د مشيت او ارادې معنا

يونس بن عبدالرحمن د حضرت امام رضاعليه السلام يو شاګرد ؤ يو وخت د قضاء او قدر، قسمت او برخليك د بحثونو بازار ګرم ؤ او يونس په دى باب له امامه پوښتنه وكړه چې امام عليه السلام ورته داسى وفرمايل:

ای يونسه! د "قدريه ؤ عقيده ونه منى؛ ځكه د هغوى عقيده نه د دوزخيانو او نه د شيطان له خبرو سره سمون خورى او دغـه شان نه....

يونس: په خدای قسم زۀ د هغوى خبرې نه منم؛ بلكى عقيده مى دا ده چې هيڅ څيز مينځ ته راتلى نه شى خو دا چې خدای وغواړى اراده يې وكړى مقدر يې كړى او حكم ئې وكړي.

امام عليه السلام: ای يونسه! داسى نۀ ده... (بلكى د خدای غوښتنه دا ده چې انسان دې هم په خپلو كارونو كى اختيارمن او واکمن وى) ايا پوهيږی چې "مشيت" (د خدای اراده) يعنى څه؟

يونس: نه

امام رضا عليه السلام: د خدای اراده وړومبنۍ يادونه (لوح محفوظ) ده،  ايا پوهيږې چې "اراده" څه ته وايي؟

يونس: نه.

امام عليه السلام: اراده د هغه څه پريكړه (فيصله) ده چې وې غواړى، ايا پوهيږى چې "قدر" يعنى څه ؟

يونس: نه

امام عليه السلام: "قدر" هماغه اندازه اخيستنه، حد بندى او د پولو ټاكنه ده لكه عمر او د مرګ وخت، بيا يې وفرمايل: له حكم (قضاء) نه مراد ټينګول، محكمول او مينځ ته راوړل دي.

يونس د امام رضا عليه السلام له ويناؤ خوشاله شو او ورته يې وويل: فتحت لى شياء كنت عنه فى غفله "زۀ ناخبره وم او كلكى غوټى دى راته خلاصى كړى" [1]

[1] . (وګورئ: ا صول كافى 1/157-158)