د مباهلې نیکمرغه اختر

د ذی الحجې د میاشتې څلور ویشتمه د اسلام په تاریخ کې د یوې لویې پیښې له کلیزې سره برابره ده. دغه پیښه د هجرت په لسم کال د خدای د ګران رسول حضرت محمد (ص) د  ژوند په دوران کې رامینځته او د مباهلې په ورځ مشهوره شوه .

په لغت کې د مباهلې معنا د یو شي ازادول او  له هغه د هر قید او بند لرې کول دي.  مباهله د قران او روایتونو په اصطلاح کې د ښیرې کولو په معنا راغلې ده.  د مباهلې طریقه په دې ډول ده چې ځینې کسان په یوې مهمې مسالې کې بحث لري او نتیجې ته نه رسیږي، د وروستۍ حل لارې په توګه  په یو ځای کې راغونډیږي او د خدای په در کې سوال او زاري کوي او له هغه غواړي چې دروغجن رسوا او سزا کړي. د حقانیت د ثابتولو لپاره مباهله کول د عربو په عرف کې او د اسماني دینونو په نزد پوره پیژندل شوې معنا لري.

د مشهورو تاریخي روایتونو له مخې د هجرت په لسم کال په دغه ورځ رسول الله مبارک (ص) د خپلې لور بي بي فاطمې، ګران زوم حضرت علی او له خپلو دوو لمسیو حسن او حسین  علیهم السلام سره یو ځای د مدینې له ښاره ووتل چې د نجران د مسیحیانو له مشرانو  سره مباهله وکړي.

د دغه نیکمرغه ورځې د درنښت په ترڅ کې د هجرت لسم کال ته ځو  او له مسیحیانو سره د پیغمبر د مباهلې له علتونو  او کیسې ځان خبروو. تاسو ته بلنه درکوو چې یو څو شیبې دې کیسې پاملرنه وکړئ.

د هجرت په اتم کال د مکې له فتحې او په جزیرة العرب کې د اسلام له ځلیدلو وروسته د نورو مذهبونو  او دینونو پیروانو او سیاسی مذهبي مشرانو او شخصیتونو یې اسلام او مسلمانانو د طاقت دغه لوی مرکز یعنې مدینې ته ډیره توجه وکړه . دې چارې د حجاز په لرې لرې سیمو  او حتی له هغه بهر د اسلام د پراختیا لپاره مناسبه زمینه برابره کړه. د اسلام پیغمبر وتوانیده له دغه فرصته ښه استفاده وکړي او د هیوادونو واکمنانو او د سیمو مشرانو ته د لیکونو په استولو سره هغوی د اسلام منلو او د اسلامي دولت په رسمیت پیژندلو او  په اصولو یې عمل کولو ته وبلل.

د لیکونو ډیرو مخاطبانو غوښتل چې مدینې یعنې د اسلام مرکز ته راشي او  رسول الله مبارک وپیژنی او د مسلمانانو حالت له نزدې ووینی. له دې امله د هجرت په نهم کال تدریجا د عربو قبایلو او طوایفو استازندویه پلاوي د خدای د رسول په خدمت کې رسیدل. د نجران د مسیحیانو پلاوي هم د لیک له ترلاسه کولو وروسته وپتیله چې مدینې ته لاړ شي. د نجران پاپ چې کله د پیغمبر لیک لاسته راوړ یوه شورا یې جوړه کړه او د مسیحیت له مشرانو سره یې سلامشوره وکړه. په هغوي کې یو کس چې ډیر عقل او پوهه یې لرله وویل: مونږ په ځلونو له خپلو مشرانو اوریدلې چې یوه ورځ به د نبوت منصب د اسحق له آله د اسماعیل اولاد ته منتقل شي.  او هیڅ لرې نه ده چې محمد چې د اسماعیل له اولاده دی هماغه موعود پیغمبر وي.

پر دې اساس دغه شورا نظر ورکړ چې یوه ډله د نجران د استازي په توګه مدینې ته لاړه شی چې له نزدې له حضرت محمد(ص) سره خبرې وکړي او د هغه د نبوت دلایل وڅیړي.

د نجران مسیحیانو له پیغمبره دوه پوښتنې لرلې:  اول دا چې ته مونږ څه شي ته بلې؟ او بله دا چې د حضرت عیسي علیه السلام په هکله د هغه حضرت نظر څه دی؟ د خدای رسول(ص) د نجران د مسیحیانو د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې هغوی د یوازیني خدای عبادت ته وبلل او د دوهمې پوښتنې په ځواب کې یې وفرمایل چې عیسی هم د خدای یو بنده دی او انساني حالات یې لرل او هغه ته د خدای د زوي والي مقام نه دي ورکول پکار. خو مسیحیي پلاوي د تثلیث په عقیدې ټینګار درلود او حضرت عیسی یې د خدای زوی باله. دوي د حضرت عیسی د خدایۍ دلیل پې له پلاره د هغه پیدا کیدل ګڼل نو پیغمبر اکرم ته یې وویل:

« که عیسی د خدای بنده او مخلوق دی نو  پلار یې څوک دی؟ مخلوق انسان خو باید پلار ولری»

په دغه وخت د وحي پرښته نازله شوه او د ال عمران سورې د نه پنځوسم ایت تلاوت یې د پیغمبر په زړه جاري کړ، خدای په دغه ایت کې فرمایی:

«په حقیقت کې د عیسی مثال د خدای په نزد د آدم (د خلقت) په شان دی چې هغه یې له خاورې پيدا کړ او بیا یې هغه ته وویل، وشه نو هغه وشو»

په دې ډول پیغمبر په دغه لنډ او روښانه استدلال سره د هغوی ادعا ته ځواب ورکړ  چې که مسیح بې له پلاره دنیا ته راغلی د تعجب ځای نه دی او د خدای په زوي والي یا خدای والي دلیل نه دی. ځکه چې د آدم د خلقت خبره خو تر دې هم زیاته حیرانوونکې ده هغه خو بې له مور او پلاره پیدا شو. بیا یې غافلانو ته وپوهوله چې هر کار د خدای د  ارادې په وړاندې اسان دی. یوازې کافي ده وفرمایي چې  موجود شه نو هغه هم موجود شي.

په دې ډول د خدای ګران رسول د نجران له مسیحیانو سره په خبرو اترو کې د قران په استناد د حضرت عیسی علیه السلام په هکله د اسلام نظر بیان کړ  او استدلال یې وکړ؛  خو د نجران مسیحیانو بې له هیڅ په خپله خبره ټینګار کاوه او په شفاهي مذاکراتو کې له هغه حضرت سره تفاهم ته ونه رسیدل نو خپلو عقیدتي پوښتنونو ته د هغه حضرت ځواب یې کافي ونه ګاڼه او  وې ویل: «مونږ قانع نه شوو»

له دغه مرحلې وروسته پیغمبر د خدای په امر په مباهلې مامور شو. د خدای فرمان په دې هکله د آل عمران سورې په  یو شپیتم ایت کې په دې ډول نازل شو :

« کله چې  له هغه علم او پوهې وروسته  چې ( د مسیح په هکله) تا رسیدلی، (بیا هم) ځینې کسان له تا سره شخړې او مجادلې ته پاڅیږي؛ هغوی ته ووایه: راشئ مونږ خپل بچیان راوغواړو ، تاسو هم خپل بچیان ، مونږ خپلې ښځې راوغواړو او تاسو خپلې، مونږ خپل نفسونه راوبلو او تاسو خپل، بیا به مباهله وکړو او  په دروغجنو به د خدای لعنت وګرځوو»

په دې ډول سبحان خدای پیغمبر اکرم (ص) ته وفرمایل چې  اوس چې هغوی د حق له پیژندلو او اوریدلو وروسته دښمني او ضد وکړي  او  ظاهرا هغوی ته څه شک نه دی پاتې  هغوی د حق د منکر په خلاف مباهلې ته وبله . دغه پلاوي د خدای د رسول په وړاندیز مباهله ومنله او د وعدې ورځ راورسیدله .

د مدینې لمر راختلی و  او سترګې په انتظار وې، مسلمانان د دغه ورځې له وعدې خبر وو. ټول راغونډ شوې وو  او شپیتو مسیحي عالمانو د مدینې دروازې ته سترګې نیولې وې چې وګوري پیغمبر څنګه د خپلو ملګرو له لښکر سره له ښاره وځي او د مباهلې مراسمو ته ورځي.  د نجران مسیحیان سخت په تمه وو  چې پیغمبر به څنګه او کله راوځي.

د انتظار شیبې تیرې شوې او ناڅاپه یې ولیدل چې د خدای رسول له کوره رابهر شو، د همیشه په شان آرام، ورسره یوازې یو ځوان سړی او ځوانه ښځه وه سره د دوو وړو ماشومانو . خو د هغوی مخونه ځلانده او ګامونه کلک او زړونه د پالونکي په وړاندې خاشع وو.  دغه کسان  د پیغمبر اکرم  لور بي بي فاطمه، زوم  حضرت علي  او دوه لمسیان امام حسن او  امام حسین(ع) وو. پیغمبر اکرم (ص)حسین په غیږ کې نیولی و او حسن یې له لاسه او شاته ورپسې حضرت  علي او بي بي فاطمه روان وو.

مسیحیانو فکر کاوه چې پیغمبر له ډیرو کسانو سره یو ځای او په ډیر شور او  زوږ سره د مباهلې لپاره راوځي خو هغوی ولیدل چې پیغمبر ډیر په ساده او ارام ډول له خپلې کورنۍ سره یو ځای د مباهلې میدان ته راوتلی دی په داسې حال کې چې هغوی ته ووایي کله چې زه دعا وکړم نو تاسو (آمین) ووایئ.

په دغه وخت کې حیرانتیا او تعجب له اندیښنې او ویرې سره یو ځای د عیسیانو په زړه خپور شو، د نجران یو مشر د مسیحیي پلاوي پاپ ته وویل: «وګوره هغه یوازې خپله لور، زوم او لمسیان له ځان سره راوستې دي»

د نجران پاپ چې غږ یې  له جذباتو لړزیده  وویل: «همدا د ده د حقانیت نښه ده، په ځای د دې چې د مباهلې لپاره یو لښکر راولي یوازې خپل عزیزانو او خپلوان یې راوستې دي، څرګنده ده چې په خپلې بلنې ډاډه دی چې د کورنۍ ډیر خواږه کسان یې مباهلی ته نیولې دي.

د مباهلې مساله د رسالت په ادعا کې د پیغمبر اکرم د حقانیت او صداقت د ښکاره بیلګې په توګه ګڼلی شو ، ځکه چې ممکنه نه ده یو کس چې له خدای په خپل ارتباط کلک باور او ایمان ونه لري داسې یو میدان ته داخل شي.  یعنې خپل مخالفان وبلی چې راشئ چې د خدای در ته مراجعه وکړو او له خدایه وغواړو چې دروغجن وشرموي.

په دې ډول د نجران مسیحیانو د خدای د رسول د معنوي رعب او قاطعیت په لیدلو سره چې یوازې له خپلې کورنۍ سره مباهلې ته راغلی و، له مباهلې او مقابلې بیخي تیر شول. مسیحي پاپ چې کله په خپلې بلنې کې د خدای د رسول د حقانیت نښې ولیدلې نو یو کاڼي ته وخته او وې ویل: « زما خیال دی چې مباهله زمونږ په صلاح نه ده . دا پينځه نوراني مخونه چې زه وینم  که دعا ته لاسونه پورته کړي  غرونه به  له ځمکې پورته کړي که مباهله وکړو زمونږ تباهي یقینی ده»

پر دې اساس مسیحیانو د جزيې ورکولو  او د هغه صلحنامې په لاسلیکولو سره چې د خدای رسول یې شرطونه په ګوته کړې وو، غاړه کیښوده، په دې ډول شوه چې له مخکې زیات د اسلام د دین حقانیت او د اهل بیتو کرامت ټولو په تیره بیا عیسایانو ته ښکاره شو .

کلیدي کلمې:

اړونده منځپانګې