پرې خوشبوي وي. بيا د خدای رسول خپلو ملګرو ته مخ واړاوه او وفرمايل د چا چې يوه لور وشوه، دروند بوج يې پر اوږو پرېوت او څوک چې د دوو لوڼو پلار شو، خدای دې ورسره مرسته وکړي او د چا چې درې لوڼې وشوې، نو جهاد او هر سخت کار ترې معاف دی او کوم سړی چې څلور لوڼې ولري، نو ای د خدای بندګانو هغه ته پور ورکړئ او مهرباني ورسره وکړئ.؛

له دې حديثه څرګندېږي، چې د اسلام له نظره د لوڼو د مور و پلار دنده د زامنو تر مور او پلار سخته ده، ځکه چې د ښځو احساسات او جذبات لطيف او نرم وي او بايد ډېره ځيرنه يي وشي، چې بوټی د خپلو احساساتو له امله له لارې کوږ نه شي. هم دا راز د واده او نورې مسئلې هم لري، نو ځکه د خدای رسول خپلو ملګريو او مسلمانانو ته له داسې کس سره د مرستې حکم کړی. البته د لوڼو روزل ډېر لوی ثواب هم لري او د ځينو حديثونو له مخې د لوڼو پلار به نېغ جنت ته ځي.

د ډالۍ په وېشلو کې د لوڼو مخکې کول

د خدای رسول فرمايي؛ څوک چې بازار ته لاړ شي او د خپلې کورنۍ لپاره کومه ډالۍ واخلي، نو د هغه چا په څېر دی، چې د خدای په لاره کې يې بېوزليو ته صدقه ورکړي وي او د ډاليو په وېشلو کې اړينه برېښې، چې لوڼو ته تر زامنو مخکې ورکړل شي، ځکه چې څوک خپله لور خوشاله کړي داسې ده لکه چې د حضرت اسماعيل يو زوزات يې ازاد کړی وي او کوم څوک چې خپل زوی د ډالۍ په ورکولو خوشال کړي، داسې ده لکه د خدای په لار کې او د هغه له وېرې ژاړېدلی وي او دا به جنت ته ځي.

په دې اړه بهلول څه وايي؟

وايي چې يوه ورځ يې اسحاق بن محمد ته خبر راوړ، چې لور دې شوې ده. اسحاق چې د زوی د زېري په تمه ناست و، ډېر غمژن شو او له خوراک څښاک يې لاس واخيست او د چا خبره لوږ تړلی يې وکړ. بهلول چې له دې خبر شو، نو اسحاق ته ورغی او وې ويل دا دومره ژړا انګولا په څه کوې، شکر نه وباسې، چې خدای تعالی روغ رمټه بچی درکړی دی. که د دې روغې او سالمې لور په ځای يې زما په څېر لېونی زوی درکړی وی، نو بيا به دې څه کول؟ اسحاق چې دا خبره واورېده، نو ډېر خوشاله شو، په خندا شو او لوږ تړ يې مات کړ.

له دې څرګندېږي، چې انسان بايد په دې خوشاله وي، چې خدای روغ اولاد ورکړی دی. رسول الله مبارک ته به يې، چې کله د چا د بچي خبر راوړ، نو لومړی به يې دا پوښتنه کوله، چې روغ دی او که نه. که روغ به و، نو ډېر به خوشاله شو. دا پوښتنه به يې نه کوله، چې لور ده او که زوی، ځکه چې د هغوی په نزد دواړه برابر وو.

د ارواپوهنې او مېرمنو او لوڼو د نفسياتو پوهان وايي، چې لور د زوی په پرتله له مور او پلار سره ډېره مينه کوي او مور او پلار ورباندې ډېر ګران وي.

زموږ په ځينو ټولنو او پرمختلليو ټولنو کې چېرته، چې د کمبائن او ګډې کورنۍ سسټم نه شته او لوڼې او زامن تر واده وروسته له خپلو ميندو او پلرونو جلا کېږي او ځانته کورنۍ جوړوي دا خبره څرګنده شوې، چې د مور او پلار تر زړېدو وروسته لوڼې د زامنو په پرتله د مور او پلار پوښتنې ته ډېرې ور ځي او د هغوی ډېر خيال ساتي. ډېر زامن تر واده وروسته د خپل کور شي او مور او پلار ته دومره پاملرنه نه کوي، خو لوڼې تر واده وروسته هم تل د مور او پلار يې جلا اوسېږي، نو پوښتنی ته يې هرو مرو ورځي.

کلیدي کلمې: