د ماشوم ژاړا ته د رسول الله(ص) مبارک پاملرنه

امام صادق عليه السلام فرمايي يوه ورځ د خدای استازې د ماسپښين د لمانځه جمعه ورکوله، خو دوه وروستي رکعتونه يې ډېر په بيړه وکړل او مستحبات يې تر سره نه کړل. تر لمانځه وروسته خلکو وپوښتل، چې اې د خدای رسوله: په لمانځه کې کومه پيښه در پېښه شوې وه؟ ولې دې لمونځ په بيړه پای ته ورساوه؟ وې فرمايل ولې څه چل شوې دے؟

خلکو ورته وويل وروستي دوه رکعته دې ډېر په بيړه وکړل. پېغمبر (صلی الله عليه و آله)  وفرمايل ولې تاسو د هغه ماشوم ژاړا او کوکارې نه اورېدې؟

د امام حسين عليه سلام دايه؛ ام الفضل؛ چې د عباس مېرمن وه، وايي يوه ورځ رسول الله مبارک امام حسين له ما واخيسته او په غېږه کې يې تشې متيازې وکړې. ما ماشوم ډېر په سخته له پيغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله)  راکاږه او ماشوم په ژاړه شو. رسول الله مبارک راته وفرمايل اې د فضل مورې: کراره اوسه زما جامې خو به اوبه پاکې کړي، خو د دې ماشوم د زړه خپګان او غم به څوک لرې کړي؟

وايي، چې د اسلام په سرکښيو کې دا دود ؤ، چې خلکو به بچي رسول الله مبارک ته وروستل، چې نوم يې وټاکي. د خدای رسول به په ورين تندي ماشوم په خپله غېږ کې کېناوه او مينه به يې ورسره کوله کله کله به داسې وشول، چې ماشوم به د خدای د رسول (ص) په غېږ کې تشې متيازې وکړې او مور او پلار به يې شور جوړ کړ، ماشوم ته به يې سختې خبرې وکړې، چې ولې دې متيازې وکړې.

د خدای رسول به خلک له دې کاره او له ماشومانو سره له سختۍ او وهلو منعې کول او فرمايل به يې، چې په زوره ماشومان له کارونو مه منعې کوئ بيا به يې په ماشوم نوم کېښود او دعا به يې ورته وکړه او مور او پلار به په خوشالۍ خپل اولاد يووړ پر دې مهال به د رسول الله مبارک په تندي د غوسې يا خپګان هېڅ نخښې نخښانې نه وې او کله به چې ماشوم لاړ نو خپلې جامې به يې ووينځلې.

کلیدي کلمې: