(حجاج په وړاندې د يوې زړۀ ورې ښځى پريكنده مناظره (دوهمه برخه

حجاج: افرين ای حرى! ښه ده اوس راته دا ووايه چې له موسى "كليم الله" عليه السلام نه يې په ځه دليل على افضل ګڼى؟

حره: خدای پاك د موسى عليه السلام په باب وفرمایل:

فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ ۖ : "موسى په داسې حال كى چې (له فرعونيانو نه) ويريدۀ او هرې پيښې ته منتظرؤ له ښاره بهر ووت"  (سوره قصص _21)

خو امام على عليه السلام (له مكى نه مدينې ته د خدای د ګران رسول د هجرت په واقعه كى له كور نه ګير چاپيره د دښمنانو د تورو په سيورى كى) د رسول اكرم په بستره كى وودۀ شو او له هيڅ چا ونه ويريد، ان تردى چې خدای پاك د هغه (د سرښیندنى) په شان كى دا ايت په خپل خوږ پيغمبرصلی الله عليه واله نازل كړ: وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ ۗ  "ځينى د خدای د خوښى لپاره له ځانه تيريږى ("سوره بقره _ 207)

حجاج: افرين ای حرې! ښه ده اوس دا ووايه چې په حضرت داؤد عليه السلام باندې على عليه السلام څنګه افضل ګڼى؟

حره: خدای پاك د حضرت دؤاد عليه السلام په باب فرمائى:

يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُم بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ "ای داوده! مونږ تۀ په ځمكه خپل خليفه (استازی) كړى د خلكو تر مينځ په حقه فيصله كوه او د نفس پيروى مه كوه، چې د خدای له لارې به دې واړوى" (سوره ص _ 26)

حجاج: د داود عليه السلام د قضاوت په باب توضيحات راكړه:

حره: دوه تنه وو چې يو  رمه لرله او بل ځمكه، رمه په كرونده ګډه شوه چې ټول فصل يې تباه كړ دواړه د فيصلى لپاره حضرت داود عليه السلام ته ورغلل حضرت داود عليه السلام وويل: پكار دى چې د څارويو خاوند خپلې ګډى خرڅې كړى او پيسې دې . زميندار ته وركړى چې په خپلى كروندى يې ولګوى.

د حضرت داود عليه السلام زوی حضرت سليمان عليه السلام پلار ته وويل: "ای پلاره! پكار دى چې د رمې وړۍ او پۍ واخيستل شى او زميندار ته وركړل شى (او په دى توګه د زميندار تاوان وركړل شى.

خداى پاك په قران مجيد كى وائى: ففهمناها سلیمان"مونږ د هغې پيښې سمه فيصله سليمان ته وښوده" (سوره انبياء_ 79)

خو زمونږ مولا اميرالمومنين على عليه السلام فرمائى:

سلونى قبل ان تفقدونى...

"مخكى تر دى چې له تاسو لاړ شم څه پوښتنه چې لرئ له مانه يې وكړئ" د هر هغه څيز تپوس وكړىْ چې تر عرش لاندې دی." حضرت على عليه السلام ته د خيبر جګړى د بريا په ورځ رسول اكرم صلی الله عليه واله وفرمايل:

افضلكم و اعلمكم و اقضاكم على. "على په تاسو كى تر ټولو افضل او پوه دی او له تاسو ټولو نه ښه قاضى دی"

حجاج: افرين حري! او په څه دليل حضرت على عليه السلام له حضرت سليمان عليه السلام نه افضل ګنې؟

حره: خدای پاك په قران مجيد كى د حضرت سليمان عليه السلام له قوله فرمائى:

قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَّا يَنبَغِي لِأَحَدٍ مِّن بَعْدِي ۖ إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ،ای پروردګاره! ما وبخښه او يو حكومت راكړه چې له ما وروسته د هيچا نه وى (سوره ص _ 35)

خو زمونږ مولا على عليه السلام د دنيا په باب فرمائى:

طلقتك يا دنيا ثلاثا لا حاجه لى فيك. "ای دنيا! تاته مې درې طلاقه دركړى او زما تاته د څه شى اړتیا نشته"

همدا وخت خدای پاك په خپل پاك رسول صلی الله عليه واله دا ايت نازل كړ:

تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا ۚ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ."اخرت يوازى د هغوى لپاره دی چې په ځمكه د برترۍ او فساد اراده نه لرى او د متقيانو لپاره ښه عاقبت دی " (سوره قصص _ 83)

حجاج: افرين دې وى په تا ، خو اوس راته دا ووايه چې په څه دليل حضرت على عليه السلام له حضرت عيسى عليه السلام نه افضل دی؟

حره: خدای پاك فرمائى:

وَإِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَٰهَيْنِ مِن دُونِ اللَّهِ ۖ قَالَ سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ ۚ إِن كُنتُ قُلْتُهُ فَقَدْ عَلِمْتَهُ ۚ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلَا أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ ۚ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ (116مَا قُلْتُ لَهُمْ إِلَّا مَا أَمَرْتَنِي بِهِ  "او ياد كړه هغه وخت چې خدای به (د قيامت پر ورځ) عيسى بن مريم ته ووائى:

ايا تا خلكو ته ويلى وو چې ما او مور مـې له خدايه بغير معبودان وګرځوئ؟ عيسى به ووائى: ته پاك او پاكـيزه يې زه حق نلرم چې داسې څه ووايم چې له ماسره نه ښائې، كه چـيرى داسې خبره مې كړى وى نو ته ښه پوهيږى، ته له هر څه نه خبر يې چې زما په روح او نفس كى دى او زۀ ستا له پـاك ذاته خـبر نه يم، ته لـه ټولو پټو رازونو خبر يی ما هغوى ته يواځى هغه څه ويلى چې تا يـې راته حكم راكړی دی

پدى ډول د حضرت عيسى عليه السلام د نمانځيوونكيو په باب فيصله او عذاب د قيامت ورځې ته وځنډيده؛ خو تر هغه چې د مولا على عليه السلام خبره ده نو هر كله چې "نصيريه فرقې" (د غاليانو ډله) حضرت على عليه السلام ته خدای وويل نو امام علـى عليه السلام هـغوى ووژل او د هغوى عذابول يې تر قيامته ونه ځنډول.

حجاج: افرين ای حرى! چې په خپلى دعوې كى كاميابه شوې او كه نه نو سر مې دى پرى كاوۀ.

بيا حجاج حري ته انعام وركړ او په ښه بدرګى سره يې رخصت كړه.