له امام ابوحنيفه سره د فضال په زړۀ پورى مناظره

د امام جعفر صادق عليه السلام او امام ابوحنيفه په زمانه كې امام ابوحنيفه (رح) د كوفى په جومات كى درس وركاوۀ.

دغه وخت د امام جعفر صادق عليه السلام يو شاګرد "فضال بن حسن" له خپل ملګرى سره په چكر روان ؤ چې جومات ته ورسيدل، نو وې ليدل چې امام ابوحنيفه(رح) درس وركوى فضال خپل ملګرى ته وويل: "زۀ دلته كښينم او ځينى پوښتنى ترى كوم"

هغه چى كومى بوښتنى وكړى هغه دا دې:

فضال: ای مشره! زما مشر ورور  شيعه دی زۀ چې هغه ته د حضرت ابوبكر هر څومره فضايل بيانوم چي خپل (سنى) مذهب ته يې راواړوم؛ خو هغه زما دليلونه ردوى، اوس له تاسو نه مرسته غواړم چې ماته ووايئ چې په حضرت على عليه السلام باندې د حضرت ابوبكر او حضرت عمر د برترۍ دليل څۀ دی چې ورور پرې قانع كړم.

امام ابوحنيفه (رح): ورور ته دې ووايه، چې ته څنګه په حضرت ابوبكر او حضرت  عمر باندى حضرت على عليه السلام اوچت ګنې په داسې حال كى چې په جنګونو كى به حضرت ابوبكر او حضرت عمر له رسول الله صلی الله عليه واله سره ناست وو او پيغمبر صلی الله عليه واله به حضرت على عليه السلام محاذ ته ليږۀ او دا په خپله دليل دی، چې پيغمبرصلی الله عليه واله له هغوى سره ډيره مينه لرله او د هغوى د سرساتنې ته يې خاصه توجه لرله.

فضال: اتفاقاً همدا دليل مې ورته ويلی دی او هغه راته په ځواب كى وويل:

د قران مجيد له مخى حضرت على عليه السلام چې له دښمن سره جهاد ته تلۀ؛ نو دا يو فضيلت دی؛ ځكه چې خدای پاك ارشاد فرمائې:

وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا" خدای، مـجاهـدينو تـه د ناستو په پرتلـه ستر اجر وركوى"

امام ابوحنيفه (رح): ښه ده؛ نو ورور تـه دې ووايه چې حضرت على عليه السلام په حضرت ابوبكر او حضـرت عمر باندې څنګه لوی ګڼې پداسې حال كى چې هغوى دواړه د پيغمبرصلی الله عليه واله د قبر په څنګ كى ښخ شوى دى؛ خو د حـضرت على عليه السلام قبر د پيغمبر له قبر نه ډير لری دی، چې دا افتخار د هغوى د برترۍ لپاره بس دی.

فضال: دا دليل مى ورته ويلی دی او راته يې په ځواب كى وويل:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ" د پيغمبر له اجازى نه بغير د هغۀ كور ته ورنشئ"

او څرګنده ده چې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله مبارك قبر په خپل شخصى كور كى ؤ، چې پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله هغوى ته اجازه نده وركړی او نه يې وارثانو هغوی ته اجازه ورکړې ده .

امام ابوحينفه (رح): ورور ته دې ووايـه حضرت عايشي او حضرت حفصې چې لـه خپل خاوند (پيغمـبر اكرم صلی الله عليه واله ) نه مهر غوښتۀ د هغۀ په بدله كى يې له پـيغمبر اكرم صلی الله عليه واله  هغه ځمكه واخيسته او هرې يوې خپل خپل پلار ته وبخښله.

فضال: ورور ته مې دا ځواب ويلی دی؛ خو هغه راته وويل:

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ إِنَّآ أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَٰجَكَ ٱلَّٰتِىٓ ءَاتَيْتَ أُجُورَهُنَّ.   "ای رسوله (ص)! مونږ ستا هـغه ميرمنې چې مهرونه يې وركړل شوى دى په تا باندې حـلالې كړى دى" (سوره احزاب 49 ايت )؛ نو ځكه د خدای ګران رسول په خپل ژوند كې د خپلو ميرمنو مهر ادا كړی دی.

امام ابوحنيفه (رح): ورور ته دې ووايه چې حضرت عائشه  او حضرت حفصه  (د حضرت ابوبكر او حضرت عمر لوڼى) د رسول الله صلی الله عليه واله ميرمنې وې هغوى خپل ميراث واخيست او پلارانو ته يې وباښۀ ؛ نو له همدې كبله هغوى هلته ښخ شوى دې.

فضال: دا دليل مى هم ورته ويلى هغه راته په ځواب كى وويل: چي تاسو خو عقيده لرئ چې پيغمبراكرم صلی الله عليه واله خپلوانو ته ميراث نه دی پريښې او په همدې دليل مو له حضرت فاطمـې بې بې عليه السلام نه فدك واخيست او كه پريښى وى؛ نو پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د رحلت په وخت نهه ښځى لرلې چې د دغه كور اتمه برخه د نهو واړو ميراث كيږى او كه د دى كور اتمه بـرخه په نهـو وويشل شى نو هرې يوې ته د ځمكى يو لويشت په يو لويشت كې رسيږى، نه د يو انسان په اندازه.

امام ابوحنيفه (رح) د دى ځواب په اوريدو لا ځوابه شو او په غصه يې شاګردانو ته مخ كړ او وې ويل: اخرجوه فانه رافضى ولا اخ له.

"دى له جوماته وباسئ چى دې پخپله رافضى دی او ورور نلرى.

کلیدي کلمې: