د اجتهاد باب تل پرانستی دی او قانوني خلا نيشته

ليکوال: حضرت آية الله  مکارم شيرازي

مونږ عقيده لرو چې د اجتهاد باب په ټولو مسائلو  کې خلاص دی، او ټول د نظر خاوند فقيهان کولی شي الهي احکام له تيرو څلورو  منابعو راوباسي او هغو کسانو ته يې چې د استنباط قدرت نه لري ورکړی. که څه هم نظرونه يې له تيرو فقيهانو سره ځينې فرقونه ولری. او باوري يو چې کوم کسان په فقې کې د نظر خاوندان نه دي، هميشه بايد ژونديو فقيهانو ته چې د زمان او مکان په مسايلو خبر دي مراجعه وکړي او په اصطلاح د هغوي تقليد وکړي او په فقهې کې متخصصانو ته د ناخبرو کسانو مراجعه له بديهياتو ګڼو. مونږ دغو فقيهانو ته (مرجع تقليد) وايو، په دې ډول له مړ فقيه څخه ابتدايی تقليد جايز نه ګڼو؛ ضرور بايد د ژونديو فقيهانو تقليد وشي چې فقه تل په حرکت او  تکامل کې وي.

مونږ عقيده لرو چې په اسلام کې (قانوني خلا) نيشته، يعنې د قيامت تر ورځې پورې د انسانانو د اړتيا ټول احکام په اسلام کې بيان شوي دي، کله په خاص ډول او کله هم د يو کلي او عام حکم په شکل کې، او له همدې امله مونږ فقيهانو ته د قانونونو جوړولو  حق نه ورکوو، بلکه هغوی ژمن ګڼو چې الهي احکام له هغو څلورو منابعو چې ذکر شول استخراج کړی. او خلکو ته يې وړاندې کړي. ايا قرآن مجيد په مائده سوره چې تر ټولو وروستۍ يا په وروستيو سورو کې ده چې په پيغمبر نازله شوې، نه فرمايي چې «الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإسْلامَ دِينًا؛ نن مې ستاسو دين بشپړ کړ او خپل نعمت مې په تاسو تمام کړ، او ستاسو لپاره مې اسلام دين غوره کړ»[13] دا اسلام څرنګه کامل کيدی شي بې له دې چې د ټولو وختونو او پيړيو لپاره کامل فقهي احکام و لري؟!

آيا د پيغمبر(ص) په مشهور حديث کې نه لولو چې په حجت الوداع کې يې وفرمايل: ايهاالناس والله ما من شیء يقربکم من الجنة و يباعدکم عن النار الا وقد امرتکم به، و ما من شیء يقربکم من النار و يباعدکم عن الجنة الا و قد نهيتکم عنه؛ ای خلکو! هر څيز چې تاسو جنت ته نزدې کړي او د دوزخ له اوره مو ليرې کړي، تاسو ته مې د هغه امر درکړ او له هر هغه څيزه مې چې تاسو د دوزخ اور ته نزدې او له جنته ليرې کړي تاسو منع کړئ.[14]

له امام صادق(ص) په يو بل مشهور حديث کې لولو: ما ترک علی شيئا الا کتبه حتی ارش الخدش؛ علی(ع) له اسلامه هيڅ پرې نه ښودل مګر دا چې (د پيغمبر(ص) په حکم او املا سره يې) وليکل، حتی د انسان په بدن د ليګدلی يو  وړوکي شان خراش ديه .[15]

نو په دې وجه ظنيه دليلونو، قياس او استحسان ته لمبر نه رسيږی.

سرچینې

[13]. مائده سوره ۳ ايت
[14] . اصول کافي، ۲ټوک ۷۴ مخ، بحار الانوار،۶۷ ټوک ۹۶ مخ.
[15] .جامع الاحادیث، اول ټوک ۱۸ مخ ۱۲۷ حدیث (په دغه کتاب کې په دې هکله نور هم ډیر معتبر حدیثونه لیکل شوي دي.

کلیدي کلمې: