پر ماشومانو د سختۍ او وهلو پايلې

وايي چې يو ورځ پوليسو يو هلک او جينۍ ونيول او تاڼې ته يې راوستل. کله چې تاڼې دار له دوی د غلطو کارونو او غلا لامل وپوښته، نو هلک ورته داسې وويل: پلار مې ډېر کنجوس او بخيل دے. زه به چې کله ښوونځي ته تلم، نو يوه روپۍ به يې نه راکوله کله به مې چې په ښوونځي کې نور هلکان ليدل، چې د کينټين (د خوړو دکان) مخې ته راټول شوي، بسکټ يا کيکونه خوري، نو زما به هم ډېر زړه غوښتل، چې کاشکې ما هم پيسې لرلای او د دوی په څېر مې بسکټ يا چاکلېټ اخيستی وای زما ټول ارمان د يوې روپۍ لرلو.

په هم دغو چورتونو کې وم، چې له ګل محمد سره اشنا شوم. د ګل محمد پلار د هغه مور طلاقه کړې وه او مور يې مړه وه. ده هم زما په څېر د ښوونځي له دوکانه د خوړو د اخيستو لوی ارمان درلود. همدغه ارمان او د محرومۍ احساس زموږ د دوستۍ ګډ ټکی ؤ او زموږ د ملګرتيا مزی يې ټينګ کړ.

ډېر مهال به له يو بل سره کېناستو او د زړه خواله به مو سره کوله. زموږه ملګرتيا تر دې بريده ورسېده، چې دواړه په دې سلا شوو، چې د نورو ماشومانو سامانونه به پټوو او پيسې به برابروو، نو د ملګرو کتابونه، کتابچو او قلمونو پټول مو پيل کړل. خير يوه ورځ ښوونکي وليدو او له دې کاره يې توبه ګار کړو، ما او ګل محمد وپتېيله چې بيا به غلا نه کوو.

ما مې پلار ته ډېر وويل، چې لږ تر لږه يو څه ماتې پيسې راکوه، خو هغه نه راکولې او وهلم به يې. د ګل محمد انجام هم همدا و. لنډا دا چې دواړو پرېکړه وکړه، چې له ښوونځي بهر غلا ته ملا وتړو. له دکانونو مو غلاګانې پيل کړې او بالاخره يوه ورځ ونيول شوم.

پوليسو مې له پلاره ژمنه واخيسته، چې زما خيال به ساتي، خو پلار مې سړی نه شو او ما خپلو غلاوو ته دوام ورکړ، خور مې هم له ځانه سره په دې کار روږدې کړه او يوه روځ دواړه د پوليسو په لاس کې پريوتو.

په زندان کې مې خيال کاوه، چې پلار به مې خلاص کړي، خو هغه زموږ د ژغورلو لپاره هېڅ لاس و پښه ونه خوڅول او بې له دې، چې زموږ د دغه بدکار او غلا د کولو پر صحيح لامل ځان پوه کړي، موږ به يې تل تر وهلو لاندې نيولو.

کله چې مې پلار پوه شو، چې زه نور سبق نه وايم، نو له يو مستري سره يې شاګرد کړم. ښوونکی مې هم ډېر بد اخلاقه او ناکسه سړی و. ډېر سخت کار به يې راباندې کاوه او د ورځې به يې يوازې يوه روپۍ راکوله. دومره به يې وهلم، چې له ژونده يې بېزاره کړم او بالاخره له کوره تښتېدو ته تیار شوم. له کار او ژونده مې کرکه کېده، انسانان مې بدې شول او ټول راته دښمن ښکارېدل، نو د خلکو د ازارولو او ځورولو روحيه مې پيدا کړه، تل به مې نور خلک په تېره بيا ګاونډيان ځورول او زيان به مې وررساوه او خور به مې راسره په دې کار کې مرسته کوله.

تاسو وليدل، چې په دې کيسه کې وهلو او ټکولو او د ماشوم اړتياوو او روحياتو ته بې پامۍ هغه له کوم برخليک سره مخامخ کړ او يوه کورنۍ يې څنګه بدمرغه کړه. دا د وهلو له ناوړه پايلو يوازې يوه بېلګه وه، چې ما تاسو ته وړاندې کړه. که د نړۍ د لويو او وړو مجرمانو او ظالمانو ژوند پېښې رواړوئ، نو ډېر پکې داسې کسان دي، چې په کورنۍ کې ورته په سپکه سترګه کتل کېدل، غوښتو او روحياتو ته يې سمه پاملرنه ده شوې او د کور د ناوړه چلند او وهلو له امله له کوره تېښتې، غلطو کارونو او د خلکو ازارولو ته اړ شوی دی.

په دې هيله چې مور او پلار د ماشومانو د بې ځايه وهلو او تنبيهولو ناوړو پايلو ته ځير شي او ټولنې ته د مثبتو وګړيو د وړاندې کولو هڅه وکړي.

کلیدي کلمې: