په اسلامي علومو کې د شيعيانو رول

ليکوال: حضرت آية الله  مکارم شيرازي

شيعو د اسلامي علومو په پيدا کولو کې اغيزمن رول لرلی دی، ځينې باوري دي چې اسلامي علومو له هغوي سرچينه اخستې، حتی په دې هکله کتاب يا کتابونه ليکل شوي او اسناد او مدارک يې وړاندې کړي دي، خو مونږ وايو چې لږ تر لږه هغوي د دغو علومو په پيدا کولو کې ښه ونډه لرلې ده، او د دې مسئلې شاهد او ګواه هغه کتابونه دي چې له شيعه علماوو په اسلامي علومو او فنونو کې ليدل کيږي. په فقې او اصولو کې په زرګونو کتابونه چې ځينې يې ډير پراخ او بې ساري دي، په تفسير او قرانی علومو کې په زرګونو کتابونه، په عقائدو او علم کلام کې په زرګونو کتابونه او هم دا راز په مختلفو علومو کې په زرګونو کتابونه، په دغو کې پريمانه کتابونه اوس هم زمونږ او د نړۍ په مشهورو کتابتونونو کې موجود دي او خلک ورته لاس رسي لري او هر څوک دغه کتابتونونو ته په مراجعې سره د دې ادعا تصديق کولی شي. د شيعيانو يو مشهور عالم د دغو کتابونو فهرست تيار کړی او په شپږو لويو ټوکونو کې يې دغه فهرست راغونډ کړی دی.[42]

دا لړ ليک د لسګونو کلونو پخوا دی او په وروستيو لسيزو کې له يوې خوا د شيعه وو د تيرو عالمانو د اثارو د احيا  او د خطی کتابونو د کشف او چاپ لپاره ډيرې هڅې شوي دي، او له بل پلوه د نويو کتابونو د تصنيف او تاليف لپاره، چې لا مو يې دقيق شمير نه دی برابر کړی خو په مسلمه توګه ويلی شو چې د اسلامي علومو په هره څانګه کې په سلګونو يا زرګونو کتابونه ليکل شوي دي.

سرچینې

[42]. د دغه کتاب نوم «الذريعه الی تصانيف الشيعه» دی چې مشهور مفسر او محدث شیخ اقا بزرګ تهرانی لیکلی دی، د هغو کتابونو شمیر چې د کتاب له نوم درک او لیکوال له نوم سره په دغه لوی فهرست کې راغلي دي تر ۶۷ زره ټوکو زیات دي، دا کتاب یوه موده وشوه چې چاپ او خپور شوی دی.

کلیدي کلمې: