(له رسول الله (ص) له سره د نجران د استازيو مناظره (۴

د نجران د عيسائيانو درييمه ډله

دا ډله د "بنى حارث" له قبيلې وه چې هم هلته په نجران كى يې په څيړنه او تحقيق شروع وكړه او يو شمیر كسان د هغوى په نمائندګۍ له خالد بن وليد سره مدينې ته راغلـل او د رسول اكـرم (ص) په  مخكې يې اسلام ومانه او وې ويل: "مونږ د خداے  پاك  شكر وباسو چې ستاسو له لارې يې راته سمه لار وښوده"

رسول اكرم (ص) له هغوى پوښته وكړه:"تاسو څنګه  په دښمنانو غالب شوئ؟

هغوى وويل:"مونږ هيڅ كله په خپلو كى بى اتفاقی نه ده شوى يو او بل دا چې په چا مو ورومبې تيرے او حمله نه  ده كړې. رسول اكرم (ص) وفرمايل :صدقتم" (ريښتيا مو وويل) [5]

 نتيجه

ومو ويل چې د نجران د عيسائيانو وړومبى او درييمې ډلې د اسلام حقانيت درک کړ او مسلمانان شول؛ خو دويمې ډلې چـې خبره يې تر مباهلى ورسوله او بيا يې مباهله پريښوده هغوى هم د اسلام په حقانيت پوهه شول، كه څه هم په ظاهره يې (له ضد نه) اسلام ونۀ مانۀ، چې دلايل يې دا دى:

1:  پاپ د رسول اكرم (ص) ليک څيرے كړے ؤ، دا د هغه  د تعصب او اقتدار غوښتنې دليل دے، چې د حق د منلو خنډ ګرځې.

2: هغوى مباهلى ته حاضر نۀ شول. كه هغوى د اسلام او د رسول اكرم (ص) حقانيت نۀ وې درک كړې نو ولې خپلې وړاندیز شوې مباهلې نه تير شول؟ دا مسْله ښيئ، چې هغوى د محمد مصطفی(ص) او د هغه د لارې په حقانيت پوه شوى وو.

3: په تاريخ كى راغلى دى چې نجران ته په ستنيدو كى يو استازى د ګران  رسول (ص) په شان كى ګستاخى وكـړه، نـو"ابوحارثه" (پاپ) هغه ته په غوسه شو او ورته يې وويل، چې ولـې د يو مرسل پيغمبر(ص) په شان كى ګستاخى او سپکاوی كوی؟ د هم دې خبرې په اوريدو هغه سړے مدينې ته ستون شو او د رسول الله (ص) په مخكې يې اسلام ومانۀ. دغه تاريخى اهمه واقعه دا ښيئ چې د نجران دغه استازى د رسول اكرم (ص) په حقانيت پوهه شوى وو.

4: كله چې دغه پلاوي نجران ته ستون شو او خپله ټوله قيصه يې د نجران خلكو ته تيره كړه نو د نجران په يو راهب يې دومره اغيزه وكړه چې په صومعې كې يې چغـه كـړه:"اے خلكو! راشئ او له صومعې نه مې لاندې راكوز كړئ  ګنى په خپـله به ځان لاندې راوغورزوم "خلكو هغه له صومعې نه لاندې  راكوز كړ مدينې ته روان شو، او له حضور اكرم (ص) سره يې كتنه وكړه او څه موده يې ترې علمى استفاده وكړه او د قران مجيد ايتونه يې واوريـدل او بـيرته نجران ته  راستون شو، د راستنيدو په وخت يې له پيغمبر اكرم (ص) سره لوظ وكړ چې مدينې ته به راستنيږم او مسلمانيږم  به خـو په راستنيدو كې كامياب نه شو.[6]

 دا مسْلې ښيئ، چې عيسائى استازى د اسلام په حقيقت پوهه شول خو په عيسائيانو د مشرۍ، د عامو خلكو تر اغيز لاندې راتللو (عوام زده ګى) او د خلكو د ويرې (خلك به څه وائى) په شان عوامل د هغوى د لارې خنډ شوي وو.

سرچینی

[5] . البدايه 5/98

[6] . البدايه 5/55

کلیدي کلمې: