(له رسول الله (ص) له سره د نجران د استازيو مناظره (۲

 (2)  سترو عيسائى استازيو دويمه مناظره

د نجران د مسيحى ملت د سترو سياسى او مذهبى استازيو دويمه مناظره په مدينه كى د هجرت به نهم كال وشوه چى د مباهلى په پیښى تمامه شوه . دغه مناظره په دا ډول ده.:

د خداے ګران رسول (صلی الله عليه و آله) د هغو ليكونو به ترڅ كې چې د مختلفو هيوادونو او ملكونو واكمنانو ته يې وليږل يو ليک يې د نجران پاپ "ابوحارثه" ته هم وليږهْ او اسلام ته يې دعوت كړ د پيغمبراكرم (ص) څلور تنه اصحابان له مدينې نه نجران ته لاړل د رسول اكرم (ص) ليك يې پاپ ته وركړ، پاپ د ليک له لوستلو نه بس غوصه شو او ليک يې وشلولو او د رسول الله (ص) د استازيو يې هيڅ درناوے ونه كړ او فيصله يې وكړه چى د نجران له سترو شخصيتونو سره سلا مشوره وكړى وړومبے يې د عبدالله بن شرحبيل او جبار بن فيض په شان نومياليوسره سلا مشوره وكړه، دغو ورته وويل، چې دا موضوع له نبوت سره اړه لرى؛ نو ځكه مونږ څه نه شو ويلې

هغۀ دا موضوع جرګې ته وړاندې كړه او نتيجه دا شوه، چې د پوهانو او هوښيارانو يوه ډله دې له محمد (ص) سره د كتنې لپاره مدينې ته لاړه شى او پدې باره كې دې ورسره  بحث او مناظره  وكړى چې حقيقت ښكاره شى.

بالاخره يوه شپيته تنيزه جرګه، چې څوارلس تنه يې د نجران ستر عالمان وو (عاقب (عبدالمسيح)، "ابوحارثه" او "ايهم" هم  په كې وو) له رسول الله (ص) سره د مناظرې لپاره مدينې ته روان شول.

بې له شور او ګړپړنه ازاد بحث او مناظره يوه ډيره ښه او منطقى طريقه ده، خو كه څوک وغواړى چې دا طريقه په چلول، ټګى تورۍ، چالاكۍ او سازش بدله كړى او عوام تير باسى نو لازم دى چې په ټينګه يې مخنيوے وشى.

 په هر حال د نجران استازيو پړق پړوق جامې اغوستې وې چې د مدينې اوسیدونکو پام ځانته را واړوى او په دې ډول د ضعيف النفس خلكو په زړونو كې لاره پيدا كړى [3]

پيغمبر اكرم (ص) په ډيرې هوښيارۍ د چارو ټول اړخونه څارل او دا په ازاد بحث كى مهم د پام ټكى دى د دغه پټ چل ول د شنډولو لپاره يې منفى مبارزه وكاروله ، داسې چې كله استازى په شان و شوكت او پړق پړوق جامو سره رسول الله (ص) ته راغلل نو رسول اكرم(ص) ورته څه خاصه توجه ونه كړه او خبرې يې هم ورسره ونكړې، هغوى درې ورځې په مدينه كى حيران او پريشان ګرځيدل ان تردې چې استازيو له حضرت عثمان  او حضرت عبدالرحمن بن عوف نه د پخوانۍ اشنائۍ له مخې د دې بې اعتنائۍ د علت پوښتنه وكړه ، هغوى استازى امام على (ع) ته بوتلل او قيصه يې ورته وكړه، امام على (ع) ورته وويل

"ځئ لاړ شئ او دا پړق پړوق او قيمتى جامې وباسىْ او په عام ډول پيغمبر اكرم (ص) ته ورشى چى مطلب مو تر لاسه  شى" هغوى  د حضرت على (ع) وينا ومنله او كار ترسره شو.

په مناظره كى يو بل اهم ټكے ازادى او له فضا جوړونې او هياهو څخه مخنيوے دے، رسول اكرم (ص) پنځه واړه نمونځونه په جومات كى په جَمعې سره كول چې ټول مسلمانان به راغونډيدل عيسائيان د مسلمانانو راغونډيدو ډير حيران كړى وو او هغوى له خپلى عقيدى سره سم په پوره ازادى سره د بيت المقدس پر لورى نمونځ كاوهْ، ځينو مسلمانانو غوښتل چى د هغوى د ازادى خنډ شى؛ خو ګران رسول (ص) يې مخه ونيوه له دغې تاريخى پيښې معلوميږى چې هغوى په مدينه كې پوره پوره ازادى لرله او د چاپيريال تر اغيز لاندې نه وو.

 بالاخره له درې ورځو وروستو په جومات كى له نمونځ نه وروستو د خبرو اترو غونډه جوړه  شوه. د نجران د عيسائيانو شپيته تنه استازى له رسول الله (ص) سره كښيناستل مسلمانان هم د خبرو اترو اوريدو ته كيناستل

 او د مزې خبره خو دا چې يو شمير يهوديانو هم په غونډه كې ګډون وكړ او له عيسائيانو او مسلمانانو سره يې بحث پيل كړ.

وړومبې رسول اكرم (ص) په خبرو شروع وكړه او د نجران ميلمنو ته يې هركلے وويلو او په ډيرې مينې يې اسلام او توحيد ته راوبلل او وي فرمايل:

راځئ چې مونږ ټول د يو الله عبادت وكړو او ټول په يوه لاره روان شو او د خداے پاک د حكم تر بیرغ لاندې راټول شو، بيا يـې د قران مجيد يو څو ايتونه تلاوت كړل.

پاپ: كه له اسلام نه ستاسو مراد په خداے ايمان او د خداے په احكامو عمل كول وى؛ نو مونږ له تاسو مخكې مسلمانان وو.

 ګران پيغمبر(ص): حقيقى اسلام څه نښې نښانې لرى درې داسې عملونه دى چې ستاسو د نه مسلمانۍ دليل دے؛ وړومبې دا چى تاسود صليب عبادت كوئ، دويمه دا چې د خنزير غوښه حلاله ګڼئ او درييمه دا چې تاسو عقيده لرئ چې خداے پاک زوي لرى.

د نجران استازے: زمونږ په عقيده حضرت عيسى (ع) خداے دے؛ ځكه چې مړى به يې ژوندى كول او بې علاجه بيمارانو ته  به  يې شفا وركوله او له خټى نه به يې مارغه جوړ كړ او په كې به يې پو كړل او هغه خټه به په ريښتيا مارغۀ شو او وابه لوتۀ چې دا ډول كارونه د هغه د خدائۍ نښه ده.

 پيغمبراكرم (ص): نه هيڅ كله دا كارونه د خدائۍ دليل نه دے؛ بلكې هغه د خداے پاک نيك بنده  دے چى خداے پاک د بى بى مريم (ع)  رحم كي كيښود او بيا يې ورته دا  معجزې وركړې هغۀ غوښه، څرمن، رګونه او اعصاب لرل خوراک به يې خوړو او اوبه به  يې څښلې؛ نو داسې څوک خداے كيدې نه شى خداے پاک سارے او نظير نه لرى.

يو استازے! حضرت عيسى (ع) د خداے زوي  دے دا ځكه چې چا هم له بى بى مريم سره وادۀ نه ؤ كړے او وې زيږولو ځكه دا پيښه د دې دليل دے چې د هغه پلار خداے دے او هغه د خداے زوي دے.

کلیدي کلمې: