د خدای له منكر سره د امام رضا عليه السلام مناظره

د خدای يو منكر امام رضا عليه السلام ته راغی چې يو شمير خلك هم ورسره ناست وو، امام عليه السلام ورته وفرمايل:

كه چيرى حق له تاسو سره وى، چې داسې نده؛ نو په دى حالت كى مونږ او تاسو برابر يوو او زمونږ نمونځ، روژه، زكات او ايمان مونږ ته زيان نشى رسولې او كه حق له مونږ سره وى، لكه چې هم داسې ده، نو په دى حالت كى مونږ كامياب او تاسو په زيان او هلاكت كى يئ.

د خدای منكر: ما پوهـ كړه چې خدای څنګه دی؟ او چرته دی؟

امام رضاعليه السلام:په تا دى افسوس وى، چې په غوليدلې لاره روان يې. خدای پاک څرنګوالی څه رنګ كړ، بې له دې چې هغه په څرنګوالى تعريف شى او هغه مكان، مكان كړ، بې له دې نه چې خپله مكان ولرې؛ نوځكه د خدای ذات په څرنګوالى او مكان سره نه شى پيژندل كيدى.

او په حسونو(حواس خمسه) نه درك كيږى او له هيڅ يو څيز سره تشبيه كيدى نه شى.

د خدای منكر: كه خدای په حواسو نه شى درك كيدى نو هغه خو هډو څه څيز نۀ دی.

امام عليه السلام: په تا دى افسوس وى ځكه چې ستا حسى ځـواكونه د هغه له دركه عاجز دى؛ نو ترى منكر شوى؛ خو مونږ په داسې حال كى چې حسى ځواكونه مود هغه له دركه عاجز دى پرى ايمان لرو، چې هغه زمونږ پالونكی دی او د هيڅ يوڅيز په شان نۀ دی.

د خدای منكر: ما ته ووايه چـې خدای له كومه وخته دی؟
امام عليه السلام: ته ماته دا ووايه چې هغه له كله نه نـه ؤ، چې زۀ درته ووايم چې په كوم وخت كى ؤ؟

د خدای منكر: د خدای د شتون دليل څه دی؟

امام عليه السلام: زۀ چې كله خپل وجود ته ګورم نونۀ شم كولې چې په اوږدوالى او پلنوالى كې يې يوڅيز لږ ؤ ډير كړم، نقصان او نيمګړتيا ترې لرې كړم او ګټه ور ورسوم نو په هم دى وجه مې يقـين وكړ چـې د بدن جـوړښت يو جـوړونكى لـرى؛ نوځكه مې د صانع (جوړونكى) په  شتون اعـتراف وكـړ په دى سربـيره د سيـارو ګرځيدل، د وريځو جوړيدل، د بادونو چليدل، د نمر، سپوږمـۍ او ستورو چلن د دې نښه ده، چې دا ګرځيدوونكي يو ګرځوونكی لري  دا موجودات يو جوړونكی او ناظم لرى.

(د خدای منكر د امام رضـاعليه السلام د دليلونو په وړاندې چپ  او غلې شو او بله پوښتنه يې ونه كړه).[1]

 

[1] . (وګورئ: اصول كافى 1/78)