د اروا پيژندنې له نظره په ژوند کښې د انتظار رول

پوښتنه: د اروا پيژندنې له نظره په ژوند کښې د انتظار څه رول دے؟

ځواب: انتظار د اروا پيژندنې له نظره، د منتظرانو په ژوند کښې ډېر لوی رول لري چې لاندې يې ځينو ته اشاره کوو:

1. د بري هيله

انتظار د هيلې او اميد په معنی دے[1] راتلونکي ښه وخت ته هيله منيدل، د طبيعت د نظام کلي بهير او د تاريخ تکاملي تګ او په يو روښانه راتلوونکي وخت اطمينان، په روايتونو کښې د فرج او ظهور په معنې بيان شوے. د فرج انتظار، له اسلامي کلي اصولو يعنې د خدای له لطف او رحمت او د يأس او نهيلۍ له حرام والي، راوتے دے لکه چې قران مجيد فرمايي: {وَ لاَتَيْأَسُوا مِن رَّوْحِ اللَّهِ إِنَّهُ لاَ يَيْأَسُ مِن رَوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ}[2] د خدای له رحمته مه نهيلې کيږئ ځکه چې يوازې کافران د خدای له رحمته نهليې کيږي.

د خدای رحمت او لطف ته هيله د امام علی(ع) د کلام په رڼا کښې داسې بيان شوې: «د فرج انتظار کوئ او د خدای له رحمت او لطفه مه نهيلې کيږئ، ځکه چې د خدای په وړاندې له ټولو ښه کار د فرج انتظار دے.»[3] دې  ته په پام سره، د ايتونو او روايتونو پر اساس، خدای پاک مسلمانانو او مستضعفانو ته د برياليتوب وعده ورکړې ده. دا وعده د غيبت په وخت کښې د منتظر انسان په فردي او ټولنيز ژوند کښې اساسي رول لري، څه چې منتظران په دې هيلې چې حق به په باطل بريالې کيږي د خپلې ټولنې جوړونه او سمونه کوي او د مشکلاتو او ظلم او زياتي په وړاندې ودريږي. د بريالي توب حتمي وعده د منتظرانو لپاره روحي او رواني چمتووالے راولي.[4] دې ته په پام سره منتظرانو په ټول تاريخ کښې په ښې روحيې او لږو امکاناتو او وسلې او وسايلو سره دا توان لرلے دےچې له پرمختللو وسله والو سره مقابله وکړي او هغوي ته ماتې ورکړي.

د شهنشاه د ظالم نظام په مقابله کښې د امام خميني(رح) په مشرۍ کښې د ايران د اسلامي انقلاب برې، صدام سره په اته کلن تپلي شوي جنګ کښې د ايران برې، په ايټمي انرجۍ کښې ډېره کاميابي، د اسرائيل د پوځ په وړاندې د لبنان د حزب الله برې، د امام مهدي(ع) د عقيدې په ترڅ کښې وو.

د دنيا مستکبرين په علم، صنعت او ټکنالوجۍ او پوځي سازو سامان کښې ځان له مسلمانانو لوړ ګڼي. بيا هم، له روحي او رواني نظره د مسلمانانو په وړاندې ماتې خوړونکي دي او هيڅ کله د مقابلې توان نه لري. له همدې سببه ويليام هنوي انتظار د ژوند سبب ګڼلے دے او وايي: "که دا انتظار نه وې نو انسان به د شمعې په شان ورو ورو مړيدۀ يا به يې بې مطلبه ژوند ته ګروهنه کوله»[5]

2. د استکبار د هيبت او شان ماتيدل

د ديني زده کړو پر اساس، استکبار د تاريخ يو واقعيت دے چې د انسان له پيدايښته موجود و؛  لکه فرعون، نمرود، ابولهب او ابوجهل چې د مستضعفانو دښمنان وو.

نن سبا، د مستکبرانو نظامي او ټيکنالوجي لوړاوې، د دنيا د مستکبرانو د جرات او د مستضعفانو د ضعف او کمزورۍ سبب شوې ده. ډېر اسلامي هيوادونه د خدای قطعي او نه بې لوظه کيدوونکے وعدې ته پام نه کوي او د مستکبرانو له امکاناتو او پرمختللو وسلو متاثر شوي دي او پوښتنه کوي: امام مهدي(عج) به تورې سره د اوسنۍ نړۍ داسې پرمختللې وسلو سره څۀ رنګ مقابله کوي؟ د دې پوښتنې ځواب، لاندې ټکو ته په پام سره روښانيږي:

1. په ايتونو او روايتونو کښې د بري او د ظهور وعده، د مسلمانانو د روحي او معنوي طاقت د زياتيدو سبب کيږي او د اسلام لارويان ورسره لا زيات طاقتور کيږي او د مستکبرانو رعب او هيبت ورسره ختميږي، لکه څه رنګ چې خدای پاک د اصحاب کهف په وړاندې د استکبار رعب او هيبت ختم کړ.[6]

آيةالله صافي ‌فرمايي: "همدا وعدې وې چې مسلمانان يې په لويو پيښو لکه د بني اميه، سليبي جنګونو او نورو په وړاندې ودرول او اخر يې مسلمانان د هغوي په مقابله کښې جهاد ته وهڅول. هغه وعدې چې د هغې تصديق  منلي شوي ديني او تاريخي حقيقتونو مکمل ثابت کړے دے، تل دا بشارت او زیرې ورکوي چې اسلام به هيڅ کله له منځه لاړ نه شي او ځينې حکومتونه لکه د بني اميه او بني عباسو او د نورو رژيم سياسي ظالمانو حکومتونه هيڅ کله په حقه نه دي او د دوي په وړاندې په شاتګ نه دے پکار، بايد له خپلو مورچو او پولو حفاظت وکړو چې هغه ښه وخت او د حقو او عدالت مطلق حکومت راورسي."[7]

2. د دنيا د مستکبرانو روحيه، که څه هم پرمختللې وسلې او ټکنالوجي لري، د مسلمانانو په وړاندې ضعيفه او کمزورې ده او په روحي او رواني توګه يې ماتې خوړلې ده او له هغوي يې د ولاړتيا توان اخستے دے. امام صادق(ع) فرمايي:«کله چې زمونږ د امر وخت (د مهدي حکومت) راورسي خدای پاک به زمونږ د شيعو له زړونو ويره اوچته کړي او د هغوي د دښمانانو په زړه کښې به يې واچوي. هغه وخت کښې زمونږ په شيعو کښې هر يو له بله زيات ميړنې او زړه ور شي.»[8]

د روايتونو مطابق، د حضرت مهدي(عج) د ظهور په وخت به د شيعو له وجوده سستي او ضعف ليرې کړې شي او د هغوي زړونه به د وسپنې په شان مزبوت شي.[9] په شيعو کښې به هر کس د شير په شان زړه ور او له نيزې به زيات څيرونکې وي او دښمنان به په پښو سره وهي او لاسونو سره به يې مړه کوي.[10]

روايتونو ته په پام سره، د جنګ پرمختللي امکانات به امام مهدي(عج) سره وي، خو د دښمانانو له نظره به پټ وي او د دښمنانانو جنګي او دفاعي سامان به د امام مهدي(عج) د سامان مقابله نه شي کولې. امام صادق(ع) فرمايي: «د امام مهدي ملګري که دومره فوځيانو سره چې د ختيځه تر لويځه وي، سره په جنګ شي نو هغوي به بې ځنډه نابودوي او د دښمن وسلې به په هغوي باندې څه اثر نه کوي.»[11] بې شکه چې د هغه حضرت وسلې به د هغه وخت د وسلو په مقابله کښې ډېرې بدلې وي. په روايتونو کښې د «سيف» ټکي له وسلې کنايه ده او مطلب يې يوازې توره نه ده. د روايتونو مطابق د امام مهدي(عج) د فوځيانو وسلې به د وسپنې وي، خو داسې به وي چې که په يوۀ غرۀ هم ورشي نو هغه به دوه ټوټې کوي.[12]هغه حضرت او ملګري به يې د هغه وخت له ټولو پرمختللې وسلې لري. د خدای رسول(ص) فرمايي:«له تاسو وروسته به داسې قومونه راشي چې ځمکه به يې د پښو لاندې غوټه شي او دنيا به ورته وغوړيږي... ځمکه به د سترګو په رپ کښې د هغوي د پښو لاندې تيريږي».[13] هغه حضرت سره به د فرښتو، مؤمنانو او هم دا رنګ د دښمنانو په زړونو کښې د رعب او ويرې په سبب مرسته کيږي.[14]

 دې ته په پام:

1. هغه ويره چې د امام مهدي(عج) له ظهوره وړاندې د منتظرانو په زړونو کښې راغلې وي، له ظهوره وروسته به د مسلمانانو له عقلونو وباسلې شي.

2. د امام مهدي(ع) ظهور سره به د مستکبرانو په زړونو کښې رعب او ويره پيدا شي او د ولاړتيا هر توان به له هغوي واخستې شي.

3. د خدای قطعي زيرو او بشارتونو ته په پام سره، د عزت او لوړاوي روح به په منتظرانو کښې پيدا شي او دې باور او يقين ته به ورسي چې هغوي داسې پوځيان او طاقت لري چې هيڅ يو طاقت ورته نه شي رسيدے. هغوي به داسې لوړې روحيې سره د يوې شيبې لپاره هم د مستکبرانو په وړاندې له ولاړتيا لاس نه اخلي، ځکه چې هغوي ته پته ده چې د اصحاب کهف سره چې څه وشول هغه به امام مهدي(عج) سره هم کيږي.

3.  د منتظرانو درناوې او د مستکبرانو سپکاوې

ځينې روايتونو د غيبت په وخت د منتظرانو شخصيت ستايلے دے. امام سجاد(ع) فرمايي: «د غيبت د زمانې هغه خلک چې د هغه امامت مني او د هغوي د ظهور په انتظار وي د هرې زمانې له خلکو لوړ دي ځکه چې خدای پاک هغوي ته دومره عقل او پوهه ورکړې ده چې د هغوي په نزد د امام غيبت د هغه د حضور د وخت په شان شوے دے. خدای پاک د هغه وخت کسان د هغه مجاهدينو په شان ګرځولي دي چې د خدای د رسول(ص) په حضور کښې توره وهي. هغوي حقيقي مخلصان او واقعي شيعه او په څرګنده او پټه د خدای دين ته بلونکي دي.»[15]

د غيبت د وخت د خلکو لپاره انتظار، د پيغمبر(ص) له نظره له ټولو ښه عمل ګڼل شوے دے:

«د فرج انتظار عبادت دے او د خدای پاک په نزد زما د امت له ټولو زيات ارزښت لرونکے عمل د ظهور انتظار کول دي.»[16]

ډيرو روايتونو، مستکبران او منحرفان بې عزته کړي دي او د هغوي عيبونه يې بيان کړي دي. امام صادق(ع) فرمايي: «مستكبران به (د قيامت په ورځ) د ميږو په شکل وي خلک به هغوي د پښو لاندې کوي تر دې چې خدای د هغوي له حسابه خلاص شي.»[17] امام علي(ع) هم فرمايي: «پلار مې د بهترينو کنيزانو له بچي (امام زمانه) قربان شه. [ظالمان او بدكاران به] خوار او ذليل کړي او په هغوي به د زهرو جام وڅښوي او د تورې په وسيله به هغوي سره ډېر جنګونه وکړي.»[18] د دې دوو ډوله روايتونو مثبت اثار د منتظرانو په ژوند او روح او روان کښې دا دي:

1. د مستکبرانو په وړاندې د منتظرانو معنوي طاقت او توان زياتيدل.

2. د منتظرانو روحي او رواني طاقت مزبوتيدل

3. مستکبرانو سره په معامله کښې د منتظرانو طاقت او لوړاوې ساتل.

د مستکبرانو له سپکاوي مطلب د هغوي ذلت او خواري ده چې که څه هم دومره پرمختللې امکانات او وسله لري بيا هم د هغوي سپکاوې بيانيږي او د منتظرانو ستاينه کيږي دا د مستضعفانو په روح او روان کښې د ژوند په بيلا بيلو برخو کښې د توان سريزه پيدا کوي او د ماتي له خطره يې ساتي.

4. د ټولنيزو بې لاريو په وړاندې ولاړتيا

د انتظار د عقيدې يوه ګټه د ټولنيزو بې لاريو په وړاندې د منتظرانو ودريدل دي په بري باندې ايمان لرل او د نړۍ په غوړيدو باندې عقيده لري، ډېر تربيتي اثرات لري. په روايتونو کښې راغلي دي: «هر څوک چې زمونږ د قائم د غيبت په وخت کښې زمونږ په ولايت باندې باقي پاتې شي خدای پاک به هغه ته د بدر او احد د زرو شهيدانو برابر اجر ورکړي.»[19]

د پيغمبر(ص) په وينا کښې راغلي دي: «له تاسو وروسته به داسې خلک راشي چې په هغوي کښې به يو کس ستاسو د پنځوسو برابر اجر لري؛ وويل شول: اے د خدای رسوله! مونږ په بدر، احد او حنين کښې تاسو سره وو او قران زمونږ تر مينځ نازل شو! حضرت(ص) وفرمايل: که هغه څه چې د هغوي په سر به راځي، ستاسو په سر راشي نو تاسو د هغوي په شان صبر نه کوئ.»[20]

آية الله صافي په دې باور دے: «انتظار، د چا لپاره د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د پريښودو او د ضعف او سستۍ او مسامحې لپاره عذر نه جوړيږي او چپتيا او بې حرکتۍ او موجوده حالاتو ته تسليميدل او مايوسي او نهيلي ورسره توجيه نه شي کيدے. دا انتظار، حرکت، نهضت، فداکاري، د انحراف ختمول او بيرته تګ او ارتداد سره مقابله ده. حرکت او نتظار د يوبل تر څنګ دي او يو تربله نه جدا کيږي. انتظار د حرکت سبب او حرکت ورکوونکے دے.» دې ته پام سره په داسې انتظار باندې عقيده لرل چې هغه ولاړ نه وي، د دې سبب کيږي چې د اسلامي نړۍ مجاهدان د دنيا د ټولو مستکبرانو په وړاندې ودريدې شي او په زړه کښې هيڅ تزلزل نه راولي او د حقو د حکومت جوړولو لپاره يو تربله وړاندې کيږي.[21]

5. د هيلې او نهيلۍ تله

ډېر روايتونه داسې دي چې د ظهور، او د مسلمانانو د مرستې او بري په هکله خبر ورکوي. پيغمبر(ص) فرمايي: «ای خلکو! تاسو ته د ظهور زيرې درکړې شوے دے او بيشکه چې د خدای وعدې سره مخالفت نه کيږي او حکم يې نه رد کيږي او هغه (خدای) له هر څه خبر دے او بې شکه چې برې او ګټه نزدې ده.»[22]

د روايتونو پر اساس، د اوږد غيبت په وخت کښې په بيله توګه په اخره زمانه کښې، لويې لويې بې لارۍ رامنځ ته کيږي. امام علی(ع) فرمايي:"ځمکه د ظلم او زياتي ډکه شي، تر دې حده چې څوک به د خدای نامه په ژبه نه شي اخستې مګر په پټه! دغه وخت کښې به خدای پاک يو نيک قوم راولي چې ځمکه به د عدل او انصافه ډکه کړي."[23]

د پيغمبر(ص) له رحلته وروسته به فتنې پراخه شي او ډېر لوړ حد ته به ورسي. پيغمبر(ص) فرمايي: "په انسانانو به يو داسې وخت راشي چې انسانان به په هغه وخت کښې د مرګ هيله کوي."[24]

نن سبا بې لارۍ او د مسلمانانو ستونزې او د اسلام طاقت او انسجام په نظر راځي. مسلمانان طاقت او اسلامي اتحاد ته هيله منيږي او له بې لاريو او ستونزو په تکليف کښې دي او له هغو نهيلي کيږي. هغه روايتونه چې د مسلمانانو او منتظرانو د بري زيرې ورکوي او د انتظار په فضيلت کښې دي او منتظرانو ته د بدلې ورکولو خبره کوي هغه د انتظار کوونکي په شخصيت کښې د هيلې او نهيلې تر مينځ تعادل او برابري راولي، چې د اوږد غيبت په وخت کښې هغه روحي او رواني کمزورۍ چې تر اوسه پورې د ذمه وارۍ نه قبلولو لپاره خنډ جوړيدې، ختمې کړي او د مستکبرانو په زړونو کښې رعب او ويره پيدا کړي.

د لا زياتې مطالعې لپاره سرچينې

لطف‌الله صافي گلپايگاني، امامت او مهدويت، 2 ټوک، 370مخ.

سيد اسدالله هاشمي شهيدي، د اسلام او نړيوالو مذهبونو له نظره د امام مهدي ظهور، له 2 مخه وروسته.

علي رضا، په فردي او ټولنيز ژوند کښې د انتظار اغيزې، له 2مخه وروسته.

وروستے حديث

د امام زمان(عج) د ظهور په وخت کښې به خدای پاک خپل د رحمت لاس د خپلو بندګانو په سر راکاږي او په دې طريقه به د خلکو عقلونه متمرکز شي او بشپړتيا به پيدا کړي.[25]

 یاداښتونه

  [1] .سيد اسدالله هاشمي شهيدي، ظهور حضرت مهدي(ع) اسلام او د نړۍ د مذهبونو له نظره، 2.4مخ.

[2].  يوسف، 87آية.

[3].  بحارالانوار، 52ټوک، 123مخ.

[4].  يوسف مدن، سيكولوجيه الانتظار، 122مخ.

[5].  جلال ستاري، اسطوره در جهان، 228مخ ، د ايران هويت په نقل، له سامانيانو تر قاجاريانو.

[6].  يوسف مدن، وړاندينۍ سرچينه، 195مخ.

[7].  لطف‌الله صافي ګلپايګاني، امامت او مهدويت، 2ټوک ، 371مخ.

[8].  بحار‌الانوار، 52ټوک، 336مخ.

[9].  هماغه، 317مخ.

[10].  هماغه، 318مخ.

[11].  محمد بن الحسن بن فروخ صفار قمي، بصاير الدرجات، 141مخ.

[12].  هماغه.

[13].  ابوشجاع شيروية بن شهدار بن شيرويه ديلمي، فردوس الاخبار، 2ټوک، 449مخ.

[14].  بحار‌الانوار، 52ټوک ، 336مخ.

[15].  بحار‌الانوار،‌ 52ټوک ، 122مخ.

[16].  هماغه.

[17].  شيخ كليني، اصول كافي، 2ټوک ، باب الكبر، 311مخ ، 11حديث.

[18].  محمد بن ابراهيم بن جعفر الكاتب النمعاني، غيبت نعماني، 229مخ.

[19].  ري شهري، ميزان الحكمه، 1ټوک ، 282مخ.

[20].  هماغه، 281مخ.

[21].  لطف‌الله صافي ګلپايګاني، وړاندينۍ، 385 او 387 مخونه.

[22]. كامل سليمان، وړاندينۍ سرچينه، 226مخ.

[23].  هماغه، 494مخ.

[24].  احمد بن حنبل، المسند، 2ټوک، 232مخ.

[25].  بحارالانوار، 52ټوک، 328مخ.

کلیدي کلمې: