يوې مناظرى عراقى فلسفى وارخطا كړ

"اسحاق كندى" د عراق يو كافر عالم او فيلسوف ؤ. د قران كريم له لوستو وروستويې وليدل چې د قران مجيد ځينې ايتونه له ځينو نورو سره په ظاهره سمون نه خورى؛ بلكى مخالف هم دى؛ نو فيصله يې وكړه چې د قران په تناقض او تضاد باندې يوكتاب وليكى او دا كار يي پيل كړ.

د هغه يو شاګرد ځان امام حسن عسكرى عليه السلام ته ورسوۀ، امام هغه ته وويل په تاسوكى څوك هوښيار او ميړنـى شته چې په استدلال سره هغه له دې كاره منع كړى؟.

شاګرد: مونږ د هغه له شاګردان يو، څنګه يې له دې كاره منع كړو؟

امام حسن عسكرى: تا ته يوه خبره كوم  او هغه ورته وكړه داسى چې ته ورسره څو ورځې په دى كاركى مرسته وكړه چې څه موده تيره شوه؛ نو ورته ووايه چې په ذهن كې مې يوه پوښتنه پيدا شوه او هغه به درته ووائى تپوس وكړه نوته ورته ووايه"كه د قران ويونكی (يعنى خداﮮ پاك) درته راشى نو ايا ممكنه ده چې د قران له ايتونو نه د هغۀ مراد له دغو معنو نه بل شان وى چې كومى ستا په ګومان وى؟

استاذ كندى به درته ووائى چې هوداسې كيدې شى نو بيا ورته ته ووايه چې ته څه پوهيږې كيدې شى د قران له ايتونونه د خداﮮ مراد له دغو معنونه نورې معنى وى چې ته پرې پوه شوى يې؟

شاګرد استاذ اسحاق ته ورغی او څه موده يې په كتاب ورسره كار وكړ بيا ئې ورته وويل: تا چې په خپل خيال ايتونه معنا كړى؛ نو دا كيدې شى چې د خداى اراده او مطلب ترى بيل وى؟

استاذ چورتى شو او ورته يې وويل: "دا پوښتنه بيا ووايه، شاګرد يو ځل بيا خپله پوښتنه وكړه.

استاذ: هو كيداې شى، چې خداﮮ له ظاهرى معنا پرته څه بله معنا كړى وى" بيا يې شاګرد ته وويل دا خبره چا درته ښودلې ده؟

شاګرد: بس زړۀ ته مې پريوته او له تانه مى پوښتنه وكړه.

استاذ: دا ډيره اوچته خبره ده چې تا غوندې سړﮮ يې نه شې كولى ته لا اوس لوړ علمى مقام ته نه يې رسيدلی.

شاګرد: دا خبره مي له امام حسن عسكرى عليه السلام نه زده كړى ده.

استاذ: اوس دې ريښتيا وويل؛ ځكه چې دا مسْلى له دى كورنۍ نه بغير له بل چا نه اوريدل كيږى بيا استاذ خپل كړى كار وسيځۀ.

وګورئ: انوارالبهيه ص349-350 مخونه

کلیدي کلمې: