د ماشومانو وهل، ټکول او رټل

د ماشومانو وهل رغوونکي رول نه لري، بلکې په ښوونه او روزنه کې د يو غړوونکي او منع کوونکي لامل په توګه ګڼل کېږي. کېداے شي ماشوم د وهلو له وېرې په څرګنده له يوه کار لاس واخلي او منعې شي، د مشرانو په وړاندې يو کار ونه کړي، خو په حقيقت کې د هغه بد عادت له منځه نه ځي.

د بدني سزا او وهلو زيانونه

د ماشومانو وهل کله کله، بلکه زياتره وختونه ډېر مهم او لوي زيانونه لري او ماشومانو شخصيت ته نه جبرانېدونکي زيانونه رسوي. په دغو زيانونو کې ځينې دا دي:

1:- ماشوم په خپل ژوندانه کې په دې عادتېږي، چې زور ته هېڅ بې هېڅه او بې دليله تسليم شي، ماشوم په دې منطق او عادت سره لويېږي، چې په دنيا کې ګڼه د زورورو او بدمعاشانو ده او دنيا د زور دنيا ده، نو چې کمزورے درته په لاس درځي، ټکوه يې او خپل کار وباسه.

2:- ماشوم له وهونکي سره که هغه هر څوک وي دښمني پيدا کوي، په هغه بدګومانېږي او د سرغړاوي احساس يې زياتېږي.

3:- په وهلو ټکولو سره ماشوم بې زړه لويېږي، خپل شخصيت او درناوې له لاسه ورکوي، روحي انډول نه لري او د يوه کمزوري شخصيت څښتن او ډارن کس تري جوړېږي.

4:- کوم مشران، چې په کوچنيوالي کې ډېر وهل وخوري، له هغه يو ظالم کس جوړېږي او له دې امله چې پخپله په دې منطق سره لوي شوې وي په راتلوني ژوندانه کې هم له دې دليل او وهلو خوړلو کار اخلي او خداي مه کړه که کوم مقام ته ورسېږي، نو بيا خو ډېرې ناوړه پايلې ولري.

که د نړۍ د نامتو ظالمانو واکمنانو تاريخ او د ژوندانه پېښې راوڅېړو، نو معلومېږي، چې د حجاج بن يوسف، هټلر، صدام، بوش او داسې نورو ظالمانو په څېر کسانو په کوچنيوالي کې ډېر ډبول خوړلي او د همدغه تاو تريخوالي او وهلو ټکولو په روحيې سره لوې شوي دي. داسې کسان مثبت او رغنده شخصيت نه لري، نو د خپل شخصيت ځينې نيمګړتياوې د ظلم له لارې پوره کوي او خپلې زړي عقيدے له دې لارې برسیره کوي.

امام صادق عليه السلام د ماشومانو د وهلو ناوړه پايلو ته په پاملرنې فرمايي؛ په ماشومانو حد نه جاري کېږي، بلکه په سمه توګه بايد ادب شي.

ډېر مور او پلار د ماشومانو په ښوونه او روزنه کې له وهلو کار اخلي او ځينې يې له بدني وهلو پرته نورې رويې هم کاروي لکه، ماشوم په کوټه کې بندول، رټل، کنځل او داسې نور.

بايد ووايم، چې دا ډول سزاګانې او ادبونه هم د وهلو هومره بدې پايلې او زيانونه لري. دا کارونه د ماشوم شخصيت سپکاوې کوي، چې ماشوم په خپل ژوندانه کې دغو ناوړه کارونو ته مخه وکړي او په دغو چارو روږدې شي. سربېره پردې ډېر وهل او رټل د ماشوم د سپين سترکۍ او خپل لامل هم کېږي.

امام علی عليه السلام فرمايي؛ په وهلو او رټلو کې زياتوالی د سپين سترګۍ او ضد اور لمبه کوي.

اسلام مينه، محبت، مهرباني او نرمي د ښوونې او روزنې تر ټولو ښه لاره ګڼي. که څه هم په ځينو ځايونو کې بنيادم اړ وي، چې د ماشومانو په غلطيو او خطاګانو مناسب غبرګون وښايي، ځکه چې که ماشومانو د ناوړه او سپک کار په وړاندې مناسب غبرګون ونه ښوول شي، نو د دغو کارونو سپکوالي او غلطوالي د ماشوم په سترګو کې کمېږي، ماشومان بيا داسې کار غلط ناوړه نه ګڼي او کېداے شي ورباندې روږدې شي.

نو له غلطيو او ناوړه کارونو د ماشومانو د زغورلو لپاره ځينې غير بدني سزاګانې بايد په نظر کې ونيول شي. لکه له ماشومه خپه کېدل، له انعام او بوختيا د هغه منعه کول، يا له لوبو او د هغه له خوښو کارونو د هغه بندول، که دا ډول سزاګانې او ادبونه په سمه توګه عملي شي، نو د ماشومانو په روزنه کې ښه رول لوبولې شي.

يوه سړي حضرت امام موسی بن جعفر عليه السلام ته د خپل بچي شکايت وکړ امام ورته وفرمايل؛ چې بچې دې مه وهه او د ادابولو لپاره ترې خپه شه، خو پام کوه چې دا خپګان دې ډېر اوږد نه شي. البته لکه څنګه چې مخکې وويل شول سزا که بدني وي او که غير بدني، رغنده رول نه لري او ډېر مهال مثبته اغېزه نه ښندي او ماشوم ځان سمولو او اصلاح کولو ته نه هڅوي.

يو ماشوم کېدای شي د وهلو او سزا له وېرې په ښکاره يو کار ونه کړي، خو که فرصت پيدا کړي، نو په پټه يې کوي او د دې پايله دا ده، چې کله کله وهلو او ټکولو څخه د ژغورېدو لپاره له دروغو، ريا او غولولو کار اخلي او مشرانو ته دوکه ورکوي يا دروغ وايي، په ځينو ځايونو کې که سزا مناسبه او په موقع وي، نو روغونکې اغېز لري. البته په داسې ځايونو کې سزا خطا کوونکي کس پر صلاح سربېره نورو ته هم عبرت او سبق لري. کله کله انسان غواړي، چې ماشومانو ته د کومې غلطۍ او ناوړه کار سزا ورکړي، نو پکار ده، چې په څرګنده يې تنبيه کړي، چې نور ترې هم سبق واخلي او بيا داسې غلط کار تکرار نه کړي.

کلیدي کلمې: