(له رسول الله (ص) له سره د نجران د استازيو مناظره (1

" نجران" د مكې او يمـن ترمينځ يو ښار دے چي 73 كلى لرى او د اسلام په وړومبيو وختونوكې هلته عيسائى مذهب رواج ؤ او دلته به پاپ او ستر ستر عيسائى عالمان اوسيدل او نجران د نننى "وايتيكن ستى" غوندى ؤ. د نجران ولسوال او سياسى مشر "عاقب"، مذهبى مشر يې "ابوحارثه" او بل مشهور او د ولس د درناوى شخصيت يې "ايهم" نوميدهْ.

د اسلام اوازې چې خورې شوې؛ نو عيسائى عالمان خو په تورات او انجيل كې د پيغمبراكرم (ص) د راتګ په زيرى خبر وو؛ نو ځكه د اوازو په وړاندې حساس وو او پلټنه او تحقيق يې كوه.

د نجران عيسائيانو درې ځلى رسول الله (ص) ته خپل پلاوى وليږل،  چې له نږدې يې د نبوت د  ريښتينوالى پلټنه او تحقيق وكړى. يو ځل يې له هجرته مخكې په مكه كى له رسول اكرم (ص) سـره مناظره وكړه اودوه ځل يې لـه هجرته وروستو په مدينه كـې. دلته د دې مناظرو لنډيز را اخلو.:

(1) د نجران د استازيو وړومبۍ مناظره

هغوى د كعبې شريفې په څنګ كى له رسول اكرم (ص) سره وليدل او خبرې اترې يې شروع كړې، پيغمبر صلی الله عليه و آله په خوښۍ سره د هغوى خبرو ته غوږ ايښے ؤ او بيا به يې ځواب وركاوهْ، په اخر كې رسول اكرم (صلی الله عليه و آله) له قرانه څو ايتونه تلاوت كړل، چې په  هغوى  يې اغيزه وكړۀ، او بې اختياره يې له سترګو اوښكې روانې شوې او له تحقيق نه وروستو يې د تورات او انجيل زيری رښتونى وموندل او مسلمانان شول.[1]

مشركان (او په تيره بيا ابوجهل) په دې مناظره خفه شو كله، چې د نجران استازى له مناظرې وروستو راپاڅيدل نو ابوجهل او څو تنو د هغوى مخه ونيوه  او په سپكو سپورو يې ورته وويل: مونږ خو له تاسو زيات ليوانيان ندى ليدلى، چې له خپل قوم سره مو خيانت وكړ او له خپله دينه واوړيدئ او اسلام مو ومانهْ، هغوى ورته په نرمۍ ځواب وركړ او وې ويل: ستاسو له مونږ سره څه كار، كوم مرام مو چې غوره كړ د هغه مسووليت زمونږ په غاړه دے. [2]:

[1] . په دې باب د سوره مائدى 83 ايت نازل شو: و اذا سمعوا ما انزل الى الرسول ترى اعينهم تفيض من الدمع مما عرفوا من الحق يقولون ربنا امنا فاكتبنا مع الشاهدين

[2] . سيرهْ حلبى ټوک 1/ 383 مخ

کلیدي کلمې: