مؤمنان، ډیر لږ په ناروغيو اخته کیږي

په المان(جرمني) کې د يوې تازه خپرونې د تحقيقاتو نتيجې ښيي چې هغه کسان چې پر خدای ايمان لري د نورو په پرتله لږ په ناروغيو اخته کېږي.
 د عکاظ ورځپاڼه چې په عربستان کې خپرېږي د دې مسئلې په هکله چې د څو کالو په موده کې په څه ناڅه څوارلس سوو تنو تر سره شوې دي د يکشنبې په ورځ وليکل چې: پر خدای باندې ايمان درلودل د دې باعث ګرځېدلي دي چې ناروغان ډېر ژر شفا ومومي.
 د دې څیړنې او بررسی نتيجو ښوولي دي چې مؤمن او پر خدای باندې باوري کسان ډېر لږ په بدن کې د وېنې د فشار، د زړه په ناجوړيو او وېنې د ګرځېدو په مشکلاتو اخته کېږي.
 د دې تحقيقاتو پر اساس پر خدای باندې باوري مؤمنان د جراحي عملياتو نه وروسته تر نورو ډېر ژر جوړېږي او لږو درملو ته اړتيا پيدا کوي. هم دا رنګه هغوی چې پر خدای ايمان لري په ساري ناروغيو لږ اخته کېږي او د سرطان د ناروغۍ سره يې د وجود مقاومت ډېر زيات وي.

کلیدي کلمې: