(له رسول الله (ص) له سره د نجران د استازيو مناظره (۳

پيغمبراكرم (ص) (د سوره ال عمران له61 ايت نه په استفادې سره) وفرمايل:

د حضرت عيسى (ع) مثال د حضرت ادم (ع) په شان دے، چې هغه خداے پاک بې له مور او پلاره له خاورې پيدا كړ كه د پلار نه شتون د دې دليل وى چې عيسى (ع) د خـداے زوي دے نو ادم (ع) خو نه پلار درلود او نه مور؛ نو له هغه سره ښائى، چې د خداے زوي وى. د نجران استازى  پوهه شول، چې كه څومره پوښتنې او خبرى كوو؛ نو هم دا ډول پريكنده ځواب اورو؛ نو له دې كبله، چې له مخكې نه يې (د دنيا د واكمنۍ په خاطر) فيصله كړې وه چى مسلمانان به نۀ شى مناظره يې نيمګړې پريښوده  او وې ويل: دا خبري مونږ نۀ  شى قانع كولې مونږ دې ته تياريو، چې "مباهله"  وكړو؛ يعنى په يو ځاے كې راغونډ شو او خداے ته  په دعا كښينو او دروغجن ته ښيرې وكړو چى خداے پـاک دروغـجن هلاك كړى.

ګران رسول (ص) د خداے پاک لخوا د وحـى (سوره ال عمران 61 ايت) په  رسيدو سره  د مباهلې وړانديز ومـانۀ، ټول مسلمانان  له دې نتيجې خبر شول، هر خوا د مباهلى په باره كى خبرې وې او يو بل ته به يې ويل چى رښتيا په مباهله كـى به څه كيږى؟! ټول په بې صبرۍ سره د مباهلى په طمع وو. ټاكـل شوې نيټه (د ذې الحجې د مياشتې 24 نيټه نهم هجرى كال) راورسيده د نـجران استازيـو له مباهلى مخكې د سلا مشورې په غونډه كـى له يو ټكـى نـه (چې له نفسياتى او روانى پلوه يې اهميت درلود) استفاده وكړه او هغه دا چې خپلو كسانو ته يې حكم وركړ چې كه تاسو وليدل، چې محمد (ص) په شور او غوغا، په ګنې، ګوڼى او  درز غوبل مباهلې ته راغے؛ نو مباهله ورسره وكړئ او ونۀ ويريږئ؛ ځكه پوه شئ، چې په كار كى يې څه حقيقت نيشته؛ نو پدې وجه  له چغو سورو او های هو نه كار اخلي؛ خو كه چرې له لـږو كسانو؛ يعنى له خپـلو بچو او خاصو نزدې كسانو سره راغے نو بيا له مباهلې نه ډډه وكړئ چې بـيا ورسره مباهله خطرناكه ده.

د نجران استازى د مباهلـې ځاے ته لاړل او د تورات، انجيـل په لوستلو سره دعا ته چمتو شول او د رسول الله (ص) د راتلو په تمه شول. وي ليدل چې رسول اكرم (ص) له څلـورو تنو سره (حضرت فاطمه زهرا (ع) ، امام على (ع)، امام حسن (ع) او امام حسين (ع) ) را روان دے.

د نجران د استازيو يو نامتو عالم "شرجيل" خپلو ملګرو ته وويل: په خداے مې دې قسم وى چې زۀ داسې صورتونه وينم چې كه له خدايه وغواړى، چې غرونه له خپل ځايه راونړوى نو بې شكه چې هم داسې به وشى، ووريږئ او مباهله ونكړئ كه له محمد (ص)  سره مو مباهله وكړه نو د نجران له عيسائيانو څخه به هيڅوک پاتې نه شى زما خبره واورئ لږ تر لږه هم دا يو ځل زما خبرې ته غوږ كيږدئ بيا خير دے  زما خبره مۀ اورئ.

د شرجيل ټينګار او تاكيد د نجران په استازيو اغيزه وكړه او يوه عجيبه وار خطائى پرې راغله او له مخې يې يو سړے رسول اكرم (ص) ته وليږۀ او د مباهلې د پريښودو غوښتنه او د سولې د تړون وړانديز يې وكړ.

 

د خداے ګران رسول (ص) د هغو په باب له مهربانۍ نه كار واخيست او وې فرمايل: چې له  هغوى سره په  اسانو او نرمو شرائطو باندې د سولې تړون وكړئ، د سولې په لوظنامه كى څلور ټكى وو.

1_  د نجران خلکو ته پکار دى، چې (اسلامى حكومت چې د هيواد امنيت ساتى او هم د نورو چارو د چلولو په بدله كې) هر كال دوه زره جوړې جامې په دوو پيرو كې اسلامى حكومت ته وركړى.

2:  د حضرت محمد (ص) استازي دې تر يوې مياشتې يا زياتې مودې پورې په نجران كى د ميلمستيا حق ولرى.

3:  كه په يمن كى د اسلام په خلاف بغاوت وشو؛ نو د نجران خلک به ديرش  زغرې، ديرش اسونه او ديرش اوښان د ضمانتى امانت په  توګه اسلامى حكومت ته وركوى.

4:  له دې لوظنامې وروستو په نجران كى سود منع دے.

او په دې توګه د نجران پلاوى" ذمى شرائطو" ته غاړه كيښوده، او پداسې حال كى چې واقعاً يې په ازاد بحث كى ماتې خوړلې وه له مدينې منورې نه نجران ته روان شول.[4]

په دې ترڅ كى بايد ووايو چې "د مباهلى ايت" (سوره ال عمران 61 ايت) د پاكو او سپيڅليو اهلبيتو(ع) په عظمت او سترتيا باندې يو ژوندے او لوے سند دے.

[3] . سره له دې چې رسول الله (ص) د دغه چل ول او چالاكۍ مخه ونيوه خو بيا هم قيمتى او پړق پړوق جامو په يو شمير ضعيف النفسو باندې اغيزه وكړه. داسى چې ارمان او هيله يې كوله چي كاش چى د عيسائى نمائندګانو په شان ماړه او شتمن وې چې بيا د سوره ال عمران 15 ايت د هغوى په رد كې نازل شو چي معنا يې داده: "  اے پيغمبره (ص)! ووايه  ايا تاسو له  داسى څيز نه خبركړم  چې له دې (مادى پانګې) نه غوره  دى ؟ هغوى چې تقوى  اختيار كړي د پروردګار په نزد ورته جنتونه دى چې نهرونه پكې جارى دى هغوى به دخداے په رضا سربيره له سپيڅليو ښځو سره تل هلته وى او خداے پاک د بندګانو له حاله خبر دے"

[4] . وګورئ: بحار الانوار27/319-324، سيره ابن هشام 2/175، فتوح البلدان، 76 مخ او د سيد بن طاووس اقبال له 496 مخ وروستو

کلیدي کلمې: