د شیعه مذهب تاريخچه

ليکوال: حضرت آية الله  مکارم شيرازي

مونږ عقيده لرو چې: د تشيع د پيدايښت مبدا د پيغمبر(ص) زمانه او د هغوي ويناوې دي او د دې خبرې لپاره روښانه اسناد لرو:

منجمله دا چې ډيرو مفسرانو د دغه آيت «إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ؛ هغه کسان چې ايمان يې راوړي او نيک عملونه يې کړي دي (د خدای) تر ټولو غوره مخلوق دي»[33] دا حديث يې له پيغمبره(ص)نقل کړی دی چې وې فرمايل: «له دغه ايته مطلب علی(ع) او د هغه شيعه دي»

منجمله د اهل سنتو مشهور مفسر «سيوطي»په الدر المنثور کې له «ابن عساکر» له جابر بن عبدالله نقلوي چې مونږ د پيغمبر(ص) په خدمت کې وو چې علی(ع) راغي کله چې پيغمبر(ص)، علی(ع) وليده نو وې فرمايل: و عَن جَابر بن عبد الله قَالَ كُنَّا عِنْد النَّبِي صلى الله عَلَيْهِ و واله فَأقبل عَليّ فَقَالَ النَّبِي: و الَّذِي نَفسِي بِيَدِهِ إِن هَذَا و شيعته لَهُم الفائزون يَوْم الْقِيَامَة؛ قسم په  هغه چا چې زما ځان يې په لاس کې دی، دې او شيعه يې د قيامت په ورځ د کاميابو کسانو په ټولي کې دي» بيا د إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ؛ آيت نازل شو او له هغه وروسته کله به چې  علي(ع) د پيغمبر(ص) د اصحابو غونډو ته ورتللو هغوي به ويل «جاء خَيْرُ الْبَرِيَّةِ» د خداي بهترين مخلوق راغی.[34]

هم دا معنا (ابن عباس) او (ابن برزه) او (ابن مردويه) او (عطيه عوفي) په مختصر شان فرق سره ذکر کړې ده.[35]

په دې ډول وينو چې د هغو کسانو لپاره چې له علي علیه السلام سره يې ارتباط درلود د (شيعه) د نوم انتخاب په هماغه د پيغمبر(ص) په زمانه کې شوی و او دا نوم پيغمبر(ص) هغوي ته ورکړی دی نه دا چې د خلفاوو په زمانه کې يا د صفويانو يا داسې نورو په زمانه کې هغوي ته ورکړل شوی وي.

مونږ په عين حال کې چې د نورور اسلامي فرقو درنښت کوو او له هغوي سره د جمعې په يو صف کې دريږو، او په يو وخت او يو ځای حج کوو او په ګډو اسلامی اهدافو کې ملګرتيا کوو،  عقيده لرو چې د علی(ع) د مکتب پيروان ځينې ځانګړتياوې لري او پيغمبر ورته خاصه توجه او پام درلود، له همدې امله مونږ د دغه مکتب پيروي انتخاب کړې ده.

د شيعو ځينې مخالفان ټينګار کوي چې د دغه مذهب او عبد الله بن سبا تر مينځ رابطه ټنيګه کړي، او بيا بيا دا خبره تکراروي چې شيعه د عبدالله بن سبا پيروان دي چې په اصل کې يهودي و، او بيا مسلمان شو! دا خبره ډيره عجيبه ده، ځکه چې د شيعه کتابونو ټولې څيړنې ښيی چې د دغه مکتب منوونکي له دغه کس سره هيڅ دلچسپی او مينه نه لري، بلکه د شيعه و په درستو کتابونو کې عبدالله بن سبا يو ګمراه او  بې لارې کس معرفي شوی دی او  زمونږ د ځينو روايتونو په اساس، حضرت علی(ع) د هغه د مرتد والي په وجه د هغه د وژلو حکم ورکړی و.[36]

له دې ورتير د عبدالله بن سبا تاريخي وجود تر پوښتنې لاندې دي او ځينې محققان باوري دي چې هغه يو افسانه اي کس دی او خارجي وجود يې نه درلود چې ګوندې د شيعه مذهب بنسټ کيښودنکي شي.[37] او فرضا که هغه يو افسانه ای کس ونه ګڼو زمونږ له نظره ګمراه او منحرف کس و.

سرچینې

[33]. سوره بینه ۷ ايت
[34]. الدر المنثور ۶  ټوک ۳۷۹ مخ 
[35]. د لا ډیرو معلوماتو لپاره پیام قرآن ۹ ټوک ۲۵۹ مخ نه وروسته ته مراجعه وکړئ
[36]. تنقیح المقال فی علم الرجال په « عبد الله بن سبا» ماده کې او د شیعو د رجالو په نورو مشهورو کتابونو کې.
[37]. عبد الله بن سبا  کتاب د علامه عسکری لیکنه.
 

کلیدي کلمې: