واده كول روغتيا ته ګټه لري

د بوستون د پوهنتون څيړونكو، جوته كړې ده چې د نارينه ؤ لپاره واده كول ډير ضروري دی، ځكه د متاهلو(واده شوی) كسانو پر پرتله د مجردانو د مرګ شميره دوه برابره زياته ده. د دې څيړونكو د ډلې مشر ايلين ايكر په دې باور دى، چې واده كول د عمر په اوږدوالي او روغتيا دواړو ښه اغيزه لري. دې څيړونكو دا هم جوته كړې چې ميړه او ښځې ترمینځ جنجال د ښځو پر روغتيا اغيزه لري، د زړه ساتنې په نوم يوې امريكايي خپروني رپورټ وركړى، هغه ښځي چې له ميړونو سره د جنجال او بحث پر مهال، پټه خوله اختياروي او سكوت كوي، د هغو ښځو پر پرتله د زړه د ناروغيو له ګواښ سره مخ دي، چې له ميړونو سره د خبرو پر مهال بحث كوي.

هم دا رنګه هغه ښځي چې له كور نه د باندې چاري يي په كورنۍ كې ګډ وډي رامنځ ته كوي، د زړه د حملې خطر يي دو چنده زيات دى، دې څيړونكو په لسو كلونو كې د امريكا د ماساچوست ايالت په 3700 هستوګنو دا څيړنه ترسره كړې، دې څيړونكو دا هم ثابته كړې، چې كار هم د ښځو لپاره د روغتيا ښه وسيله كيدای شي، دوى وايي هغه بيكاره ښځي چې د كار موندلو په لټه وي ډيرې نا ارامه او د وينې لوړ فشار يې درلود او په سلو كې شپږ تنه يې د زړه د ناروغۍ له ګواښ سره مخ وې، خو هغه ښځې چې په كار لګيا وې ښه روغتيا يې لرله.

کلیدي کلمې:

اړونده منځپانګې