په اسلام کښې د مناظرې اهميت

د حقايقو د څرګنديدو او د واقعيتونو د پيژندګلوۍ لپاره له يو بل سره مناظره او بحث (په تيره بيا په دې زمانه کښې چې فکري او علمي وده زياته شوې ده) کلتوری هدفونو ته د رسيدو تر ټولو غوره لاره ده او که فرضاً د تعصب له وجې يې څوک ونۀ مني، نو لږ تر لږه خو پرې اتمام حجت کيږي، ځکه څرګنده ده چې عقيده په زوره نه شی تپل کيدې او که په چا په زور زياتی هم ومنل شی نو د يو څه وخت لپاره به وی. خداې پاک په قران مجيد کې دې موضوع ته ډير ارزښت ورکړے او اصل يې ګر ځولې دے، او په څلورو ځايونو کښې خپل ګران رسول (ص) ته فرمايي: قُل هَا تُو ا بُرهانَکُم اِن کُنتُم صَادِقِين (اے رسوله) مخالفانو ته ووايه که تاسو ريښتيا وايي؛ نو خپل دليل او برهان راوړئ، [1]

نو اسلام چې نور خلک دليل، برهان او منطق ته رابلي؛ نو پکار دے چې خپله هم په دليل او استدلال باندې تکيه ولري. خداې پاک په قران مجيد کښې خپل پاک حبيب (ص) ته فرماييادْعُ إِلي‏ سَبيلِ رَبِّکَ بِالْحِکْمَةِ وَ الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَ جادِلْهُمْ بِالَّتي‏ هِيَ أَحْسَنُ . (اے رسوله (ص) خلک په حکمت ، نيک چلن ، ښکلي بحث او مباحثې سره د خداے لوري ته راوبوله [2]

له حکمت: نه مراد هغه پياوړې طريقې دي چې په عقل او علم باندې تکيه لري، او له:  نيکې موعظې : نه مراد هغه معنوي نصيحتونه دي چې د مهربان او عاطفې اړخ لري او د اوريدونکيو پاک احساسات د حق په لور رابرسيره کوي، او له مجادلې : نه مراد يو بل سره په بحث او مقابله کښي: د بحث ،مباحثې، تنقيد او شننې طريقه او روش دي. د بحث دغه طريقه که د حق او انصاف په بنياد وي، نو په ځينو موقعو کښي د ضدي مخالفانو د قايلولو لپاره ضروري او لازمي وي.

مطلب دا چې ځيني انسانان د حقائقو د درک لپاره فکري قوت او مضبوط استعداد لري، چې د داسي کسانو د جذبولو لپاره عقلي دلايل ضروري وي او د ځينو کسانو فکري سويه ټيټه وي او د پيژند ګلوۍ استعداد او وس يي کمزوري وي او ژوند يي له تعصباتو او ځينو نورو عادتونو او جذباتو ډک وي، نو دغه ډول وګړي په ښه وعظ او نصيحت سره رابلل کيږي. او ځينې کسان کم عقل او ضدي وي او په مخالف لوري باندي د خپلو افکارو د منلو لپاره له هرې خو د ګوزار په لټه کښې وي. دغه کسان د استدلال، وعظ او نصيحت پّه ژبه نه پوهيږي، نو دوي سره بيا مجادله پکار ده، خو په ښکلې طريقې سره، يعني داسې بحث او مباحثه چې په انصاف، ريښتياو او اخلاقو ولاړه وي نو ځکه په مناظروي فن کښي لازم دي ، چې د مناظره کوونکيو تعلقات او ذهني کيفيتونه وتلل شي او په خپله مناسبه موقع کښې ورسره بحث ورشي.

د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفے(ص) په مختلفو ځايونو کښې له همدغو دريو طريقو نه ګټه اخيستې ده او خلک يې اسلام ته رابللي دي.

د حضرت پيغمبر اکرم(ص) له پاکو اهلبيتو نه امام جعفر صادق(ع) تقريباً ځلور زره شاګردان روزلي دي، چې يوې ډلې په مختلفو علمي څانګو کښې د مناظرې د فن مهارت درلود، کله به چي مخالفان امام صادق(ع) ته د علمي بحث لپاره راتلل نو که هغۀ به وخت نه لرلو، نو شاګردانو ته به يې ويل چې له مخالفانو سره مناظره وکړي.

د  ابن ابی العوجا ديصانی: او : ابن مقفع : او ... په شان ماده پرستو او له خداے پاک نه منکرو کسانو په څو ځلو له امام صادق(ع) او د هغه له شاګردانو سره مناظرې کړې دي، امام به وړومبې د هغوي خبرې واوريدې او بيا به يې د يوې يوي خبرې ځواب ورکاوۀ، لکه ابن ابی العوجا چې وايي:

امام جعفر صادق ( ص ) به له مونږه غوښتل چې دلايل ووايو مونږ به خپل دليلونه ښه په ازاده توګه بيانول او هغه به راته داسې غوږ ايښې ؤ چې مونږ به خيال کوو چې ګني پړ مو کړو ، خو بيا به چې د هغه وار راغې نو په ډير وقار سره به يې زمونږ د يو يو استدلال شننه کوله او په داسې ډول به یې ټول ردول، چې په بحث کښې به يې مونږ ته د هر ډول بانې او پلمې جوړولو لارې بندې کړې : [3]

[1] . (بقره،111....)

[2]  . ( سوره نحل 125 ايت )

[3]  ( و ګوري : بحار 3 ټوک ، 58 مخ )

کلیدي کلمې: